د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

پرمختګ ( د زړه خبرې پانې نه)

حمید هڅــاند
05.02.2013

پرمختگ (د زړه خبرې پاڼې نه)
.............
سړکونه مات ،زړونه مات او محبتونه قات
باران وریږي، خټې بادیږي، موټر تیریږي
یوه مور ناسته سر په زنگانه ایښې ژړیږي
هر یو گل دی پاڼې پاڼې ،نشته ساه یوه غوټۍ کې
په پسرلي کې هم خزان دی ،هم ژړا ده په ښادۍ کې
[img:30cd7b4811]http://sphotos-a.ak.fbcdn.net/hphotos-ak-ash4/487647_211781538959873_1981802641_n.jpg[/img:30cd7b4811]


tandar
05.02.2013

داسي انسانان دکابل په ښارکي په زرهاو ليدل کيږي
خوداولسمشر دمرستيال غټ خيټي مارشال فهيم ٤٠ جنګي سپيو ته بي حسابه پسونه قرباني کيږي
ديته دملت غمخوران وايې
هرسړي دي ددغي ښځي حالت په ځان راولي
دcia اوisi لاسونه زما دبي اتفاقه ملت په وينو سره دي


پتوال
14.02.2013

دا څه په احساساتو طرحه شوې ده موضوع
............ د بوسو لمبه ګۍ وه سړه شوې ده موضوع

د تندر له غبرګون سره بیا شوه سړه سمخه
........... نه یاده نه تحلیل شوه زړه شوې ده موضوع

نه ویني څوک تاثیر په سرو جرابو نه بوقره کې؟؟؟
.............. نه چا صرف اړولې راړولې ده موضوع


حمید هڅــاند
16.02.2013

[color=blue:341f01096d]خلکو به ویل: د لارې سوالګر اوس اموخته دي، ګورئ کابل کې د سوالګرو په مکر و نه غولېږئ..ما هم دا اورېدلي ول. د څلورو کلونو پخوانۍ خبره ده، کابل کې د پامیر سینما ترڅنګ یوې خیرنې بوډۍ په سوال لاس دې پلو-هغه پلو کړاوی.......موږ چې ور نژدې شولو، په متنفر نظر مې ورته وکتل چې دا هم اموخته ده او د مکر په پار یې دا زړې-شکېدلې جامې اغوستې دي...موږ یې له څنګه تېر شوو، ماښام مهال ؤ، بوډۍ د پیسو پیداکولو نه مایوسه شوې وه، ځکه هیچا هم خیرات نه ورکاوی، ته به وا ټولو زما فکر او سوچ درلود.
بیا یې موږ پسې غږ کړ: بچیه! بچیه! درې د نانوایي ډوډۍ خو را واخله، ماشومان به مې له لوږې ومري!!! زه یې په دردناک غږ لا هم دردمن یم...یا الله، موږ به خپل حالت ته څه وخت بدلون ورکړو؟؟[/color:341f01096d]

درنښت


حمید هڅــاند
20.02.2013

[color=darkred:cb83e417a9]نن دفتر ته یوه بوډۍ ښځه راغله، ژړل یې. ورنه پوښتنه مې وکړه چې ولې ژاړې؟ ویل یې ځکه زه ښوونکې یم، په افغانستان کې خو ښوونکې انسانانو کې نه شمېرلې کېږي!. ماویل ولې، خبره څه ده؟ په ژړا سر شوه، او خبره یې نه شوای کولی.....اخر یې وویل: زوی مې روغتون کې دی، ډاکټر ورته دا نسخه تجویز کړې ده (نسخه یې را ښکاره کړه). دې زیاته کړه چې زما سره دومره پیسې وې چې د روغتون فیس پرې پوره شي، مګر د دې نسخې رانیولو وس مې نه درلود، اوس زه څنګه وکړم؟
ما ورته وویل چې بس-بس، هرڅه به اسانه شي، غم مه کوه، د دونیا غمونه باید سړی تر ژړا کولو کش نه کاږي، نه ژړا د حل لاره ده!. ویې ویل چې، موږ معلمین نور نه یواځې بې وسه شوي یو، بلکې له خپل چاپیر نه مو هیلې هم شلېدلې دي!!!

[/color:cb83e417a9]


حمید هڅــاند
02.03.2013

[color=green:25fed9ca18]
............
- لسګون -
............
لیکوال: روح الله ساحل
په څلور لارې کې د ترافیک د شپیلاق غږ پورته شو. موټرونه یو په بل پسې ودرېدل. جمیل د کتابونو بکس په ځای پرېښود او د شکېدلي جمپر څنډې یې غوږونو ته ورکش کړې. شاته یې د سرک غاړې موچي ته راوکتل: رسول کاکا، بکس ته مې دې پام وي. د څو موټرو په شیشو یې صافي کش کړه. له دوو موټرو څخه یې پنځه ګون واخیستل. د سراچې په عقب نما کې یې ګردجن وېښته یوه او بله خوا واړول. په لوی کتار کې دریدلي کروزین ته یې پام شو. منډه یې وروکړه. لومړی يې لاسونه سلنګسر او بیا یې خولې ته ونیول، کوښ کوښ یې کړل. لا یې د کروزین په مخکینۍ شیشې صافي نه وه کش کړې چې د څنګ شیشه ټیټه شوه. په وچو شونډو یې موسکا وه او د لسګون په تمه شیشې ته ورنږدې شو خو د کلکې څپېړې سره یې دا غږ واورېد: لرې شه خیرنه شیشه خط کوې.

درنښت
[/color:25fed9ca18]


سراج شاهد
14.03.2013

د يو عجيبه زړه بوږنونكي صحني انځور دى الله پاك دي زمونږ د بيوزلو هيوادوالو فرياد واوري ( آمين )


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more