د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

د پختو پشان بلہ جبہ نشتہ

pattang
01.02.2013

تاج رحيم
Larawbar.com 2013-01-31

نوټ:
1۔ په دے ليک کے د پختو دا Parasite توري نه دی استعمال شوی
ث ـ ذ ـ ځ ـ څ ـ ښ ـ ژ ـ ږ ـ ص ض ـ ط ظ ـ ي ۍ ې
2۔ دا توری د اردو او فارسئ په شکل ليکلی دی:
ٹ۔ ڈ ۔ ڑ ۔ گ
3۔ د یو اواز د پارہ یوازے یو تورے استعمال شوے دے لکہ د ذ۔ ځ ۔ ظ ۔ ض پہ زائ یوہ ز استعمال شوے دہ
4۔ ستاسو د رائ د پارہ بہ ڈیرہ مننہ وی ۔

پختو

پختو پختو دہ - او پختو جبہ ھم دہ - دا زکہ داسے دہ چہ د پختو پشان بلہ جبہ نشتہ- پہ کومہ جبہ کے چہ پختو نہ وی هغہ د اولس جبہ وی او چہ پختو پکے وی هغہ د بادشانو جبہ وی ـ بلا پختنو بادشانو پہ سوونو کالہ پہ هند بادشائي کڑے ده او د پختو ئے ڈیر عزت ساتلے دے ـ مجال وه کہ د محل د خدمت گارو سره ئے د پختو نہ سیوا بلہ جبہ وائیلی وی ـ د بیگماتو سره بہ فارسئ کے غگیدل او د اولس سره هندکو کے ـ خو پہ نورو جبو ئے د پختو درجہ ڈیره اوچتہ گنڑلہ او پہ دے جوڑ ئے د بھرنی الائیشو نہ پاکہ ساتلے ده ـ کہ دوئ د اولس سره او سرکاری کاروبار پہ فارسئ کے نہ وے ساتلے نو نن بہ د پختو مقام دومره اوچت نہ وه او ٹولہ بہ د بہرنئ جبو د ٹکو نہ ڈ کہ وه ـ د پختنو بادشانو د پختو جبے دومره لوۓ خدمت کڑے دے چے نن ۓ مونگ ستائینہ کوؤ ـ بس دا شاعران خداۓ لیونی کڑی دی - ٹول عمر ئے شاعری پہ پختو کے کڑے ده - دوئی لہ پکار وه چہ د بادشانو پہ لار تلے او د پختو شاعری ۓ پہ فارسئ کے کولے ـ نواول خو بہ پختو جبہ د دے شاعرانو نہ پاکہ وه او دویمہ فائده بہ د شاعرانو پہ حق دا وه چہ نن بہ دوي د پختو د اوچتے پاۓ شاعران گنڑلے شو د نسر لیکوال پہ دے لار هڈو تیر شوی نہ دی ـ د ملانو تعلق خو د اولس سره وی ولے دوئ چرے د بادشانو سفت نہ دے کڑے ـ او د اولس جبہ کے ۓ اولس تہ ختبے ورکڑے دی ـ دا بہ منو چہ د پختو جبے عزت ئے قائیم ساتلے دے ـ او تر اوسہ ئے ساتي ـ
ډیره موده پس په سہ کار کلی تہ روان وم ـ هغہ زمانہ کے سوزوکي او موٹر رکشے نہ وے ـ سائیکلے هم نہ وے ـ هر کلی تہ سڑک نہ وه جوڑ نو ٹانگے بہ هم نہ تلے ـ مونگ بہ پیاده سفر کولوـ نو پہ لاره کے یو کلے پریوتو ـ ورتہ وراوگرزیدم چہ لگہ دمہ بہ اوکڑم او د چا بہ د چائیو میلمہ شم ـ
