د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

وسله والو طالبانو د پنجشنبې په ورځ په یوه نادره اعلامیه کې

pattang
01.02.2013

مقالې - تبصرې » د اوونۍ خبره
bb
طالبانو حکومت د یوه ښوونځي په سوځولو تورن کړ
جمعه, 01.02.2013, 07:46 AM | (460 لیدل شوی)

تاند- وسله والو طالبانو د پنجشنبې په ورځ په یوه نادره اعلامیه کې د افغانستان د دولت استخبارات په نورستان کې د یوې لېسې په سوځولو تورن کړل او د لېسې سوځول یې په کلکه وغندل.

په تېرو نژدې لسو کلونو کې یوازې او یوازې په پښتني سیمو کې په سلګونو لېسې او ښوونځي د طالبانو په نوم سوځول شوي او په دې وسیله دې قوم ته هغسي سزا ورکړای شوې چې نواز شریف په نوي یمه لسیزه کې د افغانستان د ملي اردو، ملي پولیسو او نورو ملي موسساتو پر له منځه وړلو د ویاړلو په ترڅ کې ویلي و چې افغانستان به په سلو کلونو کې بېرته په پښو ونه درېږي.

په تېرو لسو کلونو کې تقریباً هره ورځ د لغمان، کندهار، خوست، پکتیا، پکتیکا، هلمند، کندهار، روزګان، زابل، غزني، وردک، لوګر... د ښوونځیو د سوځولو، نړولو او الوزولو خبرونه خپرېدل او سره له دې چې مسوولیت یې د طالبانو په غاړه اچول کېده خو د دې ډلې مشرانو نه یوازې دا چې خپل مسوولیت نه رداوه بلکې ډېرو قومندانانو یې په زغرده دا ادعا کوله چې ښوونځي ځکه ورانوي چې هلته عیسویت تدریسېږي.

له ښوونځیو سره مخالفت ډېر روشنفکران او تعلیم یافته خلک له طالبانو متنفره کړل.

د طالبانو مشران په وروستیو کلونو کې دې مسلې ته متوجه شول خو د مشرتابه شورا له طرزالعملونو سره سره سیمه ییزو قومندانانو سلیقوي برخورد ته دوام ورکړ. که د لغمان یوه قومندان ښوونځیو ته اجازه ورکړه، د غزني قومندان په خپل سر مخالفت وکړ، ویې ویل چې اصلي جهاد یې له ښوونځي سره دی.

طالبان باید په دې پوی شي چې که سبا د دې وطن په سیاست کې برخه اخلي یا حکومت کوي تعلیم یافته وو ته اړتیا لري. د نن ورځې ماشوم او د سبا ورځې ځوان دوی په دې نه شي بخښلی چې دی یې له تعلیمه محروم کړی دی او نه دی هغه انډول په ډېرو کلونو کې بدلولی شي چې ده د یوې خاصې سیمې او یوه خاص قوم په محرومولو سره رامنځته کړی دی.

دا محرومیت سبا په خپله طالب، که په هر موقف کې وي، مجبوروي چې په هغه چا اتکا وکړي چې د ده دښمن دی.

همدا اوس راپورونه لرو چې طالبان، له دې سره سره چې د ښوونځیو په باب خپله پالیسي بدله کړې په ډېرو سیمو کې ښوونکي نه پرېږدي چې ساینسي مضامین تدریس کړي خو دوی له دې نه دي خبر چې له زده کوونکي څخه په کانکور ازموینه کې د ټولومضمونونو د پوښتنو ځوابونه غوښتل کېږي.

له دې ټولو سره سره تاند دا نېک فال ګڼي چې طالبان بالاخره دې ته متوجه شوي چې د ښوونځیو سوځېدا د دوی شهرت ته زیان اړوي او د نورستان د وایګل ولسوالۍ په ژنچیکل سیمه کې د لېسې سوځونه د خپل تحریک پرضد د استخباراتو دسیسه بولي.

تر دې مخکې هم په نورستان کې ښوونځیو او درسي کتابونو ته اور ورته کړای شوی و او چارواکو طالبان پرې تورن کړي ول خو طالبانو د چارواکو تور نه و رد کړی.

که دا کار د دولت استخباراتو هم کړی وي او طالبان یې په کلکه رد کړي یقیناً چې دولت به بیا د خپل دښمن په وړاندې له دا ډول ناوړه تاکتیکه کار وانخیستلی شي.

له بلې خوا که دا کار هماغه راز چې طالبان وايي استخباراتو کړی وي طالبانو ته پکار ده چې ښوونځیو ته لا ډېر پام وکړي څو د دوی مخالف لوري د دوی د ضعف له دې ټکي استفاده ونه کړای شي.

هیله ده چې د نورستان د وایګل ولسوالۍ د ژنچیکل د سیمې لېسه د دې ناروا جګړې وروستۍ قرباني وي.ناتوبتتتتتتت

[img:859055b476]http://www.taand.com/images/article/2013_02/38055/u26_2.jpg[/img:859055b476]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more