د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د هغه تیروریزم مهارول چې د افغانستان اوپاکستان، نه سرچینه اخلي!

میرویس
18.01.2013

اسلام علیکم
هندوستان ټایمز:
===========================================
هند او امریکا د افغانستان پر راتلونکي خبرې کوي
| پنجشنبه, 17.01.2013, 09:53 PM | (511 لیدل شوی)

تاند- هندوستان ټایمز ورځپاڼه وايي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتلو هند اندېښمن کړی دی.
د ورځپاڼې له مخې له پاکستان څخه سرچینه اخیستونکې ترهګري، په تېره بیا په جمو او کشمیر کې، همداراز له ۲۰۱۴ وروسته د امریکايي پوځیانو وتلو واشنګټن او نوی ډیلی سره نژدې کړي دي.
هند او امریکا تېره اوونۍ پرېکړه وکړه چې د افغانستان په اړه په خپل منځ کې دوه اړخیزې خبرې پیل کړي څو هغه تروریزم کنټرول کړي چې د افغانستان او پاکستان له پولو څخه سرچینه اخلي او دغه راز د کابل د حکومت ثبات او پایښت تضمین کړي.
د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې ټاکل شوې ده چې د دواړو هیوادونو د چارواکو لومړنۍ دوه اړخیزه غونډه راتلونکې میاشت جوړه شي.
د ورځپاڼې د راپور له مخې، حکومتي سرچینو وویل، حتي د درو هیوادونو یعني د هند، امریکا او افغانستان ترمنځ درې اړخیزې خبرې له مخکې څخه پیل شوي دي.
د درو خواوو رسمي مقاماتو تېره اوونۍ په واشنګټن کې موافقه وکړه د دوو- دوو هیوادونو ترمنځ جلا جلا خبرې هم وشي.
د هندوستان ټایمز د راپور پر اساس دا پرېکړه وروسته له دې وشوه چې امریکا موافقه وکړه چې دا هیواد به په افغانستان کې د پخلاینې د بهیر په اړه له هند سره مالومات شریکوي.
هند اندېښنه لري چې په افغانستان کې به په داسي ډول روغه جوړه وشي چې د پاکستان رول پکې زیات وي او دغه هیواد ته به امتیازات ومنل شي.
هندوستان ټایمز وايي چې د دغه هیواد صدراعظم من موهن سنګ پر سیمه له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو د اغېز له درکه اندېښمن دی.
واشنګټن هڅه کوي چې له هند او پاکستان سره یو شان چلن وکړي او ښايي له افغانستانه د ځواکونو له ایستلو وروسته یې پاکستان ته نوره اړتیا ختمه شي ځکه چې د ځواکونو له ایستلو وروسته د پاکستان د ترانزیتي لارو ضرورت پای ته رسېږي.
هندوستان ټایمز په عین حال کې وايي، ښکاره نښې ویني چې امریکا به له ۲۰۱۴ وروسته هم په افغانستان کې اووه زره سرتېري پرېږدي چې د افغان ځواکونو روزنې او له ډیورند کرښې ورهاخوا د ترهګرو د مورچو بمبارولو ته دوام ورکړي.
=============================================
د هندوستان ټایمز د ورځپاڼې د تبصرو په اتکا، داسې ښکاري چې متحده ایالات کوښښ کوي چې د افغانستان د ثبات، سولې او امنیت د ټینګښت دپاره د سیمې نورو لوبغاړو ته هم پدې روند کې برخه ورکړي، ترڅودقواوو انډول برابر شي او په نتیجه کې بیا افغانستان دکورني جنګ او ګاونډیو قدرتونو د نیابتي جګړې په لومه ونه، نښلي، او په عین حال کې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو تیرورېستانو او جنایت کارانو مرکز ونه ګرزي، او نړیواله ټوله د هغوی د شر نه تر ابده خوندي پاتې شي.
آلله دې د ځورېدلي، خوار او مظلوم افغان ملت دردونه مداوا کړي، آمین.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more