د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د ډرون بریدونو اصلی عاملان څوک دی؟

مومند
08.01.2013

ډرون الوتکو په شمالي وزیرستان کی ۷ تنه مشکوک وسله وال ووژل
بې پيلوټه امریکايي الوتکو بیګا شپه پر شمالي وزیرستان دوه پرله پسې بریدونه وکړل چې په ترڅ کې يې اووه تنه سخت دریزي وسله وال ووژل شول.

له سیمې د ترلاسه شویو راپورونو له مخې دواړه بریدونه نیمه شپه د میرعلي په اړوندو کې پر کورونو شوي دي.
ځايي دولتي مقامات وايي دغه دوه پر له پسی بریدونه د میرعلي په حیدرخیل او عیسو خیلو کې پر هغو دوو کورونو وشول، چې د وروستیو معلوماتو له مخې مشکوک وسله وال جنګيالي پکې اوسیدل.
په عین حال کې یوې باخبره سرچینې مشال راډیو ته وویل، چې په دغه ډله کې څلور تنه يې د تحریک طالبان پاکستان او دوه تنه بهرني وسله وال جنګيالي وو خو د تراوسه لا دا نده څرګنده چې د کوم هیواد اتباع وو.
له ۲۰۰۴م میلادي کال راهیسې د پاکستان پر قبائلي سیمو په سلګونو دغه ډول حملې شوي، چې په ترڅ کې يې د پاکستاني طالبانو او القاعده ګڼ شمیر مهم مشران او سر سړي وژل شوي دي.
ګرانو لوستونکو زما په انډ خو د دغو بریدونو اصلی علت د القاعده ډلی غړی او نورو بهرنی وسله والو پټ ځایونه او شتون په دغو سیمو کی دی او دوی د پښتنو د میلمه پالنی او سادګی څخه ناوړی ګټی اخلی او د پښتنو د سیمو د تباهی او ورانی سبب ګرځی. که مونږ دغو بهرنیو وسله والو ته په دغو سیمو کی پناه ورنکړو او دوی د خپلو کلیو او سیمو څخه وشړو نو کولای شو چی په یوه آرامه فضا کی بیله ویری او خطر په خوندی ټوګه ژوند وکړو او خپل راتلونکی وټاکو. د دغو کورنیو او بهرنیو وسله والو له کبله زمونږ ژوند تریخ شوی او مونږ خپلو په کلیو اوسیمو کی هم د هوساینی ساّ نشو اخیستای. او دا ټول زمونږه خپله ګناه ده ځکه چی مونږ دغو خلکو ته په خپلو کلیو او کورونو کی پناه او ځای ورکړی دی.
ګوری پښتنو مونږ خپل په لاس خپل په ځان او کور څه کړی دی او څه کوو، لکه ارواښاد ګل پاچا الفت چی د پښتنو حال په هکله وایی:

((باغ او بڼ يې بې بلبل بې عندليبه
رنځوران يې بې دوا او بې طبيبه
څه په لوږه څه په تبه څه په تېغ مري
ورک شه ورک شه د پښتون خواره نصيبه
که يې ښه پوره په حال باندې خبر شې
خدايږو ته به هم پرې وژاړې رقيبه
ناپوهي خواره خواري ده او پښتون دی
کور يې وران کار يې ګډوډ او بې ترتيبه
لاس يې يو ځای، پښه يې بل ځای، سر يې بل ځای
پښتانه ټوټې ټوټې دي بې ترکيبه
نه ډوډۍ لری ، نه پوهه نه تعليم څه
بې له تورې بل له هر څه بې نصيبه
چې ريښتينې خادم يې وينم بېنوا دی
پښتو ژبه ده په ژبو کې غريبه
که غمخور، همدرد ، خواخوږی او دردمند يې
ژاړه ژاړه د پښتون په حال حبيبه))

په درنښت

مومند


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more