د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

پنجابي له پنجابي څخه دفاع کوي

tandar
29.12.2012

پنجابي له پنجابي څخه دفاع کوي
افغانه تري عبرت واخله
وروره پس له سلامه ستا په ليکنه زما دانيوکه ده چه افغاني پوليسو پنجابيان په پردي خاوره کي ځورولي خو افغانان په خپله خاوره کي دپنجابيانو له خواشکنجه
کيږي تراټکه دافغان خاوره ده اصلا افغان هغلته مهاجر نه دي بلکه مسافر دي
نن يوالي ته ضرورت دي او دهر دشمن په مقابل کي مقاومت او دملي تماميت اوناموس او ديوه لوي افغانستان داستقلال په ګټنه ننګ په کاردي
د cia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي
......................................................................
پاڼهاسلامي ښوونهد ډیورنډ کرښهد ټول افغان تګلارهاړيکېاونۍ (( نۍ)) د ١٣٩١ لمريز کال د مرغومې ٩
افغان پوليسو ولې پنجابيان وډبول؟

سپين ګل ((افغان زوی))
29.12.2012 13:03
دتيرې شنبې په ورځ دکابل دپلچرخي دتالاشۍ په پوسته کې افغان پوليسو ۲۹ تنه پنجابيان ووهل اوپاسپورټونه يې ورته وشکول وروسته دغه پنجابي مزدوران تورخم ته راورسيدل او پاکستاني سرحدي پوليسو ته يې ددغې موضوع شکايت وکړ چې پاکستاني سرحدي پوليسو دتورخم پوله داحتجاج په توګه وتړله خووروسته افغان پوليسو باور ورکړ چې ددې موضوع پلټنه به کوي چې له ۷ ساعتونو وروسته دتورخم پوله بيرته دپاکستان دسرحدي پوليسو لخوا پرانستل شوه.دپاکستان مرکزي حکومت هم په پاکستان کې دافغانستان سفيرته خپل رسمي غبرګون څرګند کړ، په افغانستان کې داسې پېښې ډيرې کمې ليدل کيږي چې دافغان پوليسو له لوري پاکستاني وګړي ځورول شوي وي خو بلخوا دپاکستان له زياتو سيمو څخه دپاکستاني پوليسو لخوا دافغان کډواولو ځورول او شکنجه کول،بې عزته کول نن سبا تر هر بل وخت زيات دي او دافغان کډوالو او ياهم هغه افغانان چې له افغانستان څخه پاکستان ته ددرملنې او نورو ضرورتونو لپاره ځي دپوليسو لخو ا پداسې حال کې ځورول کيږي او پيسې ترې اخيستل کيږی چې افغانان دسفر قانوني اسناد (پاسپورت اوياهم پي او ار کارتونه)لري خو بيايې هم په جيبونو دپوليسو لاسونه تش ورننوځي او ډک راوځي او هغه روپۍ چې له ځان سره يې درنځورانو ددرملنې لپاره وړې وي زياته برخه يې دهمدغو پوليسو لاسونو ته ورځي.ديو راپور دمالوماتو له مخې هره ورځ دتورخم په پوله نږدې دری زره افغانان دروغتيايي او يا هم نورو ستونزو له امله پاکستان ته ځي خو هلته دپوليسو له خوا له خورا ځورونکي چلند سره مخ کيږي.چې له امله يې افغانان دعزت ،مال ،او ځان زيانونه ويني.تاسوبه اوريدلي وي چې څه موده وړاندې دپاکستان دهريپوردافغان کډوالو له يو سپين ږيري سړي څخه چې دايبټ ابادښار ته ددرملنې لپاره تلل ددغه سپين ږيري درې تورسرې داحسن ابدال او لسوالۍ پوليسو دکارت دنه ګرځولو په جرم په بنديخانه کې اچولې وې چې بيا دهريپور دافغان کډوالو دکيمپ دقومي مشرانو په مرسته راخوشې کړای شوې.داپه داسې حال کې ده چې دسفر پر مهال په پاکستان کې له هيڅ پاکستانې ميرمنې څخه کارت نه غوښتل کيږي،اوتر اوسه پورې دپاکستان حکومت هم داسې اعلان نه دی کړي چې ميرمنې دې هم دسفر په وخت کې خپل کارتونه له ځان سره وګرځوي.