د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

په کندهار کی ځان مرګی برید

مومند
28.11.2012

تاوده سلامونه او نیکی هیلی
ګرانو څو شیبی مخ کی می د اسلامی امارت ویب پاڼه کی د انتحاری او استشهادی بریدونو توپیر په هکله یوه مقاله ولوسته او دا همدا اوس دغه لاندنی خبر می په یاران کی ولوست نو ستاسو په عقیده آیا دغه عمل چی عام وګړی پکی ټپیان کیږی د الله پاک اوامرو او د قرآن کریم لارښوونی سره برابر دی؟ پخپله هغه بریدګر هم هدف ته نه ورسید او مړ شو او یو څو نور بی ګناه کسان یی هم ځان سره ټپیان کړ. څوک وایی چی دغه کړنه یو اسلامی عمل دی؟ هغو خلکو چی د اسلام او مسلمانی دعواوی کوی هغو ته ښایی چی یو ځل د هغو میندو او پلرونو او خویندو او ورونو او هغو کونډو ښځو ته چی د دوی زامن، ورورنه، مړونه او نور خپلوان دغو بریدونو په ترڅ کی وژل اویا ټپیان شوی دی لاړ شی او دوی ته دی ووایی چی دوی د دغو بی کناه خلکو دوستان او خپلوانان د خپلی خود غرضو هدفونو په لاره کی قربانی کړی دی، بیا به ګورو چی دغه بیګناه خلک دوی ته څه وایی. چی تر ګریوان یی نیسی او که نه. دغه خلک به د الله په دربار کی څه ځواب ورکوی؟
((يو ځانمرګي بريد په کندهار کې ٨ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
(چهارشنبه ) ماښام شااوخوا ٧ بجې د کندهار ښار د نورزو شابرج په سيمه کې موخې ته له رسیدو وړاندې د يوه ځانمرګي بريد له امله پخپله بريد ګر وژل شوى او دده د يوه ملګري په ګدون ٦ تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي. .
د کندهار د والي وياند جاوېد فيصل رسنيو ته پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي ، چې بريدګر غوښتل د خپل هدف په لور ځان ورسوي ، خو د ده په وينا ، چې موخې ته له رسیدو وړاندې چاودلى او وژل شوى دى .
فيصل دغه راز وويل ، چې ځانمرګى بريد ګر په موټرسايکل سپور و له ده سره يو بل ملګري هم ملګرتيا کوله .
هغه زياته کړه ، چې د هغه ملګرى او ٦ عوام خلک په پېښه کې ټپيان شوي دي))

په درناوی
مومند


larghonay laraway
29.11.2012

سلامونه!
مومند صيب نه انتحاريان شته او نه استشهاديان بلکې دا هسې ډنډورې دي.
دغه انفجارونه په دوه ډوله دي:
يو د بهرنيانو له خوا په ډورن ويشتل کېږي چې غلام چارواکي د بهرنيانو په امر بايد سمدستي بې له کومې څېړنې او پلټنې ډنډوره خپره کړي او ميډيا ته ووايي چې انتحاري حمله وه
دويم :
په خپله حکومتي امنيتي چارواکي خپلو کې يو بل ته انفجاري مواد خښوي او بيا پرې د انتحار نوم ږدي.


tandar
29.11.2012

سلامونه
يو اشغالګر چه مردار شي په مقابل همدغه اشغالګر په سرکونو کي بمان خښوي اوعام خلک وژني نوم دطالب پري ږدي
او دلته دچارواکو او دولت کلمه ډيره ليکل کيږي
کوم چاراکي ؟
کوم دولت ؟
کله چه يوه خاوره اوملت يې استقلال ونه لري هغوي چارواکي او دولت له کومه کړو؟
نن افغانستان دامريکايانو او اروپايانودغوبل ميدان ګرځيدلي دي
نن دټول افغانستان اولسمشردامريکا سفير دي
بي ناموسه وطن فروشان يې دډالرو په زور چه دکورنيو ژوند يې ورته په داخل او بهر کي تضمين کړي دسمبول په ډول په چوکيو کښينولي او اشغالګر خپل سياسي مرامونه مخ ته وړي
د cia او isi لاسونه زما دبي اتفاقه ملت په وينو سره دي


