د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

افغانستان او جرمني

larghonay laraway
25.01.2013

په دې وروستیو کلونو کې د جرمني رول د افغانستان په مسایلو کی له ځینو نورو هیوادونو څخه زیات ښکاري، او تر نورو ډیره هڅه کوی چی د افغانستان مسایلو کی برخه واخلی او کله د منځګړی او یا هم د کوربه او کله کله د ابتکار کولو هڅه کوونکي په توګه څرګندیږی. سربیره پر دی، د افغانستان سره په راتلونکو کلونو کی د هر راز همکارۍ خبره کوي چی له نورو اروپایی هیوادونو سره یو څه توپیر په کی ښکاری. نو پوښتنه کی لاندی اړخونه شامل دی:

۱ – کومی ډلی په جرمنی کی شته چی دی علاقمندۍ ته شکل ورکوی او دوام ورکوی، البته که افغانی وی او که بهرنی. مطلب می دا دی چی ستاسو په نظر کومی ډلی د جرمنی شریکیدلو ته په مسائلو کی شکل ورکوی او چلوی یی.
۲ – په افغانستان کې يوازې سپنتا د جرمني لپاره کار کوي او که نور هم شته؟
۳ – آیا په افغانستان کی د موجوده احزابو نماینده ګۍ په جرمنی کی شته؟
۴ – په افغانستان کی د رهبری په کچه کوم خلک په جرمنی کی پاتی شوی دی، یا د هغه هیواد سټیزن دی؟


اتل
25.01.2013

اسلام علیکم لرغونئ لاروئ صاحب
زما په اند، جرمني چې د افغانستان او زموږ د خلکو سره څه کوي، اړیکې یې ژورې رېښې لري. جرمني پخوا هم چې بر او کوز جرمني نه وو سره یو ځای شوي د خپل ملک د عاید مطابق د نورې نړۍ د ملکونو په نسبت زموږ سره زیاته مرشته کوله. اوس خو جرمني لوي شوئ، لوي اقتصاد لري او د افغانانو سره ان ددویم نړیوال جنګ راهیسي ښه روابط لري. پخوا جرمني د افغانستان د پولسو په روزنه کې بیخي زیاته مرسته کوله. د جرمني دا کار د افغانانو د ذهنیت سره برابر دئ چې مرسته کوي، خو په پټه خوله، دنیاته نارې سورې نه وهي چې موږ دافغانستان سره دا کوکمونه وکړل او یا مو هغه وکړل.


pattang
25.01.2013

خو دا درزيل زامن دپښتنو سخت مخالفه او پټ دوښمنان دي ، له پښتانه او
پښتو څخه يې ډېر بد راځي ! دکلنو ، کلنو تجربه او دسترګو ليدلی حال !

[quote:a7be2183ac="اتل"]اسلام علیکم لرغونئ لاروئ صاحب
زما په اند، جرمني چې د افغانستان او زموږ د خلکو سره څه کوي، اړیکې یې ژورې رېښې لري. جرمني پخوا هم چې بر او کوز جرمني نه وو سره یو ځای شوي د خپل ملک د عاید مطابق د نورې نړۍ د ملکونو په نسبت زموږ سره زیاته مرشته کوله. اوس خو جرمني لوي شوئ، لوي اقتصاد لري او د افغانانو سره ان ددویم نړیوال جنګ راهیسي ښه روابط لري. پخوا جرمني د افغانستان د پولسو په روزنه کې بیخي زیاته مرسته کوله. د جرمني دا کار د افغانانو د ذهنیت سره برابر دئ چې مرسته کوي، خو په پټه خوله، دنیاته نارې سورې نه وهي چې موږ دافغانستان سره دا کوکمونه وکړل او یا مو هغه وکړل.[/quote:a7be2183ac]


larghonay laraway
26.01.2013

سلامونه
پتنګ صيب که لږ يې روښانه کړئ چې اوس د امريکا د بقا لپاره کار کوي، د خپلې تاريخي دوستۍ له مخې او که بله کومه کيسه ده.
د پښتنو سره د دښمنۍ په اړه يې هم که څومره مثالونه او تبصرې لرئ ويې ليکئ.
همدا راز په افغانستان کې د دوی خاص کرکټران لکه سپنتا نور څوک دي او څه غواړي.
ځکه په دې وروستيو کې د جرمنې غونډې منډې ډېرې شوې دي.


hewad
27.01.2013

قدرمنو هېوادوالو سلامونه
افغانستان يو بډای هېواد دی چې هر ډول طبيعي عناصر لري٠جرمني يو ستر صنعتي هېواد دی نو ځکه جرمني پۀ افغانستان کې خپل شتون ته دوام ورکوي٠د جرمني توپير لۀ انګليس او امريکې نه دا دی چې هغوی لۀ زوره کار اخلي او جرمني لۀ زره٠
د افغان ملتيانو اصلي هسته پۀ جرمني کې مېشت وه نو هرومرو پټې اړيکې بۀ لري٠اوسني ډېر دولتي چارواکي د جرمني اوسيدونکي دي لکه هېوادمل، زرين انځور، فرهنګ او داسې ډېر نور٠
حتا يوځل ما چېرې ولوستل چې جرمني استخباراتو ته د افغان مخبرينو شمېر دومره زيات شوی چې دوی يې دلږېدو تکل کړی او کنه لۀ کنتروله يې وځي٠
دا هم بايد پۀ پام ونيسو چې د لومړۍ او دوهمې نړيوالې جګړې اصلي هدف اقتصادي ؤ چې نفت او ګازو پۀ کې ځانګړی رول لوباوۀ٠


