د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

ملا محمد عمر آخند يې پر یخ لیکي، لمر ته یې ږدي

اتل
11.01.2013

ګرانو لوستونکو، اسلام علیکم
ملا محمد عمر آخند خو به یا با خبره سلاکاران نلري چې د اسلامي امارت د کاراواییو په برخه کې د اسلامي نړۍ د ديني علمانو د نظر او فتواوو نه یې خبر ګړي، او یا یې خپله حافظه دلاسه ورکړیده
ملا محمد عمر په افغانستان کې ددیني عالمانو د راتلونکې غونډې په باب داسې ویلي دي
============================================
| پنجشنبه, 10.01.2013, 03:15 PM | (903 لیدل شوی)
تاند- د طالبانو د کوټې شورا د دیوبند او د مصر د الازهر له دیني عالمانو وغوښتل چې د دیني عالمانو په هغه غونډه کې ګډون ونه کړي چې د افغانستان حکومت د روانې جنورۍ میاشتې په وروستیو کې بللې ده. د طالبانو شورا د افغانستان، پاکستان، سعودي عربستان او هند دیني عالمانو ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، که دوی په دې کنفرانس کې برخه واخیسته نو خدای به ورڅخه پوښتنه وکړي او خلک به د عالمانو حساب پرې ونه کړي
=======================================
پکاردي ملا صاحب ته دا خبره ور په زړه کړو، دهغو معتبرو اسلامي مدارسو او مفتیانو نه چې ملا صاحب مرسته غوښتې ده، هغوی ډیر د وخته، د ملا صاحب په تحریک، د طالبانو په پخواني حکومت او د دوی پر جهاد د بطلان کرښه را ایسلې ده
اول – دطالبانو په باب ددیوبند د مدرسې نطر دالاندې دئ
په هند کې د دیو بند د مدرسې چې طلبان یې د پیروي ادعاکوي، مشرعالم د طالبانو اعمال غندلي، او وایي چې طالبان ددې لیاقت او کفایت نلري، چې ځان پدې مدرسې پوې وتړي
د دیوبند د مدرسې ددارالعلوم (وقف) رئیس د بي بی سي درادیو د اردو خپرونې سره په یوه مرکه کې ویلي، د جګړه ماروطالبانو هغه حملې چې بې ګناه خلک پکې وژل شوي، جهاد نه، بلکه فردي ظلم دئ
هغه وایي چې په زیارتونو، د سلمانی په دوکانونو، او تعلیمي مرکزونو باندې شوې حملې، ټولې غیر اسلامي دې. مولانااسلم قاسمي دغه راز وویل، په افغانستان کې د طالبانو رژیم، چئ امریکایي قواوو په کال ۲۰۰۱ کې را وپرزاوه، یوغیر اسلامي رژیم ؤ
هغه زیاته کړه، ګرچه طالبانو دعوی کوله چې حکومت یې اسلامي دئ، خو د اسلامي اصولو کامل رعایت یې نه کاوه
مولانا اسلم قاسمي، د دیوبند د مدرسې د بنسټ اېښودونکي، قاسم نانوتوي کړوسئ دئ
--------------------------------------------------------------------
د سعودي عربیستان د مکې معظمې ستر مفتي شیخ عبدالعزیز بن عبدل الشیخ د لوی اخترد عرفات په ورځ وویل چې، ځان مرګي بریدونه په اسلام کې حرام دي، ځان مرګي جنت ته لاره نلري.هغه زیاته کړه چې د بې ګناه خلکو وژل فردي ظلم او ګناه ده.
د القاعدې یوه پخواني معتبر غړي پدې باب داسئ ویلي وو
. د القاعدې یوه غړي ابو حفظ الموریتاني چې د ۹/۱۱ نه مخکې د القاعدې د مذهبي شوری رئیس ؤ، دالجزیرې د تلویزیون سره په مرکه کې په ګڼ شمیر مسئلوغږېدلئ ؤ، او پدې یې هم اعتراف وکړ چې، الموریتاني پخپله په متحده ایالاتوباندې د ۹/۱۱ د حملې سره بالکل مخاف ؤ. هغه پدې باب چې دغسې تشدد، د اسلامي فقې خلاف ورزي ده، هم ډیرې معتبرې بیلګې په ګوته کړې.هغه دغه راز وویل چې د تشدد دغه د ۹/۱۱ عمل چې بې ګناه ولسئ خلک پکې ووژل شول، د واقعې اسلامي اصولو سره اړخ نه لګوي. الموریتاني وویل همدا دلیل ؤ چې ده دتشد دغه حمله نه منله، او نه یې تائیدوله
هغه دغه راز وویل چې اُسامه بن لادن یو مهربانه، خو سرتمبه سړئ ؤ. يو وار به یې چې د یوه کار د کړلو فیصله وکړه، بیا به پرته لدې چې د فیصلې عواقب یې وسنجوي ، په هیځ صورت خپله فیصله نه بدلوله. الموریتاني وايي چې طالبانو هم نه غوښتل چې القاعده دي د افغانستان د خاورې نه په کوم بل ملک حمله وکړي، او دا خبره یې په ډاګه ورته کړې وه، خو اُسامه بن لادن پخپل سر د
۹/۱۱ حمله وکړه
-------------------------------------------------------------------------
دمصر د الظهر پوهنتون خو لا دمخه د طالبانو جهاد رد کړئ ؤ
د پاکستان عالمانو هم د بې ګناه خلکو وژنه قتال بللئ دئ
او د افغانستا دیني عالمانو خو بیابیا د طالبان اعمال غیر اسلامي بللی دي.
آیا د طالباو مشر ملا محمد عمر آخند په کوم جرئت د اسلام ددیني عالمانو ملا تړغواړي، حال دا چې هغوی وختي دده د تحریک اعمال غیر اسلامي بللي دي


