د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

خنډ څه دی؟

حمید هڅــاند
21.01.2013

لیکوال: عنایت الله کاکړ
............................

ما د جنرال دوستم له استازي وپوښتل: له طالب سره ستونزه لرې...؟
هغه ځواب راکړ: نه
ما ورته وويل: ولې هغه پرونۍ جګړې دي هيري دي...؟
ده ويل: هو، تېر په هېر!
د جمعيت له استازي مې وپوښتل: له طالب سره ستونزه لرې؟
ده ځواب راکړ: نه
ما ترې وپوښتل: تر پرونه چې مو د يوه بل سيوری په ډبرو ويشت؟
ده وويل: وروڼه کله ناکله جګړه هم کوي، خو په پای کې پخلا کيږي...!
د هزاره جبهې له استازي مې وپوښتل: له طالب سره ستونزه لرې؟
ځواب يې وو: نه
ما وپوښتل: ولې د يکاولنګ وژنې دې هيري شوې...؟
ده ځواب راکړ: که داسي وي نو د پښتانه به د افشارو وژنې هم نه وي هيري. که ده راسره يوه کړي ما ورسره لس کړيدي. هغه دښمنۍ مې بس ده. نوره دښمني نه غواړم...!
د دولت له استازې مې وپوښتل: له طالب سره ستونزه لرې؟
ځواب يې وو: نه
ما وپوښتل: ولې دا هره ورځ چې دې لسګونه عسکر دروژني؟
ده وويل: فرق نه کوي، دولت مشر او طالب کشر ورور دی، لږ نازدانه دی، موږ ترې نه خفه کیږو. د ماښام مرور که سهار هم کور ته راشي، موږ ورته مرور نه وايو....!
د طالبانو له استازي مې وپوښتل: له پورته ډلو او دولت سره ستونزه لرې؟
ځواب يې وو: نه....! بلکې زموږ ستونزه له يرغلګرو سره ده. که يرغلګر ووزي هر افغان زموږ ورور دی، موږ به ورسره خبري کوو، تفاهم او ډيالوګ به ورسره کوو او ورسره کينو به.....!
.
.
.
له ما سره پوښتنه دا پيدا شوه چې موږ يو له بله ستونزه نه سرله لرو، نو دا ستونزه ده په کوم ځای کې چې موږ نشو سره يو ځای کيدلای.....؟
زموږ د يوځای کیدا پر وړاندي دا خنډ چيري دی....؟؟


pattang
21.01.2013

داټول دروغ او منافقت د ي ٠
داشغالګړووتل فرض ګڼو خو د پښتنو ډله ئيزه وژنه ددوښمن په
لاس څوک نشي بخښلی !


پتوال
21.01.2013

[quote:ccd372d7b6="pattang"]داټول دروغ او منافقت د ي ٠
داشغالګړووتل فرض ګڼو خو د پښتنو ډله ئيزه وژنه ددوښمن په
لاس څوک نشي بخښلی ![/quote:ccd372d7b6]

پتنګ خانه رېوانشیزم خو غوره لار نه ده ، ولې د عدل پوښتنه اړینه ده. که هدف حق او عدالت وي نو پښتانه وايي
[quote:ccd372d7b6]سل دې ومره یو دې مه مره ![/quote:ccd372d7b6]
د سر سړیو ، سیاسي سرونو لکه شهید داوخان ، شهید محمد موسی شفیق او شهید میوندوال او نورو وزیرانو ، په بند کې د سلګونو
شهید کړل شویو پښتنو او غیر پښتنو سیاسی اجتماعی روحاني علمي او ادبې شخصیتونو پوښتنه طالبانو
په خپله ۶ کلنه دوره وکړه ؟؟؟؟؟

تر څو چې د هغوی پوښتنه څوک ونکړي د نورو هم پوښتنه نشي کولای او له کرزیخیلو سره به یې توپیر ونه وینې!


