د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دا سیاسي مخالفین څوک دي؟ آیا د سیاسي مخالفینو او ملي قهرمانانو اعدامول عدالت دی؟!!

اتل
26.11.2012

مهربانه لوستونکو سلامونه مې ومنئ
د مقدمې نه پرته باید اول دا پوښتنه مطرح کړم چې د کابل د حکومت سیاسي مخالفین څوک دي؟ آیا طالبان په سیاسي مخالفینو کې راځي؟ دوهم دا چې د یوه متمکنه حکومت په مقابل کې د وسلې پورته کول د اسلامي ارشاداتو سره په ټکر کې راځي او که نه؟ اوبل دا چې طالبان وایي د کابل حکومت د اسلامي امارت بې ګناه جنګي اسیران وژني، اصلاً اسلامي قوانین او نړیوال اصول تر شا غورځوي.سوال دادئ چې طالبان کوم اسلامي قوانین او نړیوال اصول یادوي؟ که دوی هغه اسلامي قوانین او نړیوال اصول یادوي چې د هغو پر اساس عام ولسي خلک له موټرونونه، ښکته کوي او پدې نامه چې په ښار کې ژوند او کار کوي او بیا یې وژني، لکه د غزني ښار ته نږدې یې چې خلک د موټر نه را ښکته کړل او د مطبوعاتو د رپوټون پرحواله پو تن هم سید جمال نومیده او د وردک د بابرخیلو د کلي هم پکښې کې وه، ټول یې ووژل، هغه وخت دغه قوانین او اصول چیرته وو؟ زه نه پوهیږم چې طالبان چا ته جنګي اسیران وايي؟ دا لړایي چې دوی یې پر مخ بیایي، آیا دوې ثابته کړي چې د اسلام د مبین دين په چوکاټ کې دهغوی دغه لړايي جنګ دئ او که بغاوت، اوکه تیروریزم؟ د اسلامي ارشاداتو په چوکاټ کې د متمکنه حکومت په مقابل کې جنګ روا ندئ او جهاد هغه څوک اعلانولای شي چې، د قبضې لاندې مځکې حدود اربعه یې معلوم وي، عام ولس ته خدمات برابر کړي، د اسلام او اسلامي اماکنو دساتنې جوګه وي. د طالبانو د امارت حدود اربعه کوم دي؟ ولس ته خدمات نه برابری، بلکه په زور او جبر خواړه، مکان او مال ترې اخلي. که نن څوک را ولاړ شي او په کابل کې د پلخشتي د مسجد د ړنګولو اراده وګړي، آیا طالبان یې مخه نیولای شي؟ البته چې نه. پس د طالبانو د جهاد اعلان باطل دئ او دوی چې خلک وژني، بمونه چوي، په عام محضر کې چاودنې کوي، په مسجدونو، هدیرو او زیارتونو کې چاودنې کوي، دا ټول جنایت او ترور دئ. زه نه پوهیږم چې د طالبانو جنګي اسیران، مجاهدین او ملي اتلان څوک دي؟ هو دا څه ښه چې وايي: دروغجن به دروغ وایي، هوښیار به قیاس کوي
که غواړئ د طالبانو تبصره واورئ ددې کرښې د لاندې ده
===========================================
آیا د سیاسي مخالفینو او ملي قهرمانانو اعدامول عدالت دی؟!!
شنبه, 24 November 2012 14:36 - تبصري

