د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

صلاح الدین ایوب: د ملا نذیر د وژلو مسؤل څک دي؟

اتل
07.01.2013

ګرانو خویندو وروڼو اسلام علیکم
تاسې خو به خو خبر یاست چې د جنوبي وزیرستان، د طالبانو د نامتو قوماندان ملا وزیر، د وژل کیدو نه وروسته، بهاول خان چې په صلاح الدین مشهور دئ، دهغه ځای ونیوه
صلاح الدین وویل هغه پدې باور دئ چې، د ازبکو شورشیانو او پاکستان تحریک ېالبان چې حکیم الله مسید يې مشر دئ، جاسوسانو په جنوبي وزیرستان کې د د ننوتو یا نفو‌ذ په وجه ملا نذیر ووزل شو

اوس سوال دادئ چې صلاح الدین به د حکیم الله مسید چې ازبک شورشیان یې تر خپل وزر لاندې ساتلي دي، څه کلاراوايي وکړي، او حکیم الله مسید به څه متقابل عمل کوی، او دهغو عواقب به پخبله ددواړو ډلو او سیمې دپاره څه وي
لطفاً خپل نظریات ووایاست


pattang
07.01.2013

انډيواله تل دې له موضع څخه د دالر پالنې او شيطاني بوی ځي خدای پاک
دقدرت درکړي چې داسې بې ګټې ليکنې هېرې کړې ، دصليبي اس سپرو اشغال
او د افغان اولس بې ناموسي دخپلو مغزو په هنداره کې ووينې !!!!


اتل
08.01.2013

پتنګه وروره، اسلام علیکم
راځه چې د زرګري جنګ نه تیر شو، په اصلي مسئله وګړیږو. وروره، وایي یو پتئ ریشقه یې وخوړه، ته یې لا مږه بولي؟ دغه ډلې درسته ورځ لګیا دې د ملت د وینو او دولت په بیه یو او بل وژني او مسلمان ولس پکې ډل کیږي، ته یې لا جهاد بولي؟ د اسلام د ارشاداتو له نظره دا جبراو ستم دئ،نه جهاد. او عاملین یې خوارج بلل کیږي. فکر پکې وکړه، دین او دنیا دې په عبث داعیو مه ضایع کوه
د رحمن ویل به هله در پکار شي = چې یوه دیوال ته مخ، بل ته دې شاشي


pattang
09.01.2013

[quote:4843729b51="اتل"]پتنګه وروره، اسلام علیکم
راځه چې د زرګري جنګ نه تیر شو، په اصلي مسئله وګړیږو. وروره، وایي یو پتئ ریشقه یې وخوړه، ته یې لا مږه بولي؟ دغه ډلې درسته ورځ لګیا دې د ملت د وینو او دولت په بیه یو او بل وژني او مسلمان ولس پکې ډل کیږي، ته یې لا جهاد بولي؟ د اسلام د ارشاداتو له نظره دا جبراو ستم دئ،نه جهاد. او عاملین یې خوارج بلل کیږي. فکر پکې وکړه، دین او دنیا دې په عبث داعیو مه ضایع کوه
د رحمن ویل به هله در پکار شي = چې یوه دیوال ته مخ، بل ته دې شاشي[/quote:4843729b51]

اتل خانه ډېره ښه ده چې حوصله لرې الله د په نېکه لاره موفق لره !
ددې ټولو بدبختويو علت صليبي اشغال او د هغوی دا فاسد پنجي رژيم دی !


اتل
15.01.2013

پتنګه وروره، د نیکي دعا نه دې مننه
الله جل جلاله دې موږ ټولو ته ستاسې په څیر بصیرت را په برخه کړي.
زه باید ووایم چې، پشۍ د خدای د پاره موږک نه نیسي.
افغانستان به هلته افغنستان شي،چې ټول مقدرات یې د ریښتینو افغانانو په لاس کې شي. اول باید افغانان د خپل ملک دپاره قربانیو ته تیار شي، ملي ګټې پر فردي ګټومرجح وګڼي، سره یو موټئ شي د مذهبي، قومي، سمتي او عنعنوي زړو بابولالو نه د حقیقت او عمل میدان ته را بهر شي، بیا به یې خپل ملک خپل شي او آباد به یې هم کړي او دوی به پکې سر لوړي شي. البته د الله په مرسته
یو ځلې چې افغانان پخپلوکې سره خپل شي او بیا پښتانه پخپلو کې سره یو وجود شي، بیا به ولې خارجیان مداخلې کوی، یابه تیروریستان زموږ وطن ته راځي او یا به بې پیلوټه الوتکې ور پسې راځی اویا به ولي څوک د بمباریو ملامتي يو پر بل اچوي. آلله جل جلالله دې موږ کامګار ګړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more