د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

څوک یې د ورېښمو زندۍ بولي، او څوک طوق لعنت

اتل
26.12.2012

محترمو لوستونکو، اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته
پاکستاني طالبان چې نن سبا یې خلک خوارج هم بولي، دوه ډوله قربانیان لري. یو ډول یې هغه دي چې ساده او پاک زړي مسلمان پښتانه دي. دوی ته چې د طالبانو اصلي بڼه نه وه څرګنده شوي، ویل به یې چې طالبان خو مسلمانان دي او یو مسلمان پر بل مسلمان ظلم نه کوي او په اسلام کې خو جبر نشته.خو طالبان، نه د اسلام، مسلمان، د خپل قوم اوپښتون خیال ساتي اونه هم د کوم بل چا. طالبان هغه څه کوي چې خپله بقا او مستقبل پکې خوندي ګڼي. دوی خودکش حملې کوي او بې ګناه مسلمانان بې خرته قتلوي. دوی هغه څه کوي چې حتی خوارج یې هم نه کوي. دغه اوله ډله خلک چې طالبان یې ښه بلل اوس په خپلو نظریو پښیمانه دي او وایي چې طالبان د هغوی د پاره د ورېښمو زندۍ دي. ورېښم چې ډیر نفیس دي، یو وارې چې ګنډه ور ولویږي بیا نه خلاصیږي.

دویمه ډله خلک چې ان د اول نه پوهیدل چې طالبان یو طوق لعنت دئ چې پر دوی باندې را نازل شویدئ، خو د ډار او ویرې یې څه نشو ویلای، نن سبا یو پر بل پسې د طالبانو د زښتو اعمالو قرباني کیږي. دغه ډله خلک اوس هم د طالبانو نه دومره په ویره او ترهه کې دي، چې که یې طالبان یو ګاونډئ هم قتل کړي د خپل سر د امن په وجه څه نه وایې، سره ددې چې دوي څه نه وایي، خو دا اندېښنه هم ورسره ده چې د هغوی دسرد خوړلو نوبت به څه وحت راخي.

د طالبانو د خود کش په حمله کې د پاکستان د ملي عوامي دپارتۍ د یو لوړ مقام خیبر پښتونخوا د مشر وزیربشیر احمد بلور د وژنې نه وروسته، ددې پارټۍ مشراسفندیار ولي خان د چوپې خولې روژه ماته کړه او خود کشه حملې یې وعندلې
=============================================
اسفندیار ولي: د بې پېلوټو حملو غندونکي د ځانمرګو بریدونو په اړه ولي څه نه وايي؟
| چهارشنبه, 26.12.2012, 02:16 PM | (137 لیدل شوی)

تاند- د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان وايي، هغه کسان چې د بې پېلوټه الوتکو د حملو مخالفت کوي، ولي د ځانمرګو بریدونو پر ضد څه نه وايي.
ښاغلي اسفندیار ولي پرون په پېښور کې د خپل ګوند له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل:« زه دا منم چې د بې پېلوټه الوتکو حملې د پاکستان د مځکنۍ بشپړتیا او حاکمیت سرغړونه ده او دا هم سمه ده چې په دغو حملو کې بې ګناه خلک وژل کېږي، خو زما پوښتنه دا ده چې په پاکستان کې د بې پېلوټه الوتکو د حملو غندونکي ولي ځانمرګي بریدونه نه غندي؟»
ده وویل: هغوی د بې پېلوټه الوتکو په وسیله د پاکستان د هوايي حریم د سرغړونې خبرې کوي خو په دې څه نه وايي چې بهرني سخت دریځي پر مځکه ځانوژونکې حملې کوي او د پاکستان د خاورې خلاف ورزي کوي.
ده وویل:« په زرګونو ازبک، تاجک او عرب چې دلته راغلي، ایا دوی زموږ د مځکنۍ بشپړتیا او حاکمیت سرغړونه نه کوي. که یې کوي نو بیا ولي دا کسان چې د بې پېلوټه الوتکو پر حملو نیوکې کوي پټه خوله دي او د څه ویلو جرات نه کوي.»
ده زیاته کړه: ځانمرګي راځي، ځان الوزوي، بې ګناه خلک وژني نو بیا ولي د هغوی په وړاندې له زغمه کار اخیستل کېږي. که د بې پېلوټه الوتکو حملو ته بد ویل کېږي، دغو حملو ته دې هم بد وویل شي.
اسفندیار ولي خان دا توندې څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د دغه ګوند صوبايي مشر او د خیبر پښتونخوا مشر وزیر بشیر احمد بلور له پنځو تنو نورو سره په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.
د پاکستان اکثره ګوندونه او سیاسي مشران که څه هم په خپله خاوره کې د ځانمرګو بریدونو مخالف دي خو ویل کېږي چې له ځانمرګو څخه د وېرې له کبله په ښکاره د ځانوژونکو حملو مخالفت نه کوي.
د راپورونو له مخې په تېرو پنځو کلونو کې سخت دریځو د عوامي نشنل ګوند په زرګونو پلویان وژلي دي.
په دې اړه نور تفصیل په دې راپور کې ولولئ:


pattang
26.12.2012

اتل خانه وروره !
لا لا ګان خو ولا که څومره خلک وي خو دوژلو حق هم څوک نلري ٠ طالبان خو وايې
چې اول ځل تيرور پردوی باندې دلا لا ګانو په اشاره او شمول شروع شوی دی چې ډېر
مهم خلک يې په ډېره ظالمانه توګه وژلي ،نو څکه يې غچ ترې واخيست ! لاس په لاس
، سترګه په ستر ګه !


اتل
25.01.2013

اسلام علیکم، پتنګ ورور
اصلي خبره همدا ده چې ځوک د وژلو حق نلري. تاسې د نښې منځ وویشت، نورې خبرې یې هسې فروعات دي.
خو تاسې چې وایاست: طالبان خو وايې
چې اول ځل تيرور پردوی باندې دلا لا ګانو په اشاره او شمول شروع شوی دی چې ډېر
مهم خلک يې په ډېره ظالمانه توګه وژلي ،نو څکه يې غچ ترې واخيست ! لاس په لاس
، سترګه په ستر ګه !
دا خبره چې تاسې یې د طالبانو په نماینده ګۍ کوئ، طالبانو څه وخت او چیرې کړیده؟ ستاسې په اصطلاح لالاګان کومي وسلې لري چې دا کار وکړي؟
بل داچې غچ اخیستل، لاس په لاس سترګه په سترګه خو جهاد ندئ، دا خو هسې لړایي ده.


تيمور
12.02.2013

اتل صیب هیله ده چې زما سلامونه هم ومنې،
ګرانو هیوادوالو، غواړم چې یوه موضوع په لنډه او واضحه توګه عرض وکړم كه جګړه همداسې دوام وكړي نو وژنې او تباهۍ به هم ورسره دوام وكړي، ګټه به يې يو او زيان به يې بل ته رسيږي. د وروستيو رپوټونو له مخې تېر كال یوازې د ماينونو له كبله تر زر زيات عام بیګناه افغانان شهیدان شوي، او د (۲۰۰۰) په شاوخوا كې ټپيان شوي دي.
په درنښت،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more