د کابل فاسده اداره چې د خپل غیور ملت دخدمت هیڅ ویاړ نلري غواړي چې د دروغجن عدالت په نامه د ملت کړاوونه نور هم زیات کړي، په اوسني پړاو کې چې د ګران هیواد څخه اشغالګران کډي کولو ته اړ شويدي او داسلامي امارت مجاهدین د افتخار په میدان کي دکامیابۍ شیبي شمیري د یرغلګرو مزدوران په بې صبرۍ سره دافغان ولس د راتلونکي سولییز او هوسا ژوند د هیلو له مینځ وړلو کوښښ کوي. د تعجب وړ دا ده چې د کرزي د کاواکې ادارې یو شمیر د غرب حلقه بګوش غلامان داسې انګیري چې مونږ سیاسي مخالفین په بندي خانو کښې نلرو
، دا څرګندونې د تیرې سه شنبي په ورځ (۲۰ نومبر ۲۰۱۲ز- ۳۰ عقرب ۱۳۹۱هـ) د (بي بي سي) په راپور کي راغلي دي: د افغانستان لوی څارنوال محمد اسحاق الکو وايي، پر اعدام محکوم شوي ټول (۲۵۰) زندانیان له ترهګرۍ او جنايي پیښو سره پر تړلو موضوعاتو په مرګ محکوم شوي دي:''ټول جنايي موضوعات دي. په افغانستان کې اصلاً هیڅ سیاسي بندیان نه لرو. یا ترهګر دي، يا په مخدره توکو کې نیول شوی دي او یا هم نور موضوعات دي.''.
داسلامي امارت د مجاهدینو اعدام په حقیقت کي د کرزي د ادارې وار خطایي انځوروي، هغوی چې تر یوولسو کلونو زیاته موده د پردو په مټ د جمهوري ریاست تر سمبولیک نامه لاندې پر بې واکه تخت ناست و اوس بد خوبونه ویني، دمظلومو بندي افغانانو په دار ځړول هغوی ته دنجات ذریعه ښکاري، ځکه خو څه وخت مخکښې د هغوی مفتي داسې فتوی ورکړه: که غواړئ چې عدالت تامین شي ( داشغال ناولې منګولې دولس پر سینه نورې هم ښخې شي!) نو څو تنه مجاهدین د کابل په دروازو کي په دار وځړوئ، دا دی په اصطلاح جمهور رئیس هم اقدام وکړ.
په واک مین، بي زړه او کمزوري خلک همیشه فکر کوي چې دهغو بنديانو وژل چي په مخالف اړخ پورې اړه لري مخالف لوری د پښو غورځوي، ځکه نو اسلامي قوانین او نړیوال اصول ترشا غورځوي، یوازې د خپل نجات په سوچ کي معصوم انسانان په شهادت رسوي، مګر دغه بیچاره ګان نه پوهیږي چې دمجاهدینو وژنه د ظالمانو واک نه اوږدوي بلکې شپي یې لنډوي، د کمونیستانو او د هغوی دشوروي اتحاد انډیوالانو تاریخ زموږ په، مخکي پروت دی، په سلګونو زره افغانان یې شهیدان کړل، مګر په لږ موده کې هم دوی له وطنه ورک شول او هم یې بادران تیت او پرک شول.
د مجاهدینو ډیره لویه ګناه!؟ د یرغلګر دښمن په وړاندي مقدس جهاد او سپیڅلي جګړه ده، هغوی خپل ځانونه د اسلام، مسلمانانو او افغانستان لپاره سپر ګرځولي دي، دښمن یې دماتې سره مخامخ کړی دی، دا دی اوس داشغالګرانو د وژلو، ویرولو او شړلو دافتخاري کارنامې په وجه په بي بنیاده تورونو محاکمه کیږي، رشوت خواره فاسد قاضیان نا حقه فیصلي ور باندي کوي او ګوداګۍ اداره یې د خپلو بادرانو دخوشحالولو لپاره اعداموي: {وَمَا نَقَمُوا مِنْهُمْ إِلَّا أَنْ يُؤْمِنُوا بِاللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ} (البروج-8).
د څرخي پله په بدنام زندان کي داسلامي امارت مجاهدین په داسې وخت کې اعدامیږي چې د کرزي د دروغجنې سولې استازي دګاونډیانو څخه د اسلامي امارت د بندیانو د خلاصولو لپاره ریاکارانه هلې ځلې کوي او په ډاګه وایي چې دبندیانو آزادي له سولې سره مرسته کولای شي، مګر دلته په افغانستان کي بیا د اسلامي امارت د مظلومو اسیرانو اعدامول سوله راولي او عدالت تامینوي!! په حقیقت کي دبندیانو څخه غچ اخستل یا د سیاسي موخو لپاره ددغو ملي اتلانو شهیدانول هم داسلامي قانون او هم دنړیوال قانون خلاف عمل دی، بلکې د ټولو قوانینو سپکاوی دی، څه ښه وايي: ژمی به تېر شي، خو ددیګي مخ به تور پاتې شي


