د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د هیواد او د ولس د خدمت په لاره کې

مساپر
14.11.2012

محترمو هیوادوالو اسلام اعلیکم،
خبري آژانسونه خبرورکړ چې د ملي امنيت د رياست موظفينو دخاصو عملياتو په بهيرکې دپکتيا ولايت دآريوب ځاځي ولسوالۍ اوسيدونکې او د کابل ښار د اتمې ناحيې اوسيدونکې رحمت خان چې مستعارنوم يې شاهدالله دي، او د ننګرهار ولايت د هسکې مينې اوسيدونکې او د کابل ښارداتمې ناحيې اوسني اوسيدونکې عبدالهادي دتروريستي فعاليتونو په تور نيولي دي.
نيول شويو کسانو اعتراف کړي دي چې دطالبانو دډلې ديو قوماندان مولوي سليم له خوا دقندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې ددغې ډلې په ليکو کې جذب او دپاکستان په کويټه ښارکې يې پوځي تعليمات اوتروريستي فعاليتونه زده کړي دي، او دننګرهار ولايت دبټي کوټ ولسوالي ته استول شوي دي اوپه بيلابيلو ترويستي فعاليتونو او بريدونو کې يې فعاله ونډه لرله.
ګرانو هیوادوالو اوس تاسو د یو مسلمان په صفت، منصفانه قضاوت وکړی چې آیا دا واقعیت لري چې زمونږ د مظلوم ولس او ویجاړ هیواد اصلی دښمنان زمونږ معصومو ځوانانو ته دینی او شرعی تعلیمات ورکوي؟ او یا د خپلو شیطاني اهدافو په لاس ته راوړلو کې د دوی نه کار واخلي.
والسلام،
[size=24:f46343f692][/size:f46343f692][color=red:f46343f692][/color:f46343f692]


pattang
14.11.2012

هو تاسو خپله چاپې اچوۍ ، انسانان وژنۍ اوستاسو خپل راګډشوي د cia له
خواڅخه روزل شوي او اخيستل شوي طالبان چې مرګ کوي هغه ولې په اصلي
طالبانو تپل کيږي !!
وروره ټول تيرور د اشغالګرو او دجنګي جنايتکارانو له خوا څخه دی نو دازادي پر
طالبانو يې ورتړل غيرې انساني کار دی ٠


طیب زابلی *
15.11.2012

مساپره یاره سلامونو ته دی وعلیکم سلام وایم
کوم خبر چی تا رانقل کړی اول خو ددی حقیقت
معلومول ګران کار ده چی ایا رښتیاهم داسی خلک نیول شوی او که نه؟
ځکه دادملی خیانت او دښمنی رئیسان هر وخت داسی ددرواغو اپورونه
دتبلیغ لپاره نشروی،
که دارښتیاوی نوبیادا چی ایا رښتیاهم دوئ دااعتراف کړی ده ؟
که داهم رښتیا وی نوبیا دومره وایم چی دروسانو دجهاد
په وخت کی چی دمجاهدینو ټول اکمال له پاکستانه کیدی او ټوله روزنه یی په پاکستان کی کیدله هلته هم دا پاکستان دښمن وو او که اوس دښمن شو؟
هلته هم دروسانو او دهغوی دغلامانوپه مقابل کی داجهاد تروریستی
عمل وو او که اوس تروریستی عمل شو؟
که هلته دروسانو او دهغوی دغلامانو په مقابل کی دا جګړه
جهاد ګڼل کیده نو اوس بیا ولی دامریکی او دهغوی دغلامانو
په مقابل کی دا جګړه تروریستی عمل شو؟


پتوال
19.11.2012

په افغانستان کې شوروی او امریکایی حکومتونه تررورستی حکوتونه وو او پر ضد حرکتونه یې هم د پاکستان ترورستي
حکومت او استخباراتو تنظیمول ، آیا همداسې نه ده ؟ نو ځکه تېرور ضد تېرور روان و، اوس هم هماغه قصاب او همغه
چاړه ده چې صرف نوم یې شوروي په امریکا بدل شوی خو د جهاد چاړه هماغه پاکستانۍ (ISI) ده چې مخکې یې هم افغانان
پرې وژل او اوس هم !
لهذا تر څو پورې چې حکومت پاکستانی شوی نه وي د ISIجهاد به روان وي ! نو جهاد نه یواځې د شوروي او امریکا
پر ضد مقاومت ته وایی ، بلکې د پاکوستان پر ضد هم باید مقاومت د جهاد لاینفک جز وګرځي که نه د افغانستان ځانمرګی
جهاد به افغانستان له منځه یو سي او پاکوستان به له خپل برحقه طبیعي مرګ له ګواښ څخه وژغوري، نو ISI به
ولې او څنګه د خپلو لاسپوڅو په واسطه د افغانستان زوال او د پاکوستان بقا نه غواړي؟؟؟؟


