د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د پکتیا د مچلغو بند له پيله تر اوسه

طالب ISI
04.12.2012

لومړی پدې هکله د ښاغلې ذبیح الله مجاهد زما پوښتنه او دده ځواب:

څلورمه پوښتنه
بل دا چې تاسې په خپله ویب پاڼه کې لیکلي چې بهرنیانو په افغانستان کې لویه پروژې چې زمونږ درد پرې دوا شي جوړې نه کړې، نو بیا مو د سلما بند سره ولې مخالفت وکړ، ولې مو د هندوستان پوسیله جوړیدونکو سړکو سره مخالفت وکړ، خلک مو ووژل؟ په پکتیا کې مو د بند جوړولو مخالفت ولې وکړ؟

ځواب ـــ بلی لکه څرنګه چې اوس ټولو هيوادوالوته معلومه ده چې دښمن دلته دآبادۍ لپاره نده راغلی ، اول خو دا نشئ ثابتيدلای چې دسلما په بند کې دې موږ مشکلات جوړ کړی وي ، هلته اراده دجوړيدونشته ، او که ومنو چې هلته ستونزي شته نو په کابل کې خوبه داکارونه لږ ممکن وي هلته خلک پوره برق لري ؟ دکابل اداره ولی دبرق انرژي له ګاونډيو هيوادونو په قرارداد رانيسي بيا يي کابل ته رارسوي ولی هلته بندونه نه جوړيږي ؟په تخار کې دفرخار په ولسوالی کې هيڅ نظامي تحرکات نشته ، هلته ولی د کوه نمک آب بند نه جوړيږي ؟ دجنګلک فابريکه چې زموږ دهيواد لپآره حياتي ارزښت لري ولی بيرته فعاله نشوه ؟ هلته خو جګړه نشته ، دکابل په ښارکې ولی سړکونه لاخام پاتي دي چې په ولاياتو کې يي دکار دبنديدو ګيله کوي ؟ تاسو ملامت نه ياست دهیواد څخه لیري ياست ، دلته يواځي هغه سرکونه جوړيږي چې يرغلګر پری تګ راتګ کوی او دخپل امنیت لپاره هڅه کوي چې يو نيم سړک جوړ کړی ، پاته شوه په ريښتيا آبادۍ ،هغه خوب ده هيله ده هغو تشو خبروته ډيرغوږ نشي چې ديرغلګرو سره مله ميډيا يي تاسو ته در رسوي که تا سو دافغانستان اطرافي سیمو ته ولاړ سئ پوره پوره کلي او باغونه یر غلګرو ورا ن کړي تاسو یو ځل کندهار او هلمند یاداسي نورو سیمو ته ور سئ ، دزنګاوات ورستۍ پیښه یې ډیر تازه او ښه مثال دی چې بهرنيان دلته يواځي خلک وژنې ، کلي او باغونه ورانوي او دخلکو دژوندکړي ور تنګوي

د ټایم مجلې راپور:
http://world.time.com/2012/12/02/what-iran-and-pakistan-want-from-the-afghans-water/
تاند- ایران او پاکستان له افغانستانه څه غواړي؟ د ټایم مجلې د یوه تحلیلي راپور سرلیک دی چې د خان ولي د مرګ په خورا تراژیکې کیسې پیلېږي.

د خان ولي ګناه دا وه چې له روانکارو څخه یې د پکتیا ولایت د مچلغو بند ساته.

مجله د خان ولي کیسه داسي پیلوي:

لکه څرنګه چې د سخت دریځو په ویدیو کې ښکاري، یوه لویه- وچه دښته ده، یوه تن کامره په لاس کې نیولې، نور په داسي حال کې چې د خان ولي د مرګ سزا لوستل کېږي، تر ده راچاپېر شوي او بد رد ورته وايي.

یوه جلاد، چې توره لونګۍ یې پر سر کړې او ګډه وډه اوږده ږیره لري، وویل:«دا بې رحمي نه ده، عدالت دی. زه پر خدای قسم کوم چې که دی په ۸۲ ملي میتري هاوان ووژل شي، بیا هم کافي نه ده. خو زموږ نور مجاهدین یې راسره نه مني.»