طیب زابلی *
28.11.2012

السلام علیکم ورحمة الله
اتل صیب ډیره زړه مسئله دی راپورته کړی ده مطلب می داده چی ددې حکومت په مقابل کی چی جهاد روا ده یا نه؟ پردې لس کاله مخکی خبری کیدی اوس چی حکومت دسقوط په مرحلو کی ده دافتواوی به ګټه ونه کړی چی جهاد ورسره روا ده یانه؟
راځم دې خبری ته چی تا پوښتنه کړی ده چی دمتمکنه حکومت په مقابل کی جنګ جهاد ده که بغاوت؟
ښه به دا وه چی دمتمکنه پرځای دی اسلامی متمکنه ویلی وای او داچی ته وایی دمطلق متمکنه حکومت پرضد جنګ بغاوت ده نو داخبره دی بالکل غلطه ده ځکه صحابه چی دایرا ن مصر ترکیی او نورو ممالکو دحکومتونو په مقابل کی جنګیدل هغه بغاوت وو؟ ایا په دی ممالکو کی متمکنه حکومتونه نه وو؟چی هغه صحابوو ونړول او پرځای یی یو اسلامی نظام راوستی،
نو اصلی خبره داده چی داسلامی متمکنه حکومت په مقابل کی جنګ بغاوت ده ، مګر دکابل په حکومت کی دا دوه شرطونه شته ؟ بلکی نشته ځکه اسلامی حکومت هغه ده چی هغه دمسلمانانو په لاس په خوښه جوړشوی وی او پراسلامی قانون ولاړ وی، نو دکابل حکومت خو نه دمسلمانانو په لاس او نه دمسلمانانو په خوښه جوړ شوی ده بلکی دغربیانو په لاس او دغربیانو په خوښه جوړشوی ده ، او نه دکابل حکومت پر اسلامی قانون ولاړ ده ځکه دکابل حکومت پراساسی قانون او داسی نورو قوانینو ولاړ ده چی هغه له اسلام سره په ټکرکی دی ،
اوبل شرط دتمکن ده دکابل حکومت متمکنه هم نه ده ځکه متمکنه دامطلب چی دی په ملک کی پوره اختیار او قدرت ولری ، او دکابل حکومت په ملک کی له خارجیانو څخه هیڅ اختیار نه لری چی داباما خوښه نه وی کرزی صاب چکرته هم نشی تلی ، ددې به یو ښکاره مثال درکړم کرزی داڅوکاله دا ناری وهی چی دشپی له خوا دی چاپی بندی شی مګر خو تراوسه هم دده دا امر چانه ده منلی او دارنګه پرکورونو بمبارۍ کیږی اوملکی خلک وژل کیږی کرزی وایی چی دادی نه کیږی مګر خو تراوسه هم دا امر نه ده منل شوی ، داسی نور ډیر صورتونه دی چی دحکومت بیواکی ځینی سرګندیږی ، کله کله داسی پیښیږی چی دکابل پرلویه لاره دخارجیانو ټانکونه په سړک کی ولاړ وی او خلک یوی خواته نه پریږدی په ساعتونو ساعتونو خلک، موټران په انتظار ولاړوی مګر چی کله خلک دځایی حکومت یو قمندان ته شکایت وکړی نو دهغه ځواب داوی چی دا کافران زموږ خبره نه منی حتی کله لا داهم وایی چی موږ دغو ته څه نشو ویلی موږ ځینی ویریږو،
نو ایا دېته ته متمکنه حکومت وایی؟ داخو بالکل متمکنه نه ده،
نو چی په دې حکومت کی له دوو شرطونو یو شرط هم موجود نه ده نو بیا ددې په مقابل کی جنګ بغاوت نه بلکی جهاد ده ،
دا خو هغه څه وو چی ستا دخبری په ځواب کی می وویل ،
مګر خو اصلی خبره داده چی دلته دطالبانو جنګ دحکومت په مقابل کی له لویه سره ده نه ، بلکی دطالبانو جنګ له امریکایانو سره ده په هغه وخت کی چی دطالبانو حکومت وو نو دامریکی او طالبانو ترمینځ جنګ پیل شو په دې منځ کی امریکایانو یوڅو ډالر خوره افغانان راوستل او دځان دساتنی او دفاع لپاره یی طالبانو ته په مخکی ورکړل نو طالبان په اصل کی له خارجیانو سره جنګیږی مګر خو دغه دحکومت په نامه خلک یی مخه نیسی نو بیا به طالب خود اول دده چاره کوی نو دېته بیا ته له کومی خوا بغاوت وایی؟
