د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

فقهي مذاهب؛ حقیقت، ضرورت، سم دریځ

حمید هڅــاند
15.12.2012

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
د اصلاح پیغام په وروستۍ ګڼه کې تر پورته سرلیک لاندې یو په زړه پوري مطلب کښل شوی دی،،،تاسو سره یې ورو-ورو شریکوم او ستاسو اند پرې غواړم.
....................
نیولیک:
۱) د بحث اړتیا؛
۲) اصل د شریعت پیروي ده؛
۳) له قران او سنتو سره تعامل؛
۴) مذاهب څرنګه رامینځته شول؛
۵) د فقهي مذاهبو حقیقت؛
۶) مذاهب یواځې همدا څلور نه دي؛
۷) د مذاهبو د اختلاف علت؛
۸) د فهي مذاهبو په اړه څو ناسم برداشتونه
ــ فقهي مذاهب د قران او سنت بدیل نه دی
ــ فقهي مذاهب له الله پرته د نور خدایانو نیول نه دي
۹) هغه ټکي چې ځان ساتل ترې په کار دي؛
۱۰) د بحث پایله او خلاصه

وار مه خطا کوئ، تر هر سرلیک لاندې دوه-درې پراګرافه خبرې دي....زیاتې نه دي.

۱) د بحث اړتیا:
زموږ په ټولنه کې ډېر ځله د افراط یا تفریط لاره نیوله کېږي، څوک دا مذاهب د مسلمانانو ترمینځ د تفرقي لامل بولي او څه خلک بیا خپل مذهب د شرعي نصوصو یواځيني تفسیر ګڼي او داسې انګېري چې ګوندې د کوم بل فقهي نظر غوره کول له اسلام څخه د وتلو په معني دی. ځکه نو اړینه ده چې په دې اړه د انصاف خبره وشي.

۲) اصل د شریعت پیروي ده:
د مسلمان د ایمان اساس دادی چې تل به د الهي شریعت پیروي کوي. څرنګه چې د اصول فقه علما وایې: د ژوند په هره پېښېدونکې حادثه کې د الله حکم شته. نو موږ باور لرو چې اسلامي شریعت هغه شامل نظام دی چې هیڅ قضیه یې له دایرې څخه بیرون نه ده پاتې.
ټول مسلمانان په دې متفق دي چې د اسلامي شریعت مراجع قران کریم او د رسوال الله سنت دي، خو له قران او سنتو څخه د احکامو په راویستلو کې اختلاف راغلی دی، او هغه له دې کبل چې ځینې شرعي احکام به صراحت سره د قران او سنتو په نصوصو کې داسې راغلي چې د فهم د تعدد احتمال یا اصلا نه لري او یا هم د واضح تفسیر په نتیجه کې قطعي شوي دي. د دویم ډول هغه احکام دي چې په داسې نصوصو کې راغلي چې د دزیاتو معناګانو احتمال یې شته، چې بیان او تفسیر ته اړتیا لري. دریم ډول هغه احکام دي چې اصلا د قران کریم او نبوي سنتو په نصوصو کې په څرګنده توګه نه وي ذکر شوي ، بلکې د قران کریم او نبوي سنتو د نصوصو او نورو شرعي دلایلو څخه د اجتهاد او اسنتباط په ذریعه راویستل کېږي.
اوس نو د دغه دویم او دریم ډول احکامو راویستل د هرچا له وسه پوره نه دی، نو دا پوښتنه رامینځته کېږي چې په دې اړه به عام وګړي څه کوي؟

۳) له قران او سنتو سره تعامل:
ښه خو اوه چې هر مسلمان مستقیما د شرعي نصوصو څخه استفاده کړې وای او ځان یې د علم داسې مرحلې ته رسولی وای چې د شرعي مسایلو په پوهه کې یې بل چاته اړتیا نه درلودای ، خو دا یوه ارزو کېدلی شي چې عملي کېدل یې ناشونې دي، ځکه بیا خو به ټول مسلمانان ایله د شرعي علم په لټه کې وو، او نور ټول دنیوي مصالح به پاتې وای. له دې امله عام وګړي دې ته اړ دي چې دشریعت د نصوصو د پوهاوي په اړه د علماوو په فهم او احتهاد اعتماد وکړي، همدا تلقید یا اتباع بلل کېږي.

نور بیا....


حمید هڅــاند
19.12.2012

۴) مذاهب څرنګه رامینځته شول؛
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند کې صحابه ؤ مستقما له ده څخه پوښتنې کولې، د ده افعال یې لېدل او هماغسې یې پخپله کول. خو د رسول صلي الله علیه وسلم له رحلت څخه وروسته مسلمانو فقهاؤ مسلمانانو ته مسلې بیانولې، هر حدیث چې به یې اورېدلی ؤ تر خلکو به یې رساوی او د دویمو او دریمو مسایلو په اړه یې اجتهاد کاؤ، په دې توګه د صحابه ؤ ترمینځ په ځینو فرعي مسایلو کې اختلاف مینځ ته راغی چې یو طبیعي خبره وه او په هیڅ ډول یې د صحابه ؤ ترمینځ محبت ته صدمه نه شوای رسولی. وروسته همدغه صحابه نورو ځاینو ته ولاړل او هغلته یې نور او نور زده کوونکي، په همدغه فکري تنوع کې وروزل ترڅو دې هرڅه وروسته بیلابیل فقهي مکتبونه ایجاد کړل.

۵) د فقهي مذاهبو حقیقت؛

مالومه شوه چې فقهي مذاهب د هغو هڅو نوم دی چې غواړي د قران او سنت هغه احکام بیان چې په ظني ډول په خپله مانا دلالت کوي او یا له یوې څخه زیاتې ماناګانې لري. نو دهمدغو احکامو بیان هغو خلکو ته چې زیات فهم نه لری، فقهي اسانه کړی او خلکو ته یې بیانوي.

۶) مذاهب یواځې همدا څلور نه دي؛
د شرعي نصوصو فهم تر همدغو څلور مذاهبو منحصر نه دی بلکې د اهل سنت په قلمرو کې نور مذاهب هم شته چې نن ورځ زیات عملي نه دي لکه د امام اوزاعي مذهب، سفیان ثوري او....خو د دې څلور مذاهبو ځانګړتیا په دې کې ده چې د وخت په تېرېدو ورته کار او خدمت شوی او علماؤ د وخت او زمان سره سم پکې اجتهادات کړې او وراضافه کړې یې دي. ځکه نو دا څلور مذاهب یواڅې د څلور امامانو د علم محصول نه بلکې د زرګونو علماؤ د زیارمجموعه هم ده چې سلګونه کلونو را په دیخوا یې پکې زیاتونې کړې دي. او خلاصه دا چې د اهل سنت مذاهبو انحصار تر څلور پورې د واقعیت تقاضا او ضرورت ؤ، نه یو شرعي امر.

نوربیا...


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more