نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ما لیدلئ خوب دئ، که یې څوک راکړي مانه
اتل
11.02.2013
ګرانو وطنوالو اسلام علیکم
ما لیدلئ خوب دي، که یې څوک راکړي مانه - سر مې اېشئ، خپل وطن په آستانه
مالیدلئ خوب دي چې اجنبیان وزي عجولانه - چم ګاونډ پریږدي افغان ته بې صبرانه
مالیدلئ خوب دئ چې وحدت راشي، عامیانه - سمتونه، توکمونه سره یو شي جانانه
ما لیدلئ خوب دئ، ژوندئ زړګئ داېشیا شي - بهرعالم ګوته په غاښ شي حسودانه
مالیدلئ خوب دئ اریانا بیا ویرغالي ماهرانه - بیا مرکز دعلم د اسلام شي فرزمانه
مالیدلئ خوب دئ افغان لیلی زلفې کړي شانه - د مښکو بوی یې خورشي ترفرغانه
مالیدلئ خوب دئ چې را غونډ شو په جرګه - جوړکړود وطنه دتخنیک اوعلم خزانه
ما لیدلئ خوب دئ، دا به زړه د مدنیت شي - ځوان ته دنوئ علم او تحنیک پیمانه
مالیدلئ خوب دئ، آسیا زړه به مست شي - مسته وینه یې ځې هراندام ته مستانه
مالیدلئ خوب دئ لرغونئ اسلامي تمدن به - پیلیږي سږ دغزنه نه تربلخ ام البلاده
ما لیدللئ خوب دئ، دا ستورئ به وځلیږي - دوبۍ او بنکاک نه اخلې برم ګم نشانه
daud
11.02.2013
سلامونه
ډير ښه خوب دئ،خداى پاك (ج) ئې دې رښتيا او په واقعيت بدل كړي.
مننه
دازاد او خپلواك افغانستان په هيله
اتل
11.02.2013
داوود وروره، اسلام علیکم
ستاسې په ژبه برکت، آیا دا وخت به راشي چې افغانستان بیا د سولې او آرامۍ سا وباسي، او ټول افغانان يه سوله او صفا کې ژوند وکړي؟ دا کار یوازې هغه وخت ممکن دئ چئ د الله جل جلاله رضا حاصل کړو او په خپلو کې ورورګلوي وکړو، متفق شو او دښمن ته یو موټئ شو. تر هغې چې موږ بې اتفاقه یو، په کندو کې به مو اوړه بې برکته وي او د الله جل جلاله لخوا به بارانونه هم را باندې قطع شي. آلله دې موږ ته خیر پیښ کړي.
pattang
11.02.2013
اتل خانه دغه مفکوره دې دستايلو وړ ده، خو په دغه فاسد رژيم کې چې
ايتنيکې ټېکداران يې واکداران او دصليبيانو له خوا په دالرو اخيستل شوي
دي هيڅ امکان نلري !
ددغه فاسد رژيم له منځه وړل دهر افغان او مسلمان وظيفه ده ......
[quote:3df335e474="اتل"]داوود وروره، اسلام علیکم
ستاسې په ژبه برکت، آیا دا وخت به راشي چې افغانستان بیا د سولې او آرامۍ سا وباسي، او ټول افغانان يه سوله او صفا کې ژوند وکړي؟ دا کار یوازې هغه وخت ممکن دئ چئ د الله جل جلاله رضا حاصل کړو او په خپلو کې ورورګلوي وکړو، متفق شو او دښمن ته یو موټئ شو. تر هغې چې موږ بې اتفاقه یو، په کندو کې به مو اوړه بې برکته وي او د الله جل جلاله لخوا به بارانونه هم را باندې قطع شي. آلله دې موږ ته خیر پیښ کړي.[/quote:3df335e474]
اتل
12.02.2013
پتنګه وروره، اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
ورور ګله، ته چرت مه خرابوه، الله جل جلاله به ټول آسانه کړي. الله قول کړئ چې تاسې په خپلو کې نیتونه صاف کړئ، د خپل خیر په لور ګامونه واخلئ ستاسې په کار کې به برکت واچول شي. ما خوب لیدلئ چې خارجي قوتونه به ووزي، طالبان او نور افغانان به په انتخاباتو کې برخه واخلي او یو داسې حکومت به جوړ شي چې ټول ولس ته په نسبي ډول د منلو وړوي. پدې ترتیب به په ملک کې آرامي خپره شي او ملک به ښیرازه شي.
زما د خوب بیلګې همدا اوس را څرګندیږي. دا لاندې مطالب ولونئ
===
له پاكستانه ۸۰ صنعتي فابريكې كندهار ته رالېږدول كېږي
سه شنبه ٢٤ سلواغه ١٣٩١ ساعت ٠١:٠٠
په پاكستان كې مېشت ۸۰ افغان صنعت كارانو پرېكړه كړې چې له پاكستانه خپل صنعتي فابريكه د كندهار ښار ته راولېږدوي
د پاكستان له صنعتي پاركونو د كندهار ته ښار ته د يادو صنعتي فابريكو په راتګ سره به د افغانستان خصوصي سكتور پياوړى او زرګونو افغانانو ته به د كار زمينه برابره شي.
د بهرنيو ځواكونو تر وتلو وروسته د افغانستان په اقتصاد كې خصوصي سكتور د پام وړ رول لوبولى شي.
له پاكستان څخه راتلونكو صنعتګارانو په افغان حكومت غږ كړى چې دوى ته د فرصتونو په برابرولو كې زياته مرسته وكړي( افغان حكومت دې موږ د ځمكو او برېښنا په برابرولو كې مرسته وكړي.)
په كندهار كې د صنعتي پارك مرستيال فيض الحق مشواڼى وايي چې كندهار ولايت د يادو صنعتي فابريكو په راتګ سره به شاوخوا ۳۰۰۰ افغانانو ته د كار كولو فرصت په لاس ور شي.
له پاكستانه د يادو صنعتګارانو د راستنېدو علت په پاكستان كې د انرژۍ كمښت او د صنعتكارانو نه خونديتوب په ګوته شوى دى.
نظرونه (
0)
افغانستان کې نړیوال اسلامي پوهنتون جوړېږي
• چاپ
د حرفواندازه
11.02.2013
===
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په هېواد کې د یوه نړیوال اسلامي پوهنتون د جوړېدو خبر ورکوي.
زلمي رسول پرون د اتوار ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د دې پوهنتون د جوړیدو لوظنامه مصر ته د ولسمشر حامدکرزي د وروستي سفر په ترڅ کې وشوه. د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې د دې پوهنتون د جوړیدو لګښت اسلامي پراختیایي بینک ورکوي.
د لوړو زده کړو وزارت او عام افغانان د دې پوهنتون د جوړیدو له پرېکړې خوشحاله دي او وایي، دا پوهنتون به افغانانو ته په نړیوالو معیارونو د اسلامي زده کړو ښه سهولتونه ورکړي.
پتوال
13.02.2013
اتل خانه په خوشبینۍ دې برکت شه .
ولې د ا خو ستاسې د خوب اټکلي معنی شوه !
نو په دې کې څه وایې چې اوس تاسې او لوستونکي ددې معنی معنی هم معلومه کړئ که چیرې بیرته ستاسې خوب
ترې په لاس راغی نو ستاسې خوب سم دی، او که ورسره هډو مطابقت ونه خوري نو ستاسې په خوب
او لومړۍ معنی کې یې لږ تر لږه یو او یا هم دواړه غلط دي! منې یې که نه ؟
زما په اند خوا دا ټکي ستاسې د خوب بېلګې نه دي، بلکې برعکس ستاسې خوب ددې ټکو یوه بېلګه او علامه ده ، ایا همداسې نه ده؟، والسلام !
pattang
14.02.2013
اتل خانه سلامونه او احترامات درته وړاندې کوم !
پتوال صيب هغه څه درته ليکلي دي کوم چې ما غوښتل !
خو زه به هم په خپل وار پاتې درته وليکم :
وروره که ساده درته وليکم کوم چې دپښتنو دصداقت يوه برخه ده خو
بيابه مرورشي ! ، خو( ښه باوری ) به درته وليکم !
صداقت په ژوند کې يو متحرک پاراميتر دی که قيمت يې هر چېرته يوډول
او سابت وي دلويې بدبختي ، ناکامي او ناپوهي سبب ګرځي !
وروره ! ته د فابريکو له انتقال اوله شخصي سکتوره خبرې کوې خو پردې
به خبر نه يې چې ددغه کار لپاره اول يو محافظوي ،ساتونکی ، پالونکی ،
وده ورکونکی يو دولتي سيستم / نظام په کار دی چې هغوی په
ملي اولسي اقتصاد /political economy; national economy
او business economics; business management /
managerial-economics باندې پوهيږي نو ايا په دغو غلو جنګي
جنايتکارانو او ايتنيکي ټېکدارانو کې هم دومره قدرت او اهليت شته !
