د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د روژې د ورځو اوږدوالی او لنډوالی

wiesa
28.12.2012

د فورم ټولو کارونکو او کارکوونکو ته سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کوم.

زه یوه پوښتنه لرم او هغه داده. دا دهغې سیمو په باره کې ده چې د ورځو او شپو تر منځ توپیر پکښې ډیر زیات دی. لکه ناروې ، ګرین لنډ او داسې نو په شمالي اروپا کې پراته دي. دلته ورځې ډیرې لوي دي او شپې ډیرې وړې دي. او که کومه فتوا موجوده وي نو هیله لرم چې زما سره یې شریکه کړی تر څو زه هم ترې خبر شم او پوه شم. چیرته چې زه اوسیږم سږ کال به روژه د شپې د یوولسو بجو په شاوخوا کې ماتیږي او سهاری به د درو بجو په شاواخوا کې وي. حال دا چې د ماخوستن لمونځ بیا د شپې په 12 نیمو بجو روا کیږي. په ناروې که ان شپږ میاشتې ورځ او شپږ میاشتې شپه وي. په ګرین لنډ کې پروسږکال د روژې یو ورځ 22 ساعته وه.

په درناوي
ویسا



ع کريم حليمي
29.12.2012

پوښتونکي او درنو اومکرمو لوستونکو السلام علیکم و رحمة الله و برکاته

محترمو وړونو ، علماء د داسي پوښتنو له پاره فتویٰ وي ورکړيدي زه به د لمانځه په نسبت خپله رأی درته لیکم
لمونځ هغه فرض عبادت دي چه د دین ستن هم نومېږي ، او د ټولو خوښیو او خوشحالیو کلي ده (أن الصلاة مفتاح كل خير)
او بل هر څوک چه متعمدا لمونځ ترک کړي نو د هغه لپاره ليس له عهد ولا أمان
لمونځ اصلاً یو نور او برهان دی او دغه نور او برهان ، نجات دي له اوره ( دوږخ )
او لمونځ داسي یو عبادت دی که چا ئې ساتنه ونه کړه نو په قیامت به د قارون او فرعون سره وي
او بل ـ لمونځ داسي یو فرض عبادت دی چه : کله چه نبي صلى الله عليه وسلم خارجېدلی له دنیا نو د لمانځه وصیت کړی ؤ ، (الصلاة ، الصلاة وما ملكت أيمانكم) دلته و زېر دستانو ته هم اشاره سته دا بیا بل بحث دی
او پر دا ټولو خبرو سر بېره لمونځ یو فرض عین عبادت دي ، او په ورځ کښي پنځه وخته فرض دی او هر لمونځ ځانته وخت او زمان لري ( إن الصلاة كانت على المؤمنين كتابًا موقوتًا) یعني - لمونځ په حقيقت كښې يوداسې فرض دى چې دوخت له پابندۍ سره پر مؤمنانو لازم كړاى شويدى
او په صحیح البخاري کښی راغلي چه : چا له سردار عالم نه پوښتنه وکړه چه د رب العزت کوم عمل خوښ دي ( قال الصلاة على وقتها) لمونځ پر وخت
او په قرآن کریم کښي داسي هم فرمايي چه : حافظوا على الصلوات والصلاة الوسطى وقوموا لله قانتين

د خپلو لمونځونو ساتنه وكړئ ، په تېره بيا دمازديګر د لمانځه او د الله په وړاندې داسې په ويره او ادب ودرېږئ، لكه چې فرمان منونكى غلام درېږي.

