د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

طالبان ولی سوله نه غواړی؟

مومند
14.11.2012

تاوده سلامونه او نیکی هیلی
طالبان ولی سوله نه غواړی؟

طالبان تر اوسه پوری د سولی ټینګولو لپاره هیڅ ّڅه ندی کړی او د سولی پر ځای کولو او د سولی مذاکراتو سره هیڅ دلچسپی ندی ښکاره کړی، او تل د سولی مخالفت کوی. ولی؟
د سولی لپاره د طالبانو یو شمیر شرطونه پرځای شوی دی مګر د طالبانو له خوا تر اوسه پوری کومه رسمی اعلامیه ندی خپور شوی او طالبان خپل په رسمی اعلامیو کی له سولی نه انکار او مخالفت ښودلی دی. که طالبان رښتیا د ملت او هیواد هوسایی او پر مختګ غوښتنکی دی نو ولی نه حاضریږی چی د سولی په مذاکراتو کی خپل ګډون سره د افغانستان خلکو ته وښیی چی دوی په رښتیا د افغان ملت سره مینه لری او د دوی جهاد د افغانستان د خلکو د خپلواکی او هوساینی لپاره دی. دوی نور څه غواړی او څه ته انتظار باسی؟ اوس چی ټول نړی غواړی چی دوی سره د سولی په هکله مذاکرات وکړی او حتی دوی به وکولای شی چی د افغانستان په انتخاباتو کی هم ګډون وکړی دوی یعنی طالبان بیا هم سولی ته نه حاضریږی او حتی د سولی مذاکراتو څخه هم انکار کوی. زه بس بی بسه شوم او نه پوهیږم چی دوی ولی د سولی لپاره هیڅ هسی نکوی. ښایی د دوی ګټه به په جګړه کی وی نه په سوله؟ که څه هم د افغان د ملت ګټه په سوله کی دی. زه خپل د پښتون، افغان طالب ورورنو څخه یوه غوښتنه لرمه: راځی او خپل او د ملت سرنوشت په هکله په ګډه د نورو افغانانو سره یوه عاقل او مثبته فیصلی ته ورسیږئ او په هیواد کی د سولی راوستو په زیارونو کی برخه واخلی مونږ ټول د جګړو او ټوپکو او وژلو نه ستړی شوی یو او غواړو چی په یوه سولییزه او آرامه فضا کی ژوند تر سره کړو.
ستاسو ورور
مومند


pattang
14.11.2012

طالبان به له اشغالګرو سره ولې سوله کوي ! طالبان خو په نکاح شوې ارتينې
ندي !
اوطالبان به ولې له ګوډاګي دپردويواشغالګرو له خوا څخه جوړشوي رژيم سره
چې له جنګي جنايتکارانو څخه يې جوړ کړی او د cia کاسې څټي سوله کوي !!

سوله :
- اشغالګر به شړي
- جنګي جنايتکاران به لرې کېږي او محاکمه کېږي
===> بيابه سوله راځي !


طیب زابلی *
15.11.2012

السلم علیکم ورحمة الله !
مومند صیب یوسوله ده اوبل تسلیمیدل
طالبان سوله منی خو تسلیمیدل نه منی
کرزی او اشغال ګر سوله نه غواړی دوئ داسی سوله
غواړی چی هغه دتسلیمیدو په معنا ده
ځکه دوئ هروخت په خپلو خبرو کی وایی چی طالبان
دی راسی سلاوی دی پرځمکه کښیږدی اساسی قانون دی
ومنی او به انتخاباتو کی دی برخه واخلی ،
ایا داسوله ده که تسلیمیدل ؟
طالبان په دی شرط سوله کولی شی چی خارجیان به ټول له
افغانستانه ووزی دطالبانو اسیران به ټول له بنده خلاصیږی
او په اساسی قانون کی به چی دشریعت خلاف ده تغیر راځی
نو بیا طالبان سوله کولی شی او په انتخاباتوکی برخه اخستیلی شی
مګر خو داشرطونه دوئ یو هم نه منی نو بیا طالبان څنګه سوله وکړی


