د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

ولي طالبان خپله پښه په تیشه وهي

اتل
16.01.2013

قدرمنو پښتنو اسلام علیکم
له یوې خوا زموږ محترم طالبان په قطر کې د دفتر د جوړیدو، او سولې خبرې کوي، خو له بلې خوا خپله پښه په تيشه وهي. وړمه ورځ د طالبانو یوه قوماندان د ملا روحاني په نامه، د وردګو د چک په ولسوالۍ کې يوه ښځه چې د کلیوالو ښځو سره يې د چرګانو خیاطۍ او داسې نورو چارو کې مرسته کوله، اول وتښتوله، بیا یې ووژله او د هغې نه وروسته یې مړئ په ډیره بې عزتۍ او رسوایۍپه ونه کې و ځړاوه. آیا دا کار د اسلامي ارشاداتو، پښتونوالۍ، افغانیت او انسانیت د کوم اصولو سره اړخ لګوي؟ آیا طالب صاحبان به څنګه امید ولري چې دداسې ډیرو کرغیړنو اعمالو سره سره بیا دوی ته خلک بیعت وکړي؟ خپل ناموس خو پرځای پریږده، آیا څوک د خپلو کفارو دښمنانو د ناموس سره داسې چاند کوي؟

له بلې خوا تاند او ګڼ شمیر نورې رسنۍ وایې چې طالبانو نن په کابل کې د موټر بم ځان مرګي حمله وکړه، لس تنه یې ووژل او دیرش یې زخمي کړل. د طالبانو نطاق ذبیح الله مجاهد هم په ډیر فخر او غرور دا حمله تائید کړه. څوک چې د سولې او سلم خبرې کوي، نو اول د ولس زړه تر لاسه کوي، نه دا چې نور یې هم د ځان نه بیزاره کړي. څوک څنکه پر طالبانو باندې د صلحې د یوه امین شریک باڼي اعتماد وکړي، پداسې حال کې چې د خپل مسلمان ولس روح په دار ځړوي.

طالبان خپلو ټولوکرغیړنو اعمالو ته، د اسلامي ارشاداتو شرعي حیلې پرتوګ ور اغوندې، حال داچې ددوي دغه ټول اعمال ددیو بند دمدرسې لوی عالم، د مکې معظمې مفتي، د الاظهر د پوهنتون عالمانو، د القاعدې د مذهبي چارو د کمیټي لو ی مشرعالم، د پاکستان او افغانستان د عالمانو شوري ګانو حرام بللي او غندلي یې دي. خو طالبان ځیل کوي او وایي چې نه دوی ټول غلط دي موږ تر هر چانه په اسلام ښه پوهیږو.

د طالبانو دغه اعمال ښیي چې دوی د اسلام د پاره نه جنګیږي، بلکه پټې آجنډا کاني لري. زه نه پوهیږم چې ددوی اعمال جهاد دئ، که عصیان او د اسلام پر مقابل کې د خوارجو جنګ؟


