د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

لیوه غواړي، شپون شي

اتل
20.11.2012

کرانو وطنوالو، اول سلام او احترام او بیا د اسلامي امارت د نطاق ذبیح الله مجاهد وضاحت ته ښه په ځیر وګورئ، او پدې هم غور وکړئ چې آیا مجاهد صاحب کولای شي په خپلو ناقصو اوتو بوتو، د ولس سترګو ته خاوري واچوي، او که لا هم د طالبانو خوش باوره او په اوهامو کې ډوب قیادت فکر کوي، چې عام ولس نه د ریښتیا او دروغ تر منځ توپیر کولای شي او نه هم ددې جرئت لري چې خپل آواز جګ کړي. خو طالبان د قروتو په منډيي تللي دي. نه خو ولس عقلي او فکري نا تواني لري، او نه هم د جرئت او همت له فقدان، نه کړیږي. د ملک په ګنو علاقو کې ولسونو وښودله چې د طلبانو په غیر اسلامي کاراواییو واقف دي او د هغوی د مهارکولو چاره هم کولای شي. هغه وو چې ولسونو یو پر بل پسې د طالبانو د مظالمو پر خلاف وسلې واخیستې او خپلې سیمې یې یوه پر بله پسې د هغوی د شر نه خلاصې کړي
د طالبانو نطاق چې هنوزهم د فیل په غوږ کې ویده دئ وایې چې مطبوعات دې لده څخه د طالبانو په حصه کې د خبرونو د خپرولو د څرنګوالي او وثوق وضاحت اخلي. هغه غواړي چې د رمې څښتن، لیوه شپون مقررکړي، چې میږي ښې ورته چاغې کړي
===========================================
په پاکستان کې له زندانه دازادوشویو مجاهدینوپه اړه داسلامي امارت دویاند وضاحت
سه شنبه, 20 November 2012 15:32 - پیغامونه
څو ورځې وړاندې دپاکستان په هیواد کې زنداني څو تنه مجاهدین له بنده ازاد شول چې په اړه یې داسلامي امارت له لوري اعلامیه هم خپره شوه .
له تیرو دوو ورځو راهیسې دځینو رسنیو له لوري داسي راپورونه نشریږي ،چې ګواګي داسلامي امارت دغو راخلاصو شویو مجاهدینو ته دکرزي د ادارې لخوا پاسپورټونه ورکول شوي ،باید وویل شي چې درسنیو له لوري د دا ډول راپورونو خپریدل تشي اوازې دي او هیڅ حققیت نلري ،دغو ازادوشویومجاهدینو نه پاسپورټونه اخستي او نه یې
هم دپاسپورټ اخستلوکوښښ کړی اونه یې هم په دي اړه له چاسره تماس نیولی .
له ټولو رسنیو نه دتیر په څير یو ځل بیا په ډیر جدیت سره غوښتنه کوو چې دداسي بې اساسه خبرو له خپرو لو ډډه وکړي اوداسلامي امارت دمجاهدینو په اړه دهرډول خبرونو سپیناوی داسلامي امارت له ویندویانو نه تر لاسه او خپور کړي .
والسلام
داسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد
۱۴۳۴/۱/۶
=============================================
ذبیح الله مجاهد د طالبانو نطاق نه، بلکه د طالبانو ددروغو ګودئ دئ. د طالبانو دروغ که د ماغزو محصول وای نو خامخا به یو منطق پکې پروت واي، لدې امله چې د طالبان دروغ د ګوډي نه راوزي نو منطق، برهان، سنجش او حتی قیاس هم نلري. ذبیح الله ګوډئ وايي چې میډیا دې د طالبانو په اړه د خبرونو د ثقم په برخه کې دده څخه وضاحت وغواړي
ددروغو ګوډئ صاحب، دا خو دې عجبه وکړه. [به کدام نان ګندمي، به کدام سخن مردمي]؟ آیا تاسې کوم وخت ولس ته حقایق ویلي، چې نن میډیا ستاسې نه د مسائلو وضاحت واخلي؟ تاسې پوهیږئ چې ولې ژورنالستان ستاسې نه وضاحت نه غواړي؟ دا ځکه چې تاسې مطبوعاتو ته یوه بوغمه یاست. که مطبوعات پر تاسئ استناد وکړي او د خبرونو دثقم دپاره تاسې ذکر کړي، هیڅوک یې خبر نه لوني شوه، ځکه چې تاسې ځان شرموئ، او ستاسې دروغ د ولس پوهې او ذکا ته، توهین دئ
تاسې ته بې شماره لیکونه استول شوي او حتی په فورمونو کې اچول شوي او د آیت او حدیث پر استناد پوشتنې درنه شودي. چون الله، پیغمبر او ولس ته ملامت یاست، تاسې د هغو لیکونوځوابونه قصداً اوعمداً نه ورکوي. تاسې د اسلام احکام تر پښو لاندې کړي او کوئ یئ، او بیا شرعي حیله ورته تراشئ، پدې وجه ستاسې اعتبار په ملک کې سقوط کړئ او نور نو څوک ستاسې ددروغو ګوډی ته غوږ نه نیسي
هره میوه چې خامه وی پخیږي، خو انسان چې یو وار خام شي بیا نه پحیږي
ذبیح الله مجاهد صاحب، دا خوب دې له سره وباسه چې د رمې څښتن به لیوه ته د شپانه دنده وسپاري، یعنې مطبوعات به د خبر د اعتبار او ثقم وضاحت ستا نه اخلي، او ته به یې هم په خوند جعل کوي، او پدې ترتیب به د ولس سترګو ته خاورې او ایرې شیندې
نور د اسلام د مقدس دین تر نامه لاندې ستاسې سحرمات شویدئ