بالاخره فیصله کېږي چې خان ولي په ۸۲ ملي میتري هاوان وویشتل شي. هغه له هاوان څخه ۳۶ متره لېري بیايي. یو تن د هاوان تر شا درېږي او ضربه کوي یې. د هاوان له کڼوونکي ږغ وروسته راټول شوي خلک له خوشالۍ د الله اکبر نارې وهي.

په داسي حال کې چې خلکو په خوشالۍ د خان ولي د بدن د تیت پرک شویو ټوټو خوا ته ورمنډې کړې، یوه تن ناره کړه:«پام کوئ چې کالي مو په وینو ناپاک نه شي.» بل وویل:«ما ته خو یې ډېر خوند راکړ.»

د خان ولي جرم څه و؟

ده د افغانستان د یوې مهمې سرچینې ساتنه کوله. خان ولي د پکتیا د مچلغو د بند د ساتنې لپاره د یوې نیمه رسمي شپېته کسیزې ډلې مشر و. د دې بند کار د ناامنۍ له کبله دوه کاله ځنډول شوی و خو که جوړ شوی وای ۱۶ زره هکتاره مځکه به یې خړوبه کړې او ۸۰۰ کیلو واټه برېښنا به یې تولید کړې وه.

که خان ولي، چې د ۲۰۱۱ کال په منځویو کې ووژل شو، دوه میاشتې نور هم سیمه ساتلې وای حکومت به وسلې او پیسې ورکړې وې. خو خان ولي یوازې شل ورځې بند وساتلی شو.

د ده وراره (ممکن خوریې) اغا جان ټایم ته وویل چې د خان ولي د بدن ټوټې یې اته ورځې وروسته وموندلې. د ده د بدن پاسنۍ برخه زرې زرې شوې وه.«موږ له خال کوبۍ او یوټونو وپېژاند. له کوچینوالي د ده پر لاس خپل نوم لیکل شوی و.»

د خان ولي د بې رحمانه قتل ویدیو څو میاشتې وروسته ژورنالیستانو ترلاسه کړه او په یوټیوب کې خپره شوه.

د افغانستان او دغه راز د دې هیواد د ګاونډیو لکه ایران او پاکستان لپاره د افغانستان د اوبو مسله خورا حساسه ده ځکه چې د افغانستان له پنځو لویو سیندونو څخه څلور ایران او پاکستان ته بهېږي. د کارپوهانو په وینا افغانستان د ځان لپاره کافي اوبه لري خو شرط دا دی چې که بندونه او کانالونه جوړ کړای شي.

د ملګروملتو د یوه راپور له مخې په راتلونکو دېرشو کلونو کې به ښايي د اوبو اندازه پنځوس فیصده کمه شي. افغانستان د بیخ بنا لکه بندونو او مخزنونو د نه درلودلو او د ورښتونو د کموالي له کبله د اوبو له درکه په نړۍ کې تر ټولو بد وضعیت لري. دا هیواد له خپلو اوبو استفاده نه شي کولی. پر له پسې وچکالیو او طبیعي افتونو افغانان سخت ځپلي دي.

په ۲۰۰۸ میلادي کال په افغانستان کې د غنمو حاصل د ورښتونو د کموالي له امله څلوېښت تر پنځوس فیصده ټیټ و.

د ملګروملتو د راپور له مخې په داسي حال کې چې د افغانستان د خلکو د اقتصاد اتکا په کرنه باندې دی د نړیوالو مرستو یوازې پنځه فیصده د دغه هیواد د اوبو او اوبه لګونې پر سیکتور شوې ده. هغه هم اکثره په وړو بندونو شوې چې اوږدمهاله ګټه نه لري.

ایران او پاکستان په افغانستان کې د بندونو د تخریبولو هڅه کوي څو د افغانستان په اوبو هم خپلې مځکې خړوبې کړي او هم برېښنا تولید کړي.

ټایم وايي چې له شواهدو داسي ښکاري چې د خان ولي په وژلو کې به پاکستان لاس ولري ځکه چې ډېرې نښې نښانې داسي ښيي.

ټایم ته د پکتیا یوه بانفوذه مشر ویلي چې پاکستان د هر سړي د وژلو لپاره پنځوس زره روپۍ(کلدارې) ورکوي.

