د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

ټول په خوله پښتانه دي

tandar
22.01.2013

ټول په خوله پښتانه دي اوپه عمل کي .....؟
١، چه ژبه دي رسميات ونه لري پس هويت ته دي څوک ارزش نه ورکوي
٢، ايا په کافي اندازه علمي ، سياسي ، اقتصادي ، اجتماعي او کلتوري کتابونه دخپل ملت او ځوان نسل ،زده کونکو او محصلينو لپاره په پښتو ژبه لرو؟
٣، ولي يې نه لرو ؟
٤،ايا پښتنو چه په لوړو چوکيو کار کولو له دولته په خپل وخت کي دعلمي کتابونو دژباړني ديوه مرکز او دفتر تقاضا کړي ؟
٥، ايا پښتنو تجارانو او سرمايه دارانو په اقتصادي لحاظ ددغسي يوي پروژي په هکله چه په هغه کي پينځه روشنفکران ژباړونکي دنړي مهم علمي کتابونه په وژباړي اقتصادي حمايه کړي غږ پورته او کوم وخت وړانديز کړي؟
او داسي نور سوالونه ......
کله چه په پښتو يو کتاب نشته نو پښتانه به خپل بچي هغه هم که وغواړي مجبورا په بله ژبه يې زده کړي اول به پردي ژبه زده کوي او بيا به تري علم په لاس راوړي
پښتانه به هغلته ځان په جهان وپيژني چه اول خپل هويت معلوم کړي
په نړي کي چه هرنوعه علمي کتاب چاپ شي په ايران کي په فارسي ترجمه کيږي
خو ٧٥ فيصده پښتانه په خپله خاوره کي له دغسي يو فرهنګي مرکز او ژباړني ټولني نه محروم پاتي دي
يو دوه دري شاعران په مونږ کي شته او داحساس نه ډک شعرونه چه زه پښتون يم او يا عشقي شعرونه دکاکل او دتورو سترګو ليکي او پښتونه جګ شه اشغالګر وباسه
نورمووخت نه نيسم ډير دافسوس ځاي دي
ديوه ازاد هيواد په هيله او پښتونه جګ شه اشغالګر وباسه


حمید هڅــاند
22.01.2013

تندر صیب! سلامونه

والله ښې خبرې مو کړې دي، ما یو اقتصاد اړوند کتاب ژباړه، له خورا ستونزو سره لاس او ګرېوان وم، د علومو اکاډمۍ راسره هیڅ مرسته ونه شوای کړای، نورو ادبپوهانو مې هم لاسنیوی و نه کړ، البته د لاروي صیب لارښوونو نه مې زیاته ګټه واخیسته.
نو دا حالات خو شته، موږ به هڅه کوو چې څه مو زده وي، هغه د نورو په وړاندې په پښتو کېږدو ترڅو د الله رضا حاصله کړو او پښتنو ته په پښتو څه برابر کړو. خو منظم کار شتون نه لري، او په دې باید اقرار وکړو.

نور مو زه هم وخت نه نیسم :(


tandar
22.01.2013

سلامون
ډير تيز ې زما ليکنه خلاصه نه وه خو نظر مو ښکاره کړو:oops:
مننه


حمید هڅــاند
22.01.2013

ښه نو تاسې هم بدلون ورکړ :shock:
دا ځل به زما ځواب هم که خیر ؤ لس ساعته وروسته وینې :D


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more