د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

اله شولې، یو د بل دریمه شئ

اتل
10.12.2012

اسلام علیکم، محترمو لوستونکو
موږ چې واړه وو، د نړې د نورو ماشومانو غوندې، ډیره شوخي به مو کوله. میندې به مو قهرجنې شوې د کور نه به يې دباندې را وشړلو. خو د کورنه بهر به زموږ شوخئ لا پسې زیاته شوه، ځکه چې د کلي د نورو ملشومانو سره به ملګرئ شوو، او ټول کلئ به مو د زوږ نه تر سږموراغئ
یوه زړه بوډۍ به را ووتله موږ به يې پسې وځغلولو او دا ښیرا به یې کوله
(اله شولې، یو د بل دریمه شئ). موږ به ورپورې وخندل چې ابۍ ستا ښيرا کله نه لګیږي. درۍ شپې به چې تیرې شوۍبیا به مو په تنز کې ورته ویل چې ابۍ په موږ کې خو څوک ندئ مړشوئ. شپږ ورځې وروسته به بیا ورغلو ورته ویل به مو چې ابۍ، ستا د ښیرا نه خو، نه درۍ ورځې وروسته په موږ کې څوک مړه شول، او نه یې هم ځوک دریمه شول. یعنې که ستا ښیرا قبوله شوې وای، نو په تیرو شپږو ورځو کې به په موږ کې دوه تنه مړه شوي وو
ابۍ به مسکۍ شوه او وبه یې ویل چې ځئ مخ مو ورک شه ستاسې سپین سترګو. ما خو د زړه ښیرا نه کوله، مرګ خو مې نه درباندې لوریږي. خو ما تنګه کړئ، بیا مجبوره شم لاس ګریوان ته واچوم او ښیرا کوم، خو په زړه کې وایم چې خدایه مه کړي، دا خو ټول زما زامن او لمسیان دي. بچیانو لیرې لاړ شي ساعت تیری وکړي، څوک مه آزاروئ
دا متل به خامخا هرچا اوریدلئ وي چې وايي (د آزار نه، چا بازار میندلئ ندئ).
نن سبا چې اورم د القاعدې مشران د پاکستان په شمالي وزیرستان کې یو پر بل پسې د خپلو اعمالو په سزا رسیږي، د ابۍ ښیراوې مې کټ مټ سترګو ته ودریږي. ریښتیا هم د القاعدې مشران چې په قبایلوکې غلو
غوندې پټ شویدي او زموږ د خلکو د سر په بیه ژوندکوي، د ابۍ خبره دوی اوس (یو د بل دریمه کیږي). د یو د بل دریمه، متل فلسفه داده چې دمړي د پاره د دعا ټغر درۍ ورځې غوړیدلئ وي او بیا ټولیږي. د یوه مړي په دریمه ورځ چې څوک مره شي هغه، یو دبل دریمه کیږي.
تر څو چې د القاعدې او نور تیروریستان د موږ د وطنونو نه ځایي خلکو نه وي شړلي، نه به څوک آرام ژوند وکړي او نه به، په سیمه کې سوله او امنیت راشي
د القاعدې د مشرانو د یو او بل ددریمې رپوتونه دا لاندې دي
==============================
پاکستان: څارګرې الوتکې د اللیبي ځای ناستی وژلی
د خپريدو وخت: 12:11 گرینویچ - شنبه‬ 08 ډسمبر 2012 - 18 لیندۍ 1391
پاکستاني لومړي وزیر څو ورځې مخکې، د امریکا دغه بریدونه د طالب عناصرو په ځپلو کې بې ګټې وبلل.
د پاکستان له قبایلي سیمو راپور وايي، چې د امریکا څارګرې الوتکې د القاعدې شبکې د ابو یحیی اللیبي مهم ځای ناستی ابو زید وژلی دی.
وايي، برید د تېرې پنجشنبې پر ګهیځ وختي، شوی، چې ابو زید له لسو نورو کسانو سره یوځای، د شمالي وزیرستان په یوه پټن ځي کې د افغانستان پولې ته څېرمه ووژل شو
سرچینه وايي، چې ابو زید څو ورځې مخکې هغه ځای ته لېږدول شوی، چې اوس په کې ووژل شو.
راپور وايي، چې ابو زید په تېر جولای کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې په برید کې د ابو یحیی اللیبي تر وژل کېدا وروسته د هغه ځای ناستی وټاکل شو.
پاکستاني طالبانو هغه مهال د ابو یحیی اللیبي وژنه یوه لویه ضایعه بللې وه.
ددغې ډلې یوه چارواکي رویټرز خبري اژان ته ویلي وو، چې تر ایمن الظواهري وروسته اللیبي د القاعدې شبکې دویم مهم کس و.
ایمن الظواهري د القاعدې شبکې د بنسټګر اسامه بن لادن تر وژل کېدا وروسته د دغې شبکې مشر وټاکل شو.
پاکستاني چارواکو ویلي، چې په شمالي وزیرستان کې د القاعدې شبکې د یوه مشر په وژلو خبر دي، خو د تابعیت په اړه یې دقیق مالومات نه لري.
مخکې د پاکستاني څارګرو چارواکو ویلي وو، چې په تېره پنجشنبې د هېواد په شمال لوېديځ کې د امریکا بې پيلوټه الوتکې لږترلږه څلور کسان وژلي دي.
بری پر میر علي سیمه شوی، چې له میرانشاه څخه ختیځ لوري ته نژدې شل کیلومتره لیرې پرته ده او له القاعدې سره د نژدې طالبانو د روزنې ځای دی
===========================================.
شمالي وزیرستان کې ډرون د القاعده اهم غړی وژلی
• Print
• Email
• Share:
TEXT SIZE
09.12.2012
د افغانستان پولې ترسنگ د پاکستان په قبائیلي سیمه شمالي وزیرستان کې ډرون یا بې پائلټه هوائي جهاز د وسله والو په مشکوک پناه ځائې برید کې د القاعده یو اهم غړی او دوه نور کسان وژلې دي.
د امریکې خبري ادارې ایسو سې ایټډ پریس ای پي د اتوار په ورځ خپل رپورټ کې ویلي شیخ خالد بن عبدالرحمان الحسنین چې د ابو زید الکویتي په نوم هم یادیدو، د زیارت په ورځ د میرعلي سره نزدې خپل کور کې وژل شوی دی.
رپورټ وايي د الکویتي ښځه او لور د ډرون برید کې زخمي شوې وو او د هغه ښځې د جمعې په ورځ د میران شاه هسپتال کې ساه ورکړه. رپورټ وايي الکویتي د جمعې په ورځ ښخ کړی شو.
ای پې د پاکستاني چارواکو په حواله ویلې الکویتي د القاعده د دویمي شمیرې مشر ابو یحیا البیي ځائې نیولی وو. البي هم د جون په میاشت کې شمالي وزیرستان کې په ډرون برید کې وژلی شوی وو.