larghonay laraway
22.01.2013

السلام عليکم!
(یا أَیُّهَا الَّذینَ آمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مِالا تَفْعَلُونَ؛)
باور وکړئ چې افغان حکومت، د ګلمجمو جنبش، جمعيت، وحدت، حکومت او طالب ټول دروغ وايي!
لومړی خو زه نه منم چې د دوستم، هزاره او جمعيت استازي دې دا ووايي چې مونږ له طالب سره ستونزه نه لرو.
طالب دوی ته د پښتنو سمبول دی او دوی د خپلو قومي، مذهبي، سياسي او سيمه ايزو ګټو ساتلو لپاره طالب د تل لپاره مخالف غواړي. ځکه څو چې طالب مخالفت کوي نو پښتانه به په افغانستان کې محکوم وي، شړل شوي، رټل شوي او څنډې ته شوې وي. حتی د فاروق وردګ غوندې به وزير هم وي خو له ډاره به په خپله ژبه نه غږېږي.
دا پورته يادې ډلې ځکه دروغ وايي چې د سولې او طالب سره د روغې جوړې هره پروسه همدوی شنډوي . حتی دوی په ډاګه وايي چې مونږ له طالبانو سره هيڅکله هم روغه نه شو کولی او بايد له منځه يوړل شي.
دولت:
دولت د شمال ټلوالې او بهرنيو ځواکونو لاوډسپيکر دی او خپل دريځ، فکر او سياست نه لري. که بهرنيانو د دروغجنې سولې په نامه مليوني ډالري پروژه ورکړه نو کرزی وايي طالبجانه خدای دې راوله ، ورور مې يې
او که همدې ټلوالې او بهرنيانو ورته د سترګې بل کونج زور کړ نو بيا کرزی وايي: په وزيرستان کې هم رانه والله که خلاص شې هلته دې هم وژنم!
تاسو که دسولې پروژې له خوا ټلويزيوني اعلانونه واورئ نو باور وکړئ دومره پوچې ښکنځلې کوي چې د وحشي، یرغلګر، شورشي، او ... په نومونو طالبان يادوي او تمه لري چې د سولې له پروسې سره به مله شي؟!

طالبان:
په دوی خو له لومړي سره دا شک ؤ چې ملاعمر هسې یو نوم دی نورې فیصلې او خبرې د ISI دي . دوی نه خپل فکر لري، نه په خبره پوهېږي او نه د خپلې سرښندنې په هدف او مقاصدو پوه دي چې د چا او څه لپاره ځانونه الوزوي؟
نو تاسو ووايئ چې د داسې بې واکه او کاواکه خلکو په خبرو به څوک څنګه باور وکړي؟
دا چې کاکړ د طالبانو په حواله ليکلي چې اشغالګر ووځي له افغانانو سره ستونزه نه لرو نو بيا يې په افغانانو او په ځانګړې توګه پښتنو ولې د ژوند کولو لارې بندې کړې دي؟
باور وکړه د دوی يوه ترانه ده چې طالبان سم ورته ګډېږي دوی وايي:
ملي اردو ده مامورين او که پوليس دي
ټول وروڼه د ابليس دي
خبر شئ مؤمنانو
هاهاها
نتيجه:
دا بايد ومنو چې پښتانه د فکر، سياست، شعور، مشرتابه او حکومتولۍ په برخو کې ډېر حقير او فقير دي. باور وکړه که نه يې په ولس کې دا متره وي او نه په مشرانو کې. بس پښتانه قبيلويت ته ډېر خوشحاله دي چې امريکا او اروپا ته هم لاړ شي نو کوتک ترې جوړ شي او يوازې د خپلې لهجې په تنګو او لنډو دوړو کې خپلې سپېږمې راکاږي. له دوی به څه د روڼ انديتوب تمه وکړئ.
بيا لا لاپي وهي چې مونږ ډېر غيرتيان او لرغونی قوم يو.
لرغونی قوم تر اوسه نه مشر لري، نه فکر لري او نه يوه ژبه
بې ژبي خلک دي بې ژبې