نه ! هغوی له اصله غله او جنايتکاران دي، ددې قدرت او استعدا د نلري !!
دوی تر اوسه نه په نظام پوهيږي ، نه يې دکابل کوڅې پاکې کړې اونه
يې تشنابونه جوړ کړل .... غو دغلا او درواغو ښه استعداد لري ....
دواړه طفيلي ډلې , صليبي اشغالګر او دا لاسپوڅی بېکاره او بې استعداده
رژيم يوه ګډه پرازيتي همزيستي سره لري :
دصليبي اشغالګرو لوی او مهم هدف داسلام ضعيفول ، داسلامي خواصو له
منځه وړل دي دلاسپوڅي اجنټ رژيم چې ساتونکې يې صليبيان دي يواځنی
هدف له دالرو خپل جيبونه ډکول دی چې دواړه پلوه يې تر اوسه بر يالي او
راتلونکې يې زه خرابه وينم ، ځکه چې بيدار مسلمانان او ناڅونالسته پښتانه
پردې پوهيړي چې دظلم او منافقت کاروان کوم لوري ته ځي او چېرته
روان دی !
دصليبي اشغالګرو لوی موفقيت دالر شيندل وو چې اول وار يې کوچني
معاشونه 500 ډالر او غټ يې په ورځ کې ان تر 900 دالروپورې وټاکل !
دغه اقتصادي سياست د خوراکي او نورو استهلاکي موادو نرخونه ان د اروپا
کچې ته جګ کړل تر څو چې نور ملت په غربت کې په نس وږی پاته شي
او دازادي او جهاد اراده يې ماته شي !!
په دغه سياست کې صليبان تر او سه موفق هم دي چې هم يې لوږه ، هم
عيسويت،اوهم يې فحشا افغانستان ته راوسته ! خو دالهي فضل دی اوس دوی
هم په کلک اقتصاي بهران کلک اخته دي .....
****
تر څو چې ميدان له دې چټلو پاک نشي هر پاک شی ، پاک نېت ،اراده به پکښې
مرداريږي ، الهي دې طالبانو وروڼو ته قدرت ورکړي چې بېکاره لاسپوڅي او
حاميان يې له وطنه وشړي او افغانستان له دې مرداري څخه خلاص کړي !
پتنګانو لره خدای په اور کی ورکړه
هغه مینه چی بلبل یی پر ګلزار کا
رحمان بابا
اتل
28.02.2013
پتوالصاحب، اسلام علیکم
موږ او تاسې په مدار مدار ثنا وایو د صبحان خپل، او همدغسې هم د یوې مسئلې منفي او مثبت اړخونه څیړو او د امکاناتود سنجش پر بنا د مسئلې جاج اخلو. دا چې ما خوب لیدلئ او یا بل چا، هغه څه دي چې دسولې، امنیت او سالمې حکومت دارۍ په برکت او د سیمي د ملکونو د ناغیړۍ نه پرته سل په سلو کی دا خوب ریښتیا کیدای شي. په ننۍ زمانه کې، سوله، امنیت، ښیرازې او انکشاف داسې څه دي لکه د بخت شین نیلئ چې ستا د کور د مخې په تراټ ځغلي، که دې ور ټوپ کړل، پرې سپوړرشوې خو تر ښه، او که نه نیلئ ځنډ نه درته کوي د لاسه دئ وزي
که د افغانستان اوسنئ رژیم چې د ګن شمیر چلنجونو سره مخامخ دئ او طالبان چې د جنګ دوام یې د نسلونو د تباه کیدو او ملک د لا ویجاړیدو سبب کیږي، د اوسني فرصت نه چې بین المللي ټولنې د افغانستان پرخپلو پښو دریدو ته پام اړولئ استفاده ونکړي، سوله او امنیت ملک ته رانه ولي، د افغانستان نه هغه څه جوړ نکړي، لکه ما یې چې خوب لیدلئ، افغانستان به نه یوازې دا چې پر خپلو پښو ونه دریږي، بلکه نور به هم د بربادۍ او انحطاط خواته روان شي او ممکن، بیا یو سلامت افغانستان بقا ونکړي. که دا فرصت د لاسه ووزي، ګمان نه کوم چې بیا به بین ا لمللي ټولنه د افغانستان سره کومه خوا خوږي پیداکړي. که سوله او امنت ټینګ نشي، وطن به په بل ډول د بیګانه وو تر تاخت او تاز لاندې راشي
په افغانستان کې به نیابتي جنګونه، سیمه ایز رقابتونه، خارجي مداخلې دا ملک د ټوټه کیدو سره مخامخ کړي. په ننیو شرائطو کې وخت او فرصت د مسئلې د حل اصلي جوهر دئ
د الله نه توفیق غواړو
اتل
13.03.2013
ګران لوستونکو، اسلام علیکم، خدای مو راوله
دا خوب چې ما زموږ د ګران وطن د آزادۍ، صلحې، امنیت، ثبات، غښتلتیا، ښیزرازۍ او ددین او دنیا علیا مدارجو ته د اوچتیدو دپاره لیدلئ ؤ، لکه چې ذره ذره را ټوکیږي او د حقیقت جامه اغوندي:
===
تاجېکستان او ترکمنستان غواړي د افغانستان له لارې د ترانسپورت دهلېز رامنځته کړي
د ترکمنستان دولتي رسنۍ خبر ورکوي، چې د دغه هېواد ولسمشر قربانګلي بردي محمدوف خپل تاجېک سيال امام علي رحمان سره د ټېلېفون له لارې خبرې کړي او له هغه سره موافقې ته رسېدلی چې د دواړو هېوادونو تر منځ د افغانستان له لارې د رېل پټلۍ ترانسپورتي دهلېز رامنځته کړي. دواړو ولسمشرانو ټينګار کړی دی چې له دغه دهلېز سره به له يوې خوا د منځنۍ آسيا، کسپين او تورې سمندرګي د ترانسپورت وړتيا پراخه او اغېزناکه شي او له بلې خوا به له ورور هېواد افغانستان سره د مرستې يو بل قدم وي. د ولسمشرانو په وينا د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو او همکارۍ ډېر ظرفيت شته دی، چې د نوي دهلېز په جوړولو سره به دا اړيکې لا پراخې شي.
د يادونې وړ ده چې ازبکستان د خپلو ترانسپورتي لارو څخه پر تاجېکستان او ترکمنستان فشار اچوي او کله کله يې په سلګونو کانتينرونه په خپله خاوره کې ايساروي.
عبدالله اڅړ
اتل
21.03.2013
ګرانو لوستونکو، اسلام علیکم
لدې امله چې زموږ د ګران ملک افغانستان صلحې، آبادئ او د سیمې سرغنه کیدو ته بالکل ګبڼۍ نیولئ یم، نو هر پرمختګ او نیکمرغې چې د افغان ولس په نصیب کیږي، زه یې د خپل خوب د رښتا کیدو بله بیلګه او بل باب ګڼم
===
د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان ترمنځ د اوسپنې پټلئ د جوړیدو تفاهم لیک لاس لیک شو
عشق آباد:- د جمهوری ریاست د خبرپاڼې پر اساس، جمهوررئیس حامدکرزي ترکمنستان ته د خپل سفر په لومړی ورځ، په عشق آباد کې د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان د جمهورو رئیسانو په درې اړخیزه ناسته کې ګډون وکړ.
د دغې ناستې په پای کې د درې واړو هېوادونو د جمهورو رئیسانو لخوا له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې تاجکستان ته د اوسپنې پټلئ د غزیدو تفاهم لیک لاس لیک شو.
د دغه تفاهم لیک له مخې د درې واړو لورو د اړوندو وزارتونو متخصصین به د دغه تفاهم لیک له لاسلیک وروسته د یوې میاشتې په دننه کې د دغې پټلئ د تخنیکي، حقوقي او مالي اساساتو جزئیات وڅیړي.
د اوسپنې د دغې پټلئ عملي کار چې ترکمنستان، افغانستان او تاجکستان به سره ونښلوي، د روان میلادي کال د جولای په لومړيو کې پیلیږي.
د اوسپنې دغه پټلئ به د ترکمنستان د اتا مراد له سیمې څخه پیل شي او د افغانستان پولې ته نیږدې د امام نظر سیمې ته به را ورسیږي، بیا به د افغانستان د اقینې او اندخوي د سیمې په تګلوري کې دوام ومومي او وروسته به د کندز ولایت د شیرخان بندر له لارې له تاجکستان سره ونښلي.