pattang
10.12.2012

اتل خانه!
صليبيان به هلته القاعده ورکه ولی شي چې ټول مسلمانان مړه کړي!
که يوکس القاعده مړ کړې لس نوربه پورته کېږي ، شهادت يې قبول ،خدای پاک
دې فردوس جنت ورکړي ٠ وروره القاعده هر چېرته شته ، ورکه ول يې يواځې په خدای
پاک دي نه د صليبي اشغالګرو په لاس!


طیب زابلی *
11.12.2012

داسلام ددښمنانو دا خیال کوم نوی خیال نه ده بلکی ددوئ دا خیال چی افراطی مسلمانان یعنی مجاهدین به ختموی له پیړیو په دماغ کی ګرزی مګر خو تراوسه نه ده رښتیا شوی او نه به رښتیاشی ځکه الله پاک له مجاهدینو سره دنصرت وعده کړی ده


اتل
14.12.2012

طیب زابلي وروره اسلام علیکم
تاسې ویلي چې: داسلام ددښمنانو دا خیال کوم نوی خیال نه ده بلکی ددوئ دا خیال چی افراطی مسلمانان یعنی مجاهدین به ختموی له پیړیو په دماغ کی ګرزی مګر خو تراوسه نه ده رښتیا شوی او نه به رښتیاشی
ورورجانه، تاسې افراطي مسلمانان مجاهدین بللي دي. په حقیقت کې افراطي مسلمانان مجاهدین نه دي، ځکه چې افراط په السلام کې منع دي. اسلام نه افراط منی او نه هم تفریط.، اسلام د اعتدال دین دئ. بالخصوص په دین کې افراطیت ډیر خطرناک عواقب لري. ډیرمذهبي مشران چې د اسلام د ارشاداتونه چندان آګاهي نلری، کوښښ کوي چې په اسلامي احکامو کې طیاده روي وکړي، تر څو خلک وویریږي چې د اسلام په لاره روان شي. خو دوی دا خبره هیروي چې اسلام د چا د ګواښلو او ویرولو دین ندئ، او اسلامي احکلم د آیت او حدیث شریف له لارې مسلمانانو ته ابلاغ کیږي، څوک حق نلري چې تصرف پکې وکړي. په دیني احکامو کې تصرف کول ځان د الله جل جلاله جا نشین کول دي. څوک چې دا کار کوی، ځان پخپل سر د الله جل جلاله په کارونو او قدرت کې شریک کوي. آیا دا پخپله شرک ندئ. آیا افراطیت لدې کار نه پرته بل څه بولي؟ که تاسې افراطیان او مجاهدین یوه ډله خلک بولئ، نو پکار دي چې فکر ورباندې وکړئ. هیڅ فرد او ډله حق نلري چې د الله د اوامرو د تطبیق چارې په خپل سر په لاس کې واخلي. دا کار ځانګړي شرائط لري او په عملي کولو کې یې باید افراط هم ونشي.
په درنښت


