اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د حدیث شریف صحت کې راسره مرسته وکړئ
حمید هڅــاند
04.01.2013
۱) نور ته ستاسو مسکا، ستاسو صدقه ده.
الباني
دا حدیث صحیح دی، که نه،،،عربي الفاظ یې نه لرم، که تاسو ته مالوم وي او صحت یې راته مالوم کړای شئ، مهرباني به مو وي.
Mazharee
04.01.2013
السلام عليكم ورحمة الله وبرکاته:
هڅاند صیب!کڅه هم د اوس لپاره راسره کافی وقت نشته، خو دخپلو لږو معلوماتو سره سره بیاهم یو څو توری درته لیکم خدای دی وکړی چی ستا دقناعت وړ وګرځی.
دغه حدیث په ډیرو کتابوکی راغلئ دئ، حدیث تنها پدغه الفاظو سره مختصرهم راغلئ دئ او همدا راز دنورو الفاظو سره هم راغلئ دئ.
عن أبي ذر قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم "تبسمك في وجه أخيك صدقة لك وأمرك بالمعروف ونهيك عن المنكر صدقة وإرشادك الرجل في أرض الضلالة لك صدقة وبصرك للرجل الرديء البصر لك صدقة وإماطتك الحجر والشوكة والعظم عن الطريق لك صدقة وإفراغك من دلوك في دلو أخيك لك صدقة" [صحیح ابن حبان 529]
دپورته حدیث په هکله شعیب الأنوط چی پرصحیح ابن حبان باندی یی حاشیه کړی په هکله یی لیکی: 1
حديث صحيح، وقد تقدم برقم "474" من طريق عبد الله الرومي، عن النضر بن محمد، به، وتقدم تخريجه هناك. قال الترمذي: وفي الباب عن ابن مسعود وجابر وحذيفة وعائشة وأبي هريرة.
همدا راز په " الأدب المفرد حدیث891 " إمام بخاری رحمه الله پورتنئ حدیث روایت کړئ دئ.
اوپه لاندی تعلیق کی شیخ البانی صحیح بللئ دئ.
همدا راز په نورو کتابونو کی لکه: سنن ترمذی حدیث 1956 او البانی رحمه الله صحیح بللئ دئ.
مسند البزارحدیث4070. معجم الأوسط حدیث8342. شعب الإیمان حدیث 3105. دغه حدیث راغلئ دئ.
ع کريم حليمي
04.01.2013
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
محترم نورالحق صاحب او مکرم حمید هڅاند صاحب ، پسله دوعا او سلام نه غواړم چه عرض وکړم
دغه حدیث په کتب صحاح سته کښي یوازي سنن الترمذي رانقل کړي
او شرح سنن الترمذي
اما ! إمام بخاری رحمه الله ، دغه حدیث ندی رانقل کړئ
درنښت
حذيفه
05.01.2013
هڅاند صيب !
د دې حديث په اړه به در ته ووايم چي صحيح نه دئ ، دا روايت په سند کي دوې ستونزې لري او داسي شکمن روايت موږ رسول الله ته نه سو منسوبولای.
د دې روايت سند دا دئ:
أَخْبَرَنَا مُحَمَّدُ بْنُ نَصْرِ بْنِ نَوْفَلٍ بِمَرْوَ بِقَرْيَةِ سِنْجَ حَدَّثَنَا أَبُو دَاوُدَ السِّنْجِيُّ حَدَّثَنَا النَّضْرُ بْنُ مُحَمَّدٍ حَدَّثَنَا عِكْرِمَةُ بْنُ عَمَّارٍ حَدَّثَنَا أَبُو زُمَيْلٍ عَنْ مَالِكِ بْنِ مَرْثَدٍ عَنْ أَبِيهِ عَنْ أَبِي ذَرٍّ(موارد الظمان ح: ۸۶۴)
په دې سند کي تاسو د عکرمه بن عمار او مرثد چي د مالک راوي پلار دئ نومونه وینئ!
راسئ د دې دواړو په اړه د محدثینو ویناوې تر نظر تېرې کړو:
قال العقيلى : لا يتابع على حديثه(تهذیب التهذیب)
یعني عقيلي وايی چي د ده پر حدیثو موافقه نه ده سوې.
له دې معلومېږي چي مناکير لري او نور محدثينو له سره پر رواياتو توافق نه لري.