larghonay laraway
27.01.2013

السلام عليکم!
هېواد صيب دا ټولې خبرې سمې دي خو جرمني اوس افغان ملتيانو ته د يو توت ارزښت هم نه ورکوي. تاسو وليدل چې ولسي جرګې له سپانتا څخه د باور رايه واخيسته خو جرمني کلک پرې ولاړ ؤ او په زوره يې په کرزي وزير منلی ؤ.
او بله دا چې زرين انځور، هېوادمل او يو شمېر نور المان مېشتي هم افغان ملتيان نه دي.
همدا راز جرمني په دې وروستيو کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي چې دا ولې؟


hewad
27.01.2013

سلامونه
ښاغلی لاروی
ما دا نۀ دي ليکلي هغه خلک چې ما يې نومونه ليکلي هغوی افغان ملتيان دي٠ دا چې افغان ملتيانو ته جرمنيان د توت ارزښت نۀ ورکوي دا بۀ د دوی لټي او يا ځانځاني وي چې د جرمني لۀ امکاناتو سمه ګټه نشي اخستلای٠ پۀ يوازې سپنتا بۀ جرمني څۀ توره وکړي؟ د سپنتا پۀ اړه بله خبره دا ده چې هغه د زرغون ګوند غړی دی او دا ګوند پۀ واک کې ونډه لري نو هرومرو بۀ د سپنتا ساتنه کوي٠
جرمني اوس د ټول يوروپ د واکدارۍ دعوا لري٠جرمني او فرانسه پۀ ګډه لۀ انګليس سره پۀ سخته سيالۍ اخته دي٠ بل خواته د جرمني اړيکې لۀ روسېې سره ډېرې ښې دي٠ زما پر اند جرمني د امريکې د بقا لپاره نه بلکې د خپلې سياسي او اقتصادي غښتلتيا لپاره هلې ځلې کوي٠جرمني لۀ پاکستان سره هم ښې اړيکي لري٠د پاکستان نوي مډرن اوبتلونه پۀ جرمني کې جوړ شويدي٠ لۀ دې ټولو امکاناتو نه جرمني کار اخلي چې د خپلې اغېزې سيمه پراخه کړي٠

تاسو هم خپل نظر زموږ سره شريک کړئ٠ ستاسو پۀ اند جرمني څۀ غواړي؟


tandar
27.01.2013

سلامونه
اول بايد دجرمنيانو او افغانانو ددوستي عاملونه او تاريخ لوستونکو ته په اسنادو اودلائلو روښانه شي او بيا دجرمن واکدارانو غوږ ته ددوي دنني اعمالو چه له اشغالګر سره يوځاي دافغان په خاوره ننوتي نو هغه متل ورسره جوړيږي
پدرخطا باش خو مادر خطا نه
نو دوي له مادر خطا څخه هم تيره کړي دوي اول له ډاره په شمال کي اړولي او دپښتنو سره يې چه دافغانستان اکثريت تشکيلوي دومره جفا کړي که ورځ يې راغله تري پوښتنه به وشي
دوي دخپل شرق DDR او غرب BRD ديوځاي کيدو په خاطر روسانو ته 18 ميليارده اوري ورکړي خو په مقابل کي دافغانستان دتجزيه غوښتونکو جنګسالارانو او شمال ټلوال دغونډو پروګرامونه په برلين او بن کي جوړ کړل
پس مادر خطا او نمک حرام توروي او که سپين ؟
افغانانو ددوي زرهاو عسکرو ته ددوهمي جګړي په ماته کي نجات ورکړي و
له هغي ورځي څخه ددوي دوستي له افغان سره شروع شوي چه دا يوه لويه تاريخي قيصه اومستند فلم دي چه دوي خپله له ARD څخه دروسانو له وتلو وروسته ښکاره کړو او داخبره يې هم کوله چه افغان ٣ خواصه په خپله وينه کي لري
١، ازادي ,,, په ازادي سرورکوي
٢، ناموس..,,, په ناموس سرورکوي
٣،ميلمه پالنه ,,, په ميلمه افتخار کوي
افغان په جرمنيانو ننګ کړي و ځکه ددوستي سترګي راته مړي دي
نور بيا
د cia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


monir
29.01.2013

سلامونه او ښې چارې!
زما په نظر د آلمان فعالیتونه په افغانستان کې د ناتو په چوکاټ کې سیاسي دلایل لری. لومړئ دا چې آلمانان د ناتو د پلان له مخې د افغانستان په شمال کې ځای پر ځای شوی دي. دوهم دا چې دا هم روښانه ده چې په هغو سیمو کې چې دوی ځای پر ځای شوي دي د دوی فعالیتونه هم زیاد دي. نو دا چې د هېواد په شمالي برخو کې اکثر فارسیوانان او فارسی غږیدونی هیوادوال مېشت دي طبیعی خبره ده چې د جرمنانو زیاد تره فعالیتونه هم د همغو سیمو خلکو په ژبه ده ! پر جرمنانو د دا نورو تورونو لګول د پښتنو د ناتوانی انګیزه لری !


larghonay laraway
30.01.2013

منير صيب محترمه دلته د المان د هغو فعاليتونو په اړه بحث نه دی روان چې د ناټو په چوکاټ کې يې ترسره کوي او په شمالي سيمو کې روان دي. بلکې د المان د هغو فعاليتونو په اړه بحث دی چې د ټول افغانستان د برخليک په اړه يې ترسره کوي.
د ناټو به څه فعاليتونه وي خو يا به د آيساف له لارې خلک بمباردوي لکه د کندز په چهاردره کې او يا به د پي آرټي په توګه کوم پول او پولګوټی جوړوي!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more