اتل
20.12.2012

پتنګه وروره، سلام، سلامتي او د الله جل جلاله رحمت او مهرباني درته غواړم
ګوره، زه ورور درته وایم او ته اتل خان راته وايې. چرت پرې ووهه. په پوره ډاډ او صداقت درته وایم چې ماته ستاسې په خبره صلیبیان او القاعده هیڅ ډول توپیر نلري. دوی دواړه د خارجي تورخره دوه غبرګ غوږون دي. دغه موجوده قواوې چې زما او ستا په ملک کې پرتې دي، ولې او چا راوستې؟ دا د کومو ملکونو قواوې دي، چې نن سبا زما او ستا په ملک دیره دي؟ آیا دا دهغو ملکونو قواوې ندي چې د پخواني شوروي اتحاد لخوا زما او ستا د ملک د اشغال په مقابل کې یې موږ ته لاس راکړ؟ دالله، اسلام او ملي ناموس د خوندي کولو په لاره کې د افغانانو د میړانې او همدغو خارجي ملکونو په مالي او نظامي حمایه موږ د کمونیزم د سلطې نه ځان خوندي نکړ؟ افغانان دومره بې مروته انسنان ندي چې د غرب په مالي، پوځي او لوژستیکي حمایه د القاعدې جهاد چې زموږ سره یې د کمونیزم پرخلاف وکړ، هر ګز هیر کړي. خو القاعدې زموږ د مذهبي عقایدو، عنعناتو او رسم او رواج د بدلون ډیرکوښښونه وکړل، او زموږ خویندې یې په نکاح واخیستلې اوبیا یې په هوایې ډکرونو کې د حامله ګۍ په حال کې خوشې کړې او پخبله مخه لاړل. په دین کې یې زموږ په طالبانو وروڼو بدعتونه ور وتپل. ملا محمد عمر او د طالبانو قیادت د بامیانو بوت نه ړنګاوه، خو لدې امله چې القاعدې طالبان یرغمل کړي وو، مصري نیمچه آخند مرجان الجواهري په زور او جبر د بامیانو د بوت نړول په طالبنو ومنل او په نړي کې یې طالبان وشرمول
القاعدې د طالبانو د مرزا خلاف زموږ د پاکې خاورې نه په هغو ملکونو حملې وکړې چې زموږ سره یې د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو په طرد کولو کې عظیمې مرستئ کړی وې
ورورګله ښه د زړه په سترګو ورته ځیر شه، ولې موږ خود کش بیګانه پرور شو؟
تاسې به لیدلې وي چې د طالبانو د حکومت په وخت کې القاعدې په افغانستان کې څومره ظلمونه وکړل
نن سبا زموږ په کور کې د القاعدې د بقا ادامه د روان جنګ ادامه ده، زما او ستا کورونه پکې تباه کیږي او زه او ته پکې مرو. د افغانستان او پاکستان په قبایلې علاقو کې، که د القاعدې ښاماران، نه واي وژل شوي، تاسې پوهیږي چې تر اوسه به پرموجوده قتلنو برسیره څومره نو ر پښتانه شهیدان شوي واي
تاسې ته معلموه ده چې د القاعدې په لسګونو غټ ښاماران پدې روان جنګ کې چې پخپله القاعدې په لوی لاس او قصداً زموږ ملک ته راوړي وژل شویدي. پدې وروستیو کې د القاعدې بل غټ مشر شیخ خالد بن عبدالرحمن الحسنین چې د ابو زید الکویتي په نامه هم مشهور ؤ ووژل شو
تاسې ته به معلومه وي چې په عربي نړي کې چې اسلامي اماکن پکې دي، جهاد کم دئ چې دغه عرب چې مچیو غوندې یې زما اوستا د کلا ددیولونو په چاکونو کې ځالې کړي دي او هر بې ګناه لاروئ چیچي، لاړشي، او هلته خپل غیرت او اسلامیت ثابت کړي
نه، دوی دا کار هلته ځکه نشي کولای چې هلته ثابت او قوي حکومتونه موجود دي، دوی ډغرې نشي ورسره وهلۍ، بلکه دوی په هغو ځایونو کې لړایي کوي چې خلک یې متعصب، بې تعلیمه، بې اسرې، بې ثباته، مجبور او د کرایه کیدو او استعمالیدو جوګه وي
وروره، لږ خپل سر په ګریوان کړه او په حقایقو ځان آګاه کړه. د الله نه دې په دواړو دارینو کامیاب غواړم. د یوه چندي مسلمان افغان او پښتون په حیث احترام درته لرم. پر هغو دې سپارم چې بارانونه اوروي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more