او په بل آیه کریمه کښي فرمايي چه : أقم الصلاة لدلوك الشمس إلى غسق الليل وقرآن الفجر إن قرآن الفجر كان مشهودا

لمونځ قايم كړه د لمر له زوال نه د شپې ترترږمۍ پورې او د سهار قراْت هم لوله ځكه چې د سهار پر قراْت لوستلو شاهدي وهله كېږي
نو له پورته آیتونو او احادیثو داسي معلومیږي چه په ټوله ورځ او شپه کښي پنځه داره لمونځ تکرار کیږي

نتیجه
اول : لمونځ فرض دي
دوهم : فرض دی پر وخت
درېیم : پنځه مراته

نوکله چه وخت نېستي سي نو لمونځ بیا نور نه دي فرض ، نوحال داچه وخت نه دی نېستي بلکي د لمانځه وخت په یو داسي اندازه کوتا دي چه موږ د مازدیګر د وخت او د ماښام د وخت نه ، نشو بیلولای او یا دومره چه د لنډ توب به سبب ئې تشخص نه سو کولای

نوکه د هر لمانځه وخت تشخص کېدلی نو هغه لمونځ دی پر وقت ادا سي او نور ، دا که څلور یا درې او که دوه لمونځونه وي ، پر مختلفو وختونو کي په نیت د حاضر وخت اداسي
د همسایه ملک وختونه شرط نه دي

او پاته سوه د روژې خبره
رب العزت فرمايي چه :
شهر رمضان الذي أنزل فيه القرآن هدى للناس وبينات من الهدى والفرقان فمن شهد منكم الشهر فليصمه ومن كان مريضا أو على سفر فعدة من أيام أخر يريد الله بكم اليسر ولا يريد بكم العسر ولتكملوا العدة ولتكبروا الله على ما هداكم ولعلكم تشكرون

رمضان هغه مياشت ده چې په هغې كښې قرآن نازل كړاى شو چې د انسانانو له پاره له سره تر پايه هدايت دى او داسې څرګندې لارښودنې په كښې دي چې دسمې لارې ښوونكې او د حق او باطل يو له بله په ډاګه بېلوونكې دي له دې كبله څوك چې دا مياشت ومومي، پر هغه لازمه ده چې دا ټوله مياشت روژه ونيسي او كه څوك ناروغ يا مسافر وي ، نو هغه دې په نورو ورځو كښې د روژو شمېر پوره كړي الله پر تاسې اسانتيا راوستل غواړي، سختي راوستل نه غواړي ، له دې امله تاسې ته داطريقه ښودله كېږي چې تاسې دخوړليو روژو شمېر پوره كړاى شئ او په كوم هدايت چې الله تاسې سرلوړي كړي ئي ، په هغه سره د الله لويي وستائي او شكر كوونكي اوسئ

او رب العزت فرمايي چه : لا يكلف الله نفسا إلا وسعها
الله هېڅ نفس ته دهغه له وسې نه پورته مسئوليت نه متوجه كوي
او په بل ایه کریمه کښي فرمايي چه :كلُوا وَ اشرَبُوا حَتى يَتَبَينَ لَكُمُ الْخَيْط
الاَبْيَض مِنَ الخَْيْطِ الاَسوَدِ مِنَ الْفَجْرِ ثُمَّ أَتِمُّوا الصيَامَ إِلى الَّيْلِ

څښئ تر هغه وخته چې د شپې د ترږمۍ له تورې ليكې نه مودسپېده داغ څريكه تر سترګو شي له هغه وروسته دا هر څه پرېږدئ تر شپې پورې خپله روژه بشپړه كړئ

درنو وړونو ! په اسمان کښي که د تور خط او سپین خط تشخص کېدلی ، که ورځ شل ساعته وي او که ورځ په اوږدوالي درې ساعته وي د روژې نیول فرض دي ، او که چا احساس کاوه چه دغه شل ساعته روژه د ده وصحت ته تاوان رسوي

