د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

سولی ته هرکلی او که ځان مرګی بریدونه

مومند
16.01.2013

تاوده سلامونه او نیکی هیلی
په رسنیو کی خپور شوی وّ چی
((د قطر لومړی وزير او د بهرنيو چارو وزير شيخ حماد بن جاسم بن جبور التهاني پرون له خپل ليبيايي سيال علي زيدان سره يوه مطبوعاتي کنفرانس ته وويل چې د قطر موخه دا ده چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې چې ناټو ځواکونه له افغانستان څخه وځي، په افغانستان کې د سولې د بهير شاهد اوسي. د ده په وينا په همدې موخه په قطر کې د طالبانو د دفتر لپاره تياری روان دی او ډېر زر به دغه دفتر په رسمي توګه پرانيستل شي.))
دغه خبر لوستو سره په زړه کی لږ د سولی لمبی او هیلی پیدا شوی خو چی بله خپره شوی خبر ته می وکاتو نو بیا می فکر ګډوډ شو چی یا الله دا څه دی، دوهم خبر په کابل کی د ځان مرګو بریدونو خبر وّ. دا څه رنګه امکان لری چی طالبان له یوی خوا د سولی په هکله مذاکراتو ته چمتوال وښئ او له بلی خوا پر کابل ځان مرګی بریدونه وکړی او ۳۰ تنه ملکی وګړی ټپیان کړی؟ دا د کومی ځای سوله او د کومی قام سوله ده؟ آیا طالبان د سولی په معنی پوهیږی سر یی خلاصیږی او که نه؟ که طالبان خپل دریځ هیواد او هیوادوالو سره بدل نکړی سوله به څنګه وشی؟ او که دوی جګړو او خپلو ځان مرګو بریدونو او چاودنو ته دوام ورکړی د سولی نه کولو او د نا امنیو مسولیت به د دوی په غاړه وی. طالبان چی خپل استازی قطر او یا فرانسی او نور بل هیوادونو ته د سولی په مذاکراتو او د سولی په کنفرانسونو کی ګډون لپاره استوی نو باید چی په دا هم پوه شی چی سوله یواځی په خبرو او کنفرانسونو کی ګډون سره نه راځی، دوی باید چی افغان ولس ته وښی او ثابته کړی چی دوی د سولی لپاره رښتنئ هڅی ته چمتو دی او کوی ئی او د سولی په لاره کی خپلی هڅی ته به دوام ورکړی. داسی بریدونه او چاودنی افغان ولس ته یو خبر ثابته وی او هغه دا چی د طالبانو جهاد د هيواد د خپلواکۍ او په امن کې د افغانانو د ژوند کولو په موخه نه، بلکې د افغانانو د ډارولو او وېرولو په موخه او د قدرت او واک لپاره جهاد دی. .
((د عیني شاهدانو په وینا چاودنه د صدارت څلور لارې ته څېرمه د ملي امنیت ریاست دروازې ته نژدې وشوه
یوه زوروره چاودنه د چهار شنبې په ورځ ( د جنوري ۱۶) غرمه مهال شاوخوا ۱۲ د کابل ښار صدارت څلور لارې او ملک اصغر درې لارې تر منځ په عمومي سړک کې وشوه. افغان چارواکي وايي، چې شپږ تنه په وسلو او ځانمرګو واسکټونو سمبال برید کوونکي په دوو ټونس ډوله ګاډو کې سپاره وو، چې په لومړي ګاډي کې سپاره کس یې ځانمرګی برید وکړ او په دویم ګاډي کې سپرو پنځو تنو یې ډزې پیل کړی. د افغانستان د ملي امنیت ادارې او کورنیو چارو وزارت ویاندانو ماسپښین مهال په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل، چې د دویم موټر پنځه واړه بریدګر د امنیتي ځواکونو له لوري ووژل شول. د ملي امنیت ادارې ویاند شفیق الله طاهري وویل چې بریدګرو د ځانمرګو او ډلیزو بریدونو پلان درلود. ښاغلي طاهري همداراز وویل، چې په پبښه کې د ملي امنیت یو سرتبری وژل شوی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل، چې بریدګرو غوښتل د ملي امنیت ودانۍ ته ننوځي. د کابل د امنیي قوماندان ایوب سالنګي د پبښې له ځای سره نږدې خبریالانو ته وویل، چې بریدکوونکو په دویم موټر کې یو ساعتي بم هم ځای پر ځای کړی و، چې له چاودنې درې دقیقې وړاندې امنیتي ځواکونو خنثی کړ. ده وویل، په پبښه کې ۳۳ تنه ولسي وګړي ټپیان شوي، چې ۱۶ یې برسیرن ټپیان وو او له روغتونه رخصت شوي دي. د ده په وینا پاتې۱۷ تنه اوس هم د ښار په روغتونونو کې دي، چې د څلورو تنو حالت په کې د اندېښنې وړ دی..
وسله والو طالبانو رسنیو ته په یوه لیږلي پیغام کې ویلي، چې دغه برید دوی کړی دی.))
په درنښت
مومند


