د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پولیو ساري. وژونکئ، شل شوټ کونکۍ، بې علاجه مرض

میرویس
31.01.2013

اسلام علیکم، قدر منو وروڼو
موږ باید پر خپل اولد، خپل کرنۍ او خپله ټولنه رحم وکړو، او خپل ماشومان د پولیو د لاسه د مرګ او معیوبیت نه بچ کړو
====
کورمه: د ګوزڼ دوه کارکونکي ووژل شو ل
31.01.2013
په کورمه ایجنسۍ کې یوې بمي چاؤدنې ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکې ورکوونکې ډلې دوه کارکوونکې وژلي دي. چارواکي وایي، چې دغه پیښه نن)زیارت ورځ) د بره کورمې ایجنسی په مالي خیلو سیمه کې هغه وخت رامنځ ته شوه چې کله د روغتیا څانګې رضاکاران خپل کار ته په موټر سایکل سپاره ول.

د دوی په خبره چې له چاودنې سره سم دواړه کسان ځای پر ځای ووژل شول.

په سیمه کې د ګوزڼ ناروغي ضد کمپین مشر افسر ډاکټر محمد منیب مشال ریډیو ته وویل، چې دواړه کارکونکې ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکي ورکولو لپاره روان ول چې چاودنه ورباندې وشوله.

د هغه په خبره زیات ګمان دا کیږي چې پر دوی ماین چاودېدلی دی. د چارواکو په خبره د پیښې په اړه تحقیقات روان دي.
====
سوابۍ کې د ګوزڼ ضد ټیم ساتونکی وژل شوی
د خپريدو وخت: 12:45 گرینویچ - سه شنبه 29 جنوري 2013 - 10 سلواغه 1391
د ننني برید پړه تر اوسه چا پرغاړه نه ده اخیستې، خو طالبان معمولاً د دغو بریدونو مسؤول ګڼل کېږي.
د خیبر پښتونخوا په سوابۍ کې د ګوزڼ ضد واکسین پر یوه ټیم برید شوی، چې له کبله یې د ټیم یو ساتونکی پولیس وژل شوی.
د سوابۍ یوه پوځي مشر سید محمد شاه بي بي سي ته ویلي، دغه ټیم پلی روان و، چې د موټر سایکل سپرو وسله والو تر برید لاندې راغی.