اتل صیب داخومی هسی سرسری او عقلی دلايل ذکر کړل او ددی حکومت په مقابل کی دجنګ دجواز ډیر شرعی دلائل شته چی دلته یی دذکر کولو ضرورت نه وینم ،
اتل لیکی:
او جهاد هغه څوک اعلانولای شي چې، د قبضې لاندې مځکې حدود اربعه یې معلوم وي، عام ولس ته خدمات برابر کړي، د اسلام او اسلامي اماکنو دساتنې جوګه وي. د طالبانو د امارت حدود اربعه کوم دي؟
اتل صیب داشرطونه دی له کومی خوا پکی لګولی ؟ ایا په کوم آیت او حدیث کی دا راغلی دی؟ او که په یوبل معتمد کتاب کی دی دالیدلی؟ او که دی داسلامی تاریخ له تجربی څخه دافهمولی ده؟
بلکی له دغو درو شیانو په یو ه کی هم دانشته
که دی له حدود اربعوو څخه دیوملک حدود مراد وی نو په مدینه منوره کی تر فتح مکه وړاندی درسول الله صلی الله علیه وسلم حدود چیری وو؟
او که دی دیومطلق ځای حدود مرادوی نو طالبان خو بیا دارنګه ځایونه ډیرلری ځکه په افغانستان کی ډیر داسی ځایونه شته چی هلته پوره دطالبانو واک ده او دارنګه له ملکه دباندی هم دوئ خوندی ځایونه لری ،
او بل داپوښتنه کوم ترفتح وړاندی رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحاپه کرام ددې جوګه وو چی دوئ دی دبیت الله ساتنه وکړی ؟
بالکل یی نه وو ځکه بیت الله شریفی ته دوئ دعمری لپاره هم نه ورپریښودل کیدل ،
او دارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم دمدینی ولس ته کوم دنیوی خدمت برابرکړی وو ؟ سړک یی جوړ کړی وو که برق که هوایی میدان که بل عامه خدمت؟
او سره له دی چی هلته پرمسلمانانو جهاد فرض وو نو اوس بیا کومه وحی راغله؟چی داشرطونه ولګیدل
بلکی اصلی خبره دقدرت او طاقت ده یعنی که په مسلمانانو کی دمقابلی توان وو نو جهاد فرض ده او که نه وو نونه ده فرض ،
نواوس به دی خبری ته راسو چی افغانان چی په یوه اتفاق دخارجیانو په مقابل کی ودریږی نو دوئ دمقابلی توان نه لری؟
بلکی لری یی او داچی نه دریږی په دی سره خو نو دجهاد فرضیت نه ساقطیږی بلکی دوئ ددی فرض په پریښودلو سره ګنهګار دی ،
او بل په طالبانو کی یوازی هم دمقابلی توان شته که نه وای نو اشغالګر ولی له ماتی سره مخ دی او له افغانستانه په وتو دی؟
کومی فرشتی خو موږ نه دی لیدلی چی له خارجیانو سره جنګیدلی دی بلکی دا دغه طالبان دی چی له ټولی نړۍ سره جنګیږی او پر الله یی توکل کړی ده او الله پاک ددوئ نصرت هم کړی ده ،
او بله خبره دعزیمت او رخصت ده یعنی مطلب داده چی دعجز او کمزورې په وخت کی جهاد فرض نه ده په پریښودلو سره یی مسلمانان ګنهګار نه دی دامطلب نه چی روا نه ده بلکی روا هروخت ده، مطلب دا چی دعجز په وخت کی کول یی عزیمت او پریښودل یی رخصت ده،
او له تانه دایوه پوښتنه کوم چی په دې شرائطو کی ته جهاد روا نه ګڼی نو دامطلب چی اشغالګرو چی زموږ پروطن،دین اوناموس تیری کړی نو دا افغانان دی همداسی لاس ترزنه بیغمه ورته کښینی سیل دی کوی ؟ او اشغالګر دی ددوئ په وطن او ناموس خپلی لوبی کوی، چی په چاکی یوه ذره اسلامی او پښتنی غیرت هم وی دانشی زغملای، دا یوازی هغه خلک زغملای شی چی هغه دډالرو عاشقان دی او له ډالرو پرته نور هیڅ نه پیژنی،
ما چی په بل ځای هم ددې خبری په ځواب کی یوه لیکنه کړی وه چی دهغی یوه کافی دلته راواخلم نو بده به نه وی:

دازادۍ رادیو په ویب پاڼه کی می نن یو راپور ولیدی

په راپور کی دالیکلی وو چی ددوشنبی په ورځ
په ننګرهار کی یو ی محکمی دوه قاتلان دمحمداګل او ثناګل په نامه چی دقتل جرم په شاهدانو سره پری ثابت شو دقانون د ۳۹۶ مادی پر اساس په شل کاله بند محکوم کړل .

ایا په قرآن کی ددی مجرم لپاره څه حکم نشته چی
دوی دانګریزی قانون په ماده فیصله کوی ؟
الله فرمایی:
( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِصَاصُ فِي الْقَتْلَى )
ای مومنانو پر تاسو په وژل شویو کسانو کی قصاص فرض کړل شوی ده .
ایا ستاسو قانون دقرآن تر آیت ترجیح لری؟
الله دداسی خلګو په شان کی فرمایی:
وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ (44)
وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ (45)
وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ (47)

چاچی دالله په نازل شوی حکم فیصله ونه کړه نو هغه
کافران ، ظالمان او فاسقان دی .

اتل صیب دا دقرآن آیاتونه او دا ستا دحکومت چی ته یی په مقابل کی جنګیدل بغاوت بولی قانون ده
نور دی فیصله ته او کتونکی وکړی .



ع کريم حليمي
03.12.2012

[quote:68c08bf625]
په راپور کی دالیکلی وو چی ددوشنبی په ورځ
په ننګرهار کی یو ی محکمی دوه قاتلان دمحمداګل او ثناګل په نامه چی دقتل جرم په شاهدانو سره پری ثابت شو دقانون د ۳۹۶ مادی پر اساس په شل کاله بند محکوم کړل .

ایا په قرآن کی ددی مجرم لپاره څه حکم نشته چی
دوی دانګریزی قانون په ماده فیصله کوی ؟
الله فرمایی:
( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِصَاصُ فِي الْقَتْلَى )
ای مومنانو پر تاسو په وژل شویو کسانو کی قصاص فرض کړل شوی ده .
ایا ستاسو قانون دقرآن تر آیت ترجیح لری؟
الله دداسی خلګو په شان کی فرمایی:
وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ (44)
وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ (45)
وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ (47)

چاچی دالله په نازل شوی حکم فیصله ونه کړه نو هغه
کافران ، ظالمان او فاسقان دی .

اتل صیب دا دقرآن آیاتونه او دا ستا دحکومت چی ته یی په مقابل کی جنګیدل بغاوت بولی قانون ده
نور دی فیصله ته او کتونکی وکړی .[/quote:68c08bf625]

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
محترم او مکرم طیب زابلی صاحب ، خدای دي جوړ او روغ لره
محترمه ! داچه تاسي د خپلي لیکني په آخر کښي لیکلي وه چه فیصله دي کتونکي وکړي ، مجبوره سوم چه زه هم خپله فیصله وکم

ګرانه زه په هر صورت چه وي د ۲۰ کالو د قید او حبس سره موافق نه یم ،

او دوهم تاسوته دا دیادونه کوم چه : پر محکمې او قاضي باندي ندي فرض چه قاتل قصاص کړي ، تاسو ته ښه معلومه ده چه قصاص د مقتول د ورثې یا ولي حق دي او پر لازمه او فرض هم نه ده چه قاتل دي خامخا او ارومرو قصاص کړي ، د مقتول ولي !! حق لري چه دیة او غرامت واخلي
او په دغه د "محمداګل" په دوسیه کښي ، د مقتول ولي او قاضي هیڅ حق نه لري چه قاتل قصاص کړي ، څرنګه چه قتل په دوو نفر ترسره شویدی