د دغه تفاهم لیک له لاسلیک وروسته د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان جمهورورئیسانو په یوه ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړ او دغه پروژه یې د سیمې د هېوادونو د اقتصاد او سوداګری د پیاوړتیا او پراختیا لپاره مهمه وبلله.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي په دغه خبري ناسته کې وویل:” د اوسپنې د دغې پټلئ جوړیدل به نه یوازې د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان هېوادونه سره ونښلوي، بلکې د دغو هېوادونو د خلکو او د سمیې د هېوادونو په اقتصادي پیاوړتیا کې به مهم رول ولوبوي.”
حامدکرزي زیاته کړه: ” د دغه تفاهم لیک په لاس لیک سره مو د خپلو خلکو د ښیګڼې لپاره یوځل بیا یو بل ګام پورته کړچې له شک پرته به زموږ د درې واړو هېوادونو د خلکو د اقتصادي ودې سبب شي او دوی ته به ښه راتلونکي په سوغات راوړي.”
ټاکل شوې ده چې د هېواد جمهوررئیس به سبا پنجشنبه د نوروز په نړیوال جشن کې ګډون وکړي .
pattang
21.03.2013
اتل خانه دګاډي لينونه/ پټلۍ په شمال کې شروع کېږي
دباندې ځي او بېرته شمال ته راځي داسې وخت به راشي
چې عطا او دوستم ته به دجنګ اصلحه را وړي او پښتنو
ته به دمرګ مېوه !!
دګاډي او پټلی مفکوره او جوړول يې بل خاص شرائط
غواړي !
میرویس
22.03.2013
پټنګ وروره، اسلام علیکم
خدای تعالا دې بیا داسې وخت نه راولي، چې افغان ولسونه بیا په خپلو کې سره ښکیل شي او ورور وژني، ډله ایز قتلونه او د ملک تباهي پکې جاري شي. تاسې ولې هرې پدیدې ته په منفي نظر ګورئ؟ کیدای شي دغسې انکشافات د ملک د آبادۍ سبب شي او هغو بیکاره او بې روزګاره ځوانانو ته کار پیدا شي چې د مجبوریت د لاسه د جګړه مارانو په لیکو کې یوې ګولې ډوډۍ د پیدا کولو د پاره دریږي. پر ځای ددې چې تاسې د شمال په برخه کې اندېښنه وکړئ، ولي طالبان صاحبان دیته نه تشویق کوي، چې دوی هم په جنوب کې ورته کارونه وکړي، وسلې پر مځکه کیږدي او د ملک په آبادۍ او سیاسیي پروسه کې مثبته ونډه واخلې. په هغه صورت کې به شمال ته د وسلو دراتګ په برخه کې ستاسې اندېښنه هم رفع او دفغ شي. الله دې ستاسې په نیکۍ مل شي.
اتل
25.03.2013
دفورم د بحث محترمو ګډون کونکو، اسلام علیکم
د افانستان له لارې،د جنوبي آسیا او منځنۍ آسیا د ملکونو تر منځ د سوداګرۍ او ترانزیت ابتکار هند په خپل لاس کې واخیست. هند به د ایران د چاه بهار د بندر له لارې افغانستان ته خپل مالونه صادروي او دغه راز د افغانستان له لارې به د منځنۍ آسا د ملکونو سره خپل تجارتي روابط ټینګ کړي. اوس پکاردي چې د ملې منافعو د تضمین دپاره اوسني فرصتونه طالبان صاحبان او د افغانستان حکومت له لاسه ورنکړي، او پدې ترتیب د افغانستان د طبیعي موقعیت نه په استفاده دا ملک د سیمې د تجارت، اقتصاد او ترانزیت مرکز او یو لوی معبر وګرزوي. کیداي شي د طالبانو افراي دريځ دې فرصت ته تاوان واړوي، که خدای ناخواسته دا کار وشي، نو بیا به افغان ملت هر ګز طالبان ونه بښي، او په آینده کې به سیاسي ناکامي د ددوی په برخه وي.
===
هند افغانستان ته د مالونو د ترانزیت کولو لپاره له ایران سره موافقه لاسلیکوي
| یکشنبه, 24.03.2013, 10:15 PM | (813 لیدل شوی)
تاند- هند له ایران سره یوه ترانزیتي موافقه لاسلیکوي چې پراساس به یې دا هیواد د ایران په چاه بهار بندر کې د تاسیساتو په پراختیا او جوړولو سل ملیون ډالره لګوي څو له دې لارې له افقغانستان سره د مالونو په لېږدولو رالېږدولو کې اسانتیا رامنځته شي.
هند مخکې لا د دلارام حلقوي سړک د نیمروز ولایت له لارې د ایران تر پولې رسولی دی. او په پام کې لرې چې د ایران له چاه بهاره ترحاجي ګک کانه پوري د اورګاډي ۹ سوه کیلومتره پټلۍ هم جوړه کړي.
حاضردمه افغانستان ته د ایران د چاه بهار بندر له لارې یوه اندازه مال راځي خو د دغه بندر تاسیسات پراخ نه دي او لویې بېړۍ په چاه بهار کې لنګر نه شي اچولی له همدې کبله افغانستان ته د ایران له لارې اکثره ترانزیتي مالونه بندر عباس ته واردېږي.
هندي رسنیو د یکشنبې په ورځ وویل چې هند غواړي له افغانستان سره د تجارتي راکړو ورکړو د زیاتولو له لپاره د ایران له بالقوه امکاناتو کار واخلي.
پاکستان هندي مالونه نه پرېږدي چې د دغه هیواد د خاورې له لارې افغانستان ته ترانزیت شي.
چاه بهار بندر د پاکستان د ګوادر بندر د لوېدیځ په پنځه اویا کیلومترۍ واټن کې دی. هند غواړي چې د دې بندر له لارې له افغانستان او منځنۍ اسیا سره لنډ ارتباط ټینګ کړي.
افغانستان او ایران مخکې لا له هند سره موافقه کړې چې د چاه بهار او د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا سره سوداګري راکړې ورکړي وکړي.
اتل
04.04.2013
د خوب د لیدنې د رښتیا کیدو لړئ چالانه شوې، خو تکمیل کیدل یې د طالبانو لخوا د صلحې او امنیت ټینګیدو ته معطل دي. پاک الله دې دوی ته بصیرت او توان ورکړي چې په ملک کې د صلحې د ټینګیدو جوګه شي، آمین:
===
د سږکال ترپايه به افغانستان د تېلو صادرات پيل کړي
د کانونو وزير وحيدالله شهراني وال سټريټ ژورنال ته په يوه مرکه کې ويلي، چې افغانستان به د آمو دريا له حوزې نه د سږکال تر پايه د خپلوتېلو صادرات پيل کړي. د ده په وينا د سږکال تر پايه د ورځې د ۲۵ زرو بېلر تېلو صادرات پيل شي او په ۲۰۱۴ کال کې به يې کچه ۴۰ زره بېلرو ته ورسېږي. د شهراني په وينا، څرنګه تر دوه دريو کلو پورې به افغانستان د تېلو خپله تصفيه خانه ونه لري، نو له دې امله اړ دي چې تېل خام تېل بهر ته صادر کړي. د آمو دريا تېل د يوه چيني دولتي کنسرسيوم له خوا د يوه افغان شرکت په ملتيا ايستل کېږي. شهراني ويلي، چې په راتلونکې می مياشت کې به د تېلو، اوسپنې او سروزرو يو شمېر نور کانونه هم داوطلبۍ ته وړاندې کړي.
عبدالله اڅړ
اتل
15.05.2013
ډیرو ګرانو وطنوالو، بیا اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
زما خوب به آخر په ګل بدل شي او ريښتیا به شي.
که ژوند ؤ هر څه به د سر پر سترګو ووینو.
دا لاندې زما د خوب د ریښتیا کیدو بله بیلګه ده:
=========
سارك سازمان: افغانستان د اسيا د وصلولو بالقوه ظرفيت لري
چهارشنبه ٢٥ غويی ١٣٩٢ ساعت ٠١:٠٠
د سارک د غړو هېوادونو ډپلوماټانو ويلي چې افغانستان د دې بالقوه ظرفيت لري چې د ختيزې او منځنۍ اسيا هېوادونو لپاره يو سوداګريز مركز شي.
د فلپين نيوز د خبر له مخې، دوى د هغه دوه ورځني كنفرانس په پرانسته كې چې (( افغانستان په سارك كې د ژورې ښكېلتيا پر لور)) نوميږي، ويلي چې د افغانستان ثبات د ټولې سيمې د ثبات لپاره ډېر مهم دى.