نو بیا رب العزت داسي هم فرمايي چه : مَن كانَ مَرِيضاً أَوْ عَلى سفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ يُرِيدُ اللَّهُ بِكمُ الْيُسرَ وَ لا يُرِيدُ بِكمُ الْعُسرَ وَ لِتُكمِلُوا الْعِدَّةَ وَ لِتُكبرُوا اللَّهَ عَلى مَا هَدَاكُمْ وَ لَعَلَّكمْ تَشكُرُونَ
كه څوك ناروغ يا مسافر وي ، نو هغه دې په نورو ورځو كښې د روژو شمېر پوره كړي الله پر تاسې اسانتيا راوستل غواړي، سختي راوستل نه غواړي ، له دې امله تاسې ته داطريقه ښودله كېږي چې تاسې دخوړليو روژو شمېر پوره كړاى شئ او په كوم هدايت چې الله تاسې سرلوړي كړي ئي ، په هغه سره د الله لويي وستائي او شكر كوونكي اوسئ

درنښت


wiesa
29.12.2012

ټولو ته سلامونه نیکې هیلې وړاندې کوم.
حلیمي صاحب ستاسې د ځواب نه یو عالم مننه. ډیر ښه او مفصل ځواب مو لیکلئ دی. که چیرته زه سم پوه شوی یم نو د سپیده داغ (د لمر ختو نه مخته) پورې سهاری کیدای شي. بیا هم ستاسې نه یو عالم مننه.
په درناوي
ویسا


Re: د روژې د ورځو اوږدوالی او لنډوالی


Mazharee
30.12.2012

[quote:03e00287c3="wiesa"]د فورم ټولو کارونکو او کارکوونکو ته سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کوم.

زه یوه پوښتنه لرم او هغه داده. دا دهغې سیمو په باره کې ده چې د ورځو او شپو تر منځ توپیر پکښې ډیر زیات دی. لکه ناروې ، ګرین لنډ او داسې نو په شمالي اروپا کې پراته دي. دلته ورځې ډیرې لوي دي او شپې ډیرې وړې دي. او که کومه فتوا موجوده وي نو هیله لرم چې زما سره یې شریکه کړی تر څو زه هم ترې خبر شم او پوه شم. چیرته چې زه اوسیږم سږ کال به روژه د شپې د یوولسو بجو په شاوخوا کې ماتیږي او سهاری به د درو بجو په شاواخوا کې وي. حال دا چې د ماخوستن لمونځ بیا د شپې په 12 نیمو بجو روا کیږي. په ناروې که ان شپږ میاشتې ورځ او شپږ میاشتې شپه وي. په ګرین لنډ کې پروسږکال د روژې یو ورځ 22 ساعته وه.

