د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

قرائن او شواهد خو يې رښتیا ګنې، خو حقیقت یې رب ته معلوم دئ

اتل
19.12.2012

محترمو وطنوالو پر تاسۍ سلامونه وایم
سړئ چې د ملا صاحب محمد عمر آخند د تیرو کلونو لادرکۍ او د ملا عبدالغني برادر حبس او نورو اړونده حالاتو، شرائطو، قرائنو اود طالبانو نورو خپل منځي اختلالفونو، خارجي مداخلو، د هغوی په لیکو کې د پردیو افرادو، ډلو او ملکونو مداخلو او د طالبانو د تمویل، مسلح کیدو، لوژستیک او سیاسي ماحول ته نظر وکړي، نو وايي چې باید لا وختي په طالبانو کې درز لویدلای واي.
داسې ښکاري چې د سمیې اود نورو ملکونو په ارادو کې بدلون راغلئ او غواړي چئ په افغانستان او سیمه کې سوله او امنیت برقرار شي. کیدای شي چې همدا خوځښتونه په طالبانو کې ددرز د لویدلو سبب شوی وي. دا د عقل نه لیري خبره نده چې په طالبانو کې روانو ځبل منځي، سیمه ایزو او بین المللي فشارونو درزنه، بلکه درزونه اچولي وي. دا لاندې مطلب ددې خبرې بهتره بیلګه ده
===========================================
د افغان لوریو تر منځ د پاریس غونډه نن پیلېږي
ټاکل شوې چې د بېلا بېلو لوریو ۲۰ غړي به دې خبرو کې برخه واخلي او غونډه به له چارشنبې تر جمعې پورې د پاريس په شمال کې دوام وکړي.
د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د افغانستان د سولې شورا او وسله والو طالبانو د استازو په ګډون د بېلابېلو لوریو تر منځ د خبرو اترو دغه غونډه نن( چهار شنبه د ډسمبر ۱۹) پیلېږي.
د دې غونډې چارې د فرانسې د ستراتېژیکو مطالعاتو څېړنیز مرکز د دغه هېواد د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په نوښت جوړوي.
ورته مطالب
• "د پاریس غونډه یوازې لیده کاته دي، نه جوړ جاړی"
طالبان: د پاريس غونډې ته ورځو، خو پر سوله نه غږېږو