pattang
20.11.2012

دالر بد شی دي خلک له وطنه چې ناموس ګڼل کږي هم تېريږي !
څوک دې په داسې حال کې بې مانا پوښتنې نکوي ، نر دشي د طالب له ځنګ سره
دې د صليب په اشغال خپله اسلحه راپورته کړي !
طالبان وروڼه دې خدای پاک دغه اوږده صليبي جنګ ته بيدار او موفق لري
دوښمن په هيڅ شي بند ندی !
موفق دوي طالبان !


اتل
27.11.2012

پتنګه وروره، اسلام علیکم
بتنګ خانه، لکه چې ته هم د طالبانو په بد ورګۍ پوه شوې، پرته لدې چې د هغوی د نا ښایسته اعمالو دفاع وکړي، نو دې کنځلې پیل کړي. ایمان په ګمانه مه بایله.نه څوک د ډالرو محتاج دی او نه هم د وطن ناموس په چا خرڅوي، لکه څومره چې ته په وطن مین یې، دومره هم نور پرې مین دي. ته غواړې چې موږ هم د طالبانو په جنګې جنایتونو کې ککړ شو؟ ما او تا ته دې رب د بصیرت رڼا را څرګنده کړي


pattang
28.11.2012

اتل خانه سلامونه په غټه پښتني او طالبي ږيره !
وروره ما کله کنځلې کړې دي !
تاسو اوس لکه چې دالر مجازه شوي ياست نو طبيعت
مو هم نازک شوی دی او احساس مو هم نازک دی!
ماخودرته ليکلي دي چې
[color=darkred:8e01a48a74] '' نر دشي د طالب له څنګ سره دې د صليب په اشغال خپله اسلحه
راپورته کړي ! "[/color:8e01a48a74]
د طالب دکارنامو تحليل د صليب له کنجه دصليبي اشغال اود لاسپوڅي دولت
تائيدول دي اوبس لکه چې وايې :
پټه خوله درضايت علامه ده ، ځوانه نجلۍ د ميړه دورکولو په وخت کې شرميږي
چې و وايې " هو دا ميړه کوم " .
تېره ورځ مې ولوستل چې د اجنټ او غله ددولت په ډېرو وزارتونوکې 20% بودجه
مصرف شوې ده او دا نوره 80% يې ندی مصرف !
داخو اوس کليوالو ته او په ادبياتو کې عادي پاکه خبره ده خو په کار پوهنه کې داسې
مانالري چې :
دغه 80% بودجه يا غلا شوی ده او يا يې وزارت په مصرف نه پوهيږي !
دابيا داسې مانا ورکوي چې دغه بيکاره لپړ زنګان په پلان نه پو هيږي او ياهيڅ
ضرورت نه ورته لري!
که زه داسې کار وکړم نو بيا ماته څوک پيسې نه راکوي او بايد خپله بيستيره ټوله
کړم !!
اتل خانه ! يواځې نوروته مه ګوره ، ځان ته دې هم ګوره !
طالبان سپين او پاک خلک وو او اصلاح کول يې زمونږ په دود او اند اسانه کار دی
خو ددې چټلو روڼ انديو علم دشيطان دی اصلاح کول يې غيرې اقتصادي دي خو له
منځه وړل به يې د ملت ازادي اويو اقتصادي انقلاب به وي ٠

[quote:8e01a48a74="اتل"]پتنګه وروره، اسلام علیکم
