نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د ترور څړیکي، تر ملګرو ملتو ورسیدې
میرویس
03.01.2013
محترمو وطنوالو، سلام دي وي پر تاسې
ملګري ملتونه، په پاکستان کې د تیرورېستي حملو زیاتیدو اندېښمن کړیدي. د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند مارتین نسیرکی، په پاکستان کې د زیاتیدونکو ترهګریزو پېښو له امله اندېښنه ښودلې
نوموړي په دغه هېواد کې په دغه وروستیو کې بریدونه غندلي دي او دا یې ټکان ورکوونکي بللي
نسیرکی زیاته کړې، چې د ملګرو متلونو عمومي منشي دغه پېښې څارې خو تر اوسه د دغه ډول بریدونو پر لاملونو نه پوهیږي
په پاکسکتان کې دغه راز د یوې غیر حکومتي ډلې د یوه موټرپه سپرلۍ
باندې هم حمله شوېده
==========================================
سوابۍ کې شپږ مرستندويې ښځې وژل شوې دي
د رپوټونو له مخې دا لومړى ځل دی چې په سوابۍ کې پر یوې ناحکومتي ادارې برید کېږي
چارواکي وايي د خیبرپښتونخوا په سوابۍ کې وسله والو د یوې نا حکومتي موسسې پر ګاډي ډزې کړي چې شپږ ښځینه کارکوونکې او یو طبي تخنيکر وژل شوی او موټر چلوونکی يې ټپي شوى دی
پولیس وايي دغه ګاډي د اوجالا په نامه د مرستندویه ټولنې کارکوونکي له مرکزه وړل چې د شیر افضل بانډې لوی سړک ته څېرمه په انبار سیمه کې پرې برید وشو.
پولیس زیاتوي دغه ډله د ښوونځي او روغتیايي مرکز نه د کور په لور روانه وه چې نامعلومه وسله والو یې پر ګاډې ډزې وکړي.
ځايي پولیس وايي د برید وجه لا نه ده معلومه خو پلټنه یې پیل کړې ده او په سیمه کې یې د لټون لوى عملیات هم پیل کړي خو تر اوسه یې په دې تور څوک نه دي نیولي.
تر اوسه د برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې
داسې ښکاري چې په پاکستان کې د تیرورېزم وروستیو پيښود نړۍ په ګوټ ګوټ کې انګازې خپرې کړيدي. بین المللي ټولنې، د نړۍ نورو ملکونو او چم ګاونډ ته د تیرویرېزم د خوریدوپر مسئله اندېښنه ښودلې ده، خو مځکه هغه سوزېږي چې اور پرې بل وي
په افغانستان او پاکستان کې روان تیروریزم ډیر افغانان او پاکستانیان، په تیره بیا د ډیورنډ دواړوغاړو ته پراته پښتانه د ځان قرباني کړيدي. البته دتیریریزم دا سوغات القاعده او نورو خارجي تیرورېستانو پښتنو ته راوړئ دئ. کله چې دغه تیرورېستان مجبور نګړئ شي چې دا علاقه پریږدي، د تیروریزم پيښې به همداسې رواني وي