مجله وايي، په دې کې شک نشته چې د انرژۍ بحران پاکستان د افغانستان اوبو ته لا زیات محتاج کړی دی خو ایران هم، چې یوازینی هیواد دی چې له افغانستان سره یې د اوبو تړون لاسلیک کړی دی، له افغانستان څخه تر موافقې نژدې اویا فیصده زیاتې اوبه اخلي او د افغانستان له موافقې او مشورې پرته یې د دغه هیواد د اوبو لپاره په خپله خاوره کې تاسیسات (بندونه او کانلونه) جوړ کړي دي.

که افغانستان د لوی بند د جوړولو هڅه وکړي چې زیاتې اوبه ایسارې کړي، ښايي هم ایران او هم پاکستان پرې اعتراض وکړي او د پروژې مخه ونیسي.

دا چې مرستندوی هیوادونه هم د افغانستان د اوبو پر پروژو پانګونه نه کوي، اساسي علت یې همدا دی.

مجلې د ایران په اشاره د هندیانو له خوا د سلما د بند د کار د ځنډولو، او د پاکستان له لوري د کونړ پر سین د بندونو د مخنیوي یادونه هم کړې ده
د وژل شوي خان ولې وژنه په ۸۲ میلي متره توپ:
https://www.youtube.com/watch?v=5Ue4Hm0-4YE&bpctr=1354647575

د شیخ الحدیث آدم خان کوچې ویډیو له نیول کیدو وروسته. ( زه اوس پوه شوم چې د بندونو او تخریبې کارو لپاره آی،اس،ای څومره لوړ علم واله طالبان ګماري)

https://www.youtube.com/watch?v=Wuqrw7fOh5c

د پیر صاحب د ولسوال په هکله لیکنه:

حلیم احمدزی 03.12.2012 19:19

زه فکر کووم چې که په حکومت کې د اصلاحاتو خبره مطرح کیږي نو اول باید ، له محلي چارواکو څخه پیل شي؛ ځکه چې ولس له محلي حکومت ( ولسوالانو او امنیه قومندانانو ) څخه تر پوزې راغلی دی ، که ووایم چې د پکتیا ولایت د احمدابا ولسوالۍ به د ټول افغانستان په کچه امن ترینه ولسوالۍ وي؛ نو مبالغه به مې نه وي کړې . ځکه چې د ولسمشر کرزي د نظام په دې یوولسو کلونو کې تر اوسه پکې داسې پېښه نده شوې ، چې سړی یې نظام ته خطر وبولي ، بې له یوې پیښې نه چې هغه د مچلغو د بند د ساتونکو د قومندان ( حاجي خان ولي احمدزي ) د بې رحمانه وژل کېدو پېښه وه ، چې حکومت باید پدې اړه جدي پلټنې کړې وای ، چې تر اوسه هیڅ ندي شوي ، اوس اوس داسې راپورونه شته ، چې د احمدابا ولسوالۍ د محلي چارواکو له لاسه او د خلکو او حکومت ترمنځ د بې باورۍ په پایله کې د نارامۍ او ګډوډۍ خواته روانه ده، چې څو دوه اوونۍ مخکې د شیخ منصور د زیارت تر څنګه ددې ولسوالۍ په پولیسو د بم چاودنې یې ښه مثال دی ، چې یو پولیس او پنځه تنه د ښوونځي ماشومان پکې ژوبل شول .
راځو د خان ولي د مرګ قضیې ته، نن مې په روهي ویبپاڼه کې د هغه د بې رحمه قتل کېدو خبر ولوست ، که څه هم زما لپاره دا خبر ډېر زوړ وو؛ ځکه چې ما د هغه د قتل درې دانې بېلابېلې ویډیوګانې لیدلې وې . زه غواړم چې دهغه د وژل کېدو او طالبانو ته د اسیر کېدو د لاملولونو تیاره اړخونه یو څه روښانه کړم .
لکه څرنګه چې په سرلیک کې اشاره ورته شوېده، د احمدابا ولسوال احسان الحق اکبرزی، چې په خټه تاجک او د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکی دی، له یوې خوا د پیر ګیلاني د ظاهري او باطني لاسنیوي او شفقت څخه برخورداره دی، له بلې خوا یې ورور په یوناما کې د یوې برخې مسوول دی؛ نو دا ویلای شو، چې هم د دنیايي مخلوق ملاتړ ورسره دی او هم د پرا زمیني وګړو د ترحم خارق العاده سیوری پرې خپور دی . د پکتیا والي جمعه خان همدرد ته ځینې مشران د شکایت لپاره ورغلي ول، هغه ورته په ځواب کې ویلي وو ، چې د احمدابا د ولسوال شکایت ماته مه کوﺉ ؛ ځکه چې په هغه مې زور نه رسیږي.
بېرته خپلې موضوع ته راځو چې هغه د بند د ساتونکو د مشر خان ولي احمدزي بې رحمانه وژنه ده. خبره داسې وه ، چې حکومت په هغه وخت کې د سیمې د خلکو سره وعده کړېوه ، چې تر یوې میاشتې دې بند وساتي، یوه میاشت وروسته به ورته د دوه سوه نفري قطعې د جوړېدو امر ورکوي، پدې قطعه کې به د هرو پنځو نفرو لپاره یو سرپ موټر، چې د هر موټر کرایه یې سپږ سوه ډالره ټاکلې وه ، او د هر نفر میاشتنۍ تنخوا یې څلور سوه ډالره ټاکلې وه ورکوي . خان ولي چې په خپله غریبي بوخت وو ، د قوم د مشرانو لخوا په زور او زاریو راوستل شو او دې کارته وګمارل شو او په ډېره مېړانه یې د بند د ساتنې کارته ملا وتړله ، کله چې د دوه سوه نفري قطعې خبره را مخې ته شوه؛ نو ولسوال وویل ، چې د بند د ساتنې لپاره ۱۶۰ نفره هم کافي دي ، د څلویښتو