نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دجلریزولسوالۍ مظلوم ولس غږ ولې څوک نه اوري؟
pattang
05.12.2012
منځنۍ د ١٣٩١ لمريز کال د ليندۍ ١٥
دجلریزولسوالۍ مظلوم ولس غږ ولې څوک نه اوري؟ !
خپلواک تنها05.12.2012 15:04
ددغوکورنیووطن پالونکواوبهرنیوسوله ساتونکو له وریرې، نه څوک له کوره وتی شي اونه په خپلو ځمکوکې کارکولی شي ،ځکه چې هره ورځ دغه ځواکونه کلي په کلي هغه هم په داسې حال کې چې دخپل ټانګ پر سر یې غربي موزیک په لوړ اواز چالانه کړی وي اوکله خویې لوډسپیکردبې غیرته اوتش په نامه افغان، ترجمان په خوله کې ورکړی وي هغه سپکې سپورې وایي چې هیڅ ضمیریې زغملی نشي ،له دې سره سره چې کوم کس په لاره روان وي اویاهم په خپله کرونده کې کارکوي راتاو یې کړي پرته له دې چې جرم یې معلوم کړي ، لاسونه یې پرې وتړي اوپه وهلویې پیل وکړي ترهغویې وهي ترڅوچې دوي پرې ستړي شي اویاهم دغه مظلوم بې هوښه شي .څوهغه مثالونه یې راوړم چې ماپه خپلوسترګولیدلي اویامې دداسې چا له خولې اوریدلي چې په خپلوسترګویې لیدلي خوپه داسې حالت کې یې قصه بیان کړې چې ګریوان یې په اوښکو لوند شوی دی.
۱ دجلریز ولسوالۍ اړوند دهوایي پله په سیمه کې یوځوان چې په عمومي سړک روان وو،ددوي لخوا ونیول شو اوپرته له کوم جرم نه په سپیانو داسې وخوړل شوچې اوس یې په کابل کې درملنه ناشونې ده اوبهرته دبې پیسه ګۍ له وجې دتلو توان نه لري.
۲ دخدرخیلوپه سیمه کې یوځوان چې دخپلو زروري توکودرانیولوپه خاطربازارته روان ووپه لارکې ونیوه په داسې حال کې چې هیڅ جرم یې نه وه کړی ،لومړی یې جامې ټولې پرې وویستې ورپسې یې په یخو اوبوکې څملاوه اوترهغوپورې په پښوپرې وختل ترڅوچې بې هوښه شو.
۳ داخند زاده خیلوپه سیمه کې یوځوان چې دخپل کورپه مخکې ناست وه راونیوه اوترهغه پورې یې وواهه ترڅوچې دوي پرې ستړي شول اوځوان یې بې هوښه کړ.
۴ دزیولات په سیمه کې څوتنه چې دتیلوپه پمپ استیشنونوکې یې کارکاوه اوساتونکي وو ،دومره وهلي وو چې په شپوشپوپه خپلو پښونشو ګریځیدلی .
۵ درویان په سیمه کې چې یوقول ده اوخلک یې پرته له مزدورۍ نه بل هیڅ کاروبار نه لري دڅوتنو چې سپین ږیري هم پکې وو لاسونه اوپښې پرې مات کړل اودکابل په روغتونونوکې په شپوشپوبستر شول.
پورته یا دونه له خروارنه یوه لپه ده اونه یواځې داچې داډول ظلمونه اوشکنجې دجلریز په ولسوالۍ کې ترسره کیږي؛بلکې په نرخ ولسوالۍ ،مرکز میدانښاراړوند سیمو اوددې ولایت په نورو ولسوالیوکې هم ترسره شوي اولاهم جریان لري ؛ خو له بده مرغه چې نه ولایتي ادارې،نه په پارلمان کې ددې ولایت تش په نامه وکیل صاحبانو،نه سناتورصاحبانواونه هم دولایتي شوارمحترمو دولس استازو خپل غږ پورته کړ،نه یې ددې مظلوم اوبیچاره ولس غږ واوریده اونه یې هم ددغسې ظلمونومخه ونیوله ؛ ځکه که یې واقعاً خپل غږ په رسنیوکې پورته کړی وای له محافظه کارۍ نه تیرشوي وای اودخپلوجیبونو ډکولوترڅنګ یې لږله خپل ضمیر سره قضاوت کړای وای دې حالت ته به خبره نه رسیده ، اما برعکس یوشمیر خو یې لاپه دې خوښ دي اوغواړي چې دغه حالت همداسې دوام داره پاتې شي ،ترڅویې په مرکزکې کریډیټ زیات اوموقف لوړشي ،داچې کوم کسان داکارکوي هرمیدانوال یې ښه پیژني ،ځکه یومتل ده چې وایي عیان ته څه بیان ده .
په هرصورت داچې لیکنه اوږده نشي غوښتنه مې له محترم والي صاحب اونورولوړپوړیونظامي چارواکونه داده چې پردغه مظلوم،اوبې غمخوره ولس باندې رحم وکړي، آه اوفریاد یې واوري اودغه روان حالت چې نورددې ولایت اوسیدونکوته دزغم وړ نه ده بدل کړي ،ځکه چې نوریې دصبرکاسه ډکه شوې اوکه یې حالت همداسې دوام ومومي لرې نه ده چې دغه ولس به له ناچارۍ په داسې اعمالو لاس پورې کړي چې بیا به نه لیم کیږي اونه پتری.