په درناوي
ویسا[/quote:03e00287c3]
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:
کوم ځایونه چی شپه او ورځ لری، هلته اوږدوالئ دورځی ، دروژی دخوړلو لپاره عذر نشی کیدلای، غیرلدی څخه چی څوک نور شرعی عذرونه ولری لکه ناروغی، حیض اونفاس اوداسی نور.....
همداراز پداسی ځایونو کی چی دپنځه لمونځونو وقتونه موجود دی، هلته دهغه وقتونو موافق پنځه لمونځونه کیږی، او ږدوالی او لنډوالی ته دوقت اعتبار نشته. خو په کومو ځایونو کی چی هلته دماخستن دلمانځه وقت نوی موجود، او یا پکی شپږمیاشتی شپه اوشپږمیاشتی ورځ وی لکه "ناروی" نوپدی ځای کی دلمانځه په هکله دعلماؤ اختلاف دئ، ځنی علماء وایی: پردی خلګوباندی دغه وقت لمونځ فرض ندئ، ځکه چی سبب دفرضیت دلمانځه یی نشته، او ځنی وایی: فرض دئ، خو نیت به دقضاء کوی نه د آداء، او ځنی وایی: فرض دئ، نیت به هم دآداء کوی. چی دغه وروستنی قول ته زمونږ ډیرئ کتابونو ترجیح ورکړیده، خو داچی څنګه یی وکړی، پدی کی معتبر قول دادئ چی دپنځه وقت لمونځونو اوقات دی سره مقایسه کړی، چی دوی ته نژدی په کوم ځای کی چی پنځه وقته لمونځ کیږی دهغه سره په پرتله دی، دماخستن لپاره، اوپه کوم ځای کی څومیاشتی ورځ اویاشپه وی دپنځه وقت لمانځه لپاره دشروع او ختمیدلو وقت وټاکی، او پدغه طریقه دی، پنځه وقته لمونځ وکړی، پردی خبره باندی علامه کمال ابن همام رحمه الله څو دلیله ویلی دی:
1. ما تواطأت أخبار الإسراء من فرض الله تعالى الصلاة خمسا بعد ما أمروا أولا بخمسين ثم استقر الأمر على الخمس شرعا عاما لأهل الآفاق لا تفصيل فيه بين أهل قطر وقطر.[فتح القدیر]
ژباړه: هغه مشهور احادیث چی دمعراج په واقعه کی راغلی دی، چی خدای پاک پنځه لمونځونه فرض کړه، وروسته تردی چی لومړئ یی دپنځوسو لمونځونو امر کړئ وو، وروسته خبره پر همدغه پنځوباندی پاتی شوه شرعا په شمول واهل ته دټولو افاقو، اوپدی کی کوم تفصیل اوفرق نشته په مابین کی داهل دیوه قطر اوبل قطر.
2. وما روى ذكر الدجال رسول الله صلى الله عليه وسلم قلنا ما لبثه في الأرض قال أربعون يوما يوم كسنة ويوم كشهر ويوم كجمعة وسائر أيامه كأيامكم فقيل يا رسول الله فذلك اليوم الذي كسنة أيكفينا صلاة يوم قال لا اقدوروا له رواه مسلم[ فتح القدیر]
ژباړه: اوهغه حدیث چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم پکی ذکر ددجال وکئ، نو راوی وایی: مونږ وویل: دئ به په مځکه کی څونه وقت ژوند کوی؟ رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وویل: څلویښت ورځی، یوه ورځ به یی لکه کال وی، بله ورځ به یی لکه میاشت وی، اوبله ورځ به یی لکه اونۍ وی، نوری ورځی به یی لکه ستاسو عادی ورځی وی، نوچاوویل: یارسول الله (ص) دغه ورځ چی یوکال ده ، آیا پدی ورځ کی مونږته لمونځ دیوه ورځی کفایت کوی؟ رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: یا.... تاسو ورته اندازه ولګوئ.
3. وكذا قال صلى الله عليه وسلم خمس صلوات كتبهن الله على العباد.[ فتح القدیر]