حمید هڅــاند
15.11.2012

مومنده انډېواله، تا پرطالبانو نیوکه کړې او داسې مو انګېرلې چې ګواکي دولت نو د سولې راوستو ته په رښتیا ژمن دی او دریځ یې صادقانه دی.
دولت که رښتیا غوښتی چې له طالبانو سره سوله وکړي، رباني به یې د سولې د شورا مشر نه ټاکه. له رباني نه زموږ کړېدلی اولس بده خاطره لري او ترڅنګ څنګ دا کس د طالبانو تاریخي دښمن دی....دولت باید لږ تر لږه یو بې طرفه کس د شورا مشر ټاکلی وای. بیا چې هغه ووژل شو، ولې یې مشر د هغه زوی وټاکه؟؟ ایا بل کس نه ؤ؟؟؟؟ چې زه طالب شم، د ربانی له زوی سره به سوله نه وکړم!!!
دولت تل د اساسي قانون د منلو خبره کوي،،،زه چې طالب نه یم او ټول وخت مې د دې دولت ترڅنګ تېرشوی هم دی، ددې قانون منل ګمراهي بولم. بیا چې خارجیان په هیواد کې وي، طالبان څنګه له دولت سره سوله وکړي. حقیقت دادی چې د سولې خبرې هسې د خلکو غولول دي، کنه د اربکیانو پیداکېدل خو باید نور دا ګمان په یقین بدل کړي چې دولت نه غواړي سوله وکړي او زه یې یو لنډ دلیل درکوم:
که له طالبانو سره سوله وشي، په اساسي قانون کې بدلونونه راشي، او امریکایان هم افغانستان کې وی، بیا هم په دولت کې مفسدې کړۍ پوهېږي چې د مزو او چړچو پای به یې رارسېدلی وي، نو ایا دوی غواړی هغه ورځ په سرسترګو وویني؟؟؟ او ته فکر وکړه چې د دولت ډېر ځواک د دې فسدو په لاس کې دی که نه؟؟؟؟؟!!

درنښت


pattang
15.11.2012

حميد هڅانده !
په قلم او مغزو دبرکت شه، داسې راته ښکاري لکه چې ديوې کوڅې خلک يو?
دا خلک کرزيخيل ، رباني خيل ....., خو جاهل خلک دي سر بېره پردي چې دوی غله
دي په کار (د ملي او شخصي اقتصاد په مخ تګ - روزنه ، اداره ، منجمنت، پلان او
پروڅيس ..... ) هم نه پوهيږي يانې که څوک داخلک دزم زم په اوبو هم پرېمينځې بيا
هم د کوټکي مغزلري او دکار وړ ندي !!
زه ستا حوصلې ته حيران يم چې له دې فاسد رژيم سره څرنګه کار کوې !
زما مقصد دادی چې خپلې جامې له داسې چټلي څخه څرنګه پاکې ساتې ، الله دې
حوصله درکړې او دښې لار ې ځښتن شې !