اتل
22.01.2013

د بحث قدرمنو ګډون کونکو اسلام علیکم
د حمید هڅاند نه ډیره مننه چې ډيره ګټوره مسئله یې د پنځکونې بحث ته اچولې ده. هڅاند صاحب، د افغانستان د روانې غمیږې د زړي د راسپړلو تکل کړئ او پدې ترتیب یې د هر افغان د نامرادو هیلو تله تخڼولې ده، خو له بده مرغه، چې پرمسئله کې ددخیلو پلوونو او په تیره بیا د طلبانو صاحبانو چې د روانې غمیزې مړاندې یا ابتکار یې په لاس کې دئ، ځوابونه ټول بدیهیات دي.

پتنګ صاحب له پکار دي چې د مسئلې د سوله ایز حل اوفصل د پاره د هغې کورنيو، سیمه ایزو او بین المللي پیچلېو او جامع ابعادو په نظرکې درلودلو سره، پر عملي او ممکنو لارو چارو غور وکړي او د ملامتۍ دعلني انتقادونو نه تیر شيي او داسې روش غوره کړي، چې د مسئلې د لا ګرمولو په عوض د هغې په حل کې مؤثر ګام واخلي.

راغلو د لرغوني لاروي د تحلیل او څیړنې مهک ته، وروره تاسې د نښې منځ ویشتلئ. تاسئ د مسئلې په حل کې نیمايې پرمختګ کړیدئ. که موږ غواړو چې یوه مسئله حل کړو، نو پکار دي چې اول د مسئلئ د عرض اندام علتونه معلوم کړو، پرموجوده حال او راز یې ځان پوه کړو، بیا د هغو په رڼا کې د حل لارې چار ولټوو. تاسې دا کار کړیدئ.

اوس به وګور چې د جنګ د میدان بازيګر څوک دي او د جنګ ددوام وسیله او اسباب څوک دئ. لرغونئ لاروئ صاحب، د جنګ د بازیګر مسئله هم تاسې حل کړیده، او داهم تاسې په ګوته کړې چې د جنګ ددوام وسیله طالبان دي. اوس پکار ده چې طالبان په زور یا زاریو دیته متعهد کړئ شي چې د ناروا نه لاس واخلي، او یا د هغو خارجي ډلو ټپلو نه ځان را جلا کړي، چې پخپله د طالبانو، د طالبانو دولس او دطالبانو د ملک دتباهې ناروا تکل یې کړیدئ.

پداسې حال کې چې په قطر کې د طالبانو سره د سولې د خبرواود هغوی ددفتر د پرانستلو انګازې هر چیرې خپرې شویدي، خو دوی لا هم د افغان په تیره بیا د پښتون ولس قتل تشدیدکړئ دئ. علت یې دا کیدای شي چې دوی په سوله کې خپله بقا نه ویني او یا یې څوک نه پریږدي چې شوله وکړي، نو په دواړو حالاتو کې خپله بقا د جنګ او مسلمان وژنې په دوام کې لټوي.
آلله دې موږ ټولو ته بصیرت را په برخه کړي.


اتل
22.01.2013

پتګه وروره، بیا ستاسې حضور ته سلامونه وړاندې کوم
پتنګ صاحب پر خای ددې چې زه او ته د خپلوعیبونه په ګته نګړ، تر پلاله لانې یې تیر کړو، ښه به داوي چې د مسئلې د سوله ایز حل اوفصل د پاره د هغې دکورنيو، سیمه ایزو او بین المللي پیچلېو او جامع ابعادو په نظرکې درلودلو سره، پر عملي او ممکنو لارو چارو غور وکړو او د ملامتۍ دعلني انتقادونو نه تیر شيو او داسې روش غوره کړو چې د مسئلې د لا ګرمولو په عوض د هغې په حل کې مؤثر ګام وو ګڼل شي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more