اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
حبس او محبس شرعي حیثیت ؟؟
ع کريم حليمي
25.11.2012
درنو او مکرمو او محترمو علماء کرامو ، طیب زابلی صاحب او وزیري صاحب، حذیفه صاحب ، عبدالله صابرصاحب ، او دانشمندانو پتوال صاحب ،نعیم ملتوال صاحب ،زما سلامونه او ښې هیلي و منئ
درنو وړونو ، دا راته معلومه ده چه زندانونه او زنداني کېدل د انسانانو ، زړه سابقه لري ، حضرت یوسف علیه السلام په زندان کښي شپې او ورځي تېري کړیدي ، زه نه پوهېږم چه حضرت یوسف علیه السلام به په څرنګه زندان کښي شپې تېرولي ، چه کوټه قلفی په ئې تېره کړې وي که یا ؟؟
چه خبره کوتا وکړم ، زما زړه ، عقل او دا لږپوهه مي دا راته وايي چه دا د نن عصر محبسونه او حبس د اسلامي شرعی نه خلاف او نا جائزه راته ښکاري ، او دا کوټه قلفي خو یو ناروا او مكروه تحريمي راته برېښي ، ولي چه کوټه قلفي د یو مسلمان انسان مقام دومره راکښته کوي چه حد ئې نسته ، ولي چه اخلاقاً موږ دا حق نه لرو چه تور سپی دي ۲۰ ساعته کوټه قلفه کړو
تاسي دا دنن ورځي محبسونه او قیدونه څنګه ارزوی………….؟؟؟؟
ستاسو د جوابونو په امید
درنښت
طیب زابلی *
26.11.2012
السلام علیکم ورحمة الله
حلیمی صاحب سلامونو ته دی واعلیکم السلام وایم
دا چی تا دحبس به اړوند پوښتنه کړی ده ددې به زه لنډه تشریح وکړم
حبس په لغت کی منع ته ویل کیږی او په اصطلاح کی :
(تعويق الشخص، ومنعه من التصرف بنفسه، )
«بندول دیوشخص اودی له خپل تصرف څخه منع کول»
دځینی علماؤو دانظر ده چی حبس یابند په اسلام کی نشته خو جمهور او زیاتره علماء بیا وایی چی حبس په اسلام کی شته او دا یومشروع عمل ده ځکه ددې ثبوت په قرآن کی هم شته لکه:
(او ینفوا من الارض) دا آیت دلاری وهونکو دسزا په باره کی راغلی ده په دې ځای کی احناف علماء عموما او نور هم ځینی علماء له نفی څخه دبند او حبس معنا اخلی او په سنت سره هم ثابت ده په یو روایت کی راځی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم دیو تهمت له کبله یو سړی بندی کړ
(، وروى أحمد أنه عليه الصلاة والسلام حبس فى تهمة ، وكذا رواه أبو داود والترمذى)
او دارنګه دخلفائ راشدینو په زمانه کی هم حبس وو،
البته دومره فرق وو چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم او ابوبکر صدیق رضی الله عنه په زمانه کی کوم معلوم محبس یا بندیخانی وجود نه درلودی هغوی به یا په مسجدکی مجرم بندی کاوو یابه یی یو سړی پر مقرر کی چی له ده څخه مه بیلیږه ،مګر کله چی په ورسته کی جنایات ډیر شول نودحضرت عمر فاروق رضی الله عنه په زمانه کی ددې لپاره یومعلوم ځای مشخص سو او حضرت عمر رضی الله عنه په مکه کی له صفوان بن امیه څخه یو سرای په څلور زره درهمه رانیوی او په دې کی به یی بندیان ساتل او دارنګه حضرت علی کرم الله وجهه هم دبندیانو لپاره محبس جوړ کړی وو په لومړی سرکی دا محبس له نلانو او لرګیو څخه جوړ شوی وو مګر بیا چی کله بندیان له دې څخه تښتیدل نو بیا یی له خټو او ډبرو څخه جوړ کی ،