له پنجابيانو سره دافغان پوليس دغه ناوړه چلندښايي هغه احساس او کرکه وي چې په پاکستان کې افغانان ځورول کيږي او يابه هم دغه افغان پوليس چې دڅرخي پله دتالاشۍ په پوسته کې دنده ترسره کوي کيدای شي له ده سره هم پاکستاني پوليسو پاکستان ته دسفر پرمهال ناوړه چلند کړی وي او هغه هلته په څرخي پله کې پرې خپل زړه يخ کړی وي خو دستونزي حل هم دانشي کيداي چې هلته په پاکستان کې دې پاکستاني پوليس دافغانانو جيبونو او عزتونو ته غله وي او په ا فغانستان کې دې افغاني پوليس پاکستانيانو ته پاسپورتونه شکوي دستونزې اساسي حل داده چې پاکستان او افغانستان يوبل ته ژمن وواوسي اوپاکستان بايد هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې دمهاجرت ژوند تيروي هسې بې موجبه ونه ځوروي.له بلې خوا پداسې حال کې چې پاکستان کې ميشت افغان کډوالو ته دپاکستان دپارلمان او مرکزي حکومت په خوښه نور شپږ مياشتې وخت هم ورکړل شو خوبياهم افغان کډوال انديښمن دي چې ښايي پاکستاني پوليس به ورسره يوځل بيا د۲۰۱۰ کال په څير چلند اختيار کړي،هغه داچې کارتونه به يې ګوري خو په هغو به وخت تير وي او ددې بهانه به ورته جوړه وي چې دجرمانې په نامه ورڅخه روپۍ واخلي. خو دپاکستان ددولت دغه اعلان ته به يې هيڅ اهميت نه ورکوي چې افغان کډوالو ته ۶مياشتي نور وخت هم ورکړل شوی ده. ديادونې وړ ده چې په لومړي ځل چې کله افغان کډوالو ته د(يو اين ايچ سي ار ) په مرسته دافغان سيټيزن په نوم کارتونه جوړ شول نو په هغې کې د۲۰۰۹ کال ددسمبر وروستۍ نيټه دکارتونو داعتبار روستۍ نيټه وه او بياکارتونه ختميدل خو يو اين ايچ سي ار په خپل وخت دکارتونو دبيا نوي کولو پروسه سرته ونه رسوله او يوکال پاکستاني پوليسو افغانان داسې وځورول چې په تيرو ديرشو کالو کې يې سارې نه دی ليدل شوی په ښارونو،لويو لارو دموټرو په تم ځايونو او هر ځای به يې چې افغان کډوال ګير کړل نو له روپيو به يې خلاص کړل لدې سره سره يې هغه افغانان چې له افغانستان څخه پاکستان ته په پاسپورت تلل هغوی به هم همداسې نه پرېښودل کيدل تر څو به چې ورڅخه پوليسو خپله دهغوی په اصطلاح (چاي پاني) نه وه ترلاسه کړی او دا چای پاني به ډير وخت له ۱۵۰۰ تر ۱۰۰۰۰ لس زروکالدارو هم رسيدله او دا اوس هم لا چې په کارتونو کې څه موده شته ده خو بياهم افغان کډوال ځورول کيږي دپيښور څخه شاوخوا د څلويښت کيلو مترو په فاصله کې دکوهاټ تونل په لاره چې دجنوب لويديځ سيمې کوهاټ ،هنګو،ټل ،پاړه چنار بنو،صده، اونورې سيمې له پيښور سره نښلوي دمحرم دمياشتې له لومړی نيټې څخه تر اوسه پورې دافغان کډوالو پر مخ بند ده اوهيڅ افغان کډوال که هغه دسخت مريض او مړي ضرورت هم ولري اجازه نه ورکول او افغان کډوال اړ کيږي چې د راولپينډۍ په لاره پيښور ته راشي چې دغه ديو ساعت سفر اووه يا اتو ساعتونو ته غځيږي او په دغه لار دکرايه نه بغير دپوليسو او پاټکونو هم دنفر په سر ۱۰۰۰ زر کالدارې دپوليسو جيبونو ته ځي. همدغه راز دغه لار تير کال هم هغه مهال دافغان کډوالو پر مخ تړل شوې وه چې کله په افغانستان کې ميشتو بهرنيو ځواکونو دپاکستان دمومندو ايجنسۍ په سلاله فوځي پوستې بريد وکړ چې له امله يې شاوخوا ديرش تنه پاکستاني عسکر وژل شوي وه ،دغه تلفات په حقيقت کې دخارجيانو له لخوا پاکستاني سرتيرو ته وراړول شوي وو خو کسات يې له عامو افغان کډوالو څخه اخيستل کيده په پای کې ټولو هغو مسوول افغان چارواکو،افغان سفارت او افغان قونصلګرۍ څخه هيله کوم چې په دغه موضوع له پاکستاني چارواکو سره وغږيږي ترڅو دغه پاتې لږه موده افغان کډوالو سره د دوستۍ چلند وکړي،او که موضوع داسي وي چې پاکستاني وګړي په افغانستان کې او افغانان په پاکستان کې ځورورل کيږي دا ستونزه به هيڅکله هم حل نشي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more