pattang
16.01.2013

نورنوڅه دروغ داد جنايتکارانو ډله ووايې ددوی دې مخ تورشي !
طالبان هرچېرته هر وخت حمله کولی شي ،داحمله دطالب جنګي زور مالوموي !
دادې هغې امريکايې غوښتنې عکس العمل دی چې کرزی اجنټ يې
اوس په نمايشي لويه جرګه قانوني کوي٠
تر څو چې صليبان وي طالب به جنګيږي!!!!!!!!!!!!!


حمید هڅــاند
17.01.2013

زه خاص خبرونه نه تعقیبوم، خو که د دې چاودنې مسولیت طالبانو په غاړه اخیستی وي، نو بد یې کړي!!!
که د بې ګناه خلکو وژل او ټپیان کول د طالبانو د زور ښودنه کوي، الله دې یې زور اوبه کړي،،، د الله لپاره، دا څه حال دی؟؟ پتنګ صیب! ته هم د هر ظلم ملاتړ کوې، خدایمکړه، د اخرت په ورځ به ته هم د حساب ورکوونکو په ډله کې درېږې.


tandar
17.01.2013

هڅاند صيب سلامونه
دحساب ورځ خوپه ټولو رتلونکي ده چه هغه وخت کي به يواوبل هم سره وپيژنو؟
چه پلاني يووخت په ټول افغان کي ليکني کولي اونن يې دحساب ورځ ده
شايد حليمي صيب زيات معلومات ولري
په پتنګ صيب دي خداي پاک دحساب ورځ سره له مونږه ټولو اسانه کړي
خو دايوشي ډير سخت دي چه ورنه تښتيدلي نه شي :oops:
چه څه چا کرلي وي هغه به ريبي
دهيواد دازادي په هيله


مومند
17.01.2013

تاوده سلامونه پتنګ صیب
دا طالبان خو تل وایی چی مونږد سولی مذاکرات یواځی او یواځی صلیبیانو سره کوو، دوی خو خپل افغانان په رسمیت نه پیږنی او اوس هم خو د دوی مذاکرات ستاسو په وینا صلیبیانو سره کیږی نو دا څنګه چل دی د سولی په مذاکراتو کی هم ګډون کوی او زمونږ پر مظلومو خلکو باندی ځانمرګی بریدونه هم کوی؟ تاسو خو هره نا روا او ظلم ته همدغه یو شعار سره هرکلی او ملاتړ کوئ. په دغه ورستئ برید کی خو یو صلیبی هم ندی وژل شوی او ندی ژوبل شوی نو ستاسو په اند طالب افغانانو سره جنګیږی او که صلیبیانو سره وروره؟ تاسو باید چی په دا پوه شی چی د دوى ځانمرګي او نور بريدونه چې په ترڅ كې يې عامو افغانانو ته ځاني او مالي زيانونه اوړي، نور به هم افغانان له دوى څخه خوابدي كړي او داسی بریدونه د دوی په ګټه نده.
او تاسو لیکلی دی چی ((طالبان هرچېرته هر وخت حمله کولی شي ،داحمله دطالب جنګي زور مالوموي )) ښه سو چی تاسو خپله په دغه اعتراف وکړه چی طالب پرته له دا نه چی وګوری چی پر چا برید کوی او څوک به زیانمن کیږی او څوک به قربانی کیږی بس برید کوی یواځی دغه لپاره چی خپل جنګی زور معلوم کړی؟ او پروا یی هم نه کیږی چی څوک به ووژنی که عام افغان ولس دی او که ماښومان او که نور..... دغه ته تاسو عدالت او د اسلام په لور جهاد وایست؟
په درنښت
مومند