او دا چی دمحبس او حبس کمیت او کیفیت به څنګه وی؟ ددې لپاره څه معلوم حد نشته بلکی دا دقاضی رأیی ته مفوض ده ځکه دا ترجنایت او دجنایت کوونکی تر حالت پوری اړه لری کوم چی قاضی ته معلومیږی،
او دا چی دکوټه قلفۍ صورت جائز ده یانه؟ دحنفی فقهی له ځینی کتابونو څخه داسی معلومیږی چی دا جائز ده
(يُطَيَّنُ الْبَابُ وَيُتْرَكُ له ثُقْبَةٌ يلقي منها الْمَاءَ وَالْخُبْزَ )البحر الرائق)
«دروازه دی په خټه وتړی او یو سوری دی ور پریږدی چی تر هغه اوبه او ډوډۍ ورکوی»
او دبندی پښوته کړۍ یا ځنځیر ور اچول د درمختار مصنف وایی چی دا کار نه ده جائز او که دبندی دتيښتی ویره وه نو بیا داهم جائز ده،
پاته شوه داخبره لکه حلیمی صیب چی وایی چی دا دانسان تذلیل ده نو په دې کی خو هیڅ شک نشته چی دا دانسان تذلیل ده او په اسلامی شرعه کی دانسان تذلیل نه ده روا مګر خو خبره داسی ده چی په شرعه کی هم دانسان تذلیل کله کله دیو حکمت لپاره جائز شوی وی دبیلګی په توګه لکه مرییتوب په دې کی دانسان ډیر تذلیل ده مګر خو دېته دیوحکمت پربناء په اسلام کی جواز ورکړل شوی ده،
البته ددې مخکی بیان نو دامطلب نه ده چی دا اوس موجوده محبسونو ته موږ دمشروعیت بڼه ورکړو ځکه په دې کی نه هیڅ عدل او انصاف شته اونه اسلامی قضاوت شته، بلکی هرڅه درشوت، پیسو او سیاسی موخو په هدف ترسره کیږی ډیر بی ګناه خلک کلونه کلونه په محبس کی شپی تیروی خود دوی دوسیه هم نه وی معلومه چی ته پرڅه بندی یی او بل بیا لوی مجرم وی خو هغه پرته له کومی محکمی درشوت یا واسطی په وسیله دوهمه یا دریمه ورځ له محبسه ووزی، خاصةً بیا داسلام او انسان دښمنه هغه جاسوسی شبکو لکه سی آی ای ، آی ایس آی او خاد، په محبسونو کی(عافنا الله منها) چی په کی هغه مظالم ترسره کیږی چی دانسان فکر یی برداشت نشی کولی او بندیانو ته هغه شکنجی او تعذیبونه ورکول کیږی چی نه داسلام په قانون کی شته او نه دانسانیت او بشریت په یو بل قانون کی شته،دارنګه حبس او محبس نه په اسلامی قانون کی جواز او مشروعیت لری او نه په بل قانون کی بلکی دا صرف او صرف پر مظلومو انسانانو باندی ظلم او تیری ده وبس،
(اللّْهم عافنا منها واخلص اخواننا الذین یبیتون فی مظالمهم آمین)
دیو قیدی شعر:
خرجنا من الدنيا ونحن من أهلها ... فلسنا من الأموات فيها ولا الأحيا
إذا جاءنا السجان يوماً لحاجة ... عجبنا ، وقلنا : جاء هذا من الدنيا
موږ له دنیا ایستل شوی یو او حال دا چی موږ هم ددې دنیا اهل یو...
نو موږ نه له مړو څخه یو او نه له ژوندیو څخه .......
کله چی موږ ته یوه ورځ دیو حاجت لپاره دمحبس متصرف راشی.....
نو موږ تعجب کوو او وایو چی دا له دنیا راغلی ده......