مومند
15.11.2012

پتنګه وروره سلامونه

طالبانو پخپله ویلی وّ چی دوی د افغانستان حکومت په رسمیت نه پیږنی او د دولت سره هیڅ ډول مذاکرات نه کوی خو د امریکائیانو سره مذاکراتو ته چمتو دی دغه لاندنی لیکنه د ذبیح الله مجاهد لیکنه دی:
((له کومې ورځې چې اسلامي امارت له امریکا سره خبرې ځنډولې بیا تر نن پوري، د اسلامي امارت او امریکا د استازو تر مینځ هر ډول غونډې او تماسونه متوقف دي . لکه څنګه چې د امریکا سره د خبرو د متوقف کیدو په اړوند په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي و ، اسلامي امارت تر هغوپوري خبرې نه پیل کوي تر څو چې امریکایان د اعتمادسازۍ ټول هغه اقدامات ترسره نکړي چې مخکې پرې تفاهم شوی او امریکایي لوری یې د عملي کولو هو کړه کړې وه))
وروره دغه له کبله خو ما لیکلی وّ چی اوس خو د دوی یو شمیر شرطونه پر ځای شوی دی او د دوی یو شمیر بندیان خوشی شوی دی، د نړی ځواکونه هم به د افغانستان څخه ووځی نو دوی ولی نه غواړی چی خپلی استازی د سولی په مذاکراتو کی ګډون لپاره واستوی. ما ندی لیکلی چی طالبان د اشغالګرو ته تسلیم شی. د خدمتګار د ايشيا فاونډېشن د يوې سروې له مخې وړاندې ليکي اكثره افغانان له طالبانو او نورو وسله والو ډلو سره د افغان حكومت د سولې د خبرو اترو او پخلاينې د هڅو ملاتړ كوي. نو اوس چی د افغان ولس هم د طالبانو سره د سولی مذاکراتو ملاتړ کوی نو ولی دوی د ولس د رضا لپارهڅه نکوی چی سولی راوستو لپاره خپل چمتوالی اعلام کړی او په هیواد کی د یو هر اړخیزی اسلامی حکومت په راوستو د افغان ولس او هیواد وږغوروی؟ .
زه نه د کرزی خیل، نه د ربانی خیل او نه د طالبانو او نه هم د کوم بلی ډلی ملاتړ کوم ځکه چی یو یی هم مونږ افغانانو ګټی لپاره داسی کوم د یادونی وړ خدمت ندی کړی او یو یی هم زمونږ د زخمونو او زمونږ د ماښومانو د راتلونکی پروا نلری. زه یواځی خپل جګړه ځپلی هیواد او د بی بس او ځوریدلی هیوادوالو د ژوند ښه والی زیار ایستونکی په ډل کی یم.

په درناوی

مومند


مومند
16.11.2012

تاوده سلامونه او نیکی هیلی
طیب صیب سلامونه
لومړی خو ما د سولی مذاکراتو په هکله لیکلی و نه د تسلیمیدو. تاسو د طالبانو د شرطونو په هکله لیکلی دی د دوی ځنی شرطونه خو منل شوی دی لکه
((تاند- وسله والو طالبانو د پاکستان له لوري د یوشمېر طالبانو د خلاصون هرکلی وکړ او غوښتنه یې وکړه چې د دوی نور بندیان دې هم خوشي شي.
د پاکستان له لوري په خوشي شویو طالبانو کې د طالبانو د واکمنۍ په موده کې د ملا عمر د دفتر رييس ملا جهانګیروال، د مولوی خالص زوی انور الحق او دغه راز د طالبانو د حکومت په مهال د یوه وزارت معین ملا الله داد طیب شامل دي. دغه راز د بغلان پخوانی والي ملا عبدالسلام، د ننګرهار پخوانی والي میر احمد ګل او د کابل پخوانی والي داوود جلالي هم د پاکستان له خوا په دیارلس خوشي شویو کسانو کې شامل دي. ځینو پاکستاني چارواکو ویلي، که چیرې د طالبانو خلاصون د سولې له پروسې سره مرسته وکړه، ملا برادر او نور طالبان به هم خوشي کړي.یوه افغان، چې په اسلام آباد کې له پاکستاني چارواکو سره د سولې د عالي شورا په خبرو کې شامل و، رویټرز خبري اژانس ته ویلي، پاکستان ډاډ ورکړی چې که د طالب مشرانو خوشې کېدا د افغانستان له سولې سره مرسته وکړه نو دوی به ملاعبدالغني برادر خوشې کړي. د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد په یوه لنډه خبرپاڼه کې هیله څرګنده کړې چې د پاکستان له لوري د طالب بندیانو خلاصون به د دوو هیوادونو د ولسونو ترمنځ د اعتماد د زیاتېدو سبب شي.))
او د دوی نور شرطونه به هم ومنل شی مګر دوی او د هیواد هر هغه نور سیاسی ډلی چی وي باید چی یو بل سره خبری، اتری، مذاکرات وکړی. بیله دا نه چی ټول اړخونه یو بل سره یو هر اړخیزی پریکړی ته ونرسیږی په هیواد کی د سولی راوستو نا ممکن دی. نو تر کومه وخت پوری به دغه حالت وی؟ دغه جګړه او جهاد وی؟ داسی چی تاسو تحلیل کوئ نو په هیواد کی به تل همدغه جګړی، ټوپک سالاری او وژل او ځان مرګی بریدونه او رشوت او فساد وی او خلک به ځوریږی. اوس چی حتی د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جرمني (ډي پي اې) خبري اژانس ته ویلي چی ((دوی به د پاکستان پر پرېکړه تبصره وکړي. مجاهد همداراز ویلي چې طالبان به وروسته له دې خپل دریځ اعلان کړي چې د دوی د مشرتابه شورا په دې باب غونډه وکړي)) نو ولی تاسو د دغه پروسی مخالفت کوئ؟
د ځنی خلک د لیکنو نه داسی ښکاری چی دوی د سولی د راتلو سره مخالف دی او نغواړی چی په هیواد کی سوله راسی لکه پتنګ ورور' زمونږ د هیواد حالات ورځ په ورځ خراپیږی او زمونږ خلک هره ورځ د بیلا بیلو ډلی لخوا ځوریږی او وژل کیږی د دغو حالاتو ختمولو لپاره بله هیڅ لاره نده پاته شوی بیله له هر اړخیزه او بی طرفانه مذاکرات او د ټولوسیاسی ډلو او قومونو پخلا ینه او د ټولو قومونو یو بل سره کار او همکاری کول. که داسی ونه شی نو د افغانستان د دښمنانو خوب به په واقیعت بدل شی او زمونږ هیواد به نور هم تباه او برباد شی.

