نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د زور اوزاریو د پالسۍ، غلط استعمال
اتل
17.01.2013
محترمو خویندو وروڼو، اسلام علیکم
خدمتګار نن تردې عنوان لاندې یو مضمون چاپ کړئ چې [طالبان په سوله باور نلري].
خو زه ورسره موافق نه یم. راځئ چې لمړي د خدمتګارنظر واورو
============================================
خدمتګار: طالبان په سوله باور نه لري
| پنجشنبه, 17.01.2013, 08:49 AM | (465 لیدل شوی)
خدمتګار ورځپاڼې پخپله نننۍ ګڼه کې ليکلي چې وسله وال طالبان له افغان حكومت سره د سولې له خبرو ډډه كوي او په افغانستان كې يې خپلو ځانمرګو بريدونو ته زور ور كړى دى.
د خدمتګار ورځپاڼې په باور، كه څه هم په دې وروستيو كې د طالبانو لپاره په قطر كې د دفتر د پرانستلو مساله د كورنيو او نړيوالو رسنيو د سرټكى دى، خو وسله والو نه يوازې دا چې د سولې لپاره په خپل دريځ كې نرمښت نه دى راوستى، بلكې لا هم له ګڼې ګوڼې په ډكو ځايونو كې ځانمرګي او غلچكي بریدونه کوي.
د چارو شنونكي وايي، تر هغه په افغانستان كې د سولې خبرې ناشوني ښکاري چې افغان حكومت او وسله وال په خپل منځ كې اوربند ونه كړي.
د سياسي چارو شنونكي عبدالرحمن هوتكي له خدمتګار سره په خبرو كې وويل، كه وسله وال طالبان له افغان حكومت سره د سولې خبرې نه كوي او خپلو بريدونو ته ادامه ور كوي، بايد افغان حكومت يې هم پر وړاندې د سولې دروازې وتړي.
نوموړي زياته كړه، وسله والو طالبانو په بيابيا په داسې حال كې له افغان حكومت سره د سولې له خبرو انكار كړى چې په نړيواله كچه دا نظر موجود دى چې د سولې خبرې يوازې له افغان حكومت سره شونې دي.
هوتكي زياته كړه، د طالبانو په اړه د عامو افغانانو نظر منفي دى او د دوى ځانمرګي او نور بريدونه چې په پايله كې يې عامو افغانانو ته ځاني او مالي زيانونه اوړي، نور به هم افغانان له دوى څخه خوابدي كړي.
د هغه په باور، وسله وال په داسې وضعيت كې نه دي چې وكړاى شي افغان حكومت را پرځوي.
د شنونکو په اند، د افغان حكومت د وړمې ورځې د سولې خبرې د وسله والو له خوا پرون د كابل ښار په زړه كې پر شپږو ځانمرګو تقدير شوې چې له امله يې ۳ كسان ووژل شول او د ۳۰ نورو كسانو د ټپي كېدو تر څنګ يې عامو افغانانو ته ډېر مالي زيان هم اړولى دى.
د عيني شاهدانو د وينا له مخې، په ټپيانو كې ګوته په شمار نظامي كاركوونكي او ډيرى ټپيان ملكي وګړي وو.
د کابل د ١٠١ اسمايي زون قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر له خوا خدمتګار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، شپږو ځانمرګو بريد کوونکو غوښتل چې د ملي امنيت پر يوه رياست ډله ييز بريد ترسره کړي.
سرچينې زياته کړې چې يوه بريد کوونکي له چاودېدونکو توکو ډک خپل موټر ته چاودنه ورکړه او پنځه نور يې وروسته د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول
============================================
زه داسې نه انګیرم چې ګواکې طالبان په سوله باور نلري. نه یوازې داچې طالبان په سوله باورلري، بلکه د زړه له کومي یې غولړي هم. دخدمتګار دتبصرې ددې ټکي سره موافق یم چې هغه څه چې نن او پرون طالبانو دسولې د خبرو اترو په درشل کې په خپل ملک کې وکړل [په کابل کې يې بمونه والوزول او په وردګو کې يې ښځه ووژله او په ونه کی یې وځړوله]، دسولې په مباحثو د هغوی سره مرسته نه کوي، بلکه د ولس په زړه کې د طالبانو په نسبت کرکه او بې باوري نوره هم زیاتوي، او نړیوالې ټولنې ته هم دا خبره ور په ګوته کوي چې طالبان د خپل خره نه ندي ښکته شوي، هماغسې ناړامه دي لکه ووچې.
چون طالبان په سیاسي لحاظ نضج او بختګۍ ته ندي رسیدلي، د جنګ او سولې په لور په غبرګ سیاست کې د سهوو او غلطیو مرتکب کیږي. دوي [دکیروټ او سټیک]، یعنې د زور او زاریو پالسې اوریدلې چې د غربیانو دسیاست یو جز دئ، اوس طالبان هغه پدې حساس وخت کې پدې امید دغه پالسي کاروي چې مقابل لوري ته خپل زور ور وښيې او پدې ترتیب ډیر امتیاز تر لاسه کړي، خو دیته یې فکر ندئ چې د خبرو اترو په حساس وخت کئ ددې پالسي د عملي کولو، له درد نه پړسوب زیاتیږي.
اصلي خبره داده چې د جنګ ددوام دپاره دطالبانو د حمايې د حلقو په نطریاتو کې هم بدلون راغلئ، په ولس کې هم د طالبانو پر خلاف کافي کرکه پیدا شوې،د طالبانوسحر هم مات شوئ، په بین المللي ټولنه کې هم د جنک د خاتمې اراده پیاوړې شوې او طالبان هم خپله چاړه په اوبو کې ویني او پدې پوه شویدي چې په جنګ یې نشي ګټلئ. ددې ټولو وجوهاتو په منلو اوس طالبان پدې راضي دي چې سوله وکړي او د خپل ملک په ښیرازۍ کې د خپلو خلکو سره اوږه په اوږه کار وکړي.