د سي، اېس، اې، اېس مشر ډاكټر نيسچال انپنډي ويلي، د دې كنفرانس هدف په سيمه ييزه ملګرتيا كې د افغانستان له خوا په ترسره شوي او راتلونكي رول بحث دى: ((افغانستان د دې بالقوه ظرفيت لري چې منځنۍ اسيا ته د ختيزې اسيا د هېوادونو لپاره او ختيزې اسيا ته د منځنۍ اسيا د هېوادونو لپاره يوه دروازه شي.))
هغه زياته كړې، همدا راز دغه كنفرانس د دې لپاره تنظيم شوى و چې د افغانستان او د ختيزې اسيا د هېوادونو ترمنځ ګټورې ښكېلتيا ته وده وركړي.
د نيپال نيوز د يو خبر له مخې، په نيپال كې د جرمني سفير فرنك مييكي ويلي، دى په دې باور دى چې بې ثباتي، ترهګري او غربت هغه درې فشار واردوونكې ننګونې دي چې افغانان ورسره دا مهال لاس او ګرېوان دي.
ده د خپل هېواد د بهرنيو چارو د وزير له خولې ويلي: ((افغانستان د سيمې د بې ثباتۍ سرچينه پاتې شوى او دغه هېواد په نه جلا كېدونكي ډول د سيمې له ثبات او همكارۍ سره تړلى دى.))
په نيپال كې د هندوستان سفير جايانټ پراساډ ويلي، په سارك كې د افغانستان غړيتوب د پراخې سيمه ييزې سوداګرۍ لپاره ډېرې لارې پرانستې دي.
دى زياتوي چې افغانستان كولاى شي په ختيزه اسيا كې د انرژۍ وږي هېوادونه په منځنۍ اسيا كې د انرژۍ له مالامالو هېوادونو سره وتړي: ((دا يو تناقض دى چې د سيمې هېوادونه د خپلو نږدې ګاونډيانو په پرتله له هغو هېوادونو سره ډېر تړلي دي چې له سيمې نه بهر دي.))
په كابل كې د ستراتيژيكو مطالعاتو مشر فامراز تمنا ويلي، سارك د دې اړتيا لري چې د اقتصاد پر اساس د يوې امنيتي ټولنې په توګه پرمختګ وكړي.
هغه د سيمه ييز يووالي د پياوړتيا لپاره د خلكو ترمنځ پر اړيكو ټينګار وكړ.
په سارك كې د كى، اې، اېس مشر ټومسلاو ډيلينيك ويلي، ختيزه اسيا د يوې متحدې سيمې په توګه د رامنځ ته كېدو هر امكان لري.
نظرونه (0)
اتل
20.05.2013
د فورم محترمو لیکوالانو، اسلام علیکم
ما تاسې محترمو ته ویلي وو، چې ما خوب لیدلې او حتماً ریښتیا کیږي. دادي وقتاً فوقتاُ ددې خوب نورې ټوټې پارچې درا ټوکیدو په درشل کې دي. دا یې هم بله بیلګه. ځوک یې چې ویني او پرې پوهیږي منی یې هم.
دا رپوټ خدمتګار خپور کړیدئ:
======
په دوو مياشتو كې افغان تېل بازار ته عرضه كېږسي
دوشنبه ٣٠ غويی ١٣٩٢ ساعت ٠١:٠٠
په دوو مياشتو كې افغان تېل بازار ته عرضه كېږسي افغانستان به په خپل تاريخ كې د لومړي ځل لپاره خپل تېل په راتلونكو دوو مياشتو كې بازار ته عرضه كړي.
ټاكل شوې ده چې دغه تېل به په راتلونكې مې مياشت كې بازار ته وړاندې شي.
دغه څرګندونې د كانونو وزير وحيدالله شهراني په اسټراليا كې كړې دي.
ښاغلى شهراني په اسټراليا كې دى او له اسټراليايي چارواكو سره په دې بحث كوي چې د افغانستان د كانونو د راسپړنې د چټكتيا او پرمختيا لپاره په سيډني ښار كې يو كنفرانس جوړ كړي.
نوموړي په اسټراليا كې ويلي، د هېواد په شمال كې به د تېلو عمده توليدات د امو د سيند په څنډو كې د چينا نشنل پټروليم كمپنۍ له خوا په راتلونكو دوو مياشتو كې پيل شي.
نوموړي له اې، بي، سي تلوېزيوني چينل سره په خبرو كې ويلي، د افغانستان د تېلو خپل توليدات به له بهر څخه له واردېدونكو تېلو سره سيالي وكړي او تر ډېره ځايه به د دغو توليداتو مخه ونيسي.
شهراني له يادې رسنۍ سره په خبرو كې ويلي، په استراليا كې له داسې افغان محصلانو سره مخ شوى يم، له زده كړو وروسته يې افغانستان ته تلو لېوالتيا ښودلې او همدغه محصلان به د كانونو او نفتو وزارت په چوكاټ كې په دندو وګومارل شي او د افغانستان طبيعې زېرمې په سمه توګه رهبري كړي.
په ورته وخت كې استراليايي چارواكو هم ويلي چې هېواد يې د افغانستان د كانونو په برخه كې افغان كارګرانو ته د روزنې اسانتيا برابره كړي.
له افغانستانه د بهرنيو ځواكونو په وتلو سره ممكن له دغه هېواد سره د كېدونكو نړيوالو مرستو په كچه كې كموالى راشي.
افغان حكومت هوډ لري دغه تشه د خپلو ناراسپړل شوو زېرمو په راسپړولو ډكه كړي.
د ويلو ده چې افغانستان په خپله غېږه كې د څه باندې ۳ ټريليون ډالرو په ارزښت طبيعي زېرمې لري، چې په راسپړلو او سمه اداره كولو سره به يې دغه جنګځپلى هېواد د نړۍ د بډايو هېوادونو په ليكه كې ودرېږي.
شهراني همداراز ويلي چې په راتلونكې يوه مياشت كې به افغانستان د تېلو او ګازو، ميسو، سرو زرو او ايرن پنځه - شپږ ستر قراردادونه له نړيوالو سره لاسليك كړي.
اتل
18.06.2013
ډیرو کرانو او قدر منو لوستونکو، اسلام علیکم و رحمت الله وبرکاته
نه پوهیږم چې بل څوک به هم زما پر لیدلي خوب عقیده لري او که نه؟
زه خو نه دا چې د خپل خوب په ریښتیا کیدو کامله عقیده لرم، بلکه دا خوب په مدار مدار د واقعیت جامه هم اغوندې
له یوې خوا د اورګاډي د پټلیو له لارې د مرکزي آسیا سره د افغانستان د وصل کیدو کار همدا نن پیل شو، او له بلې خوا د ټاپي پروژه هم را ژوندۍ شویده. ددې پروژې پر برکت د ترکمنستان د شاجوی نه د ګاز پایپ لاین د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته غځول کیږي
افغانستان ته د دې لارې نه د خیر ښیګڼې په رسیدو برسره کیدای شي چې زموږ د ملک د پنج د رودخانې د حوزې د ګاز پایپ لاین هم غبرګ شي او دغه ګاز د افغانستان مختلفو علاقو ته د ګټې اخیسلو د پاره آماده شي، او حتی صادر شي.
موږ په سلطان کوټ، اطمطاق، شیرم، خوجه ګګردک او اندخوی کې د ګاز پریمانه زیرمې لرو، چې کلونه کلونه زموږ د ملک د طبیعي ګاز د انرژۍ اړتیا مرفوع کولای شي. زموږ د ملک نفت هم د ملک په اقتصاد کې فعاله ونډه اخلي.
=============
تركمنستان د ټاپي پروژه پلي كوي
سه شنبه ٢٨ غبرګولی ١٣٩٢ ساعت ٠١:٠٠
د تركمنستان د مې مياشتې په ۲۳ د امريكا له ملاتړه د برخمنې ګازو نلليكې د رغونې لپاره يو قدم نور هم مخكې واخست او د افغانستان له لارې يې پاكستان او هندوستان ته د طبيعي ګازو د لېږلو تړون لاسليك كړ.
د تركمنستان د ګازو د كنټرول شبكې تركمن ګاز دغه تړون د پاكستاني په داخل كې د ګازو له وېشونكې كمپنۍ او د هندوستان د ګازو له ملي شركت GAILسره لاسليك كړ.
د نوې اروپا ويبپاڼې ليكلي، د دغې پروژې د لاسليك پر مهال د تركمنستان مرستيال صدراعظم بايمراد هوجاموخادموف وويل: ((د ټاپي پروژې بشپړول په دې پروژه كې د شريكو هېوادونو د اقتصادي او ټولنيزې پرمختيا لپاره يوه انګېزه ده.))
د تړون له مخې به تركمنستان، چې په نړۍ كې د ګازو څلورم ستر توليدوونكى هېواد دى، په ورځني ډول د ټاپي پروژې له لارې افغانستان، پاكستان او هندوستان ته ۹۰ مليونه متره مكعب طبيعي ګاز صادروي.