د دې غونډې په اړه له مخکې نه بېلا بېلو ګډون کوونکو ویلي، چې نه د سولې د خبرو اترو اړوند ده او نه په کې سیاسي مذاکرات کېږي.
ټاکل شوې چې د بېلا بېلو لوریو ۲۰ غړي به دې خبرو کې برخه واخلي او خبرې به له چارشنبې تر جمعې پورې د پاريس په شمال کې دوام وکړي.
د افغان دولت له اړخه ویل کې چې د ولسمشر کرزي یو سلاکار حاجي دین محمد او د سولې د شورا د دارلانشا مشر محمد معصوم ستانکزی او یو شمېر نور کسان به په کې ګډون وکړي.
په غونډه کې شهاب الدین دلارو او نعیم وردګ د طالبانو استازیتوب کوي. شهاب الدین دلارو په قطر کې د طالبانو د دفتر غړی دی او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یي په سعودي عربستان او پاکستان کې د سفیر په توګه دنده تر سره کړې ده.
بل لور ته د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي له لوري غیرت بهیر په دې غونډه کې د ګډون لپاره پاریس ته رسېدلی.
بنسټیز ه موخه
له کابله د بي بي سي خبریال په خپل ريوټ کې وايي، چې په افغانستان کې جګړې ته پای موندل د دې غونډې بنسټیزه موخه ده.
د خبریال په وینا دغه غونډه به د افغانستان په حالت هرومرو اغېز ولري، ځکه په دې غونډه کې د بېلا بېلو لوریو ګډون ثابتوي، چې دوی د مسالې حل د جګړې پر ځای په خبرو اترو کې ویني او همدا د یوه اوږده سفر پیل دی.
فرانسوي چارواکي وايي د غونډې ګډونوال به له ۲۰۱۴ وروسته، چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، د حالت په اړه سره وغږیږي.
د څېړنیز مرکز مشر وايي د دې غونډې هدف دادی، چې د تړلو دروازو تر شا ګډونوالو ته له یوه بل سره د ازادو خبرو اترو زمینه برابره شي.
بل لور ته د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا په خپره شوې یوې وینا کې راغلي چې د دوی له سياسي دفتره دوه تنه استازي به د پاریس غونډې ته واستول شي چې دافغانستان د حالاتو په اړه د طالبانو دريځ په مخامخ توګه د غونډې ګډونوالو او نړيوالو ته ورسوي.
"فرانسوي څېړنیز بنسټ له دې مخکې هم دوه کنفرانسونه جوړ کړي، چې د بېلا بېلو افغان لوریو استازو په کې ګډون کړی، خو دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو استازي به د تړلو دروازو تر شا له خپلو مخالفینو سره لیده کاته وکړي."
ویاند زیاته کړې چې د دوی استازي به یوازې خپله وینا اوروي او ټینګار یې کړی چې دغه کنفرانس يو څېړنيز اوعلمي کنفرانس دی نو ځکه په هغه کې نه له چاسره کومه سياسي پرېکړه کېږي او نه به هم له افغان حکومت یا بهرنیو ځواکونو سره په کې کوم ډول خبرې اترې وشي.
خو د افغانستان د چارو یو کارپوه وحید مژده چې د پاریس د کېدونکې غونډې په اړه معلومات لري وايي کېدای شي په دغو خبرو کې داسې ګډ ټکي راپورته شي چې په راتلونکې کې د سولې په اړه خبرو کې ترې ګټه واخیستل شي.
"دلته ګډون کوونکي اړخونه به هر یو د افغانستان په اړه خپل نظر څرګند کړي. د دغو بېلا بېلو نظرونو څرګندول به، چې کېدای شي په ځېنو برخو کې له یو او بل سره جوړ او یو شان واوسي، د دې سبب شي چې د کنفرانس په پای کې هغه ټکي چې کېدای شي پرې خبرې وشي، یعنې هغه ټکي چې سره نژدې او ورته وي، ټول شي او د سولې په اړه په راتلونکو خبرو اترو کې ترې ګټه واخیستل شي."
فرانسوي څېړنیز بنسټ له دې مخکې هم دوه کنفرانسونه جوړ کړي، چې د بېلا بېلو افغان لوریو استازو په کې ګډون کړی، خو دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو استازي به د تړلو دروازو تر شا له خپلو مخالفینو سره لیده کاته وکړي.


Re: قرائن او شواهد خو يې رښتیا ګنې، خو حقیقت یې رب ته معلوم دئ

pattang
19.12.2012

[quote:d52c4d55c3="اتل"]محترمو وطنوالو پر تاسۍ سلامونه وایم
سړئ چې د ملا صاحب محمد عمر آخند د تیرو کلونو لادرکۍ او د ملا عبدالغني برادر حبس او نورو اړونده حالاتو، شرائطو، قرائنو اود طالبانو نورو خپل منځي اختلالفونو، خارجي مداخلو، د هغوی په لیکو کې د پردیو افرادو، ډلو او ملکونو مداخلو او د طالبانو د تمویل، مسلح کیدو، لوژستیک او سیاسي ماحول ته نظر وکړي، نو وايي چې باید لا وختي په طالبانو کې درز لویدلای واي.
داسې ښکاري چې د سمیې اود نورو ملکونو په ارادو کې بدلون راغلئ او غواړي چئ په افغانستان او سیمه کې سوله او امنیت برقرار شي. کیدای شي چې همدا خوځښتونه په طالبانو کې ددرز د لویدلو سبب شوی وي. دا د عقل نه لیري خبره نده چې په طالبانو کې روانو ځبل منځي، سیمه ایزو او بین المللي فشارونو درزنه، بلکه درزونه اچولي وي. دا لاندې مطلب ددې خبرې بهتره بیلګه ده
===========================================
.[/quote:d52c4d55c3]
داستاخپل خيال دی چې ډنګوې يې ! طالبان ملت دی او ملت پردي نغواړي ، دا دوښمن
او cia پرو پاګنده هر وقت تکاريږي !
دطالبانولپاره لوی بری دی چې سياسي پته يې پيدا کړه ، طالبان خپل نظر وايې او
له مذدور سره په سوله غږېدل لودګي ده ٠ سربېره پر دې په سوله کې بايد ګاونډيان
هم وتړل شي ! سوله هته ر اځي چې اشغالګر ورک او د مفسيدينو دولت نسکور شي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more