مساپر
26.11.2012

پټوال صیب هیله لرم چې زما سلامونه هم ومنې، تاسو تل د حق خبرې کړي دي او زه بالکل تاسره موافق یم چې بهرنې لاس وهنه زمونږ ملت او هیواد تباه او برباد کړي دي. لکه چې اکثر افغانان هم خبر دي، د پېښور په ټولو هغو جوماتونو کې چې د افغان کډوالو کمپونه شاوخوا جوړ شوي پاکستاني ملایانو د لوی اختر خطبو کې په افغانستان کې د جهاد فتوا ورکوله.
پاکستاني ملایانو ځوانانو ته پېغورونه ورکول، چې په افغانستان کې یې فرض عین جهاد پرېښی او په کورونو کې لکه د نجونو په شان ژوند تېروي. دغه جوماتونه د افغان کډوالو د لويو کمپونو شاوخوا په ځنځيري ډول جوړ دي او له ممبرونو یې د جګړې پېغام لېږدېده. الله اکبر، دا څنګه مسلمانان دي؟
په درنښت،


طیب زابلی *
27.11.2012

الله اکبر دا څنګه مسلمانان دی؟ چی دکفارو بر ضد دجهاد فتوا ورکوی .
مساپره وروره دپیښور کمپونه خو موږ هم لیدلی دی او پکی اوسیدلی یو
مګر خو کوم پاکستانی ملا مو نه ده لیدلی چی هلته دی خطیب وی بلکی
هلته لکه څنګه چی دکمپ اوسیدونکی افغانان دی ملایان او خطیبان یی هم
افغانان دی که یو پاکستانی ملا چیرته هلته وی نو دابه یو شاذ او نادر وی
خو بهر حال په افغانستان کی داشغالګرو او ددوئ دملګرو په مقابل کی جهاد
فرض عین ده نور که دافتوی پاکستانی ملا ورکوی او که افغانی فرق یی نشته
نو تا بیا دومره تعجب پرڅه کړی ده؟
الله اکبر دا څنګه مسلمانان دی؟
په اصل کی دتعجب وړ ته یی چی له فرض جهاد څخه انکار کوی،


مساپر
27.11.2012

زابلی صیب هیله ده چې زما سلامونه هم ومنې،
د جهاد په اړه زه بالکل تاسره موافق یم، خو د تعجب خبره دا ده چې دوی (پنجابیان) زمونږ د پلارونو په برکت اسلام راوړي دي، او اوس دوی راشي او مونږ ته چې د شریعت محمدی (ص) د حفاظت او د دوی د بقا لپاره ملیونونه شهیدان مو ورکړي دي، جهاد او دین ښه یي، الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر.
ګرانه وروره زابلی صیب، اول خو دوی ملایان نه دي، دوی ټول دستوري ایجنټان دي چې د خپلو ګټو لپاره توطعې کوي، او زمونږ د پاک، مؤمن او ساده احساساتو څخه کار اخلي، دوی زمونږ ددین او د مظلوم ولس پسې نه ګرځي، دغه خلک زمونږ د ویجاړ هیواد په نا امنییو کې خپله بقا او منفعتونه لټوي، تر څو چې مونږ ځانونه پوه نه کړو، دوی دغسې مونږ تباه او برباد کوي او د ماشومانو غوندې مو لوبوي.
په درنښت،


طیب زابلی *
27.11.2012

مساپره وروره سلامونه می ومنه
دپنجاپی یا پاکستانی دښمنی له افغانانو سره له هیچا پټه نه ده
څوک چی پنجابی دافغان دوست ګڼی نو هغه به ډیر بی وقوفه وی
مګر خو داسی خبره ده چی نن موږ خپلمنځی جګړو او بی اتفاقۍ دېته
مجبوره کړی یو چی دپنجاپی لاس نیوی وکړو ایا افغانان دپنجاپی له
کومکه پرته دنړیوال ښکیلاکګر دمقابلی توان لری ؟
ایا په ګاوندی هیوادونو کی بل داسی څوک شته چی هغه دی طالب یا دنړۍوال ښکیلاکګر بل دښمن ته په خپله خاوره کی ځای ورکړی ؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more