د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

یو پلو مې بم، خودکُش مې پدا بل پلو=واسکتي لالیه ،اسلام پلو راواوړه

میرویس
19.11.2012

خویندو وروڼو، اسلام علیکم
دچا چې قول او عمل تضاد ولري=منافق
څوک چې قصداً د الله اوامر تر پښو، لاندي کوي=یاغي او یاغي
څوک چې په ناپوهۍ کې، د بل په خوله بې ګناه خلک وژني=جاهل
ديني عالم چې د پردي په امر قتل کوي= یرغمل شوئ، مجبور، مخ تورئ ګنهکاردئ

خویندو وروڼو، تاسې به اوریدلي وي چې په فراه کې اوه لس تنه چې د دواده دورا موټر یې د طالبانو په خښ کړي ماین وخوت ځای پرځای ووژل شول او نهه تنه ټپي شول. آیا تاسې دا عمل څنګه بولئ. اسلام خو یې غندي او هیچا ته جواز نه ورکوي چې بې ګناه انسان ووژني او جبر ورباندې وکي
د مکې معظمې مفتي د لوی اختر په ورځ پدي باب وویل چې په اسلام کې د جبر اوزور هیڅ ګنجایش نشته
========================================
اسلام او ترهه گري خپلو کې هيڅ تعلق نۀ لري:

دعرفات په ميدان کې دټولې نړۍ څخه ورغلو لکونو حاجيانو ته دحج د خطبې په مهال مفتي اعظم شيخ عبدالله بن عبدالعزيز وئيلي دي چې اسلام کې دجبر او ظلم هيڅ گنجائش نشته، مونږ ته پکار دي چې ټول تعصبات ختم کړو

شيخ عبدالعزيز اعلان وکړوچې په اسلام کې خودکشي حرامه ده
محترمو لوستونکو، دادئ د د فراه په ولایت کې د واده واده چې په غم وواښټ
=============================================
محترمو لوستونکو، دادئ د د فراه په ولایت کې واده چې په غم وواښت
=============================================
په فراه ولایت کې یوې چاودنې ۱۷ تنه ملکیان ووژل

وروستی بدلون 27 08 1391 09:40 AM
د ناټو تر مشرۍ لاندې ايساف ځواکونو او افغان ولسمشر حامد کرزي په فراه ولايت کې پرونۍ چاودنه وغندله.

پرون په پشت رود ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون نژدې شل تنه ووژل.

یوه ټپي شوې ښځه وايي، چې له نورو ښځو او ماشومانو سره يوځاى په فراه کې واده ته روانه وه، خو د ماين د چاودنې له کبله واده په وير بدل شو.

هغې د فراه په روغتون کې له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل؛ چې په پشت رود ولسوالۍ کې يې د ماين د چاودنې له کبله پښه ماته شوې؛ د مور او خويندو په ګډون يې د کورنۍ څو نور غړي وژل شوي دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي په يوه اعلاميه کې د فراه پرونۍ پېښه غندلې؛ چې تر ډېره ښځې او ماشومان په کې وژل شوي دي.

په اعلاميه کې راغلي، چې ځيني ملکيان په يوه فلانکوچ ډوله موټر کې له خاک سفېد څخه پشت رود ولسوالۍ ته واده ته روان وو؛ چې موټر يې د سړک غاړې پر ښخ شوي ماين وربرابر شو.

د اعلاميې پر اساس، په پېښه کې ١٧ تنه ووژل شول او نهه تنه نور ټپيان شول.

ولسمشر کرزي ويلي، چې تروريستانو په دې وژنو سره ثابته کړه، چې جنايتکاره او بزدله کسان دي، چې د ښځو او ماشومانو د وينې له تويولو هم درېغ نه کوي.

نړيوالو ځواکونو هم دغه پېښه په شدت سره غندلې ده. د ايساف ځواکونو د اعلاميې له مخې، يوه ولايتي وياند طالبان د سړک غاړې بمونو په ځاى پر ځاى کولو تورن کړي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د ايساف د وياند مرستيال جنرال "جان ماډوير" په اعلاميه کې ويلي؛ چې سخت دريځو وسله والو د ښځو او ماشومانو په ګډون يو وار بيا ملکيان ووژل.

