د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

ناپوه مه وژنئ ، ناپوهي يې ووژنئ

شاه ولي
04.01.2013

سلامونه او نېکي هیلې،
درنو هیوادوالو دا لاندنی موضوع چې متأسفانه زمونږ د مظلوم ولس د حالاتو هنداره ده، ما په خدمتګار کې ولوست، او غواړم چې دا واقعیتونه تاسو سره یې شریک کړم.
پوهانو ويلي ټول تاريخ د دوو سرتېرو جګړه ده چې يو بل نه سره پيژني، خو د دوو نفرو لپاره جنګيږي چې سره پېژني خو جګړه نه كوي. دا خبره كټ مټ اوس زموږ په هيواد كې تكراريږي، عسكر هم شهيد، طالب هم شهيد. د يوه عسكر كيسه مې اوريدلې وه چې له جګړې څخه راستون شوى و چا ترې پوښتنه كړې وه چې څه مو وكړل، هغه ورته ويلي وو چې دوه يې زموږ راشهيدان كړل، دوه مو د هغو ورشهيدان كړل. هرې خواته كه څوك وژل كيږي، د افغان كور پرې ورانيږي او يوه افغانه مور پرې بوره كيږي. دا سمه ده چې يو څوك به پر غلطه لاره روان وي، خو د يوازني انتخاب په توګه به مجبور نه يو چې هرو مرو هغه ووژنو. سيد جمال الدين افغان خو ډير كلونه پخوا دا ويلي وو چې ناپوه مه وژنئ ، بلكې ناپوهي يې ووژنئ.
جنګ به زموږ نه وي خو مرو به په كې موږ ليوني
څوك چې ختن نيسي مورچه به په خيبر جوړوي


میرویس
23.01.2013

شاه ولي وروه، اسلام علیکم
ستاسې خبرې، د کنځ منځ دئ. ستاسې خبرې هغه څه دي چې ټول افغان ملت یې د لسګونو کلونو راهسي په هیله او هوس کې جل بل شویدئ. دا صحیح ده چې د مختلفو ذوقونو، مسلکونو،عقایدو، نظریاتو، خیالاتو، معیارونو، انګیرنو او فلسفو پیروان د مسائلو، فرضیو او حتي اجناسو ځانګړي تعبیرونه او د استعمال موارد لري. که یو څو کسبګر یوې ونې ته چې په دښته کې ولاړه وي ورشي، نو هرکاسب به یې د خپل کسب او کار مطابق د کارولو لارې چارې بیانوي.

یو شاعر به د ونې شکلااو عظمت په شکلو الفاظو او نازک خیالیو کې انځور کړي، او دد ښتې خوشګوارنسیم ته د ونې د پاڼو او شاخونو اوښتلو را اوښتلو ته به د خپلې معشوقې د څڼو د اړولو سره نسبت ورکړي او داسې نور.
بو نجار به د ونې نه د دروازو ، کړکیو او داسې نورو د جوړولو پّ خیال کې شي.
يو شپون به وایي کاشکې رمه مې راسره وای چې پاڼې مې ورته راشکولې واي.
یو نداف به وايې چې دا ونه عجبه سیوره لري، چې وړۍ، یا پنبه راسره واي دې سیوري ته به مې سخته ډانډ س کړې وه.
لنډه داچې په جګړه کې هره شامله ډله پداسې حال کې چې یوه دبلې په مقابل کې جنګیږي او وژني يې او بیا هم د ځان اود هغې بلې خوا په جنګ وژل شوي افراد شهیدان بولې، نو مخامخا یو او بل ته به غلزیان هم وايي.
له نیکه مرغه، چې په اسلامي ارشاداتو که هر څوک دا حق نلري چې اسلامي چاري د ځپل عقل پر بنا او یا خپلوګټو په اساس تعبیر کړي. اسلامي ارشادات تله غوندي دي چې غریب او دولت من نه پیژني، یو من وزن دواړو خواوو ته شپاړس پاوه دي.
د جنګ دواړې غاړې د اسلام له نظره مؤجه نشي ګڼل کیداي ، حتماً يوه خوا په حق کې ده او بله خوا نا حقه او غیر اسلامي حرام جنګ کوي. البته یوه خبره ددواړو دپاره ګډ وجوهات لري، او هغه داچې لکه تاسې چې ویلي،د دواړو خواوو نه مسلمان افغانان وژل کيږيږ داسې يې وګڼه چې دا بر حق جنګنه، بلکه پراکسي یا نیابتي جنګ دئ.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more