په درناوی

مومند


طیب زابلی *
16.11.2012

مومند صیب سلامونو ته دی وعلیکم السلام وایم
مومندصیب سوله چی سوله وی دا دهرچا خوښه ده زموږ مطلب دانه ده
چی طالبان باید سوله ونه کړی بلکی مطلب مو داده چی دسولی دنه کیدو
پړه ته ولی پرطالبانو اچوی؟ سره له دی چی ددی اصلی عاملین اشغالګر او
دافغانستان حکومت ده ،
او ته وایی چی دطالبانو ځینی شرطونه منل شوی چی پاکستان ۱۳ تنه طالبان
خوشی کړی دی ، دادی هم عجیبه کړی ، وای وهم دی دی چیری ډبا دی چیری ده،
طالبان سوله له چاسره کوی؟ اوبندیان څوک خوشی کوی ؟ طالبان خو له پاکستان
سره سوله نه کوی او نه طالبانو دسولی دکیدو لپاره له کرزی داغوښتی دی چی پاکستان
دی زموږ بندیان خوشی کړی،
دسولی شورا که رښتیاهم داغواړی چی طالبان خوشاله کړی یایی سولی ته وهڅوی نو په
افغانستان کی چی محبسونه له طالبانو ډک دی هغه دی خوشی کړی ، په پاکستان کی خوبه یو محدود شمیر طالبان بندیان وی او په افغانستان کی په سلهاوو دی نو دوئ که
رښتیا سوله غواړی نو ددی پرځای چی پاکستان ته زارۍ وکړی هغه ددوئ په خپلو محبسونو کی چی دی هغه دی راوباسی ،یادی هغه خپلو بادارانو ته زارۍ وکړی په ګونتنامو،بګرام یانورو بندیخانو کی چی افغانان بندیان دی هغه دی خوشی کړی،
بلکی دایو منافقت ده چی روان ده ، شمالی ټلوالی ته نه دطالبانو وجود په افغانستان
کی دمنلو وړده او نه له طالبانو سره سوله غواړی،