د دغې پروژې تر شا امريكا ولاړه ده او مالي لګښتونه يې د اسيا پرمختيايي بانګ پر غاړه اخستي دي.
د نوې اروپا انټر نټ پاڼې د خبر پر بنسټ، د تړون له مخې د ګازو زياته برخه مخ پر وده هېوادونو هندوستان او پاكستان ته ولاړه شي چې دواړه هېوادونه دمګړۍ د انرژۍ له سخت كمښت سره لاس او ګرېوان دي او ښايي د دواړو هېوادونو د انرژۍ اړتيا تر ۲۰۳۰ كال پورې دوه برابره زياته شي.
سرچينې كښلې، له دغو دواړو مخ پر ودو هېوادونو زياته شوې انرژي به د جنګځپلي افغانستان لپاره ځانګړې شي او په دغه هېواد كې به د نورو برخو ترڅنګ د انرژۍ په توليد كې هم ګټه ترې واخستل شي.
د ټاپي پروژې د رغولو لومړنۍ مفكوره په ۱۹۹۰ كال كې راپورته شوه، خو هغه مهال د افغانستان د كورني جنګ له امله دغه پروژه شاته يووړل شوه.
دغه پروژه چې ۱۸۰۰ كيلومټره اوږدوالى لري د رغولو چارې به يې د ۷.۶ ميليارد ډالرو په لګښت سره د ۵ كلونو په موده كې بشپړې شي.
په دغه مراسمو كې د هندوستان د نفتو او كانونو وزير ايس جيپال ريډي ويلي چې مخ پر ودې هېواد يې د دغې پروژې پيل ته سخت لېواله و او تازه اټكل دا دى چې تر ۲۰۱۷ كال پورې به د هندوستان د انرژۍ اړتيا څلور برابره لوړه شي.
په دغو مراسمو كې د افغانستان د كانونو وزير وحيدالله شهراني ويلي:((دغه نلليكه به سيمه د سولې او امن خوا ته سوق كړي او تر څنګ به يې د سيمه ييز پرمختګ باعث شي.))
د ټاپي پروژې د پلي كېدو مساله په داسې حال كې را پورته كېږي چې ايران او پاكستان د سولې د نلليكې د غځولو له لارې غواړي دغه پروژه نه كامه كړي.
ايران هڅه كوي ټاپي پروژه له افغانستانه نه، بلكې له ايرانه پاكستان او بيا هندوستان ته ولېږدول، خو شنونكي وايي چې د ايران دغه هدف د دوه عواملو له مخې ناشونى ښكارى. يو دا چې له ايرانه د دغې نلليكې غځول د دغې پروژې مالي مصارف لوړوي او بل دا چې ايران په دې وروستيو له نړيوالو بنديزونو سره مخ دى، نو له ايران سره په ورته پروژو كې معامله كول د امريكا په ګډون نړيوال غبرګونونه لرلى شي
اتل
18.06.2013
ډیرو کرانو او قدر منو لوستونکو، اسلام علیکم و رحمت الله وبرکاته
نه پوهیږم چې بل څوک به هم زما پر لیدلي خوب عقیده لري او که نه؟
زه خو نه دا چې د خپل خوب په ریښتیا کیدو کامله عقیده لرم، بلکه دا خوب په مدار مدار د واقعیت جامه هم اغوندې
له یوې خوا د اورګاډي د پټلیو له لارې د مرکزي آسیا سره د افغانستان د وصل کیدو کار همدا نن پیل شو، او له بلې خوا د ټاپي پروژه هم را ژوندۍ شویده. ددې پروژې پر برکت د ترکمنستان د شاجوی نه د ګاز پایپ لاین د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته غځول کیږي
افغانستان ته د دې لارې نه د خیر ښیګڼې په رسیدو برسره کیدای شي چې زموږ د ملک د پنج د رودخانې د ګاز پایپ لاین هم غبرګ شي او دغه ګاز د افغانستان مختلفو علاقو ته د ګټې اخیسلو د پاره آماده شي، او حتی صادر شي.
موږ په سلطان کوټ، اطمطاق، شیرم، خوجه ګګردک او اندخوی کې د ګاز پریمانه زیرمې لرو، چې کلونه کلونه زموږ د ملک د طبیعي ګاز د انرژۍ اړتیا مرفوع کولای شي. زموږ د ملک نفت هم د ملک په اقتصاد کې فعاله ونډه اخلي.
=============
تركمنستان د ټاپي پروژه پلي كوي
سه شنبه ٢٨ غبرګولی ١٣٩٢ ساعت ٠١:٠٠
د تركمنستان د مې مياشتې په ۲۳ د امريكا له ملاتړه د برخمنې ګازو نلليكې د رغونې لپاره يو قدم نور هم مخكې واخست او د افغانستان له لارې يې پاكستان او هندوستان ته د طبيعي ګازو د لېږلو تړون لاسليك كړ.
د تركمنستان د ګازو د كنټرول شبكې تركمن ګاز دغه تړون د پاكستاني په داخل كې د ګازو له وېشونكې كمپنۍ او د هندوستان د ګازو له ملي شركت GAILسره لاسليك كړ.
د نوې اروپا ويبپاڼې ليكلي، د دغې پروژې د لاسليك پر مهال د تركمنستان مرستيال صدراعظم بايمراد هوجاموخادموف وويل: ((د ټاپي پروژې بشپړول په دې پروژه كې د شريكو هېوادونو د اقتصادي او ټولنيزې پرمختيا لپاره يوه انګېزه ده.))
د تړون له مخې به تركمنستان، چې په نړۍ كې د ګازو څلورم ستر توليدوونكى هېواد دى، په ورځني ډول د ټاپي پروژې له لارې افغانستان، پاكستان او هندوستان ته ۹۰ مليونه متره مكعب طبيعي ګاز صادروي.
د دغې پروژې تر شا امريكا ولاړه ده او مالي لګښتونه يې د اسيا پرمختيايي بانګ پر غاړه اخستي دي.
د نوې اروپا انټر نټ پاڼې د خبر پر بنسټ، د تړون له مخې د ګازو زياته برخه مخ پر وده هېوادونو هندوستان او پاكستان ته ولاړه شي چې دواړه هېوادونه دمګړۍ د انرژۍ له سخت كمښت سره لاس او ګرېوان دي او ښايي د دواړو هېوادونو د انرژۍ اړتيا تر ۲۰۳۰ كال پورې دوه برابره زياته شي.
سرچينې كښلې، له دغو دواړو مخ پر ودو هېوادونو زياته شوې انرژي به د جنګځپلي افغانستان لپاره ځانګړې شي او په دغه هېواد كې به د نورو برخو ترڅنګ د انرژۍ په توليد كې هم ګټه ترې واخستل شي.
د ټاپي پروژې د رغولو لومړنۍ مفكوره په ۱۹۹۰ كال كې راپورته شوه، خو هغه مهال د افغانستان د كورني جنګ له امله دغه پروژه شاته يووړل شوه.
دغه پروژه چې ۱۸۰۰ كيلومټره اوږدوالى لري د رغولو چارې به يې د ۷.۶ ميليارد ډالرو په لګښت سره د ۵ كلونو په موده كې بشپړې شي.
په دغه مراسمو كې د هندوستان د نفتو او كانونو وزير ايس جيپال ريډي ويلي چې مخ پر ودې هېواد يې د دغې پروژې پيل ته سخت لېواله و او تازه اټكل دا دى چې تر ۲۰۱۷ كال پورې به د هندوستان د انرژۍ اړتيا څلور برابره لوړه شي.
په دغو مراسمو كې د افغانستان د كانونو وزير وحيدالله شهراني ويلي:((دغه نلليكه به سيمه د سولې او امن خوا ته سوق كړي او تر څنګ به يې د سيمه ييز پرمختګ باعث شي.))
د ټاپي پروژې د پلي كېدو مساله په داسې حال كې را پورته كېږي چې ايران او پاكستان د سولې د نلليكې د غځولو له لارې غواړي دغه پروژه نه كامه كړي.
ايران هڅه كوي ټاپي پروژه له افغانستانه نه، بلكې له ايرانه پاكستان او بيا هندوستان ته ولېږدول، خو شنونكي وايي چې د ايران دغه هدف د دوه عواملو له مخې ناشونى ښكارى. يو دا چې له ايرانه د دغې نلليكې غځول د دغې پروژې مالي مصارف لوړوي او بل دا چې ايران په دې وروستيو له نړيوالو بنديزونو سره مخ دى، نو له ايران سره په ورته پروژو كې معامله كول د امريكا په ګډون نړيوال غبرګونونه لرلى شي
اتل
10.07.2013
د فورم قدر منو ګډون کونکو، اسلام علیکم
دادئ زما د خوب د ریښتیا کیدو بل لمر څرک.