نو په لهذا داحق نه لرې چه خلګ او یا حکومت ، کافران ، ظالمان او فاسقان ونوموې

غاړي دی بندیږي ، او بل بیا نو ستاسي او موصوف ترمنځ فرق له منځه وړي

درنښت


larghonay laraway
03.12.2012

سلامونه!
وروڼو قصاص، بند، محکومول او نور سپېڅلي حقوقي اصطلاحات چې د ملاعمر وحشي ډلګۍ او د کرزي غلامه اداره د مقدساتونومونه بدوي.
ځکه دوی نه د محکمې صلاحيت لري، نه کفايت او درايت.
طالبان په دومره وحشت او دهشت انسانان حلالوي چې باور وکړه که په اسلام خو پرېږده چې د جاهليت په زمانه کې هم نه وو.
همدا راز کرزی د داسې جنايتکارانو ملاتړ کوي او حتی يوه ورځ بند ته يې هم نه پرېږدي لکه جنسي تېري کوونکي. تاسو به اوريدلي وي چې دوستم د ارګ په څو مترۍ کې پر خپل رقيب جنسي تېری وکړ خوکرزي معاف کړ
همدا راز په شمالي ولايتونو کې اکثره هغه خلک جنسي تېري کوي چې يا د پارلمان دوکيل خپل خپلوان وي، يا د کرزي د کوم وزير او کوم بل چارواکي خپلوان وي خو هيڅوک يې نه شي بندي کولی

دا اوسني اعدامونه او خلاصونه د امريکا دستور دی چې دوی ته يې ورکړی دی.
که په ياد مو وي يو کال وړاندې چې د طالبانو، سولې او قطر دفتر خبرې پيل شوې نو پاکستان ګڼ شمېر طالبان بنديان کړل خوداوار چې بيا دا خبرې پيل شوې نو دکرزي حکومت اعدامول پيل کړل چې اکثره يې سياسي بنديان دي. \
دا د امريکا مضر سياست دی چې د کرزي په غلامه اداره، د ملاعمر په ړنده ډلګۍ او پاکستان يې پلی کوي.
مننه


طیب زابلی *
03.12.2012

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
حلیمی صاحب ستاسو له ګډون څخه ډیره مننه!
حلیمی صیب دقتل په موضوع کی شریعت دری لاری ښودلی دی
۱- دا چی مقتول دوارثانو په غوښتنه قاتل قصاص شی په دې صورت کی پر حاکم او قاضی فرض ده چی قاتل قصاص کړی بله لاره نه لری،
۲- دا چی وارثان یی معاف کړی په دی صورت کی نه قاضی نه حاکم داحق لری چی قصاص یی کړی،
۳- دا چی وارثان صلح بالمال وکړی دلته هم قاضی دقصاص صلاحیت نه لری،
او قاتل په بند محکومول خو په شریعت کومه سابقه نلری
خو بهرحال دا پریکړه دقرآن او شریعت خلاف په یو بل قانون سره ده ،
اوبل تا لیکلی :او په دغه د "محمداګل" په دوسیه کښي ، د مقتول ولي او قاضي هیڅ حق نه لري چه قاتل قصاص کړي ، څرنګه چه قتل په دوو نفر ترسره شویدی)
حلیمی صیب که دې دامطلب وی چی دوه نفره پریوه نفر نشی قصاصیدلی نو داخبره خو نه ده سمه ،ځکه که شل نفره په شریکه یو نفر ووژنی نو داشل سره پر قصاصیږی
(لفعل عمر رضي الله عنه في قتل سبعة من أهل صنعاء قتلوا رجلاً، وإجماع الصحابة على فعله.
والخلاصة: أنه إذا باشر الجميع القتل يقتل الجميع باتفاق المذاهب.«الفقه الاسلامی»
یعنی ټول مذاهب پردې اتفاق دی چی که یو جماعت یونفر ووژنی نو داټول پرقصاصیږی،
او که دې بل مطلب وی نو خبره واضحه کړه!
ورپسې دی لیکلی:نو په لهذا داحق نه لرې چه خلګ او یا حکومت ، کافران ، ظالمان او فاسقان ونوموې)
حلیمی صیب څوک چی دقرآن او شریعت خلاف په بل قانون فیصلی کوی نو هغه ته قرآن فاسق،ظالم او کافر ویلی دی نو دا زما فیصله نه بلکی دقرآن فیصله ده،



