نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
آیا حکیم الله مسید، د بې پیلوټه الوتکو د حملو مسؤلیت د صلاح الدین په ډله او ملګرو اچوي؟
اتل
08.01.2013
ګرانو خویندو، وروڼو زما سلامونه قبول کړئ
نن سبا په شمالي او جنوبي وزیرستان کې، د بې پیلوټه الوتکو په بمباریو کې د سرغنه طالب قوماهندانانو، القاعدې او نورو خارجي جګړه مارانو د وژل کیدو پر سرتشنج نوي ابعاد پیدا کړي دي
پرون د جنوبي وزیرستان د طالبانو د وژل شوی نامتوقومندان ملا نذير جا نشین، صلاح الدین ایوب تور ولګاوه چې په جنوبي وزیرستان کې، د حکیم الله مسید د ټی ټی پي د ډلې او د هغه د بړېځو ازبکو جګړه مارو جاسوسانو د نفوذ په نتیجه کې ملا نذیر د بې پییلوټه الوتکو په برید کې ووژل شو
نن چې د بې پیلوټه الوتکو په حملو کې د شمالي وزیرستان د میر علي په اداری واحد کې د حیدر خیلو او عیسی خیلو په کلیو کې د نیم ساعت ځنډ په موده کې، د بې پیلوټه اولتکو په ګذارونو کې، اوه تنه افراطیان چې څلور یې د ټي ټي پي غړی او دوه نور یې خارجي، غالباً ازبک جګړه ماران وو، ووژل شول. آیا حکیم الله مسید یې مسؤلیت د صلاح الدین، او د هغه پر ملاتړو، دحقاني په شبکه او حافظ ګلبهادر په ډله اچوي؟ دغه دواړې ډلې دعوی کوي چې دوي مجاهدین دي.