مومند
17.01.2013

تاوده سلامونه او نیکی هیلی هڅــاند صیب
بلی هو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته خبر ورکړی او د دغه برید مسولیت طالبان په غاړه اخیستی دی.

په درنښت
مومند


تيمور
24.01.2013

[quote:fde04ce99a="pattang"] تر څو چې صليبان وي طالب به جنګيږي!!!!!!!!!!!!![/quote:fde04ce99a]
پتنگ صاحب، ای کاش این حرف شما راست میبود، در آن صورت موضوع کشور بخون نشسته و مردم دربدر ما حل میشد، و دیگر هیچ بیگناهی کشته نمیشد، اما با تأسف باید گفت که این سخن در اصل خود یک دروغ است، چرا که طالبان بار ها تأکید نموده اند که با خروج نیروهای خارجی بازهم ما سلاحهای خود را بر زمین نخواهیم گذاشت.
ما مردم چرا از خداوند متعال که همیشه حاضر و ناظر احوال ما میباشند، هیچ ترس و هراسی بدل نداریم. دیگر مسلمانها در فکر آبادی، پیشرفت، آرامی و سربلندی ملت و مردم خود هستند، اما ما (افغانها) چرا عیناً مانند دوران قبل از اسلام (جاهلیت) به سر همدیگر میکوبیم، همدیگر را تباه و دربدر میکنیم، چرا؟
شما را به خدا یک لحظه با خود فکر کنید، چه طالب هستید و چه معلم، چه روشنفکر هستید و چه تاریکفکر.
که مارا چه خدا لعنت کرده است که با دستان خود یکدیگر خود را میکشیم و حماقت اینجاست که افتخار هم میکنیم، واه، واه، چه افتخاری، لعنت بر شیطان و شیطان صفتان که از خونریزی مردم بیچارهء ما خوش میشوند، اگر طالب کشته شود هم تن و جان همین ملت است، اگر مردم عام و یا عسکر و پولیس ملی ما، همه مسلمان، افغان و بچهء همین کوه و دشت هستیم، مارا چه شده، بیدار شوید.


پتوال
04.02.2013

د پتنګ خان په قول خو له یوې خوا دا هسې دروغ تبلیغ دی دا برید طالبانو نه دی کړی ، ځکه :
[quote:f0e09ce913]نورنوڅه دروغ داد جنايتکارانو ډله ووايې ددوی دې مخ تورشي ![/quote:f0e09ce913]
له بلې خوا دا خبره رښتیا ده:
[quote:f0e09ce913]طالبان هرچېرته هر وخت حمله کولی شي ،داحمله دطالب جنګي زور مالوموي ! [/quote:f0e09ce913]
نتیجه : ددې جنایتکارانو د دروغو محتوا هم رښتیا اوهم په حقه ده، ځکه :