امام الباني يې هم په اړه ليکي:
قلت: وهو ثقة كسائر الرواة غير مرثد وهو ابن عبد الله الزماني قال الذهبي:
" ليس بمعروف ما روى عنه سوى ولده مالك ". وفي التقريب: هو مقبول.
قلت: ولعل ابن حبان أورده في " ثقاته " على قاعدته المعروفة وهو المناسب لإخراجه حديثه في " صحيحه "، وهو لا يستحق ذلك(السلسله الصحيحه ح:۵۷۲)
زه وايم چي ابوزمیل ثقه دئ لکه نور راویان البته نه مرثد چي د عبد الله الزماني زوی دئ ذهبي ویلي دي چي مشهور او پېژندل شوی نه دئ یوازي زوی يې مالک روايات ترې کړي او په تقريب کي يې د مقبول درجه ور کړې(چي ابن حجر يې يې د مجهولو لپاره استعمالوي) ، زه وايم ښايي ابن حبان دی په ثقاتو کي راوړی وي د ده د هغې مشهورو قاعدې له مخې چي ده ايښې او له دې وجې يې په صحيح کي روايت ایستل مناسب وي په داسي حال کي چې هغه د دې وړ نه دئ.
له دې معلومېږي امام الباني هم د ده مرثد په اړه شک در لود او د ابن حبانه قاعده چي وايي پر نامعلوم کس که چا جرحه نه وه کړې او د حديثو په کتابونو کي ترې روايات سوي وي نو زه يې په ثقاتو کي راوړ له يوې مخې غلطه ده ځکه د ده هر چا د توثیق او تعدیل په اړه لټه اړينه ده څو يې شخصيت وپېژندل سي او موږ خپل نبي صلی الله علیه وسلم ته داسي تر شک لاندي روايات نه سو منسوبولای چي په صحيح سند يې تر هغه پوري رسولای نه سو او نه هم موږ دې ته اړتیا لرو چي هره خبره رسول الله ته منسوبه کړو ځکه د احکامو او فضايلو په اړه له موږ سره صحيح او حسن حديث بې شمېره دي نو بیا دې ته څه اړتیا لرو چي رسول الله ته تر شک لاندي روايات منسوب وو؟.
په داسي حال کي چي رسول الله ويلي:
عَنْ أَبِي الْحَوْرَاءِ السَّعْديِّ، قَالَ: قُلْتُ لِلْحَسَنِ بْنِ عَلِيٍّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا: مَا حَفِظْتَ مِنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ؟ قَالَ: حَفِظْتُ مِنْهُ: «دَعْ مَا يَرِيبُكَ إِلَى مَا لَا يَرِيبُكَ»(سنن النسايي ح:۵۷۱۱ صحيح)
ژباړه: ابوالحوراء وايي حسن ته مي وويل له رسول الله دي څه یاد کړي؟
ده وویل:دا مي ترې یاد کړي چي ويل يې هغه څه ايله کړه چي تا په شک کي اچوي هغه ته چي په شک کي ده نه اچوي.
د همدې حديث پر بنسټ احتياط دا دئ چي دا روايت رسول الله ته منسوب نه کړو څو يې په اړه پوره ډاډه نه سو.
يو بل کس په دې سند کي عکرمه بن عمار دئ :
قال عبد الله بن أحمد بن حنبل ، عن أبيه : عكرمة بن عمار : مضطرب الحديث عن يحيى بن أبى كثير .
و قال أيضا عن أبيه : عكرمة بن عمار ، مضطرب الحديث عن غير إياس بن سلمة ،
عبد الله د خپل پلار په حواله وايي چي عکرمه له یحی څخه په حديث کي مضرب دئ
بل ځای وايي:عکرمه له ایاس پرته له نورو مضطرب رويات لري.(تهذیب الکمال)
علامه ابوالفضل محمد بن طاهر ليکي:
رَوَاهُ عِكْرِمَة بن عمار: عَن أبي زميل سماك الْحَنَفِيّ، عَن مَالك بن مرْثَد، عَن أَبِيه، عَن أبي ذَر. أوردهُ فِي أَفْرَاد عِكْرِمَة بن عمار.(ذخيرة الحفاظ باب التاء)
دا روايت عکرمه له ابوزمیله هغه له مالک هغه له خپل پلار هغه له ابوذره نقل کړی او ښايي ابن عدي به دا روايت د عکرمه په افرادو کي راوړی وي.
ځکه ذخیره نومی کتاب د ابن عدي له الکامل څخه تلخیص دئ.
زما همدغه معلومات وو.