ژباړه: داغسی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی: پنځه لمونځونه خدای پاک فرض کړیدی پر بندګانو باندی.
پدی هکله علامه شامی رحمه الله هم وروسته ترنقل کولو داختلاف داسی ویلی دی:
قَالَ فِي إمْدَادِ الْفَتَّاحِ قُلْت : وَكَذَلِكَ يُقَدَّرُ لِجَمِيعِ الْآجَالِ كَالصَّوْمِ وَالزَّكَاةِ وَالْحَجِّ وَالْعِدَّةِ وَآجَالِ الْبَيْعِ وَالسَّلَمِ وَالْإِجَارَةِ ، وَيُنْظَرُ ابْتِدَاءُ الْيَوْمِ فَيُقَدَّرُ كُلُّ فَصْلٍ مِنْ الْفُصُولِ الْأَرْبَعَةِ بِحَسَبِ مَا يَكُونُ كُلُّ يَوْمٍ مِنْ الزِّيَادَةِ وَالنَّقْصِ كَذَا فِي كُتُبِ الْأَئِمَّةِ الشَّافِعِيَّةِ ، وَنَحْنُ نَقُولُ بِمِثْلِهِ إذْ أَصْلُ التَّقْدِيرِ مَقُولٌ بِهِ إجْمَاعًا فِي الصَّلَوَاتِ ا هـ .
رد المحتار کتاب الصلاة.
ژباړه: په امداد الفتاح کی یی ویلی دی: زه وایم: داغه رقم دی اندازه ونیول شی دپاره دټولو اوقاتو لکه روژه، زکات، حج، عده، مدی ده بیع، سلم اواجاره، او ودی ګوری اوله دورځی نودی اندازه کړی هر فصل دڅلورو فصلونو څخه په اندازه دهغه چی هره ورځ ډیریږی او کمیږی، دغسی په کتابونو کی دشافعیه(رح) هم راغلی دی. مونږ هم دغسی وایو، ځکه په اصلی تقدیر باندی په ټولو لمونځونوکی په اجماع سره قول شوئ دئ.
اوبیا وروسته علامه شامی رحمه الله خصوصا په باره کی دروژی پداسی ځای کی فرمایی:
وَلَا يُمْكِنُ الْقَوْلُ هُنَا بِعَدَمِ الْوُجُوبِ أَصْلًا كَالْعِشَاءِ عِنْدَ الْقَائِلِ بِهِ فِيهَا ؛ لِأَنَّ عِلَّةَ عَدَمِ الْوُجُوبِ فِيهَا عِنْدَ الْقَائِلِ بِهِ عَدَمُ السَّبَبِ ، وَفِي الصَّوْمِ قَدْ وُجِدَ السَّبَبُ وَهُوَ شُهُودُ جُزْءٍ مِنْ الشَّهْرِ وَطُلُوعُ فَجْرِ كُلِّ يَوْمٍ ، هَذَا مَا ظَهَرَ لِي ، وَاَللَّهُ تَعَالَى أَعْلَمُ .
[رد المحتار کتاب الصلاة].
ژباړه: اوګرسره امکان نلری چی دلته (په روژه) دی حکم په عدم وجوب سره وسی، لکه ماخستن کوم څوک چی حکم یی پکښی په عدم وجوب سره کړئ دئ، ځکه هلته خو علت دعدم وجود عدم دسبب دئ، خو په روژه کی سبب موجود دئ، چی هغه لیدل دیو جزء دمیاشتی دی، اوهمداراز راختل دصبح دی هره ورځ. داهغه شئ وو چی ماته معلوم وو نور نوالله ښه خبر دئ.
خلاصه:
په کومو ځایونو کی چی دماخستن حکم نشته، اویا پکی ډیری میاشتی ورځ اویا شپه وی، نوهغوی به دلمانځه دکولو لپاره موافق دهغه ځایونو سره چی دوی ته نژدی وی او پکی پنځه وقته لمونځ کیږی، دخپلو لمونځونو لپاره وقتونه ټاکی، او هرلمونځ به په ځانګړی وقت کی کوی.
دروژی همدغه حکم دئ، که په کوم ځای کی چی په روژی کی ورځی ډیری اوږدی وی، خو شپه او ورځ دواړی موجودی وی، نو اوږدوالئ دورځی دروژی دخوړلو لپاره عذر نشی کیدلای،غیرلدی څخه چی څوک یوشرعی عذر ولری لکه: ناروغی، حیض اونفاس او داسی نور.......
او په کوم ځای کی چی څومیاشتی ورځ او بیاڅومیاشتی شپه وی، نوهغوی به هم په اندازه کولو دوقت دروژی میاشتی ورځی دخپل نژدی ځایونوسره کوم چی ورځی پکی موجودی وی پرتله کوی، او روژه به نیسی.
والله اعلم


