اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
دتبشیر/تنصیر لومی اودامونه وپیژنئ.
Mazharee
27.12.2012
{وَدَّ كَثِيرٌ مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَوْ يَرُدُّونَكُم مِنْ بَعْدِ إِيمَانِكُمْ كُفَّاراً حَسَداً مِّنْ عِنْدِ أَنْفُسِهِمْ مِّن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْحَقُّ} [سوره بقره 109]
ژباړه: خوښ لری ډیرئ داهل کتابو څخه داچی تاسو داسلام څخه کفر ته واړوی وروسته ترایمان راوړلو ستاسو پخاطر دحسد ددوی دځانه څخه وروسته تردی چی حق دوی معلوم شوئ دئ.
{وَلَنْ تَرْضَى عَنكَ الْيَهُودُ وَلاَ النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ[سوره بقره 120]
ژباړه: هیڅ کله ستاڅخه یهود اونصاری نه خوشحاله کیږی ترڅوچی ته ددوی دملت متابعت ونکړی.
درنو اوقدرمنو لوستونکو! لکه چی دا یوحقیقت دئ، چی تل داسلام دښمنان ددی هڅه کوی، چی مسلمانان ضعیفه او دښمنان یی قوی کړی، داسلام دښمنان ددی کار دکولو لپاره دهری ممکنی لاری او وسیلی څخه استفاده کوی، چی یوه هغولارو څخه دادئ چی دوی غواړی په مابین کی دمسلمانانو کفرته او بیا په خاصه توګه نصرانیت ته لاره ومومی، او مسلمانان داسلام دحقی لاری څخه وکفر ته ور وراړوی، چی ددی کار لپاره دوی ځنی ځانګړی خلګ روزلیدی، چی دهغوی په مټ خپل دغه کارکوی، چی هغوی مشهور په تبشیریانو/ تنصیریانودی.
تبشیریان/تنصیریان
تعریف
په لغت کی:
"تبشیریان" یعنی زیری ورکوونکۍ "تنصیریان" یعنی نصرانی کوو نکۍ.
اوپه اصطلاح کی:
هغه ډله ده چی په اسلامی هیوادونو اودمسلمانانوپه مینځ کی نصرانیت اومسیحیت خپروی، مسلمانان منسوخ شوی مسیحی دین ته اودهغه تحریف شوی کتاب انجیل ته رابولی، په اسلامی هیوادونوکی ددی اهدافولپاره په مختلفوجامو اونومونوباندی تظاهرکوی.
تأسیس
مسیحیان په پنځم میلادی قرن 451 په مختلفو ډلوباندی، بناء پرمختلفوخپل مینځی عواملووویشل شول، چی مهمی ډلی یی عبارت دی.
1. ارثوذکسی/ارتوذکسی
2. کاثولیک/ کاتولیک
3. بروتستانتی.
چی دوی ټولویی دهماغه لومړی سره څخه په نړی کی دمسیحیت دخپرولولپاره کوښښونه کول، خوکله چی داسلام خپریدل په شرق اوغرب کی په ډیری چټکتیاسره مخته روان وه،اودوی داسلام څخه احساس دخطرکوئ، نویی دخپل هدف لپاره خپل کارته نوره هم چټکتیا اووسعت ورکړی، پدی معنی سره چی مخکی به یی تنها دکلیساګانو اوپادریانوله لاری مسیحیت خپروی خوددی وروسته یی دمسیحیت دخپرولولپاره هری ممکنی وسیلی ته لاس واچوئ، اوپه خپل ټول توان یی دمسیحیت او انجیل نشر اوپخش ته زور ورکړئ، ددی لپاره چی داسلام دخپریدلومخه ونیسی.
دنصرانیت دخپریدلوطریقی اولاری
دغه ډله دهری ممکنی لاری او واسطی څخه دمسیحیت اوعیسویت دخپریدلوتلاش اوکوشش کوی چی لاندی طریقه یی په تجربه لیدل شویدی.
1. دشفاخانو اوکلینیکونو دجوړولواودناروغانوسره دمرسته کولو له لاری.
2. دمکاتبودجوړولو اوزده کوونکو اوښوونکوسره دمرستی کولوله لاری.
3. په اسلام کی دشبهاتودایجاد له لاری، یعنی په قرآن، حدیث، فقه، صحابه، مجتهدین علماء اومذاهبوباندی دخلګوپه مینځ کی بی باوری اوبی اعتمادی پیداکول، دعامومسلمانانواوعلماؤ ترمینځ واټن پیداکول، داستشراقی عالم نمایانو په هرځای کی ګمارل اودهغوی په واسطه خلګوته مسائل اواحکام غلط بیانول.
4. په ظاهره دانسانی کومک اومرستی کولوله لاری په مابین کی دمسکینانو اوناداره خلکو.
5. په مسلمانانوکی دځنی ضروری موادو دپخش او ویشلوله لاری، لکه کتاب اوکتابچه، قلم، چوکی، دنارینه اوزنانه یونیفورم چی دمکاتبوپراستادانواوشاگردانویی ویشی.
6. دانجیل دخپرولوله لاری دنړی په مخلتفوژبوباندی.
7. د دار الأیتامونو دجوړولو اواعمارولو له لاری.
8. دځنی رادیوی اوتلویزیونی پروګرامونو دنشرکولوله لاری.
9. دځنی فلمونو دویشلو او واردولو له لاری.