بتنګ خانه، لکه چې ته هم د طالبانو په بد ورګۍ پوه شوې، پرته لدې چې د هغوی د نا ښایسته اعمالو دفاع وکړي، نو دې کنځلې پیل کړي. ایمان په ګمانه مه بایله.نه څوک د ډالرو محتاج دی او نه هم د وطن ناموس په چا خرڅوي، لکه څومره چې ته په وطن مین یې، دومره هم نور پرې مین دي. ته غواړې چې موږ هم د طالبانو په جنګې جنایتونو کې ککړ شو؟ ما او تا ته دې رب د بصیرت رڼا را څرګنده کړي[/quote:8e01a48a74]


اتل
28.11.2012

اسلام علیکم پتنګه وروره، خیر دې په نصیب شه
مهربانه وروره، په وخوره او ونغره پوهیږم. بیادې چل راسره وکړ، که غواړې څوک اعتبار درباندې وکړي، اول د خپل ځان سره صادق اوسه. د خپلې لیکنې د کنځلو برخه دې پرخای پری اېښې او هغه بله جمله دې را نقل کړیده. ستا دغه لاندې جمله که کنځلې ندي نو څه دي؟ دا مه وایه چې هغه خو یو بیان دئ کوم خاص چا ته ندئ متوجه. تنزونه او په ګنګو عبارتونو کې نغښتي مطالب له صریح بیانونو نه زیات زور او قوت لري. وایې: دیواله تاته وایم، وره ته یې واوره. داده ستا اصله جمله
==========================================
دالر بد شی دي خلک له وطنه چې ناموس ګڼل کږي هم تېريږي !
ورو جانه، زه چیرې هم نه د کابل د حکومت دفاع کوم، نه یې حامي یم او نه یې کارونه تائیدوم. تاسې چې د کابل د حکومت د بې کفایتۍ په برخه کې څه ویلې، هغه نه یوازي بر بنډحقیقت دئ، بلکه کم دي ویلي، ځکه چې د کابل په حکومت کې لدې نه زیات مشکلات موجود دي. يو شئ چې زه ستاسې د قیاس سره موافق نه یم، هغه دادي چې د طالبانو نه شکایت، د کابل دحکومت د فساد او بې کفایتۍ بری زمه توب ندئ، او همدغسې هم د کابل حکومت ته د انتقاد ګوته نیول د طالبانو اوسني او د هغوی د حکومت د مودې مظالم بری زمه کولای شي. وروره، نه عائشه ښه ده، نه ګله = دوی دې وخوري، یو د بله
وروره، زه سیل بین یم. دواړې خواوې ښې وینم چې څه کوي او پدې برسیره د تیاتر نور لوبغاړي هم دقیق څارم، چې زموږ د ملک د بقا او مستقبل سره څه ډول لوبې کوي، او موږ افغانان د هغوی ډهل ته څنګه څڼې اړوو
وايې اتڼ کوه شیر داده = بیګاه د چرګ شوروا ده
زما او ستا دنده ریښتیا ویل او پر هغه چا باندې زیات انتقاد کول دي، قدرته ته رسیدل یې د پالسۍ او تنګ نظرۍ پر بنا د اسلام او د ملت د راتلونکې د پاره مضر دي[color=brown:9749cf12b8][/color:9749cf12b8][color=darkred:9749cf12b8][/color:9749cf12b8]