حمید هڅــاند
30.12.2012

[quote:2d8babb6e8]خلاصه:
په کومو ځایونو کی چی دماخستن حکم نشته، اویا پکی ډیری میاشتی ورځ اویا شپه وی، نوهغوی به دلمانځه دکولو لپاره موافق دهغه ځایونو سره چی دوی ته نژدی وی او پکی پنځه وقته لمونځ کیږی، دخپلو لمونځونو لپاره وقتونه ټاکی، او هرلمونځ به په ځانګړی وقت کی کوی.
دروژی همدغه حکم دئ، که په کوم ځای کی چی په روژی کی ورځی ډیری اوږدی وی، خو شپه او ورځ دواړی موجودی وی، نو اوږدوالئ دورځی دروژی دخوړلو لپاره عذر نشی کیدلای،غیرلدی څخه چی څوک یوشرعی عذر ولری لکه: ناروغی، حیض اونفاس او داسی نور.......
او په کوم ځای کی چی څومیاشتی ورځ او بیاڅومیاشتی شپه وی، نوهغوی به هم په اندازه کولو دوقت دروژی میاشتی ورځی دخپل نژدی ځایونوسره کوم چی ورځی پکی موجودی وی پرتله کوی، او روژه به نیسی.
والله اعلم[/quote:2d8babb6e8]

باالکل، سره له دې چې حلیمي صیب وايي چې په داسې هیوادونو کې لکه ناروې، اړتیا نشته چې د ورنژدې ملک د لمانځه مهالویش له مخې دې وختونه وټاکل شي؛ خو د دجال په اړه په حدیث شریف کې چې ښاغلي مظهري صیب ذکر کړی دي، په ډاګه ده چې د لمانځه وختونه باید اندازه شي او په ورته توګه د روژې هم. هلته رسول الله صلي الله علیه وسلم اصحابو ته وایې چې دجال به څلوېښت ورځې په ځمکه وي، لومړی به یې لکه کال، دویمه لکه میاشت، دریمه لکه اونۍ او نورې لکه دورځې په څير وي، پوښتنه ترې کېږي چې نو په هغه ورځ کې چې لکه د کال هومره ده، لمونځونه به څنګه کوو، نو ځواب ورکول کېږي چې د ورنژدې هیواد د مهال ویش له مخې دې وټاکل شي.

درنښت



ع کريم حليمي
30.12.2012

[quote:ca2b49917d] نو ځواب ورکول کېږي چې د ورنژدې هیواد د مهال ویش له مخې دې وټاکل شي[/quote:ca2b49917d]

محترمو حمید هڅــاند صاحب ، نورالحق صاحب او ویسا صاحب
تاسو ټولو ته سلامونه وایم ، جوړ او روغ او خوشحاله اوسۍ

اول به دا درته ووایم چه دغه حدیث شریف : (ذكر الدجال رسولُ الله صلى الله عليه وسلم : "قلنا : ما لبثه في الأرض ؟قال : أربعون يومًا ، يوم كسنة ، ويوم كشهر ، ويوم كجمعة ، وسائر أيامه كأيامكم . فقيل : يا رسول الله : اليوم الذي كسنة أيكفينا فيه صلاة يوم . قال : لا : اقدروا له ). رواه مسلم
دغه پورته حدیث ماته دلیل نه دي ، زه د دغه حدیث زمان او مکان تصور نسم کولای ، یعني دغه حدیث عصر نه دی رارسېدلی ، چه وخت ئې راشي نو بیا د هغه عصر خلګ بیا په پوهیږي

زما لپاره دغه حدیث دلیل دی : (ففرض الله عز وجل على أمتي خمسين صلاة ........... فقال هي خمس وهي خمسون لا يبدل القول)
یعني په ۲۴ ساعته کښی پنځه مراته لمونځ فرض دي ، که وخت نه پېژندل کېدي ، نو بیا هم پنځه وخته لمونځ فرض دي

او چه راسم ستاسو خبري ته نو ګرانه وروره (قال : لا : اقدروا له )
دا " اقدروا " دامعنی نه لري چه د همسایه ملکونو او یا ښارونو مهال وېش
زه هم د اولو الالباب لجملې څخه یم او عقل لرم هر وخت نده راته ضرور چه د نورو پوهانو لیکني ترجمه کړم او تاسو ته ئې راوړم ،زه د خپل نظر سره درته راځم په دلیل شرعی !!!

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more