ده ويلي، مخالف وسله وال خلکو ته احترام نه کوي، چې د ده په خبره د فراه پېښه يې يو بل مثال دى.

د ايساف په اعلاميه کې د خپرو شويو ارقامو له مخې، په روان ميلادي کال کې تر ٢٨٠٠ زيات ملکيان وژل شوي يا هم ټپيان دي، چې د ايساف په حواله، زيات تلفات د سخت دريځو وسله والو د حملو له کبله خلکو ته اوښتي دي.


Re: یو پلو مې بم، خودکُش مې پدا بل پلو=واسکتي لالیه ،اسلام پلو راواوړه

pattang
19.11.2012

نالت په اشغالګرودا کارونه دوی کوي چې طالبان بد نا مه کړي !
له بلې خوا څخه دوی خپل قتل او وژنه چې قصدي يې کوي ولې پټوي !
طالب چې اولس له صليبي اشغاله ازادوي ،نو وژني يې هم قصدا نه !
داخبرې د اشغالګرو هيڅوک نه مني !

[quote:83939ee11f]د ايساف د وياند مرستيال جنرال "جان ماډوير" په اعلاميه کې ويلي؛ چې سخت دريځو وسله والو د ښځو او ماشومانو په ګډون يو وار بيا ملکيان ووژل.

ده ويلي، مخالف وسله وال خلکو ته احترام نه کوي، چې د ده په خبره د فراه پېښه يې يو بل مثال دى.

د ايساف په اعلاميه کې د خپرو شويو ارقامو له مخې، په روان ميلادي کال کې تر ٢٨٠٠ زيات ملکيان وژل شوي يا هم ټپيان دي، چې د ايساف په حواله، زيات تلفات د سخت دريځو وسله والو د حملو له کبله خلکو ته اوښتي دي[/quote:83939ee11f]


میرویس
20.11.2012

اسلام علیکم، محترمو لوستونکو
پتنګه وروره، د زړه له کومي د مینې او محبت ډک سلامونه اواحترامونه وړاندې کوم ورورجانه، لکه چې بیا دې احساساست جذباتي شویدي، ګبنۍ نیولئ یې. ملامتوم دي نه، ځکه چې په طالبانو باندې دې دومره، عقیدوي سرمایه ګذاري کړیده چې اوس د هغوی د ملاتړکولو نه پښه نشي په شا کولای، او لاجرم د هغوی ګناه هم نشې منلئ. حب علي او بغض معاویه ستا د عدل، انصاف، حقیقت او انصاف په سترګو دانکار داسې توره پرده غوړولې ده چې که حتی د طالبانو جرایم او جنایات پخپلو سترګو وهم ویني، په عوض ددې چې د اسلامي ارشاداتو په تله کې یې وتلې، بلکه د هغو د توجیح په لته کې کیږي. ته کوښښ کوي چې په پښتنو دا ومني چې ګویا سبینه ورځ رڼا نه، بلکه تیاره شپه ده، شکره خوږه نه، بلکه ترخه ده او غوا سپینه او شیدې یې تورې دي. کیدای شي څوک دا درسره ومني چې ممکن غوا سپینه وي، خو شیدي نشي تورې کیدای
تاسې پدې ترتیب د طالبانو سره مرسته نه کوئ، بلکه هغوی نور هم بد نام کوي او د خپل ځان سره ظلم او ستم کوئ. که اغراق اوغلو هم کوئ، نو په منطق برابره یې وکړئ، نه داسې چې زاړه او واړه ټول درپورې وخندوئ. زما زړه درباندې خوږیږي، بې حده زیات زحمت باسئ، دا ټول درمسال ته خټې او عبث کوئ مه. زړه مې دئ چې ډېرې نورې خبرې هم درته ولیکم، ځکه چې زړه خبرې درسره غواړي، خو وخت اجازه نه راکوي
یو ورا خو د ځان، نه دا پوښتنه وکړه چې تاسې ته چا ویلي چې دغه د سرک د غاړې بم چې اوه لس تنه ورا یې شهیده کړه او ګڼ شمیر نوره یې ټپي کړه، طالبانو نه، بلکه اشغالګرو اېښئ ؤ چې طالبان بد نام کړي؟ دا ځواب چې راکړې بیا به نورې خبرې هم سره کووو. په خالق عالمیان دې سپارم او د پرودیګار په پناه کې دې غواړم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more