مومند
16.11.2012

سلامونه هڅاند صیب
تاسو ښه وایست بلکل رښتیا خبری کوئ مګر بیله د مذاکراتو او خبری او اتری هم خو د هیواد لانجی به هیڅکله ختم نشی او زمونږ هیواد به تل همداسی د جګړو ډګر وي. تر څو پوری به د افغانستان سپیڅلی خلک قربانی ورکوی؟ تر څو پوری به دغه جهاد او جګړه دوام کوی؟ خو ۳۵ کلونو نه زیاته موده کیږی چی د افغانستان خلک بیله له جګړه او قربانی بله کومه شئ ندی لیدلی او آرامه ژوند ورباندی حرام شوی دی. تاسو لیکلی دی چی: ((یا چې خارجیان په هیواد کې وي، طالبان څنګه له دولت سره سوله وکړي))
ما ندی لیکلی چی دوی دی د دولت سره سوله وکړی ما لیکلی و چی د سولی په هکله مذاکره، خبری، اتری وکړی، طالبان تل ویلی دی چی دوی به هیڅکله د دولت سره د سولی په هکله مذاکره ونکړی او دوی دولت په رسمیت نه پیږنی او دوی به یواځی امریکائیانو سره د سولی په هکله مذاکره وکړی، نو خارجیانو/امریکائیانو سره ولی مذاکره نکوی او د هیواد او د هیواد د خلکو د هوسایی او یو سولییز ژوند لپاره خپل شرطونه، پلانونه او فیصلی نه وړاندی کوی. د طالبانو هر یو غړی چی غوښتی دی چی د سولی په مذاکراتو کی ګډون وکړی د طالبانو لخوا عاق شوی دی او دوی ویلی دی چی دغه شخص/سړی دوی سره هیڅ اړیکی نلری او د دوی د ډلی غړی ندی لکه آغا جان معتصم او داسی ځنی نور طالبانو غړی.
کله چی ما دغه پورتنی لیکنه ګړی و د طالبانو لخوا هیڅ یو اعلان او خبره نه و شوی خو اوس لږ تر لږه د دوی ویندوی ذبیح الله مجاهد لنډه خبرپاڼه کې هیله څرګنده کړې چې د پاکستان له لوري د طالب بندیانو خلاصون به د دوو هیوادونو د ولسونو ترمنځ د اعتماد د زیاتېدو سبب شي او دوی به خپله فیصله اعلان کړی، نو اوس ګواکی طالبان هم به څه نا څه مذاکراتو ته چمتو شی او خپل دریځ به اعلان کړی. زما نیوکه پر طالبانو باندی دغه له کبله و چی د دوی لخوا هیڅ اقدام نه و شوی او دوی د سولی پر موضوع باندی هیڅ بحث نه کاوئ. توکل په خدای ښایی چی په نږدی راتلونکی کی په هیواد کی سوله او آرامی راشی.

((خـــــدايـــه د چـــا په در بـــه وکــــړمه ســـلام د مينې
په دې وطن کښې هيڅوک نه مني پیغـــام د مينې
راځـــــئ چې ټـــــول نيتونـــــه وتړو پــه نوم د مينې
خداے مهربان دی چرې را به شي امــام د مينې
غوث الدين فروتن))
په درناوی
مومند