نفرو معاش او د اتو سرپ موټرونو میاشتنۍ کرایه او دتېلو د مصرف پیسې به ماته راکوﺉ. که داسې مو ونه کړل ، زه ددې قطعې د جوړېدو په برخه کې نه یوازې دا چې د قوم سره مرسته نه کووم؛ بلکه د چا پلار به یې هم رانه جوړه نکړي، د احمدابا په ولسوالۍ کې یو کارکوونکی چې د نوم له ښوودلو ډډه کوي، وايي چې ولسوال به په دروغو ولایت ته راپورونه ورلېږل، څو د دوه سوه نفري قطعې د جوړولو کار وځنډیږي او یا هیڅ تر سره نشي . ما په راپور کې ولوستل چې خان ولي تر شلو ورځو پورې بند ونه شو ساتلی؛ خو حقیقت دادی چې هغه له دوو میاشتو څخه زیات د بند ساتنه وکړه ، له هغه سره څلور نفره ول ، چې د هر یوه سره یو یو کلاشینکوف او خپله د خان ولي سره یو راکټ چې څلور ګولۍ یې درلودلې وو . د طالبانو یو سخت دریځه قومندان ادم خان کوچي ددریو ورځو په موده کې په بند باندې د علمیاتو تابیا ونیوله ، چې وسلې او نفر یې سیمې ته راوړل او خان ولي احمدزی لدې پیښې نه ښه خبر وو ، ده څو ځله له ولسوال څخه مرسته وغوښته؛ خو ولسوال یې په خبره غوږ نه ګراوه. د خان ولي یو ملګري راته وویل : " زه په هغه مازدیګر د خان ولي پوستې ته ورغلم، ورته ومې ویل چې د خدای په لحاظ د ککې وزیر ( د طالبانو یو قومندان ) او ادم کوچي نفر درګرده سیمې ته وسلې راوړي ، غواړي چې حمله درباندې وکړي ، که د سر خیر غواړې. ترې راځه که لدې ځایه لرې نشوې ؛ نو قسم په خدای چې صبا به دې غوښې په ځولۍ کې را کوزوو ( چې بیا په ریښتیا همداسې وهم شول ) خو ده انکار وکړ او ویې ویل : زه یې وینم، زه له هر څه خبر یم؛ ما دا کار نه کاوه خو اوس مې چې ملا ورته تړلې تر مرګه یې والله که پرېږدم ... هرڅه چې د خدای امر وي هغه به کیږي او ددې ترڅنګ یې راته وویل، چې ولسوال دا دوه ورځې په یوه او بله بهانه غلطولم چې پولیس درلېږم؛ خو نن تلیفون ته هیڅ ځواب نه وايي . هغه وو چې د پاکستان د ای ایس آی طرحه عملي شوه ، د بند ساتونکي نه یوازې خان ولي بلکه هغه څلور نفره نور په بې رحمانه ډول ووژل شول . لدې ټولو خبرو نه معلومیږي ، چې حاجي خان ولي احمدزی د اتو سرپ موټرونو، او څلویښتو ساتونکو د معاش له امله د طالبانو په لومه کیووت او په داسې مرګ ووژل شو ، چې هیڅ با احساسه او د عقل خاوند انسان هغه صحنه نشي لیدلی ، اوس بیا ددې بند کارونه پیل شوي دي ، د احمدزیو قوم یې د ساتلو لپاره دوه سوه اربکیان ورکړي دي ، چې د ولسوال له لاسه په نیمه ګېډه د بند ساتنه کوي ، له چایو، بورې ، لوبیا او وریژو نیولې آن تر کارتوسو او د موټرو له تېلو پورې ولسوال خپله برخه پکې اخلي ، دولت که ځان ته دولت وايي باید ددې استبداد مخه ونیسي ، ځینې نورې ناوړه او غیر اسلامي کړنې او شوکې چې پدې ولسوالۍ کې د ولسوال لخوا روانې دي انشاالله چې په راتلونکې کې به یې په ډاګه کړم؛ ځکه خدای ج چې د څو کرښو د تورولو ځواک راکړی دی ، له همدې ناچیزه وس څخه هم ګټه اخیستل پکار دي ، که چېرته کوم ظالم ددې بې وسه ولس له اوږو ښکته کړی شي