pattang
11.01.2013

وروره اتل خانه سلامونه !
دملا عمر مجاهد خبره سمه ده خو که څوک پرې پوه شي !
يوڅه زور فکر وکړه ! عالمان دغه لاسپوڅی فاسد رژيم استعمالوي او خپل
ايمېج پرې لوړوي ،څوک چې دې مرتد مذدور رژيم ته رنګ ورکوي هغه به نه
اسلاميت لري نه پښتو !
هوځينې خلک سپينې خبرې هم دکاکو او پنجيانو رژيم ته کوي خو دهغوی
بې ناموسانواو جنايتکارانو لپاره دهغوی خبرې په غوړه کاسه اوبه تېرول دي اوبس ٠
کرزيان او پنجيان دالر غواړي نه سوله ! که يې غوښتی نودطالبانو وړانديز
به يې منلی وی او يوه منځ لاره به يې ترې غوښتې وه !!


اتل
18.01.2013

پتګ ګله وروره، سلامونه او وطني کلیوالې صداقت درته تقدیم کوم
ستاسې په حق کې تل زما نطر مثبت دئ او تل ستاسې د سپېڅلي نیت، ارادي او نظریاتو ستاینه کوم. شاید یو وخت زه هم تاسې عوندې وم، خو حقایقو، بیلګو او پر شخصي احساساتو باندې مې داسلام، ملک او پښتني احساساتو غلبه پیدا کړه او اوس مسائل له بلېزاويې ګورم

تاسې بیرته زما لیکنې ته ورشئ او هغه مؤثق قولونه چې ما د اسلامي دنیا د عالمان ذکر کړي او د طالبانو اعمال یې د اسلام ددایرې نه بهر بللي دي. په غو کې تاسئ څه وایاست؟


larghonay laraway
22.01.2013

اتل صيب دروغ مه وايه ملاعمر يې په کاغذ نشي ليکلی نو په ښويې پوی يخ به يې څه وليکي!
:P :P :P


اتل
22.01.2013

لرغونئ لارویه وروره، اسلام علیکم
د پاک الله نه مې ملاصاحب محمد عمر ته که چې چیرې، لا هم حیات ولري،د دزړه سترګې غوښتې دي. هغه ته د مولا نه اسلامي پوهه، بصیرت، عطوفت، مینه، محبت، اسلامي اخوت او په صراط مستقیم هدایت غواړم او بس.
وسلام.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more