دا خبر ګران افغانستان چاپ ګړیدي:
=====
تاکید مقامات هندی و پاکستانی بر تطبیق پروژهٔ تاپی
عشق آباد:- گزارش ها حاکی از آن است که وزرای نفت هند و پاکستان که به منظور حضور در اجلاس طرح خط لوله گاز «تاپی» به «عشقآباد» سفر کردهاند، به صورت جداگانه با رئیسجمهور ترکمنستان ملاقات و بر توسعه و گسترش هر چه بیشتر تعاملات در بخش انرژی تأکید کردند.
گزارش حاکی است که «مارپادی ویراپان مویلی» وزیر نفت هند در دیدار با «بردی محمداف» تأکید کرد که هند ترکمنستان را به عنوان دوست و شریکی مطمئن تلقی میکند و قصد دارد سطح تعاملات همهجانبه بویژه در بخش اقتصادی و حوزه انرژی را با عشقآباد توسعه دهد.
تلویزیون ملی ترکمنستان در گزارشی در این رابطه تصریح کرد: وزیر نفت هند ضمن بررسی مسائل طرح خط لوله گاز تاپی اعلام کرد که «دهلینو» با توجه به افزایش نیاز اقتصاد هند به واردات حاملهای انرژی، علاقمند به واردات گاز ترکمنستان است و مصمم به تحقق هر چه سریعتر خط لوله گاز تاپی است.
این مقام عالیرتبه دولت هند تصریح کرد که تحقق خط لوله گاز تاپی موجب تحکیم و گسترش هر چه بیشتر مناسبت دوجانبه میان دهلینو و عشقآباد شده و تأثیری مثبتی بر برقراری صلح و ثبات در منطقه و گسترش تعاملات منطقهای خواهد گذاشت.
از سوی دیگر، «جام کمال خان» وزیر مشاور نفت و منابع طبیعی پاکستان نیز شب گذشته با «قربانقلی بردیمحمداف» رئیس جمهور ترکمنستان ملاقات و تأکید کرد که دولت و ملت پاکستان از طرح خط لوله گاز تاپی استقبال میکنند.
وی افزود: عزم جدی چهار کشور ذینفع در طرح خط لوله گاز تاپی موجب میشود که این طرح سریعتر احداث شود که باعث توسعه و گسترش تعاملات اقتصادی و انرژی بین کشورهای منطقه خواهد شد.
رئیس جمهور ترکمنستان نیز تأکید کرد که خط لوله گاز تاپی یکی از طرحهای راهبردی در زمینه تنوعبخشی به صدور حاملهای انرژی به بازارهای بینالمللی و منطقهای میباشد.
این گزارش حاکیست که این مقام عالیرتبه دولت پاکستان و رئیس جمهور ترکمنستان برخی مسائل مربوط به همکاریهای دوجانبه میان «اسلامآباد» و عشقآباد را نیز مورد بحث و تبادلنظر قرار دادند.
اجلاس نوبتی کمیته خطمشی خط لوله گاز ترکمنستان–افغانستان-پاکستان–هند موسوم به طرح تاپی شب گذشته با امضا موافقتنامه خرید و فروش گاز میان ترکمنستان و افغانستان و نیز توافق برای ایجاد یک شرکت بینالمللی مجری این طرح از سوی وزرای نفت چهار کشور ذینفع در آن در عشقآباد پایتخت کشور ترکمنستان برگزار شد.
در این اجلاس وزرای نفت ترکمنستان، افغانستان، پاکستان و هند و همچنین نمایندگان بانک توسعه آسیا حضور داشتند و طرفها ابعاد مختلف و چگونگی تحقق این طرح را مورد بحث و تبادلنظر قرار داده و پروتوکل نهایی این اجلاس را امضا و بر تسریع عملیسازی آن تأکید کردند.
اتل
04.09.2013
دا هم زما د خوب د ریښتیا کیدو بله بیلګه
=====
افغانستان د نړیوال ترانزیت کنوانسیون غړی شو
د خپريدو وخت: 13:07 گرینویچ - چارشنبه 04 سپتمبر 2013 - 13 وږی
د نړیوال ترانسپورت سیستم په وسیلې په نړیوالو لویو لارو کې د غړو هېوادونو لپاره اسانتیاوې رامنځ ته کیږي.
تر شاوخوا درې لسیزو وروسته د نړیوال ترانزیت په کنوانسیون یا (TIR) کې له غړیتوب سره د زیاتره هېوادونو د تولیداتو بازار د افغانستان پر مخ پرانیستل شو.
وروسته تر دې افغانستان کولای شي ۵۷ هغو هېوادونو ته چې ددې کنواسیون غړیتوب لري، د ځمکې له لارې پرته له کوم خنډه سوداګري وکړي.
ورته مطالب
• پاکستاني لاریو مالونه باید افغان شرکت سره بیمه وي
تړلي موضوعات
• د افغانستان اقتصاد،
• نړيوال اقتصاد
د افغان چارواکو په وینا اوس چې دا سیستم بیا په افغانستان کې پیل شوی دی، توکي په چټکۍ، خوندي او ارزانه توګه له اووه پنځوس هېوادونو افغانستان ته او له افغانستانه دغو هېوادونو ته ولېږدول شي.
کابل کې زموږ همکار خوشحال تایب وايي، له کابله د منځنۍ اسیا په لور د لومړۍ لارۍ په حرکت سره چې له افغاني توکو ډکه وه، له دغه هېواده ۵۷ هېوادونو ته چې د ترانزیت د نړیوال کنواسیون یا تیر غړیتوب لري دا لړۍ یو ځل بیا پیل شوه.
د نړیوال ترانسپورت سیستم په وسیلې په نړیوالو لویو لارو کې د غړو هېوادونو لپاره اسانتیاوې رامنځ ته کیږي.
افغانستان په ۱۹۸۳ کال کې ددې سیستم غړیتوب ترلاسه کړی وو. خو د جنګ جګړو له امله یې په دغه کنوانسیون کې غړیتوب ځنډېدلی وو.
د افغانستان د مالیې وزیر حضرت عمر زاخېلوال وايي په دغه سیستم کې د افغانستان د غړیتوب په فعالېدو سره یو ځل بیا نړیوال بازارونه د افغانستان د محصولاتو پر مخ پرانیستل کیږي او ترڅنګ یې د پانګونو لپاره هم زمینه برابریږي.
د توکو د لېږد په برخه کې د تیر سیستم بریالی بلل کیږي، او د غړو هېوادونو ترمنځ یې د توکو لېږدونه هم د قوانینو پر بنسټ ترسره کیږي.
"ددغه سیستم په بیا فعالېدو سره به سوداګریز توکي په چټکۍ، خوندي او ارزانه توګه د کنوانسیون غړو هېوادونو ته ولېږدول شي."
د افغانستان د ترانسپورت وزارت مرستیال جارالله منصوري وايي ددغه سیستم له لارې سوداګریز توکي په ګمرکونو کې څارل او مهرولاک کیږي او تر بل ګمرکه پرته له کوم خنډه لېږدول کیږي:
''وروسته تر دې به کله چې توکي له لومړي ګمرکه بهر وځي نور په لارو او د لارې په اوږدو کې د لاسوهنې په اړه هیڅ اندېښنه موجوده نه وي. نو د تیر سیستم هغه سیستم دی چې د توکو د
اتل
09.10.2013
ډیرو ګرانو وطنوالو، بیا اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
زما خوب به آخر په ګل بدل شي او ريښتیا به شي.
که ژوند ؤ هر څه به د سر پر سترګو ووینو.
دا لاندې زما د خوب د ریښتیا کیدو بله بیلګه ده:
=====
د افغانستان په شمال کې د تيلو د استخراج لپاره يو تړون لاسليک شو.
د افغانستان د کانونو وزارت خبر ورکړی، چې د افغانستان په شمال کې يې د څو هېواديزو شرکتونو ترکش پتروليم، درګن اويل امارات او افغان غضنفر ګروپ يو ګډ تړون لاسليک شو، چې پر بنسټ به يې د افغانستان په شمال کې د تيلو د راايستلو لپاره لازمې چارې تر سره کړي.
د کانونو وزارت د ګازو او تيلو رييس جليل احمد جمراني ويلي، چې په لومړيو ۵ کلونو کې به دغه شرکتونه ۱.۶ ميليارده ډالره پانګونو وکړي او بيا به وروسته تر ۱۲ ميلياردو ډالرو پورې ورسيږي.
د نوموړي په وينا، په دغه سيمه کې د زيرمو کچه ۵۱۴ ميليون بوشکه تيل او ۹۱ ميليارده متره مکعبه طبعيي ګاز اټکل شوي، چې د استخراج چارې به يې ۵ کاله وروسته پيل شي.