http://www.tolafghan.com/posts/26540
ددغه بند په هکله بله لیکنه:
http://www.tolafghan.com/posts/22299
د مچلغو بند چې د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار څخه ۴۰ کیلو متره مخ په جنوب ختیځه په احمد ابا ولسوالي کې موقعیت لري ، د روان کال د غبرګولي په ۲۹ یې د جوړولو چارې د بریښنا وزارت او د ولایت د مقام له لوري په رسمي توګه پیل شوي ، د نوموړي بند توپوګرافیکه نقشه او د کار پلان د مرحوم داود خان د پرمختیایې پلان له مخې تر سره شوي دي ، چې د تیرو دري لسیزو جنګونو، شخړو او دارنګه د تیر دولتونو سره د بودیجی د نه شتون له کبله ځنډیلي وه ، ولي د پکتیا د ولس د بیا بیا غوښتني له امله دا دي په روان کال کې یې کار په رسمي توګه د اسیایي بانګ لخوا د ۳۲ میلیونه ډالرو په مصرف د جوړیدو چارې پیل شوي . نوموړوي بند په شاوخوا ۵۰ جریبه ځمکه کې جوړیږي ، د بند د جوړولو د پاره دري کاله په کار دي چې له نوموړي بند څخه به ۸۰۰ کیلو واټه بریښنا تر لاسه شي او دا رنګه به د ۱۸۰۰۰ هکټاره ځمکه خړوبه کړي ، نوموړي بند د ۵۲،۲ میلیونه متر مکعبه اوبو ظرفیت لري ، چې د جنوب خیتیځ زون په کچه تر ټولو ستر د بریښنا بند بلل کیږي ، د نظر خاوندان په دې اند دی چې د دې بند په جوړېدو سره به نه يوازې خلكو ته برېښنا برابره شي ، بلکي د کرڼې په برخه کې به سیمه له روان اقتصادي بحران څخه وباسل شي او د پکتیا ولایت به د ډیرو نويو اقتصادي پروژو او د لا زیاتي پانګوني د پاره جوګه شي .
را به شو دي حقیقت ته چې د د ولت د مخالفو ( طالبانو او ګلبدنیانو) په خوله چې د کابل حکومت یو لاسپوڅي او د کفارو په خوښه جوړشوي دولت دي ، نو دهغه کافر دولت د پکتیا ولایت اوسیدونکیو د ژوند د برابرولو د پاره یوه داسي اساسي پروژه پیل کړي چې د ۱۳۵۰ کال نه را پدیخوا ورته هر افغان دولت د پیل تکل کاوه خو یو هم په دې ونتوانیده چې د پکتیا اوسیدونکو ته دومره ستر خدمت وکړي ، خو طالبانو د تیري دوشبني په شپه د خپلو بادارنو چې د پاکستان ملیشه ورسره وه د مچلغو بند د اربکیانو په پوستو د شپي له لوري یو بې رحمانه او بزدلانه برید وکړ چې دوه په هیواد مین ځوانان یې ځای پر ځاي شهیدان کړل ، د اربکیانو قومندان خان ولي چې د مچلغو یو ډیر زړور او تکړه مجاهد وه په راکټ وویشت چې لا ترننه یې مچلغوال د بدن غوښي د غره له ډډي را ټولوي ،په شهادت ورساوه او اته تنان نور یې له ځانه سره یوځاي بوتلل ، دا دي تیره شپه د څلورو اربکیانو مسخه شوي جسدونه له وچ راده د بورګې له سیمي څخه تر لاسه شول او پاتي څلور کسان یې لا هم لا ځانه سره برمته کړي دي . له تیري یوی میاشتي څخه په سلګونو وزیر او پاکستانې فوځیان د طالبانو سره یوځاي د مچلغو سیمي ته را مات شوي ، ترڅو د دې پرمختیايي پروژي چې کیدایشي د پکتیا ټول ولایت وسره په خپلو پښو ودریږي مخه ډب کړي ، د وزیریستان طالبانو د کلي مشرانو ته لا وار دمخه اختاریه لیکونه او شبنامۍ استولي چې باید د دی بند په چوړیدو کې له دولت سره هیڅ ډول همکاري ونکړي .
د بند د جوړولو کار کوونکیو لا تیره اونې چې اختاریه شبنامي او لیکونه یې له طالبانو ترلاسه کړي وي ، د کار ځاي پریښي ، او په لسګونه ماشینونه د کار په ځاي کې د شین اسمان لاندي پراته دي چې ورځ په ورځ یې د خرابیدو او چور کیدو ویره زیاتیږي ، په دي توګه د افغانستان د پرمختګ دښمنانو ددي ستري پروژي مخه لا تر ننه پوري نیولي.
اوس نو تاسو او ستاسو وجدان چې طالبان د چا او د څه د پاره جګړه کوي ؟؟ ایا دوي زمونږ د ګران افغانستان په تباهي پسي ملا نده تړلي ، ایا د افغانانو د وژلو د پاره یې له مزدور پاکستان څخه قومانده نده ترلاسه کړي ، او که اوس هم پري باور نه کوي نو د بند د جوړیدو او د د موکراسي یې سره څه !! الله دې دوي ژر تر ژره مخ توري کړي .

پایله:

پنجاب د آدم خان غوندې له اسلامه نا خبر ته د څو لکو کلدارو په وسیله بازي ورکوي، دومره مهمه پروژه پري بندوي/ورانوي.
ولسوال چې پخوانی مجاهد دی یا حد اقل د پیر صاحب سره اړیکې لري، د پیسو په خاطر د څلور ځوانانو د وژل کیدو، د بند د کار د دوه کاله د ځنډیدو سبب ګرځې.

د آدم خان غوندې شخص که د طالبانو په لیکو کې ځای ولري او دغه غل غوندې شخص ځان ته مجاهد ووایې، آیا بیا طالب او د مجاهد نومونه د اسلام شرمول نه دي؟

نو وروسته له دې باید د افغانستان مجاهد او طالب ته هیڅکله د اسلام په چوکاټ کې ونه کتل شي.

آخر کې همدغه مظلومو پښتنو په خپل مصرف او خپله وینه ددغه بند د ساتلو مسولیت اخلي.
هیله طالبان بیا اجازه ورنه کړي چې آدم خان غوندې خلک ای،اس،آی په دوی کې ځای په ځآی کړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more