د وژل شوي ساتونکي نوم منصف علي ښ،دل شوی دی.
د روان ۲۰۱۳ کال د جنورۍ پر دویمه هم په سوابۍ کې د یوې ناحکومتي مؤسسې پر غړو برید وشو، چې د شپږ ښځینه کارکوونکو په ګډون اووه کسان په کې ووژل شول.
دا په روان کال کې د خیریه مؤسسې پر کارکوونکو دویم مرګونی برید دی.
په تېر دسمبر کې هم لږترلږه اته کسان هغه مهال په کراچۍ او شمال لوېديځ کې ووژل شول، چې اورپکو د پولیو کمپاین پر کارکوونکو برید وکړ.
جاسوسي
د ننني برید پړه تر اوسه چا پرغاړه نه ده اخیستې، خو طالبان معمولاً د دغو بریدونو مسؤول ګڼل کېږي.
اورپکو وړاندې ویلي وو، چې ګني د دوی په وینا د ګوزڼ ضد واکسین کارکوونکي د امریکا لپاره جاسوسي کوي.
د نایجریا او افغانستان په ګډون پاکستان کې هم د ګوزڼ بېلګې شته.
د سوابۍ یوه پولیس چارواکي اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، کله یې چې د واکسین ټیم په کالا کلي کې خپل کار پای ته ورساوه، نژدې کلي ته پر لاره پرې اورپکو برید وکړ.
دی وايي چې درېیو موټر سایکل سپرو پرې ډزې وکړې.
نوموړی زیاتوي، چې د ددو ډلو غړي نه دي ژوبل شوي، خو یو پولیس وژل شوی او برید کوونکي تښتېدلي دي.
دی زیاتوي، ښکاري چې د برید هدف پولیس و.
د روغتیا چارواکي وايي، په تېره دوشنبې په ګرده سوابۍ کې د واکسین ۵۳۸ کارکوونکي ګمارل شوي وو، چې له هرې ډلې سره یو ساتونکی پولیس مل و.
په سوابۍ کې مخکې هم د اورپکو بریدونه شوي وو، چې تر ډېره یې د ناحکومتي ارګانونو پر کارکوونکو او د ښوونې پر کارکوونکو کړي دي.
چارواکي وايي، تر دغه برید وروسته په سوابۍ کې د ټولو ناحکومتي انجوګانو فعالیتونه ځنډول شوي دي.
====
خویندو وروڼو، د وقایوي طبابت اهمیت:
طبابت دوې مهمې څانګې لري چې یوه یې معالجوي او بله یې وقایوي ډه. لکه څرنګه چې د نومونو نه یې څرګنده ده، په معالجوي څانګه کې، د ناروعانو علاج کیږي او په وقایوي برخه کې په مرض باندې د انسان د اخته کیدو نه مخکې د مرض وقایه او مخنیوئ کیږي
د طب هغه ډیره مهمه برخه همدغه وقایه ده، ځکه چې که یو څوک پداسې مرض اخته شي، چې چاته سرایت نکوي، یعنې بل څوک نه تري نیسي، لکه د زړه مرض،د پوښتورګي او ینې مرض، او یا عصبي مرض، نو ډاکتران د ناروغ تداوي اومعالجه کوي، او مرض همدلته ختمیږي او لګښت یې هم د یوه ناروغ د مرض دعلاج وي او بس
خو که څوک په ساري مرض لکه ایډز، نري رنځ، ملاریا، هیپتایتس او یا پولیو اخته شي، اول خو باید د مرض دکتلوي خپریدو تدبیرونه وشي، روغو خلکوته د مرض د مخنیوي دواکسین ستنې ولګولې شی، بیا باید د ناروغانو علاج وشي، چې اکثره دغه تداوي میاشتي او کلونه په بر کې نیسۍ، کزاف لګښت غواړي، ناروغ د کورنۍ او ټولنې د اوږې باروي، تولید نشي کولای، بلکه یو مصرفي بوج شي.

په ساري ناروغیو کې ډیرداسې امراض شته چې ویروسي او یا غیر ویروسي دي، او قطعاً علاج نلري، او د هغو د جملې نه یو هم پولیو یا د ماشومانو فلج دئ. پولیو کیدای شي، په یو چا باندې هسې د زوکام په ډول تیره شي، خو بیا هم اثر یې په ناروغ ابدي دئ. ځینې نور بیا فلج کیږي،چې کلیوال یې ګوزڼ بولي. کوم ماشوم چې ګوزڼ ووهي یعنې فلج شي، تر ابده به فلج پاتې کيږي او بالکل علاج نلري
پکار دي چې ماشومان د پولیو واکسین وکړي چې ددې موزي مرض د شر نه بچ شي. پولیو نن سبا ددنیا د اکثره ملکونونه کډه کړې ده، خو یوازي په نایجیریا، هند، پاکستان او افغانستان کې لا هم شته او هر کال ماشومان وهي او فلج کوي يې.
د پولیو کمپاین په کال کې څو ځله عملي کیږي، او دا مرض د افغانستان په جنوب کې زیات دئ، دا ځکه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ په سرحد کې تګ راتګ زیات دئ، کله چې په یوه ملک کې د پولیو واکسین شروع شي، د پښتنو د علاقې ځینې خلک په بل ملک کې وۍ، او پدې ترتیب د واکسین نه محروم پاتې کیږي
دا د هر مسلمان دیني وجیبه ده چې ځان اولاد او نورو د خیر ښیګنې په لاره کې مثمر ګامونه واخلي.
الله دې موږته توفیق راکړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more