پښتون:
16.01.2013

اتل صیب ،لکه تاسو چې ورته حیران یاست،همداسې زه هم ورته حیران پاتې یم، چې ولې خپلې پښې په تخز وهي؟ ولې خپل مټ او بازو له منځه وړي؟ ولې خپل پښتانه ورونه وژني او شکنجه کوي یې ،او ولې د جهاد په نامه جنګونه کوي.
الله ج هر انسان ته عقل او شعور ورکړې دې ،چې پرې خپل اعمال کنترولی شي او همداسې هر انسان د اخرت په ورځ د خپلو ګناهونو سزا وینی. نوووووو دوی د څه لپاره دا دنیا په انسانانو د ویر او خفګان دنیا کړې ده. که الله ج وغواړي په یوه شیبه کې ټول مسلمانولې شی او یا له منځه وړلې شي. او دا بیسواده او جاهلان چې نه له دین نه خبر دي او نه له دنیا نه،،،کله دې سر پری کوی او کله دې هم چارمارې کوی.
دوی که دومره شعور لرلې نو د دې په ځای چې په وردکو ،پکتیا،کندهار ،هلمند،کنړ،ننګرهار او د دې په ځاي چې په پښتنو مشرانو حملې او ځان چونې وکړي .له دوستم ،اعطا محمد نور او شمالي ټولوالې به یی غچونه اخیستې وای. کله چې یې دا غچونه اخیستې وای بیا به یې د پښتنو په اصلاح پیل کړې وای.ولې د دوی زور یواځې په پښتنو بر دې.
د پنجابی زور په پښتنو بر دې.
د شمالې ټولوالې زور په پښتنو بر دې.
د امریکایانو زور په پښتنو بر دې.
نو اوس چې مقایسه یې وکړې ،دوی ټول د یو جوال څخه یی خوری.
د مثال په توګه کرزی له امریکا په مستقیمه توګه مرسته اخلی.پاکستان هم. خو همدا مرسته چې کرزی په مستقېمه تګه یی اخلی ،همدا مرسته بیا طالبان د پاکستان له طریقه لاس ته راوړي. چې دې ته تفې تفیلي ویلای شو.
د روسانو په وخت کې کارمل او نجیب په مستقیمه توګه له روسانو مرسته اخیستله ،اما مجاهدینو بیا د پاکستان له لارې د امریکا څخه مرستې اخیستې. چې پاکستان به اول ځانته ښه شیان بیل کړل او مرداره او تاریخ تیره شوی لوبیا او دال مجاهدینو ته ډالۍ کړې.


حمید هڅــاند
17.01.2013

د تېرې ورځې چاودنه یوه لویه غمیزه وه...بیا یې میندې بورې کړي او خلک یې په وینو ورنګول،،،ما فکر کاوه چې دا کار د طالبانو نه شي کېدای، خو ځینو څخه مې واورېدل چې طالبانو یې پړه منلې ده او پرې فخر هم کوي!! افسوس!!! سل ځله افسوس!!!!


larghonay laraway
17.01.2013

السلام عليکم!
وروڼو باور وکړه که طالبان ترې خبر هم وي دا کار د امريکايانو دی خو دا چې طالبان هم د امريکايانو ايجنټان دي نو د هغوی په امر د طالبانو کرکټر د هوا په سر پړه پر غاړه ومني.
دا ټولې پېښې د ۲۰۱۴ د اهدافو لپاره ترسره کېږي.
امريکايان غواړي چې دلته خپلې هډې دايمي او قانوني کړي نو دا ډول پېښې کوي چې که د دوی هډې ونه منئ نو داسې پېښې به کېږي.
دوی د افغانانو د منلو او نه منلو په کيسه کې هم نه دي خو غواړي چې په خپلو متحدينو او نړيوالې ټولنې او خپل ملت يې هم ومني.


اتل
18.01.2013

اسلام علیکم، پښتونه وروره
ستاسې خبرې د تیږې لیکنه او د طالبانو ددرد اوګمراهۍ د رفع کولو دپاره لقمان حکیم نسخه ده.خو افسوس دادئ چې طالبان چپه په خره سپاره شوي، تیاره چشمې یې په سترګو کړيدي، رڼا ورځ او لمر نشي لیدلئ.
که موږ دوي د منطق او سالم عقل په پیروۍ نشو قانع کولاي، هیله لرو چې عام ولس هم د طالبانو اصلي څیره وپیژني، د خپل ځان او نور ولس په وژلو او ترټلو کې مرسته ورسره ونکړي.
نن سبا د اسلام معتبره مفتیان او دیني عالمان، لکه ددیوبند مدرسه، د قاهرې د الظهر اسلامي پوهنتون، د مکې معظمې مفتي، د پاکستان او افغانستان د مذهبي عالمانو شوراګانو په یوه غږ د طالبانو اعمال د سلام ددایرې نه بهر بللي.

طالبانو ته پکار دي چې ځان اصلاح کړي، او ولس ته پکار دي چې د طالبانو په ګناهونو کې ځان شامل نکړي. الله جل جلاله دې موږ ټولو ته هدایت وکړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more