د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

کوچیان په افغانستان کی د اوسید حق نلری

Naeem sadat
28.12.2012

ګراڼو ورڼو السلام علیکم

د افغانستان د اساسی قانون مطابق د افغانستان ملی اردو مکلفه ده چی د افغانستان د خلکو څخه ساتنه وکړی
خو نن ورځ دافغا نستان ملی اردو د ښاغلی بسم الله خان محمدی په مشری د افغانستان په خلکو اوبه او خواړه بندوی د کابل په خیرخانه کی دا څو ورځی کیږی چی د بسم الله خان محمدی په امر څو زره کوچی کورنی د ملی اردو د قواوو لخوا کلا بندی شوی او ددی خلکو په تګ راتګ یی بندیز لګولی او همدا ډول د ملی اردو لخوا په نوموړو خلکو خواړه او اوبه هم بندی شوی د ښاغلی بسم الله خان محمدی په اند کوچیان په افغانستان کی د اوسیدو حق نلری ، مهربانی وکړی دا لاندی ویدیو وګوری

http://www.youtube.com/watch?v=RNtawSozBKM&feature=player_embedded

ړ


tandar
28.12.2012

کوچيان پښتانه دي ځکه يی دغه ورځ ده
که په بسم الله باندي يو پښتون په الله اکبر غږ وکړو اوماغزه يې ورته وشيندل نو دزرهاو پښتنو ژوند ته به نجات ورکړي
دميږي چه ورکيدل راشي نو وزرونه يې پيدا شي
دګوډاګيانو دورکيدو شپي اوورځي هم په حساب دي
لعنت دي داشغالګرو په مزدورانو اووطنفروشانو وي


اتل
15.01.2013

اسلام علیکم ورورڼو
ستاسې خبره درسته ده چې کوچیان د افغانستان اتباع دي. پدې برسیره چې دوی د مالچر اوایلبندونو عنعنوي حقوق لري، د میښت کیدو حق هم لري، د کوچيانو اولادونه د هغوی د کډو د بارولو له امه د تعلیم نه هم بې برخي ډي. د هغوی د پاره ګرزند ښونځي هم یو وخت برابر شوي وو، خو چندان مؤثریت یې ندر لود. کوچیان په افغانستان کې په بارتري تجارت کې هم ډیره مهمه ونډه لري.
کوچیان پدې برسیره د افغانستان د پښتونولۍ د دود او دستور یوه ډیره ټینګه مټه ده. پکار دي چې د هغوی سره د ملک د نورو اتباعو په شان رفتار وشي.
دا نن په اخبارونو کې راغلي چې اویا زره افغان کوچیان غواړي د پاکستان تابعت واخلي، دا مسئله د افغانستان، پښتنو او پخپله کوچیانو د پاره یوه لویه ضایعه ده.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more