pattang
29.11.2012

اتل جانه سلا مونه !
وروره ما خو حقيقت وېيلی دی او وايم يې !
ايا دشمال غلو امريکايې ډالر وانخيستل ? اواوس دکرزي ارګااو بارګا ته ټولې پيسې
cia نه ورکوي ? دافغانستان ملي عايدات خو نشته ! ټولې پيسې داشغالګرو ندي ?
دغه ټول دالر خواره دا حق او ناحق په طالبانو پسې نه وايې ، ټول تلويزونونه ، جريدې
او مېداوې په طالب پسې ندي لګيا !!

ايااشغال او پردی قانون په ملک کې پرېښودل وطن خرڅول ندي ??
اوس راځم تاته چې خپه نشې ټوکې به هم په ناندريو کې کوو !
وروره مادې ډېر مضامين اوس وکتل ، په اکسريتو ليکنوکې د طالب غندلی دی
خو داشغالګرو پلو نه ! نو داڅرنګه بې پلوي ده ! داسې خبرې لکه دا ستا خبرې په ډېرو
تا سير اچوي او طالب ته بد بينه کېږي ، ته د طالب او انتي طالب په ستا تيستيک کې
عملي رول لوبوي !
په يوه ځای کې د مانا په دود داسې ليکې : ( بېغمه اوسه طالبان دې بياپه واک
نشي راتلی ..... ) داخو مالومداره پلو دی چې تا غوره کړی ده !
متاسفانه لکه اندړ د اشغالګرو ډول ته په يوه پښه تاوېږې!
که په جرمني پوهېږې اوس د WAZ يوې ميديايې ګروپ 5000 پټ کمدرجه اسناد
خپاره او مېدياته وړاندې کړي دي او هلته به پوه شې چې طالب څومره زور لري !!
او خړ په يوه خبره ولاړ پښتون څه اوصاف لري !
نوربه بس کړم !
مخکې به يې چې له پښتنو خبرې کولې ، هغوی اوس غلامي کوي ، نالت پر داسې
مړسترګې طائفه .