مومند
16.11.2012

سلامونه طیب صیب
افغانستان یواځی د شمالی ټلوالی پوری اړه نلری افغانستان زمونږ د ټولو کور دی او طالب هم د دغی کور بچیان او زمونږ او تاسو ورورنه دی او باید چی د هیواد په هره فیصله کی مستقما برخه واخلی نه دا چی د دوی مشران په ګاوندیو هیوادونو کی ناست او پټ دی او وایی چی مونږ جهاد کوو او بس زمونږ بیګناه خلک دی چی په مینځ کی قربانی کیږی او شهیدان کیږی. دوی دی راسی او د هیواد په اړه د نورو قامونو او ډلو سره یوه داسی پریکړه وکړی چی د ټولو افغانانو په ګټه وی. اوس لکه چی ما خپل په وروستی لیکنه کی یادونه کړی وّ د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې لا وختي دی چې د پاکستان پر پرېکړه تبصره وکړي. مجاهد همداراز ویلي چې طالبان به وروسته له دې خپل دریځ اعلان کړي چې د دوی د مشرتابه شورا په دې باب غونډه وکړي. د پاکستان دغه عمل ته چی د طالبانو ځنی بندیان یی د بند نه خلاص کړی دی د طالبانو لخوا هرکلی شوی نو تاسو ولی د غه خبر په منلو مشکل لرئ؟ یو ځل بیا وایم که دوی د یو پریکړه او یا دریځ اعلانولو لپاره چمتو دی نو ولی مونږ د سولی په لور دغه لومړنی ګام ته هرکلی نه کوو؟ د سولی نا کیدو پره ما په طالبانو له دی کبله اچولی چی دوی هیڅ چا سره د سولی په هکله خبری او یا مذاکراتو ته خپلی چمتوالی نه وو ښودلی مګر اوس داسی ښکاری چی دوی به هم په دغو مذاکراتو کی څه نا څه برخه واخلی. تاسو ښه پوهیږی چی زمونږ ګانونډیو هیوادونو زمونږ د هیواد په چارو کی مهم رول لری او تل زمونږ په چارو کی لاس وهنه کوی او بیا د طالبانو مشران په دغو ګاونډیو هیوادونو کی ژوند کوی نو تاسو نشی ویلی چی د دوی فیصلی د افغانستان د سولی پر مذاکراتو هیڅ اغیږه نلری. څنګه چی تاسو د نن ورځی په رسنیو کی خپور شوی خبرونو کی وینئ طالبانو د پاکستان دغه حرکت ستایلی دی او هرکلی کوی.
داسی خبری چی تاسو یی کوئ زمونږ د هیواد په حلاتو باندی منفی اغیږه کوی ځکه چی د یووالی او اتحاد پر ځای د نفاق او بیلا بیلو قومونو تر مینځ د شخړی او لانجی سبب کیږی.

د یو متحد او نیکمرغه افغانستان په هیله

مومند


حمید هڅــاند
16.11.2012

ښاغلی مومند! داسې و نه انګېرئ چې ګوندې حمید دې نو د سولې مخالف وي. زما او ټولو افغانانو په زړونو کې د سوکاله ژوند هیله ده او دا چې په ارامه فضا کې د دې دردېدلي اولس زخمونه پټۍ کړای شو. د سولې لپاره طالبان خپل شرطونه لري، لوی شرطونه یې د بهرنیانو وتل او د شریعت واکمنول دي. دا لوی شرطونه نه، بلکې اساسې شرطونه دي،،،ترڅو چې دا شرطونه پوره نه شي، فکر نه کوم چې طالبان دې سولې ته غاړه کېږدي. اوس زه تا نه پوښتنه کوم چې څو سلنه چارواکي د پورته دوه شرطونو پوره کېدو ته لېوالتیا لري؟؟؟ اسدالله خالد یې لري، که د شمال ټلواله؟؟؟
خبره روښانه ده، د دولت لوړپوړي چارواکي به په هیڅ صورت پرېنږدي دا خوب په رښتیا بدل شي!! ښه به داوي چې له دولت نه د سولې د شرطونو د نه پوره کېدو پوښتنه وشي. که دولت رښتیا سولې ته ژمن وای، ستراتېژیک تړون به یې نه لاسلیک کاوه. او که څوک داسې فکر کوي چې پروا نه لري، د امریکایانو اډې دې وي، موږ به خپله ګزاره کوو؛ نو واوره چې که طالبان مقاومت نه لاس اخلي، هغه لوېدلې توره به موږ پورته کوو او هیچا ته به اجازه ور نه کړو چې زموږ له خاورې د اسلام پرضد دسېسې وکړي.