10. دمسلمانانو په مینځ کی دجهاد دبدنامه ولو، او مجاهدینو دمتهم کولوله لاری. پدی معنی چی دغه خلګ، مجاهدین خلګو ته بد معرفی کوی، په مجاهدینو پسی خبری کوی، دهغوی کار او جهاد ته بربادی خرابی او جنګ وایی، حتی داسی پیښ شویدی چی یو ناروا اوغل سړئ یی تشویق کړئ وی، چی ورسه دمجاهدینو په مینځ کی داخل شه اوتخریف وکړه، خو الحمدلله چی بیا وروسته هغه سړئ خدای پاک ومجاهدینو ته رسوا کړئ وی، او په خپل مجازات رسیدلئ وی.
11. د اوس په وقت کی پر استشهادی مجاهدینو باندی دبدویلو له لاری او دهغوی عمل ته دانتحار دنوم ورکول.
پورتنی اعمال کڅه هم دوی یی ظاهرا دبشردوستی او انسان پالنی په نامه کوی، خوپه اصل کی ددوی مقصد داوی چی خپل محبوبیت په مابین کی دمسلمانانوډیرکړی، پرنورو خلګوباندی دمسلمانانوباور او اعتماد کم کړی، چی په نتیجه کی ددوی دتبلیغ اوخبری منل خلګوته ظاهرا دمنلووړوی.
ددی خلګوسره مقابله
هرځای چی زمونږمسلمانان وړونه داسی مشکوک حرکات احساس کړی، باید په ډیردقت اوغور سره ورڅخه څارنه وکړی، دیوغیرمشهور شخص اویاډلی څخه مطلقا کمک قبول نکړی، څوک چی ورته دپلار اونیکه ددین پریښوولو، په حقانی اورښتنوعلماؤ باندی دباور نه کولو، دمذهب په هکله دځینی شبهاتوپیداکولو، دپخوانی اسلامی عقیدی دخوشی کولو، دجهاد اوکفاروسره دمقابله دکم رنګه کولواویادجهاد دعدم وجود په هکله خبری کوی، نوباید یی ورسره ونه منی، ځکه غالبا دغه خبری دهغه چادخولی څخه کیږی چی په همدغی تبشیری پروژی که استخدام شوئ وی، ډیرلږداسی واقعات لیدل شویدی، چی څوک دی داسی خبری وکړی اوهغه دی ددوی استخدام شوئ نوی، بلکی دناپوهی اوجهالت له وجه دی داخبره ځنی شوی وی.
نوددی لپاره چی ددی خلګوپه لومه کی راګیرنشو، نوباید لاندی امور په کلکه په نظرکی ونیسو.
1. دقرآن، حدیث، فقه څخه په کلکه دفاع وکړو.
2. پرصحابه ،مجتهدینوعلماؤ اوپه خپل مینځ کی موجوده حقانی علماؤ باندی حسن ظن ولرو، دهغوی هیڅ قسم توهین سپکاوی، اودهغوی دکم علمی په افواهاتوباندی هیڅ باور ونه لرو.
3. خپل ټول اعمال دشریعت دڅلور اصولو په رڼاکی تل سره پرتله کړو.
4. داسلامی شعائر احترام دځان دنده وبولو، اوهیڅ چاته اجازه ورنکړوچی اسلامی شعائروته سپکاوی وکړی.
5. په مال اوځان باندی عملا جهاد وکړو.
6. خپل زکاتونه اونورخیراتونه ومستحقوکسانوته ورکړوچی مسلمانان ونورو بیګانه ګانوته مجبورنشی.
7. په هیواد کی مدارسو، مکاتبو اوپوهینتونونوته په ډیردقت باندی متوجه وسو، ترڅوپکښی دغسی استشراقی ملانمایان لاره پیدانکړی.
8. ددینی مدارسو جوړولوته انکشاف ورکړو، دموجوده مدارسو سره هراړخیزه کومک وکړو.
9. دینی علم ته ترنورهرعلم ترجیح اولومړیتوب ورکړو.
10. دنړی په هرکنج کی دهرواقعی مسلمان سره خپله خوا خوږی عملا ښکاره کړو.
11. دعوامو داصلاح لپاره ځانګړی اومنظم پلان شوی پروګرامونه پرلاره کړو.
12. دمسلمانانودنوی نسل دسالمی روزنی لپاره ځانته پوره وقت اودقیق تقسیم اوقات جوړکړو.
13. هغه کسان چی په قرآن، حدیث اوفقه کی شبهات پیداکوی وروسته ترخصوصی بحث ورسره ، ورته شرعی مجازات ورکړل شی.
14. دشرعی کتابونو دتحریف دمخنیوی لپاره منظم پلان اوتجربه شوی لاری عملی کړل شی.
15. ځوانانوته عصری علوم په شرعی چوکاټ کی داخل تدریس کړل شی.
16. دعلماؤ ترمینځ سالم بحث اودفتوی شریکولوته ډاډمنه اوپوره لاره اواره شی.
17. دهرمجهول الهویت، سړی مجهوله خبره، وبی عوضه کومک قبول نکړو.
دپورتنی موادو په عملی کولوسره إن شاء الله کولای شو دتبشیراو تنصیردفتنی څخه نجات ومومو.
نوت: ددی لیکنی یوڅه برخه یوځل بل هم ماخپره کړیوه.