په استخراج شويو ګازو او تيلو کې د افغانستان دولت ونډه ۶۰ سلنه او پاتې ۴۰ سلنه به يادو شرکتونو پورې اړوند وي.
اتل
11.10.2013
ډیرو ګرانو وطنوالو، بیا اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
زما خوب به آخر په ګل بدل شي او ريښتیا به شي.
که ژوند ؤ هر څه به د سر پر سترګو ووینو.
دا لاندې زما د خوب د ریښتیا کیدو بله بیلګه ده:
=====
افغانستان د تور سمندر له لاري اروپا ته اقتصادي کانال پرانیزي
19 میزان / تله 1392, 11:27
لیک غټ کړئ / لیک کوچنی کړئ
افغان دولت داسي هڅي پیل کړي چې له مخې به یي افغانستان د اذربایجان او ترکمنستان هیواد له لاري دکسپین له سمندرګي سره ونښلول شي.
ظاهرا دا کار د افغانستان د سوداګرۍ د پرخوالي لپاره تر سره کیږي، هغه سوداګرۍ چې اوس مهال له پاکستان او ایران سره پراخ اړخونه لري او وخت ناوخت د سیاسي اړیکو د ترینګلتیا له کبله زیانمنه کیږي.
چارواکي وايي په دې کار سره به افغانستان د منځنۍ او سویلي اسیا ملکونو تر منځ د یوه دهلیز رول ولوبوي.
د ماليي وزارت وړاندوینه کوي چې د سیمي د اقتصادي ودې تر څنګ به افغانستان د هغو لاریو له تګ راتګ څخه هم په ملیونونو ډالر هر کال تر لاسه کړي چې په دغه لاره د جنوبي او منځنۍ اسیا د ملکونو لکه ا زبکستان، ترکمنستان، تاجکستان اواذربایجان تر منځ تګ را تګ کوي.
د افغان حکومت پر وینا تر څو راتلونکو میاشتو پوري به د اذربایجان – ترکمنستان تر منځ د اوسپنې د پټلۍ کار بشپړ شي او په عین حال کې به دغه پټلۍ د مزارشریف –اندخوی له اوسپنیزي پټلۍ سره وتړل شي.
د افغانستان د ګمرکونو چارو لوی معین سید مبین شاه وویل چې په دې کار سره به د سوداګرو مالونه په ټیټه بیه او چټکۍ سره تګ را تګ وکړای شي.
مبین شاه وايي ورسره جوخت به د اورګادي د دغې پټلۍ له بشپړیدو سره د حیرتانو اواندخوی ګمرکونه هم د سوداګرو پر مخ پرانیستل شي.
مبین شاه:
(( مونږ دا اوس په دې کار کوو چې افغانستان له تورې بحیري سره ونښلوو، دا به زمونږ د سوداګرۍ لپاره ښي زمیني برابري کړي او شرایط یې دا دي چې ګمرکي سمونونه رامنځ ته شي اود ازادي سوداګرۍ له مخې په بندرونوکې ټول خنډونه لري شي)).
افغانستان اوس مهال د سوداګرۍ نړیوال سازمان کې د ګډیدو لپآره په خپلو ګمرکي او اقتصادي قوانینو کې پراخ سمونونه پیل کړي دي.
حکومت وايي تر هغه به افغانستان د ګاونډي ایران اوپاکستان له اقتصادي کلابندي ونه ژغورل شي تر څو يي د سوداګرۍ په نړیوال سازمان ( ډبلیو ټي او) کې ګډون نه وي تر لاسه کړی.
د ښاغلي مبین شاه پر وینا چې دوي هڅي کوي افغانستان په یوه داسي سوداګریزي مرکز بدل کړي چې د نورو ملکونو اقتصادي ګټي هم پکې خوندي وي او وهڅیږي چې له دغې لاري د اسیا یوه او بل لوري ته سوداګریز تګ را تګ وکړي.
مبین شاه:
(( زمونږ عمده هدف دا دی چې څرنګه کولای شو افغانستان داسي یوه نقطه وګرځووچې د نورو ملکونو ګتي پکې ونغښتل شوي وي اوخلک پکې پانګونه وکړي او دا پانګونه زمونږ لپاره هم ډیره ګټوره ده)).
افغان دولت په داسي حال کې له خپلو یو شمیر شمالي ګاونډیانو سره په داسي حال کې د اقتصادي اړیکو د پراخولو لپاره هڅي پیل کړي چې له دغه هیواد څخه د پانګي د تیښتي په اړه وخت ناوخت راپورونه ورکول کیږي.
چارواکي وايي د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره د اقتصادي راکړي ورکړي او تور سمندرګي سره د افغانستان دسوداګریز ارتباط لپاره به ډیر ژر ولسمشر کرزی د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ اذربایجان ته سفر وکړي.
Print PDF
خپرونکی: عبدالمنان ارغند@ددغه متن ټول حقوق دخبریال ډاټ کام دي ،دخبریال ویبپاڼې دبشپړ نوم دیادولو پرته څوک حق نه لري چې زموږ مواد کاپي کړي میزان / تله 19, 1392.on October 11, 2013.
اتل
25.10.2013
ډیرو ګرانو وطنوالو، بیا اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
زما خوب به آخر په ګل بدل شي او ريښتیا به شي.
که ژوند وو هر څه به د سر پر سترګو ووینو.
دا لاندې زما د خوب د ریښتیا کیدو بله بیلګه ده:
===
مرکزي اسیا له چین او جنوبي اسیا سره نښلول کېږي
د خپريدو وخت: 05:30 گرینویچ - جمعه 25 اکتوبر 2013 - 03 لړم 1392
په افغانستان کې د اورګاډي دغه کرښه له ترکمنستان د اقینې بندر له لارې فاریاب ولایت ته غځیږي
د مرکزي اسیا د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ لسو غړو هېوادونو پروګرام به نویو کلیدي لارو او اورګاډي پټلیو ته پراختیا ورکړي چې مرکزي اسیا له چین او جنوبي اسیا سره ونښلوي.
دغه پروګرام به له اوسه تر ۲۰۲۰ کاله د دریو سیمو سوداګریز وړتیاوو پیاوړي کولو ته عملي بڼه ورکړي.
تړلي موضوعات
• نړيوال اقتصاد،
• اسیا
نور حال د خوشحال تایب په راپور کې:
دغه طرحه د پنجشنبې په ورځ د مرکزي اسیا د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د وزیرانو له خوا تایید شوه.
د مرکزي اسیا د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ سازمان غړي
• افغانستان،
• اذربایجان،
• چین،
• قرغیزستان،
• قزاقستان،
• منګولیا،
• پاکستان،
• تاجکستان،
• ترکمنستان،
• ازبکستان.
د اسیا د پرمختیايي بانک مشر تاهیکو ناکاو وايي له سیمې بهر سوداګرۍ ته د پراختیا ورکولو لپاره نویو لارو، بېلابېلو ترانسپورتي اسانتیاوو او اورګاډو پټلیو پراختیا ته اړتیا ده.
دغه خبرې د مرکزي اسیا د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ په لسمې غونډې کې شوې دي.
د سوداګرۍ پراختیا
پر دغې پروژې به په راتلونکو اوو کلونو کې ۳۸،۸ میلیارده ډالره لګښت راشي.
د مرکزي اسیا د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ سازمان په غړو کې افغانستان، اذربایجان، چین، قرغیزستان، قزاقستان، منګولیاؤ پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان شامل دي.
دغه پروګرام د اسیا پرمختیايي بانک په مالي ملاتړ ترسره کیږي. چې موخه یې په سیمه کې د سوداګرۍ، لېږدونې، او انرژۍ له لارې د اقتصاد پیاوړي کول دي.
په افغانستان کې د اورګاډي دغه کرښه له ترکمنستان د اقینې بندر له لارې فاریاب ولایت ته غځیږي او له هغه ځایه د بلخ ولایت له لارې د کندوز شیرخان بندر ته رسیږي چې محموعاً ۳۳۰ کیلومتره اوږدوالی لري.
اتل
11.03.2014
ډیرو ګرانو وطنوالو، بیا اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
زما خوب به آخر په ګل بدل شي او ريښتیا به شي.
که ژوند ؤ هر څه به د سر پر سترګو ووینو.
دا لاندې زما د خوب د ریښتیا کیدو بله ډیره قوي بیلګه ده:
دالاندې رپوټ آزادۍ خپور کړیدئ:
======
د طبیعي زیرمو په اړه معلومات افغان حکومت ته وسپارل شول
20.12.1392
د امریکا متحدو ایالتونو جیولوژیکي سروې د افغانستان د طبیعي زیرمو په اړه په لوړه ټیکنالوژۍ جوړه شوې نقشه او معلومات رسما پرون په واشنګټن کې د افغانستان د کانونو وزیر ته وسپارل.