ع کريم حليمي
04.12.2012

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
محترمو او مکرمو ، طیب زابلی صاحب او لرغوني صاحب ، زما سلامونه او ښې هیلی ومنئ
محترم زابلی صاحب تاسو راته لیکلي دي چه : ((حلیمی صیب که دې دامطلب وی چی دوه نفره پریوه نفر نشی قصاصیدلی نو داخبره خو نه ده سمه ،ځکه که شل نفره په شریکه یو نفر ووژنی نو داشل سره پر قصاصیږی ))
زه درسره موافق یم !!! داسي قتلونو ته " قتل غيلة " وايي چه بعضي وخت دغو قتلونوته ترورستي قتل هم ویل کيږي یا په فرېب سره قتل
په شرط ددې که مصلحت وو قصاص ئې روا دی ( وقاضي ته )
پر دغه محمدا ګل او ثناګل باندي د قتل غیلة په باب ئې خبر نه یم
د قصاص په مسئله او قضیه کښي احتیاط په کار دی ، دا د قصاص خبري آسانه نه دي ، دا تحقیق غواړي ، د شواهدو خبره ده پر داسي قضیو باندي قلم مه راکشوه

زه به دا درسره ومنم چه ته د کابل د حکومت سره سیاسي نزاع لرې ، خپله ساسي نزاع دي مخته وړه ، خو پر یو مسلمان قاضي باندي تهمت مه وایه (حبس رجلا في تهمة
)، هغه ته ټوله قضیه ښه معلومه ده، او تاسو ته هیڅ معلومات نسته ، تنها د یو ژونالست په خبر باندي فیصلې مه کوه ، با خبر د رب العزت تعظیم کوه ، يايها الذين امنوا ان جاؤكم فاسق بنبا فتبينوا ان تصيبوا قوما بجهلا

راسه پر دې قضیې بحث وکړه چه دا سیاسي نزاع دي په کوم قیمت وملت ته تماموې ؟؟؟؟؟؟ ، موږ به درته غوږ سو !

قصاص بحث ته ضرورت نسته ، موږ ټولوته د ا معلومه ده هره ډله چه قتل غيلة تر سره کړي د هغوی مرګ په مصلحة شرعي او په مصلحة وطني او په مصلحة قومي روا دی
درنښت


pattang
04.12.2012

[quote:9402810841="ع کريم حليمي"]

...........................
زه به دا درسره ومنم چه ته د کابل د حکومت سره سیاسي نزاع لرې ، خپله ساسي نزاع دي مخته وړه ، خو پر یو مسلمان قاضي باندي تهمت مه وایه (حبس رجلا في تهمة
)، هغه ته ټوله قضیه ښه معلومه ده، او تاسو ته هیڅ معلومات نسته ، تنها د یو ژونالست په خبر باندي فیصلې مه کوه ، با خبر د رب العزت تعظیم کوه ، يايها الذين امنوا ان جاؤكم فاسق بنبا فتبينوا ان تصيبوا قوما بجهلا
[/quote:9402810841]
يو مسلمان? قاضي چې ديوو لاسپوڅي اجنټ رژيم کوم چې د زړو صليبي اشغالګرو له
خوا په زړه تيوري او غچ نصب شوی او cia ورته ټوله دولتي بودجه ورکوي او
اشغالګر صليبان يې دشپو په چاپواو دورځې په تيرور کې مسلمانان مجاهدين ، واړه
،زاړه، هلکان او ښځې وژني نو داقاضي که په خوله کلمه هم وايې اولمونځ هم کوي
داسې دی لکه دپولې خشتي هغه انګريز ملا ، تف لعنت دې خدای دې وي په داسې
قاضيانو چې په غازيانو د قصاص امر کوي داسې قاضيان داسلامي محکمې وړدي
او انشالله چې خپله جزا به وويني !
په هر اسماني کتاب کې او په هر غيرې اسماني قانون کې دملک ، مال او ناموس نه
دفاع فرض دی څوک چې دافرض او يا دا قانون نه غواړي او حتا پر ضد يې کار کوي
هغه ،جاهل ،بې ناموسه ، وطن فروش، اجنټ او مرګ يې روادی !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more