د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

زيري مې درباندي(((په پاټكونو كښې معاينې بيا شروع شوي))))


Adil watanmal
06.11.2004

----------------------------زيري مې درباندي
-----------------------------------په پاټكونو كښې معاينې بيا شروع شوي
----------------------------------------------------------مولوي عبد الشكور ياسيني

ګرانو لوستونكو له سلامونو او درناوي څخه ورسته

پرون په خپل كتابتون كې د يوه ملګري سره ناست وم چې د طالبانو د دور څخه د مخكي دور په اړوند مو سره خبري كولي چې د پاټكونو په اړوند هم وغږي دو خو ناڅاپه راته د نوښت مجلي يومضمون را ياد شو چې د خټنتون تر عنوان لاندي ئې ليكلي وه نو زه او ملګري مي په مجلو كې پسي لټون شروع كړو خو نه پوهيږم چې هغه مجله راڅخه چا وړي خو اخر كې مي د وحدت د ورځپاڼي په يوه پاڼه سترګي ولږي دي چې ده ذكر شوي عنوان لاندي ئې د پاټك ډاكټرانو په اړوند د مولوي صيب ياسيني مضمون نشر كړي وه نو د اراده مې وكړه چې د ټول افغان لوستونكو په وړاندي دغه مضمون د لوست لپاره كيږدم چې تر څو هغه وروڼه چې د افغانستان څخه لري ژوند تيروي پوه شي چې د پاټك ډاكټروانو د افغانستان عام وګړو معاينه څنګه كوله او د ديموكراسي د راتګ په بركت بعض له دغه ډاكټرانو څخه ورسته له هغي بيرته خپلو معاينه خانو ته راوه ګرځيدل چې د څوكلو لپاره طالبانو ترينه محروم كړي وه.
------------------------------------------------
ګرانو هيواد والو څوك به خبر ياست او څوك به لا تر اوسه خبر نه ياست د څه د پاسه پيځو كلونو راهيسې د لارې د پاټكونو معانيه خانې تړل شوې وې او ډاكټران ئې تښتيدلي وو اؤس بيه د بي دوه پنځوس په وزرو سواره ډاكټران بيا خپلو زړو معاينه خانو ته راستانه شوي دي. دا پاټك ډاكټران ډير ښه لائق اؤ تجربه كا ډاكټران دي ستاسو او ستاسو د مالونو معاينې د خپلو پاټكونو په كتنځاي كښي په ښه شان سره اجراء كوي په ټولو لارو كښي شپه او ورځ موظف دي او مناسپ فيسونه اخلي زه تاسوته پاټكي معاينه خانې در په كوته كوم د بهسودو پله معاينه خانې، د كامې د پله د بر سر او كوز سر معاينه خانه، د مختوم بابا د هديرې كوزي خواته معاينه خانه، د ګرداب پاټك معاينه خانه ، د سيف الله حوړ د ګوشتې د اولسواي معاينه خانه، د سركو ډاګ د صيب كوهي كلي كښي دوه معانيه خاني، د ګردي كڅ په تري كښي د ګرځنده پاټك معاينه خانه ، د ګرداب او د ګوشتي د كشتيو په خنګ كښي وري معاينه خانې ، د كابل او جلال آباد تر منځه د خيرو خيلو لويه پاټك معاينه خانه اوس ورانه شوي او پاټك ډاكټرانو ئې تقاعد كړي او د هغي په ځاي وړې او كوچنۍ ګرځنده پاټك معاينه خاني جوړي شوي دي فيوسنه ئې دنغلو پخوانۍ پاټك معاينه خاني په نسبت ډير كم او مناسب دي د نغلو پاټك د معاينه خاني ډاكټران د لوړو تحصيلاتو لپاره لندن ته تللي او څه كسانو ئې د زده كړي لپاره ګوانتانامو ته چانس اخيستي اوس ئې معاينه خانه تسه پاتي ده.
پخوا ډيره فعاله وه لاروي مريضان به د خپل موټر سره پكښي عمليات كيدل او په جيب كښي ورسره پيسي به ئې ټولي د ډاكټر فيس وه، يا به ورسره مريض په كتنځاي كښې مړشو او ئا به ورسره تر ډيري مودي بسترو خو دا پورته يادي شوي پاټك معاينه خانې ډيري ښي دي ډاكټران ئې با انصافه دي ځكه چې موټر او مريض ډير زر معاينه كوي د لاري تيريدونكو ته خبر وركول كيږي پخوا له دي نه چې معاينه خاني ته د رسيدو نه مخكښي بايد د ډاكټر پاتك فيس په بيلو بيلو جيبونو كښي كيږدي چې نه خپل وخت ضائع كړي او نه د ډاكټر ځكه چې ده پسي نږدي په بل موټر راروان وي خپل فيس بايد زر تحويل كړي چې د ګډوډي سبب نه شي هر سړي بايد د خپلي ګنډي او غوټي فيس د ورايه په لاس كښي ونيسي چې د پاټك ډاكټر صيب د سرګرداني سبب ونه ګرځي دا هغه ډاكټر صاحبان دي چې ستاسو په خدمت كښي ئې شپه او ورځ په ځان يوه كړي ده او په خړو ګردونو كښي پټ دي د لرګو او چارتراشوي ډاكټران د لاري سر ته نه شي راوتلي ځكه چې د هغوي رتبه ډيره غټه ده او فيس ئې ډير لوړ دي چې تر څلورو پينځو لكو پوري رسيږي هغه په راساَ مشر سر طبيب صيب ته د چا په لاس ورليږي نور د هر شي او هر موټر فيس د ډاكټر پاټك سره خپله لائحه شته او په هماغه اندازه به ئې ورتحويل كوي د جر ګوړي فيس پنځه روپۍ او د ميښي دوزره د غوا يونيم زر، د كيمياوي سري د بوري سل روپي د غوړو د ټيم پنځوس روپي فيس دي مه خفه كيږي نوري ټولي روپۍ په ستاسي په جيبونو كښي پاتي كيږي پاټك ډاكټران ستاسو په خدمت كښي دي. د وطن د بيا رغاوني او ابادي لپاره چمتو دي شپه او روځ ئې شوګير وي وائې چې دا زمونږ حق حقوق دي بايد د ځان سره ئې ونه ساتي او ډاكټر پاټك خفه نكړي د حضرت رسول الله ص وينا ده چې په كناس باندي د جنت بويي حرام دي . كناس هغه جاته وئيل كيږي چې پردو مالونو پسي منډي وهي پيسي تري اخلي او خلق زوروي خبر شوي يمه چې د هيواد د لارو پر سر باندي هم دغسي كار روان دي خداي دي دوي اصلاح كړي.

-------------------------------------------------------------
-----------------د ازد اسلامي افغانستان په هيله

------------------------------------------------عادل وطنمل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more