د دې معلوماتو د سپارنې په مراسمو کې د افغانستان د کانونو او پیترولیم وزیر محمد اکبر بارکزي ډاډ څرګند کړې، چې حکومت به یې امنیت ډاډمن کړی شي او داسې ګامونه به واخلي چې د پانګوالو لپاره په پانګونه کې شفافیت او اسانتیاوې رامنځ ته شي.
د فرانسې خبري اژانس د ښاغلي بارکزي له خولې وايي، یوازینۍ لاره چې افغانستان پرې خپل اقتصاد ته وده ورکولی شي هغه د کانونو او طبیعي زیرمو له لارې ده.
د افغانستان د کانونو او پیترولیمو وزیر په دې برخه د معاملو په شفافیت ټینګار کړی او ویلې یې دي، دا مهال افغانستان له کانونو څخه په کال کې یوسلو شپږ څلوېښت میلیونه ډالر عواید تر لاسه کوي او دوی غواړي چې تر دوه زره شلم میلادي کال پورې دا عواید میلیاردونو ته ورسوي.
د افغانستان د کانونو او پیترولیم وزیر محمد اکبر بارکزي دا څرګندونې پرون په واشنګټن کې د افغانستان په سفارت کې په هغو مراسمو کې کړي دي، چې په ترڅ کې یې د امریکا د متحدو ایالتونو د جیولوژیکي سروې ادارې افغان لوري ته د افغانستان د طبیعي زیرمو په اړه په لوړه ټیکنالوژۍ راټول شوې معلومات وسپارل.
د دې معلوماتو له مخې کابل د افغانستان په سلو کې د اویا طبیعي زیرمو او نورو نورو جیولوژیکي سرچینو په اړه په لوړه سطحه معلومات تر لاسه کوي.
دا معلومات د هایپرسپیکټرل (hyperspectral ) په نوم د لوړ ظرفیت د عکاسۍ په سیستم او پرمختللي تخنیکي وسایلو راټول شوي دي.
د امریکا د متحدو ایالتونو د جیولوژیکي سروې د ادارې سرپرسته مشره سوځیټ کیم بال وايي، د دې معلوماتو له مخې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې ډیره برخه یې د هایپرسپیکټرل (hyperspectral ) په دې پرمختللې عکس اخیستونکې سیستم نقشه شوې ده.
په ۲۰۱۰ میلادي کال کې امریکايي جیولوژي پوهانو اټکل کړی و، چې افغانستان د یو ټریلیون ډالرو په ارزښت طبیعي زیرمې لري چې په دې کې مس، اوسپنه او لیتیوم شامل دي.
افغان چارواکو بیا تر دې درې چنده زیات اټکل کړې، چې ددې جګړه زپلې هیواد د اقتصاد لپاره یې هیلې زیاتې کړې دي.
په افغانستان کې ناامنۍ او د یو شمېر زیر بینايي اسانتیاوې نشتوالي لا هم د کانونو او طبیعي زیرمو د راسپړلو لپاره د بهرنۍ پانګونو په مخ کې خنډ بلل کیږي.
خو سره له دې هم د فرانسې خبرې اژانس د سوداګرۍ او د ثبات د عملیاتو لپاره د پینټاګون د کاري ډلې د مشر جوزیف کاتالینو له خولې وايي چې په دې برخه کې د پانګوالو ډیره لیوالتیا ګوري.
تر اوسه پورې د چین، هندوستان او ځینو نورو هیوادونو دولتي او غیرې دولتي کمپنیو د افغانستان د کانونو د راسپړنې په برخه کې لیوالتیا ښودلې ده.
pattang
13.03.2014
نالتي لوده خو نه پوهه لرې او نه خبره منې !
ګوړه ګوړه يادوه خوله به دې خوږه وي او خپل وږې کورنۍ ته دې
دوکې ورکوه ! که داسې معدنونه وی نو روسانو به مخ کې کشف او
ټولې نړۍ ته به څرګنده وه !دا د اشغالګرو پرو پاګنده ده چې د خلکو
په روحياتو تاسير وکړي او قرارداد امضا شي !
ستا سويه ستا له لودګي څخه مالويږي !
دلته څه کوې ورشه د پنجشيري مارشال په ګلم کښېنه او دوعا یې
واخله!
[quote:5be3f5e6f6="اتل"]ډیرو ګرانو وطنوالو، بیا اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
زما خوب به آخر په ګل بدل شي او ريښتیا به شي.
که ژوند ؤ هر څه به د سر پر سترګو ووینو.
دا لاندې زما د خوب د ریښتیا کیدو بله ډیره قوي بیلګه ده:
دالاندې رپوټ آزادۍ خپور کړیدئ:
======
د طبیعي زیرمو په اړه معلومات افغان حکومت ته وسپارل شول
20.12.1392
د امریکا متحدو ایالتونو جیولوژیکي سروې د افغانستان د طبیعي زیرمو په اړه په لوړه ټیکنالوژۍ جوړه شوې نقشه او معلومات رسما پرون په واشنګټن کې د افغانستان د کانونو وزیر ته وسپارل.
د دې معلوماتو د سپارنې په مراسمو کې د افغانستان د کانونو او پیترولیم وزیر محمد اکبر بارکزي ډاډ څرګند کړې، چې حکومت به یې امنیت ډاډمن کړی شي او داسې ګامونه به واخلي چې د پانګوالو لپاره په پانګونه کې شفافیت او اسانتیاوې رامنځ ته شي.
د فرانسې خبري اژانس د ښاغلي بارکزي له خولې وايي، یوازینۍ لاره چې افغانستان پرې خپل اقتصاد ته وده ورکولی شي هغه د کانونو او طبیعي زیرمو له لارې ده.
د افغانستان د کانونو او پیترولیمو وزیر په دې برخه د معاملو په شفافیت ټینګار کړی او ویلې یې دي، دا مهال افغانستان له کانونو څخه په کال کې یوسلو شپږ څلوېښت میلیونه ډالر عواید تر لاسه کوي او دوی غواړي چې تر دوه زره شلم میلادي کال پورې دا عواید میلیاردونو ته ورسوي.
د افغانستان د کانونو او پیترولیم وزیر محمد اکبر بارکزي دا څرګندونې پرون په واشنګټن کې د افغانستان په سفارت کې په هغو مراسمو کې کړي دي، چې په ترڅ کې یې د امریکا د متحدو ایالتونو د جیولوژیکي سروې ادارې افغان لوري ته د افغانستان د طبیعي زیرمو په اړه په لوړه ټیکنالوژۍ راټول شوې معلومات وسپارل.
د دې معلوماتو له مخې کابل د افغانستان په سلو کې د اویا طبیعي زیرمو او نورو نورو جیولوژیکي سرچینو په اړه په لوړه سطحه معلومات تر لاسه کوي.
دا معلومات د هایپرسپیکټرل (hyperspectral ) په نوم د لوړ ظرفیت د عکاسۍ په سیستم او پرمختللي تخنیکي وسایلو راټول شوي دي.
د امریکا د متحدو ایالتونو د جیولوژیکي سروې د ادارې سرپرسته مشره سوځیټ کیم بال وايي، د دې معلوماتو له مخې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې ډیره برخه یې د هایپرسپیکټرل (hyperspectral ) په دې پرمختللې عکس اخیستونکې سیستم نقشه شوې ده.
په ۲۰۱۰ میلادي کال کې امریکايي جیولوژي پوهانو اټکل کړی و، چې افغانستان د یو ټریلیون ډالرو په ارزښت طبیعي زیرمې لري چې په دې کې مس، اوسپنه او لیتیوم شامل دي.
افغان چارواکو بیا تر دې درې چنده زیات اټکل کړې، چې ددې جګړه زپلې هیواد د اقتصاد لپاره یې هیلې زیاتې کړې دي.
په افغانستان کې ناامنۍ او د یو شمېر زیر بینايي اسانتیاوې نشتوالي لا هم د کانونو او طبیعي زیرمو د راسپړلو لپاره د بهرنۍ پانګونو په مخ کې خنډ بلل کیږي.
خو سره له دې هم د فرانسې خبرې اژانس د سوداګرۍ او د ثبات د عملیاتو لپاره د پینټاګون د کاري ډلې د مشر جوزیف کاتالینو له خولې وايي چې په دې برخه کې د پانګوالو ډیره لیوالتیا ګوري.
تر اوسه پورې د چین، هندوستان او ځینو نورو هیوادونو دولتي او غیرې دولتي کمپنیو د افغانستان د کانونو د راسپړنې په برخه کې لیوالتیا ښودلې ده.[/quote:5be3f5e6f6]