د جمعے ورز وه ـ پہ جمات ورغلم ـ بلا گنڑه وه ـ او د ملا ساحب ختبہ خہ پہ گرمہ روانہ وه ـ اتفاق ورتہ او وایہ چہ د ختبے موزوع، پختو جبہ وه ـ ملا ساحب پہ خپلہ ختبہ کے د خپل استاذ کوهستان ملا ساحب، پہ حوا لہ دا بیان داسے اوکڑو چے پختو د جنت جبہ ده او د محشر پہ ورز بہ ٹول تپوسونہ پہ پختو کے کیگي او چا چہ په پختو کې جواب ورنکړې شو هغه دې د خپل انجام پخپلہ اندازه ولگوئ ـ زما وینا تہ پکے حاجت نشتہ ـ او هغہ دا هم اوے چہ پہ قبر کے منکر نکیر فرشتے هم پہ پختو کے سوال جواب کوی ـ سوک چہ پہ پختو کې جواب ورنکڑے شی نو هغہ بہ برزخ کے تر قیامتہ پہ پختو ایزده کولو جوند تیرَوي
پہ پختوئے ڈیر وسیع او عالمانہ بیان وه ـ زما علم کے ئے بلا ازافہ وکړه ـ دا ئے هم وئیل چے پرَدی ٹکی پہ پختو کې راننوستل ڈیر سخت گناه دے او د قیامت پہ ورز بہ دا ٹکی لکہ د سرو سروٹکو د هغہ پہ وجود کے ننوزي ـ پہ دے خبره زما ٹول وجود ورپید ـ دا گناه خو زما د لاسہ سو سو زلہ شوے دے ـ پوختنہ مے ترنہ وکڑه چہ :
” یا حزرت! د دے گناه د خلاسون سہ کفاره خو بہ وي کنہ ؟“
جواب ئے راکڑو ـ ” بالکل شتہ ـ یو د پاسہ سل ڈالرکہ دے جمات لہ ورکڑے ـ او بیا د پاره خیال ساتے “ - ما ورتہ اووے ” ملا ساحب ! ڈالرے بہ د کومے راؤڑم ـ پہ روپو پیسو کے راتہ وایہ“ ـ نو جواب ئے راکڑو ـ ” د روپئ هیس اعتبار نشتہ ـ چہ سبا لہ بہ روپئ د دوه پیسو وي او کہ نه وی“ ـ
ما ورتہ اووے ـ ” ملا ساحب کہ تاسو نہ وئے نو مونگ بہ چا پوهہ کولو ـ د پیشور غٹو غٹو ملانو چرے داسے دَ پوهہ خبرے راتہ نہ دی کڑې“ ـ
جواب ئے راکڑو چہ ”ھغئ پہ سہ پوھیگي ـ پہ سرکاری مدرسو کے ئے سبق وئیلے دے ـ د هغئ استازان هم د سرکاری مدرسو دي ـ نو علم بہ ورلہ د کومے راشي“ ـ
ما د کوهستان استاز پوره یو کال شاگڑدی کړے ده او یو روغ کال مے ورتہ د کوهستان پہ غرونو کے د علم پہ زده کڑه تیر کڑے دے “ ـ
” ملا ساحب مخکے تاسو سہ کو ل ؟“
” تہ میلمہ ئے ـ ستا نہ سہ پڑده ـ مخکے مے د خان ٹانگہ چلولہ“
ما ترنہ نور تپوس اوکڑو ـ ” کہ یو پردے ٹکے پہ پختو کے د سره هڈو نہ وي نو بیا ؟“
” نو بیا سہ ! پہ پختو کے ورلہ ٹکے جوڑ کڑه“
” کہ ٹکے نه جوڑیگی نو بیا ؟“
” سه بیا بیا دے جوڑ کڑی دی ـ غٹ جاهل ئے ـ چہ ٹکے درنہ نہ جوڑیگی نو اسان چل دے ـ کلمہ ورتہ اووایہ، مسلمان ئے کڑه“-
” د کلمے دا چل خو ڈیر اسان دے “
” دومره اسان هم نه دےـ د ٹکی جوڑولو سل سوابه دي ـ او د مسلمانولو لس زره ـ چہ ٹکے مسلمانوے نو اول بہ پہ خوَڑ کے پہ انگریزي سابون ولامبے ـ اِسترے کڑے پاکے جامے به وا غوندے، یو زل بہ بیا اودس وکڑے ـ نو پس لہ هغے نہ بہ ورتہ پہ یوه ناستہ کے لس زره د پاسہ سل زلہ کلمہ وائے“