[quote:0c32c11442="اتل"]اسلام علیکم پتنګه وروره، خیر دې په نصیب شه
مهربانه وروره، په وخوره او ونغره پوهیږم. بیادې چل راسره وکړ، که غواړې څوک اعتبار درباندې وکړي، اول د خپل ځان سره صادق اوسه. د خپلې لیکنې د کنځلو برخه دې پرخای پری اېښې او هغه بله جمله دې را نقل کړیده. ستا دغه لاندې جمله که کنځلې ندي نو څه دي؟ دا مه وایه چې هغه خو یو بیان دئ کوم خاص چا ته ندئ متوجه. تنزونه او په ګنګو عبارتونو کې نغښتي مطالب له صریح بیانونو نه زیات زور او قوت لري. وایې: دیواله تاته وایم، وره ته یې واوره. داده ستا اصله جمله
==========================================
دالر بد شی دي خلک له وطنه چې ناموس ګڼل کږي هم تېريږي !
ورو جانه، زه چیرې هم نه د کابل د حکومت دفاع کوم، نه یې حامي یم او نه یې کارونه تائیدوم. تاسې چې د کابل د حکومت د بې کفایتۍ په برخه کې څه ویلې، هغه نه یوازي بر بنډحقیقت دئ، بلکه کم دي ویلي، ځکه چې د کابل په حکومت کې لدې نه زیات مشکلات موجود دي. يو شئ چې زه ستاسې د قیاس سره موافق نه یم، هغه دادي چې د طالبانو نه شکایت، د کابل دحکومت د فساد او بې کفایتۍ بری زمه توب ندئ، او همدغسې هم د کابل حکومت ته د انتقاد ګوته نیول د طالبانو اوسني او د هغوی د حکومت د مودې مظالم بری زمه کولای شي. وروره، نه عائشه ښه ده، نه ګله = دوی دې وخوري، یو د بله
وروره، زه سیل بین یم. دواړې خواوې ښې وینم چې څه کوي او پدې برسیره د تیاتر نور لوبغاړي هم دقیق څارم، چې زموږ د ملک د بقا او مستقبل سره څه ډول لوبې کوي، او موږ افغانان د هغوی ډهل ته څنګه څڼې اړوو
وايې اتڼ کوه شیر داده = بیګاه د چرګ شوروا ده
زما او ستا دنده ریښتیا ویل او پر هغه چا باندې زیات انتقاد کول دي، قدرته ته رسیدل یې د پالسۍ او تنګ نظرۍ پر بنا د اسلام او د ملت د راتلونکې د پاره مضر دي[color=brown:0c32c11442][/color:0c32c11442][color=darkred:0c32c11442][/color:0c32c11442][/quote:0c32c11442]


اتل
09.05.2013

پتنګ صاحب، اسلام علیکم
ورورجانه، دا مهمه نده چې مطبوعات پر طالبانو پسې څه وایي. بلکه مهمه دا خبره ده چې پخپله طالبان د خپل ځان په برخه کې ځه وایي. نن سبا دا خبره اظهر من الشمس غوندې هر لوستي او نا لوستي انسان ته ثابته شوي چې طالبان صاحبان د خپل مشر ملا محمد عمر د هدایاتو پر خلاف اعمال تر سره کوي او دغه راز د الله جل جلاله ارشادات تر پښو لاندې کوي. تر ټولو بیا بده یې داده چې هغوی پر خپلو اعمالو اعتراف کوي او حتی ورباندې ویاړي هم
ځان مرګي بریدونه اشتهادي جهاد بولې، د عام ولس وژنه د حکومت د کمزورۍ د ثبوت دپاره یوه حربه بولي. په زور او ظلم د ولس نه د پیسو او نورمال اخیستل د جهاد په لاره کې حلال بولي او بالاخره طالبان مسلمانان تکفیر کوي او وژني یې
ولسونو هم دا خبره درک کړیده چې روانه شخړه جهاد نه، بلکه قدرت ته د رسیدو دپاره د طالبانو جنګ دئ. د طالبانو طرز تفکر، کتابي دئ، د ملک د اقتصاد، معارف، روغتیا، ساینس او تخنیک خلک ندي. طالبان یوازې په دیني برخه کې تدریس علم ګڼي او نور ټول سیاسي او ساینسې علوم کسب بولي. دوی د خلاصې، قدري، مصتخلص او هدایې په لوستلو عقیده لري او بس.
ای کاش طالبانو د ملک دپاره کار کړئ واي. که دوی د ملت او خپل ملک غم خوړلئ شو، لا به هم په قدرت کې وو، هم به دوی خوشحاله وو او هم موږ. خو طالبان اسلامي امارت په ګیره، ویدیو، چې اوس یې دوی هم کوی او په القاعده بایلود، او ملک یې د یوه لوی ناورین سره مخامخ کړ. طالبان یوه کمکي ماشوم ته ورته دي، لکه چې یو ماشوم د لوبو په سامان لوبې کوي، طالبان هماغسې حکومت کول او د ولس ژوند لوبې ګڼي او په هر شي کې د مذهبي افراطیت او تعصب نه کار اخلي. دوی دیني او دنیوي معاملات نشي سره بیلولای.
الله دې دوی پر صراط مستقیم روان کړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more