درنښت


مومند
16.11.2012

هڅاند ورور یو ځل بیا سلامونه
خدای دی نکوی چی ما داسی فکر ګړی وی چی تاسو د سولی مخالف یاست، ما ستاسو لیکنی ډیر لیدلی او لوستلی دی او په پوهیږم چی یو هیواد پال او هیواد دوست سړی یاست. د دولت نه هم دا پوښتنه کیږی او کوو یی چی د طالبانو شرایط په پوره کیدو ولی ځنډ شوی دی. خو مونږ نشو کولای چی د هیواد د اوسنئ حالاتو ملامتی یوازی پر دولت واچوو، ټول اړخونه ملامت دی او یوازی د افغانستان بیګناه خلک دی چی د دغو ټولو مختلفو ډلو د خود غرضیو او جګړو او بی اتفاقیو او څوکی طلبیو قربانیان دی . تاسو بلکل او ۱۰۰ فیصده درست او معقول خبری کوئ او زه تاسو سره منم، مګر بهرنیان خو د ۲۰۱۴ کال تر پای پوری به د هیواد نه ووځی بیا څه؟ تاسو څه فکر کوئ چی دغو بیلا بیلو ډلو به یو بل سره یو ځای شی او هڅه وکړی چی یو خپلواک او سولییز هیواد جوړ کړی؟ او یا همداسی جګړی او د افغانانو وینی تویول او سوزول او وژل به تل لپاره دوام ولری؟ دوی مذاکرتو او افهام او تفهیم ته اړه لری او بیله د خبرو او مذاکراتو نه زه په هیواد کی د سولی د راتلو نور کوم امکان نه وینم. تاسو نظر څه دی هڅاند صیب؟ چی ټول اړخونه باید څه وکړی تر څو وکولای شی چی هیواد خوندی کړی؟


pattang
16.11.2012

مومند صيب خبرې له انسانانو سره کيږي نه له غلو ، رشوتخورو ،جنګي
جنايتکارانو او ايتنيکي سوداګرو سره ! دغه رژيم او حاميان يې بايد لري شي
بيا اولس غواړي چې يو اسلامي افغاني دولت له ايتنيکې سوداګروڅخه پاک
جوړ اومنځ ته راشي .


حمید هڅــاند
17.11.2012

امریکایان 2014 کې ډېر کارونه کموي او یواځې خپلو اډو کې به وي... یانې ټول امریکایان نه وځي، ادې به پخپل ځای وي. تاسودولت کې د یو بنسټیز او لوی بدلون تمه لرلی شئ چې له مخې به یې restructuring صورت نیسي‌ او لوړ پوړي چارواکي به یا له دندو ګوښه کېږي او یا به ان د خپلو کړنو ځواب حساب ورکوي؟؟؟ بې له دې دوه شرطونو، نه د فساد مخه نیوله کېږي او نه هیواد پال خلک د چارو واګې اخیستی شئ.

درنښت


مومند
19.11.2012

سلامونه هڅاند صیب

بس دغومره لیکم چی:

