د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

جهاد، په مزایده کې؟

میرویس
14.01.2013

د فورم محترمو ګډونکونکو، اسلام علیکم
نن دا خبره اظهر من الشمس غوندې جوته شوه چې د الله په لاره کې په جهاد هم سوداګري کیدای شي، او یا دا چې روان جهاد، د خپل پیل راهیسي، هسې یوه تجارتي متاع وه، چې سوداګرو دلالانو د خپلو ګټو په لاره کي کاروله

دپاکستان د طالبانو ټي ټي پي مشر حکیم الله محسود، فقط یو څو هفتې مخکې وویل چې په پاکستان کې جهاد روا دئ، او دوی په همدې پلمه ډیر عسکر او ولسي خلک ووژل. طالبانو داسې خلک ووژل چې مسلمان او د اسلام کلمه ګویان وو

لدې وجهې چې طالبانو ثابته کړې چې دوی د اسلام د پاره جهاد نه کوي، بلکه د خپلو ګټو وټو دپاره د جهاد په نامه د مسلمانانو په مقابل کې د خوارجو جنګ روان کړیدئ، حکیم الله محسود اوس په پاکستان کې جهاد ته شا اړوي او اعلان یې کړئ چې په افغانستان کې جهاد کوي

اوس پکار دي چې د حکیم الله محسود نه پوښتنه وشي چې د هغو مسلمانانو مرګ څنګه کیږي چې د جهاد په پلمه يې په پاکستان کې قتل کړیدي. اوس حکیم الله محسود، څه حجت لري او څه فتوی ورکوي چې په پاکستان کي دده په جعلي ادعا خپل څو کلن جهاد ته شا اړوي، او د يوه مستقل، مسلمان، باتور ملک د خلکو په مقابل کئ جهاد کوي

دحکیم الله محسود نه باید پوښتنه وشي چې څه ډول امتیاز به یې قانع کړي، چې په افغانستان کې هم د جهاد کولو خپله فتوی بدله کړي او جنګ بس ګړي؟


larghonay laraway
15.01.2013

میرویس صیب دا خو له اوله معلومه وه خو تاسو وروسته پوه شوێ


میرویس
16.01.2013

لرغونئ لاروئ صاحب، اسلام علیکم
ستاسې دلنډ، مګر روک او تُرت ځواب مننه کوم. داسې ښکاري چې تاسې هم د اکثره نورو خلکو غوندې، ددې منافقت، ولس غولونې، د زورواکانو د جبر او ستم نه کرکه لرئ، او نه غواړئ چئ خبرې ورباندې وکړئ، ځکه چې هغوی ددې جوګه ندي چې سړئ د خپلې خولې خوند پرې بد کړي.
زما او ستا د کچې خلکو ته خو به دا خبره اظهرمن الشمس وي، خو ډیر خلک چې د لیک او لوست او نورې زده کړې نه بهره من ندي، ددغو قاتلانو په لومه کې ګیر دي، او ځینې نور چې پوهیږي، خو ددې زنهار نه د ځان خلاصولو تابیه نلري، د زړه خوږي وړ دي.
رب العلمین دې ټولو ته ددې طوق لعنت نه نجات ورکړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more