larghonay laraway
29.11.2012

سلامونه!
پتنګ صيب چارواکي کومه داسې حقوقي اصطلاح نه ده چې خامخا دې هغو ته وکارول شي چې له مشروع لارې راغلی وي. له چارواکو زما مطلب همدغه غله، فاسداو غلامان چارواکي دي.
او دي خو ځکه چې د دوی تر ولقې لاندې سيمو کې حتی اعدامونه هم کوي.
دا چې د چارو واک له دوی سره دی نو چارواکي دي!
همدا راز دولت هم که اشغال دی خو د اشغالګرو په زور او پيسو يې ټاکنې کړي، هغه د ګيدړې قواله يې ترلاسه کړې چې (مقننه، قضايه او اجرائيه) ځواکونه لري او دولت دی.
خو له دې څوک سترګې نه شي پټولی چې اشغال نه دي، غلامان نه دي او د امريکا د سفير څه چې د ناټو د لنډغرانو تر لاس لاندې دي.


مومند
29.11.2012

تاوده سلامونه او نیکی هیلی لاروی صیب
که ستاسو خبره سمه ده او نه انتحاری شته او نه استشهادی او دا ټول د اشغالګرو او د دولت ډنډوری دی نو ولی طالبان تل د انتحاری بریدونو ستاینه کوی او وایی چی دا خو په قرآن کی راغلی دی او انتحاری (چی طالبان ادعا کوی استشهادی) بریدونه پر هر مسلمان فرض دی او د جهاد یوه برخه ده؟ د طالبانو په ویب پاڼه کی همدا اوس د انتحاری بریدونو په هکله دری اوږد مقالی لیکل شوی دی چی غواړی خلک ته داسی وښی چی هغه انتحاری بریدونه چی دوی کوی په اصل کی انتحاری نه بلکی استشهادی بریدونه دی. زما په خیال چی دوی د استشهاد په اصلی معنی هم نه پوهیږی او یا دا خیال کوی چی ګوندی خلک نه په پوهیږی.

په درناوی

مومند


larghonay laraway
02.12.2012

سلامونه!
مومند صيب زما په ليکنو کې دې که لوستي وي چې انتحاري نشته نو دا به دې هم زما په ګڼو ليکنو کې لوستي وي چې د ملاعمر ډلګۍ او د کرزي حکومتګوټی د امريکا د ګټو لپاره کار کوي خو قربانيان يې اکثره پښتانه دي.
طالبان خو به خامخا ليکي چې انتحاري نه بلکې استشهادي حملې شته ځکه چې دوی د همداسې فکر، وحشت او دهشت خپرولو لپاره ګومارل شوې دي.
په همدې ترتيب د کرزي غلامه اداره هم مخکې تر دې چې د يوه انفجار فني او مسلکي څېړنه ترسره شي د پېښې د خبر له خپريدو سره سم انتحار نوم پرې کېږدي او د يو انسان تور سوزيدلی غړی هم وښيي چې دغه تور د پاکستاني غړی دی. په داسې حال کې چې اوسنۍ جګړې ته پنجابيان نه بلکې اکثره د کوټې، پېښور او وزيرستان پښتانه رادرومي چې تر افغانانو ډېر سره او سپين دي!

مومند صيب څو وارې مې وړاندې هم په دې بحث کړی او ليکلي مې دي:
د کرزي او ملاعمر په ړنده جګړه کې پښتانه دومره ډېر ووژل شول چې په هر ليرې پراته کلي کې دوه درې شهيدان شته چې هم يې نومونه معلوم دي، هم کورنۍ، هم کلی او هم د وژنې پېښه او جګړه!
ولې تاسو تر دې دمه داسې څوک نه شئ راښودلی چې نوم، کور، کلی، پلار مور يې معلوم وي او انتحاري حمله يې کړې وي.
دا ټول داسې مبهمات دي لکه د کرزي او ملاعمر سياست!
دا د امريکايانو پاليسي ده چې جګړه ګرمه وساتي او بېلابېل ميتودونه ورته غوره کړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more