د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دهیواددپیاوړي ملي اوسیا سي شخصیت ډاکټر عبدالصمدحامددوفات په اړه دتعزیت پیغام

pattang
01.01.2013

دهیواددپیاوړي ملي اوسیا سي شخصیت ډاکټر عبدالصمدحامددوفات په اړه دتعزیت پیغام

سه شنبه, 01 January 2013 12:30 - پیغامونه

په ډیره خواشینی موخبرترلاسه کړچې دهیوادنامتوسیاستوال، ملي اوتاریخي شخصیت ډاکټرعبدالصمدحامدلدې فاني نړی سترګي پټي کړي ( انالله واناالیه راجعون ) دافغانستان اسلامي امارت دنوموړي مړینه یوه لویه ضایعه ګڼي او په دې اړه خپله ژوره خواشیني څرګندوي، اودارواښاد له کورنۍ، دوستانواوټول ملت سره په دې غم کې ځان شریک بولي. ارواښادډاکترعبدالصمد حامدکه که له یوې خوانامتوسیاستدان ،کارپوه اوڅیړونکي وو، خوله بلې خواهغه دافغانستان دبشپړې ازادۍ او استقلال غوښتونکی شخص هم وو، چې هریرغل یې په ډیرمنطقي اومعقول انداز غانده ،نوموړي دافغانستان په سپیڅلې خاوره دپردیو او دهغوۍ دلاسپوڅودسلطې او حاکمیت کلک مخالف وو

،همدا لامل وو چې دثور دکودتاوروسته په ۱۳۵۷ه ش کې زندان ته واچول شو او له دوه کاله بند تیرولو وروسته ازاد او له هیواده په هجرت کولو مجبور شو

دروسانودتجاوزپه غندلوکې هغه مهال لویدیځورسنیودهغه څرګندونې په شدومداوځغرده خپرولې ، خودامریکايي یرغل په وړاندې دنوموړي څرګندونو اونظرته لویدیځوراډیوګانواورسنیوخاصه توجه نه کوله ، له همدې امله لویدیځومطبوعاتوهمدې دراک شخصیت ته شاکړه ،خوهغه پټه خوله نه کیناست دافغانانوپه عامومحافلواوغونډواولیکنوکې یې پخپله دامریکايي یرغل هم هغسې غندنه وکړه لکه څنګه یې چې دانګریزاوروسي یرغلونوغندنه کوله

نوموړي دخپل ژوند په اوږدو کې دخپلو رسمي او علمي بوختیاو ترڅنګ همیشه دافغانستان او خپلو خلګو دخیر ښېګڼې او هیواد ته دواقعې سولې په راګرځولو کې کوشش کاوه

له نوموړي نه دکابل ادارې له لوري څو ځله غوښتنه وشوه چې ورسره کار وکړي خو هغه په دې وجه ورسره ونه منله چې اوسنی نظام یې مشروع او دافغانستان دخلګو دګټو ساتندوي نه باله

دارواښادډاکټرعبدالصمدحامد، مړینه دهیوادلپاره لویه ضایعه ده ، الله ج دې دهغه کورنی اودوستانوته جمیل صبراوستر اجرونه ورنصیب کړي امین

دافغانستان داسلامي امارت ویاند قاري محمدیوسف احمدي

۱۴۳۴/۲/۱۹هق

۲۰۱۳/۱/۱م


حمید هڅــاند
02.01.2013

الله جل جلاله دې اجرونه او جنتونه ور په برخه کړي، او الله جل جلاله دې زموږ مسلمان اولس ته بریاليتوب او ازادي په برخه کړي.

درنښت


larghonay laraway
02.01.2013

الله دې حامد صيب وبښي او مونږ ته دې يو بل ښه سياستوال راکړي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more