د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د نوروز شپه چاته ښه ده ؟ او چاته بده؟؟؟؟

Ghairat
30.12.2012

درنو دوستانوالسلام علیکم و رحمة الله وبرکاته !

ماده او مادي نړۍ ازلي او ابدي نه ده او الله سبحانه و تعالی په یو ټاکلي وخت کې رامنځته کړي او په یو ټاکلي
وخت کې به يې له منځه وړي! له مادې څخه مادي نړۍ د تفاوت په ذریعه رامنځته شوې لکه چې په عظیم قران کې څو څو ځلې
دې ته اشاره شوې چې ټول شیان مې له تفاوت څخه رامنځته کړل . په شیونو او موجوداتو کې له فرق او تفادت څخه تضاد څخه په شیونو کې اضداد او د اضدادو تر منځ یو بر بل اغیز ، علیت یا علل او معلول منځته راغلی دی چې حرکت تغیر او تبدیل او تکامل يې نتیجه ده .
الله تعالی علیت او ماده سره تړلي خلق کړي ، بې علیته ماده او بې مادې علیت نه تصور کیږی ، حال داچې د دواړو خلقت،
شتون او د شتون دوام ټول د الله سبحانه و تعالی په لاس کې دي او بس !
په همدې اساس د کایناتو نظم او نظام ، ثبات، دوراني حرکتونه او د حرکتونو سیستمونه ټول الله تعالی د علل او معلول یا علیت پر بنسټ جوړ او عیار کړي دي او د پیړیو ، کلونو ، میاشتو ، ونیو ، ورځو ، ساعتونو، دقیقو او ثانیو دوران او تکرار ټول يې د همدغه علیت نتیجه ګرځولې ده !
د مادي علیت په دغه الهي نظم او نظام کې هر نوی کال او د نوی کال لومړۍ ورځ او د هغې هر ممکن اغیز هم شامل دي!
البته نوروز نه ښه تاثیر لري او نه بد ، نه دغه ورځ پخپله او نه یې اړونده ستوري په خپل تاثیر خبر دي او نه پرې پوهیږي! خو داسې به هم نه وي چې ددې ستورو موقعیت، دوراني حرکتونه او ددوی ترمنځ د زاویو کانستټېلېشن پر هغو موجوداتو چې ددوی په مقناطیسي ساحو، حرکي دورانونو اډانو کې واقع کیږي هېڅ ډول فزیکي اغیزهم نه کوي او یا يط له فریکي اغیط سره نورې بایلې نه وي تړلې!
د ساري په توګه که تاسې د نوروز شپه په لهو لعب تیره کړئ نو بیا به درته سخته وي چې ددغسې لهو لعب پر ضد موفقانه مبارزه وکړئ نسبت هغه حالت ته چې په دغه شپه مو په چټیاتو او لهو لعب نه وي تیره کړې!
همدا رنګه چې دنوروږ شپه د الله په عبادت تیره کړئ نو وبه وینئ چې پع دې لوري په په خپل تغیر او بدلون
کې به ډیر موفق اوسئ په تیره بیا که د شپط د ۱۱ - تر یوې بجې پورې په نفلو، تلاوت او د الله په ذکر تیره کړئ د ټول کال په جریان کې به مو ورته هڅې او بریاوې ډیرې په نصیب شی !
تاسو يې تجربه کړئ او لږ تر لږه یو ساعت د شپې له ۱۱:۳۰ څخه تر ۱۲:۳۰ پورې د زړه په اخلاص سره په قیام الیل تیره کړئ
او له الله تعالی څخه د نیک عملونو توفیق او له ګناهونو څخه بخښنه وغواړئ د کال په جریان کې به وګورئ چئ څومره نیک بدلون مو په برخه شوی دی .
که څوک ښه کا نور هم ښه کیږي او که بد کا نور هم بدتریږي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more