[quote:f0e09ce913]دادې هغې امريکايې غوښتنې عکس العمل دی چې کرزی اجنټ يې
اوس په نمايشي لويه جرګه قانوني کوي تر څو چې صلیبیان وي طالب به جنګیږي[/quote:f0e09ce913]٠
ددې تصدیق یواځې پتنګ نه ، ذبیح الله مجاهد هم کړی دی .
خو زه وایم ځانمرګي بریدونه طالبان نه ، بلکې کوزني استخبارات کوي، خو په طالب یې ددې له پاره ور اړوي ،
څو ددوی او د افغان ولس ترمنځ یو ستر درز رامنځته کړي چې طالب په خپل ولس هیڅکله تکیه ونشي کړای او
په دې توګه د ټول قدرت تکیه یې یواځې په پنجابیانو پاتې شي! ولې متاسفانه چې د افغان غول ځامن د پنجابیانو په چل نه پوهیږي!


مومند
13.02.2013

تاوده سلامونه او نیکی هیلی پتوال صیب
تاسو لیکلی دی چی ((خو زه وایم ځانمرګي بریدونه طالبان نه ، بلکې کوزني استخبارات کوي، خو په طالب یې ددې له پاره ور اړوي))
طالبان اکثرا د ځان مرګی بریدونو مسولیت خپل پر غاړه اخلی.
بیا تاسو لیکلی دی چی ((څو ددوی او د افغان ولس ترمنځ یو ستر درز رامنځته کړي چې طالب په خپل ولس هیڅکله تکیه ونشي کړای او په دې توګه د ټول قدرت تکیه یې یواځې په پنجابیانو پاتې شي! ))ولې متاسفانه چې د افغان غول ځامن د پنجابیانو په چل نه پوهیږي!))
د طالبانو او د افغان ولس تر مینځ درز اوس هم رامینځ ته شوی دی خو د طالبانو د کړنو او ظلمونو له کبله نه د نورو د دخالت له کبله، پنجابیانو ته قدرت خو هم طالبان ورکړی دی او طالبان د دوی په هر ډول نڅیږی نه د افغان ولس. تاسو رښتیا وایست د افغان هغه غول زامن چی نوم یی طالبان دی د پنجابیانو په چل ندی پوهه شوی او یا هم پوّهه دی خو د دوی په چل کی به طالبانو ته څه ګټه رسیږی.

په درنښت

مومند


پتوال
17.02.2013

مومند صیب علیکم السلام و رحمة الله وبرکاته !
تاسو لیکلي
[quote:33c3a7771d]طالبان اکثرا د ځان مرګی بریدونو مسولیت خپل پر غاړه اخلی.[/quote:33c3a7771d]
نه، طالبان ترې خبر هم نه وي، ذبیح الله مجاهد د طالبانو په نوم د ISI ویاند دی نه د طالبانو خپل .
[quote:33c3a7771d]د طالبانو او د افغان ولس تر مینځ درز اوس هم رامینځ ته شوی دی خو د طالبانو د کړنو او ظلمونو له کبله ، نه د نورو د دخالت له کبله، [/quote:33c3a7771d]
په ځانمرګي بریدونو دا درځ پراخه شوی او نور هم پراخیږي او د اعتماد پر ځای ویره په اولس کې او له اولس نه ګوښې توب
په طالبانو کې رامنځته کوي، څو په طالبانو کې د استقلالیت شیمه ختمه او خپله باداري پرې بشبړتیا ته ورسوي. نو دا بریدونه چې په سیاسی او آن پوځي هدفونو يې ېالبان بوی هم نه وړي،د طالبانو صرف جسمانی زور ، ولې د ISI سازمانی او پوځي ستراتیژیکي او ټاکټیکي زور ښيي!
ISI خو د پنجابیانو د حاکمیت ډیره پسته مسته وریښمینه زندۍ ده چې د هر امکان سره پخپله ول په ول تنګیږي خو بیرته
په شا نځي او نه پراخیږي، مګر داچې غولېدلی په دې موفق شي چې له خپلې غاړې څخه یې پرې کاندي!
والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more