چی رټلی زه د هر دور قانون یم
زما لویه ګناه دا ده چی افغان یم

په درناوی

مومند


مومند
19.11.2012

سلامونه پتنګه وروره
تاسو خو تل کنځلی کوئ او بس. د افغانستان جګړه ځنی خلکو لپاره د ګټی او کمایی دروازی خلاصه کړی دی او د سولی راتګ سره دغو دروازی به بند سی او د دغو خلکو د کمایی ورځی به پای ته ورسیږی. تاسو نه یوه پوښتنه لرمه پتنګ صیبه، تاسو چی دومره د اسلام او اسلامی او افغانی دولت لپاره چیغی او ناری وهئ او غوښتونکی یاست نو ولی تاسو په جرمنی کی کرار ناست یاست او په دغه جهاد کی د طالبانو سره برخه نه اخلئ؟ داسی ښکاری چی تاسو د سولی او پر مختیا پر خبرو هم درد او غصه راځی او نغواړئ چی پر دغو موضوعاتو باندی حتی خبری هم وشی. تاسو په دا نه پوهیږی چی افغان ولس د جنګونو او جګړو او سوځولو او وژلو څخه په تنګ شوی دی او سوله غواړی؟ مګر د افسوس ځای دی چی هغه خلک چی په بهر ملکونو کی ژوند کوی تل د جهاد او اسلام چیغی وهی او د بی بس او بی وزلی ولس په درد او غم ځان نه خبروی. پتنګه وروره که جګړه او جهاد ډیر ستاسو خوښ دی او ستاسو په عقیده خوندور عمل دی نو تاسو ولی د دغه پر ځای چی په اروپا کی خپل خوږ ژوند تیروئ پکی برخه نه اخلئ؟ وایی ځمکه هغه سوځی چی اور پر بل وي.

په درناوی

مومند


پتوال
19.11.2012

مومند صیب ستاسې غوښتنې د ملت غوښتنې دي نه د ډلو ټپلو انګیرنې !
[color=red:d497f621ef]د افغانستان په ګټه [/color:d497f621ef]خو دسولې له پاره اړینه ده چې :

۱- کرزی د امریکا له غلامۍ او د شمالی ټلوالې له لاسپوڅه استازیتوب څخه لاس واخلي او د یو مستقل
او آزاد افغان ولسمشر په توګه د افغان ملت استازیتوب وکړي!

۲- د سولې شورا د ربانی خیلو او نورې شمالي ټلوالې
د واک او ځواک له کړۍ څخه خلاصه شي ، د سولې شورا د ډلو ټپلو پر ځای د ملي سولې آرمان ته وفاداره ، ناپیلې او بې پرې واوسي.

په ورته ډول طالبان هم یوه د سولې اسلامي شورا جوړه کړي !

۳- طالب مشرتابه هم د پاکستان د پوځي استخباراتو د ښکېلاک له کړۍ څخه راووځي او په ملي مسولیت سره د سولې
لپاره خپله ملي طرحه ، شرایط او معیارونه وړاندې کړي !

۴- دواړه خواوې له هر ډول شرایطو پرته خبرو ته سره کښیني او د ملي سولې له پاره خپلې غوښتنې او پوښتنې سره
منځ ته وړاندې کړي

۵- د ملي سولې خبرې اترې د نهايي موافقې پورې وغځول شی او تر څو چې د سولې خبرې اترې روانې وي مطلق ډزبند
وساتل شی !

[color=blue:d497f621ef]۶- د توافق سره سم دې

. بهرني ځواکونه افغانستان خوشې کړي،

. داساسی قانون په تغیر او بشپړاوي دې هم په خبرو اترو کې توافق شوی وي ،

. د ۲کالو له پاره دې ګډ منځمهاله حکومت جوړ او

. په پاې کې دې آزاد انتخابات تر سره کړي !

والسلام[/color:d497f621ef]


larghonay laraway
20.11.2012

السلام عليکم
نو تاسو څه فکر کوئ چې بهرنيان د سولې پروسې ته په مليونونو ډالر د دې لپاره ورکوي چې په افغانستان کې رښتیا سوله راشي او دوی ووځي؟
سروپ ليونيان هم داسې نه کوي!
سوله موله نشته
بهرنيانو د کرزي حکومت او د ملاعمر ډلګۍ ته د جګړې د دوام دستور ورکړی او کله کله د ريفريشمنټ لپاره د سولې جرګې په نامه پيسې ورکوي نور هيڅ نشته!
دواړه ډلې د امريکا غلامان دي او د افغانانو دښمنان
کنه تاسو ووايئ چې د کرزي د سولې توهين سوله راوستی شي او که د ملاعمر ړنده مبارزه ازادي ؟
يو غلام دې د بل سر ته کېني چې افغانان ترې په کرار شي!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more