د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

وائې افغانستان به بي پښتو وي او پښتو به بي بچو وي

tandar
17.11.2012

وائې افغانستان به بي پښتو وي او پښتو به بي بچو وي
نوماته ئې خپل ناچيزه کلام راپه ياد کړ
له اصله قندهاري ياننګرهاري دي
....................شهرنو کي نن اوسيږي
مور ني ژبه ئې پښتوده
...................په پاړسي درته غږيږي
خداي دي نور ګونګي کړه
...................که دتندر په دوعا کيږي
دcia اوisi لاسونه دافغان په وينو سره دي
عابد ورور ښکلي زړه خواله کړي
..........................................................
مطیع الله عابد
وطن پلار او ژبه مور ده. نو که څوک د خپل پلار عزت کوي او د مور خدمت کوي نو نه د ورورنه اجازت نه غواړي او همسایه ته معذرت نه کوي . خو څه عجب زما د افغانستان فرزندان دي او د پښتو بچیان دي چې د خپل ملي سرود په ویلو هم شرمیږي او د پښتو په یادولو هم ډاریږي. افغانستان سره مینه کول د بل ستان سره دښمني نه ده او د پښتو ذده کول،لوستول او خپرول د بلې ژبې حق وهل ،بد ویل یا ردول نه دي.خو دا خبره د افغانستان د مکتب استاذ ته او د معارف وزارت مامور ته څوک وښاي چې په مورنۍ ژبه ذدکړه د هر انسان په شان د هر افغان حق هم دی. خو داسې ښکاري چې یا خو ورته افغان انسان نه ښکاري او یا ځان ورته افغان نه ښکا‏ري. فاروق عدالت نه کوي .عمر سخاوت نه کوي. په سپینو پاڼو لیکل شوې پښتو کتابونه د غلطې املا او د ناپوه ملا دلاسه په کباړ کې خرڅیږي.
هغه افغانستان به خاورې اباد شي او هغه پښتو به خاورې ښاده شي . چې پښتو په مکتب کې اختیاري شي. استاذ ې نسواري شي او شاگرد ې بیزاره بازاري شي. د پرتوگ او پتلون په جنگ کې او بې پښتو او پښتون په ننگ کې د پښتو زړه تنگ دی. استاذ خپله پښتو نشي ښودلی نو شاگرد ته وايي چې دا د غرونو ژبه ده. لکه د کاڼو سخته ده. لاړ شه د درو ژبه وایو. د شعرونو او نغمو ژبه ذده کړه. دې نه څه نه جوړیږي. پښتو کې به دې پوختۍ ماتې شي. نو شاگرد چې گوري چې ټول هغه بل صنف ته روان دي. چې درسونه ې اسان دي. چارواکي ورباندې مهربان دي. ټول پکې همزبان دي. نو افغانستان به همداسې وران وي چې ښار ې ناپرسان وي او پښتو به ورکه د دربار او دیوان وي.
افغانستان د ټولو ژبو ډک کور یادیږي. خو یوازې نمایشي شیان پکې د پښتو سره تړلي دي. د کابل باچا، ملي سرود په پښتو غږیږي. اساسي قانون پیل او د تذکیرې د سر ټکي په پښتو لیکل شوي .همدې باندې خوشاله دي. خو دا نه گوري چې بورسونه چیرته روان دي. درسونه په کومه ژبه بیان دي. د زابل د مکتب شاگرد خپل سوزیدلي صنف ته ژاړي او د کابل په مکتب کې شاگرد خپل غولیدلي قسمت ته ژاړي. استاذ بې پښتو دی او تنخا د پښتو په نوم اخلي. امتحان کې ورته سوالونه بل څوک جوړوي .اخر نتیجه دا شي چې دی ناکام او همسایه ې کامیاب شي. بیا وايي چې کانگور کې د دوي شمیر کم دی. چې واکدار ې بې غمه وي. نو د پښتون برخه به همداسې کمه وي.پلار ې پیسو پسې ورک دی. ورور ې پروژو پسې ورک دی. نو ماشوم پښتون به څنگه د رحمان کلام ذده کړي او د حمزه دیوان ذده کړي. پټه خزانې به همداسې ورکې وي. د زمکې لاندې خزانې پردو یوړې او د پیر روښان کیسې ورنه تاریکو یوړې.
افغانستان یو سرته په لمبو کې سوزي .بلخوا دسیسو کې سوزي. ناخبره ملا ې کیمیا او هندسې ته نه پریږدي او بله بلا ې مکتب او مدرسې ته نه پریږدي. د دیرشو کالو بې مکتبه بې سیپارې ځوانان نن ټوپک او تمانچې گرځوي. نو د نن ورځې بې نتیجې هلکان به سبا ته کومې وسلې او داشکې گرځوي. پلار ماشوم ته د اختر په ورځ د قلم کتاب او کتابچې په ځای میله کې پلاستکي ټوپک او تمانچې اخلي. بیا وايي افغانستان نه جوړیږي. افغانستان به خاورې جوړ شي چې افغان نه جوړیږي. کاروان به څنگه مخکې لاړ شي چې کاروان مخکې نه ځي. ټول همدا ژړا کوي چې پښتو بې قدره شوه. پښتو به څنگه قدرمنه شي. چې پښتون بې قدره گرځي. خپله د یو ورو سر وهي او بل ورور ې پښې وهي. په ژبه گونگ. په سترگو وړوند او په غوږو کوڼ پښتون .په بله ژبه غږیږي. د نورو په سترگو لیدل کوي او د پردو په سندرو نڅیږي. نو افغانستان به همداسې بې پښتو وي او پښتو به همداسې بې بچو وي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more