د ملا ساحب پہ چل مے سوچ اوکڑو نو دے نتیجے تہ ورسیدم چې اول خو ما پخپلہ پہ ٹول جوند کے لس زره د پاسہ سل زلہ کلمہ نہ ده وئیلے ـ دوئیم کہ یو کافر لہ سل ڈالرے ورکڑم او ورتہ اووائیم چہ مخے تہ مے چپ کینہ ـ زه بہ درتہ لس زره زلہ او سل د پاسہ، کلمہ وائیم او تہ بہ ئے اؤرے ـ نو یقین مے دے، نیمے تہ بہ نہ یم رسیدلے چہ هغہ بہ پہ چغو شی ـ پہ غوگو بہ لاسونہ کیدی او هغه سل ڈالرے بہ هم واپس کڑی چہ بس دے، وشوه، مسلمان شوے یم ـ خدائے خبر چہ دا پردی ٹکی د کومے خٹے نہ جوڑ دی ـ چہ پختو کے ئے راڑول دومره گران دي ـ

درےٹکی مےمخے تہ راغلل ـ ٹولہ شپہ مے پہ ویخہ تیره کڑه او چہ سحر کیدو نو پختو تہ مے راڑولي وو
1ـ ٹمبکٹو: ڈکشنری وائي د افریقے یو خار دے ـ ڈیر پہ گرانہ مے ورلہ پختو جوڑه کڑه ـ
تمبا کو ـ
۲ـ برازیل : ڈکشنری وائي ـ پہ لر امریکہ کے د یو وتن نوم دے ـ ما ورلہ د پختو نوم جوڑ کڑو ـ
د بَر ز لیل ـ
۳ـ امریکہ: ڈکشنری کتو بغیر راتہ پتہ ده ـ پختو مے ورلہ جوڑه کڑه ـ ورکہ ئے کہ ـ

د ملا سرہ دِ خدا ئے خہ شی ـ لار ئ راتہ برابر کڑه ـ اوس کہ خیر وی نو پختو بہ ترقي کوی ـ

وائي اغیار چہ د دوزخ جبہ ده
زه بہ جنت تہ د پختو سره زم
حمزه


پتوال
03.02.2013

[color=blue:8c39e51dd3]
خدایږو ، پتنګ جانه، که په دې ټوکو پوهېږمه!
............................. نه داسې ملنډو ، نه دې تنز سره جوړېږمه

څوک به دا لیکنې خپل ادب او خپل کلتور ګڼي
......................... دوی ته مبارک شه ، دوی پې ویاړ زه پرې شرمېږمه[/color:8c39e51dd3]


larghonay laraway
04.02.2013

السلام عليکم!
ياره که په املا او انشاء پسې يې ونه ګرځو ډېره قوي ليکنه يې کړې ده.
په دې ليکنه کې په پخوانيو پښتنو پاچاهانو نقد شوی چې له خپلو ښځو سره په پاړسي او له خلکو سره په هندکو غږېدل.
همدا راز يې ملايان هم ټکولي چې له ولس سره په داسې پښتو غږېږي چې سمه نيمه عربي وي.
باور وکړئ همدې دوو طبقو پښتو راخرابه کړې ده.
ښه نقد دی
دا چې املا يې خرابه ده يا به يې قصدا دا کرا کړی وي چې دا په خپله نقد دی. ځکه اکثره خلک املاغلطه ليکي
او که قصداً يې نه وي کړی نو ملامت نه دی خکه د دوی په ښوونځيو کې پښتو ليک لوست نشته او له ځانه يې زده کوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more