د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

شوقونه بايد وروزو / اسدالله نياز

pattang
13.11.2012

شوقونه بايد وروزو / اسدالله نياز
| سې شنبه, 13.11.2012, 09:14 AM | (21 لیدل شوی)

د کابل ښارپل خيشتي جومات ته څيرمه يوه نرۍ تړانګه کوڅه وتلې، د کوڅې په خوله
کې په يوه لويه کړايي کې ينه پخيږي، د څلوېښټو، پنځوسو کا لو ترمنځ، سړى ورته
ولاړدى. عينکې يې په ککرى اېښې دي. کونډۍ ږيره يې ده، بريتونو ته يې لکه د لړم،
لکۍ ورکړې دي. په کړايي کې د ينې ځزاو بز دى. بوى يې وار له واره د سړي تر لړما نه
هيسته تېرېږي. د دکا ن په مخامخ وره يې، غلبيلونه راځوړند دي. لاندې کواڼه د مزرو
جاروګا ن ورته اېښي ، کرزى نومى چمبه انتظارده، چې څه وخت به د نجونو لاس ته
لوېږي . د خاورو ټوټۍ (د وړو مارغانو د دانې لوښی) کتارايښې،غټې وړې جوړې
دي، زرکا نو او قومريو ته لويې، جل، ګلسراو سا يرې،ته لږ وړې دي. يو څه نورهم ور
په مخ سوم.
کونګ په يوه دړه نا ست و، بګاو، بګاو يې کتل سترګوته يې مخامخ ودريد مو لکه
رڼې مرۍ توېدې . پښو ته يې وړې کړۍ ورلويد لې وې.
کړچ ،کړچ دعکس اخيستلو، دوه، د رې پرله پسې غږونه مې ترغوږ شول ، مخ مې ور
واړوه، که ګورم بهرنی د ى، کامره يې په لاس کې وه. راته ويې خند ل ، پلن، پلن ټيکونه
يې و، لکه د قصا ب ټوکه چې پرميخ راځوړند ه وي.
زه خپل عکسونه پسې اخيستل. زه د مارغا نو په کوڅه ورګډ سوم ، د کوڅې فضا زوږ
پرسراخيستي وه ، رنګ، رنګ د هوا مارغان په طلا يي قفسونو کې راځوړند وو.
له همدې سره ما ته، د پسر لي صاحب يو بيت را په زړه سو، چې وايي :
بلبله که محروم يې د ګلشن له منظرو نه ترما ښه يې ناله خو دې وتاى شي له پنجرونه
مارغانو سر او سينه له قفسونو سره وهله، ما زديګر مهال خوهغه د چا خبره په دې کوڅه
کې د ګوتې ځا ى نه وي . زما چې کله دې کوڅې ته پښې ورسيخې شي ،ښه ډ يرساعت
پکې تاورا تا وشم، که مې د کوم مارغه رنګ، غاړه، توڼه خوښه سي ،نو نه يې سپموم،
پرې ور شمېرم يې.
په دې کمسورې کوڅه کې دهرغا ښ خلک ښکته پورته کيږي .يوه سپين ږيري بوډا
نمجن ديوال ته ولى لګولى و.سترګې مې پرې ولګيدې په ځځغه ږيره کې ګوتې وهلې،
را پام يې سو، په ځاى کې يې سره راهسک کړ روغبړ مو سره وکړ. ورته کړه مې :
ـ څومره وخت کېږي چې د ې کوڅې ته راځې ؟
تسبې يې جيب ته کړې ، شونډې يې سره وروستې :
که د رته ووايم په دې کو څه کې کم را لوى شوى يم ، ويې منه، زنه مې توره نه وه ، او س
مې په خوله کې يوه داړه غا ښ هم نشته ، له همځولو سره به مې مرغۍ په لومو کې
نيوې، د لته به مې د خرڅلاو لپا ره راوړې ،سوکه، سوکه مې د مارغانو د ساتلو ليو نى
باد په سر کښيناست ،شوق مې ورسره پيدا سو. او س چې په کور
ناست يم، زړه مې کوڅې ته راختلى وي، که د رته ووايم په حقيقت کې د مارغانو
نارو موږ غوندې خلک خپلو نارو ته تړلي يو، د دوى په چيغو خپل ځان ګرموو اود زړه
غوټه خلا صوو .
ورنه ولټيدم، له ځان سره مې شکر واېست. ماويل: ښه ده . چې شوقونه شته، که نه اوس
به دوی هم د يوه چا پرغاړه او ټټر ورناست وو او د بې ګناهو کسانو سرونه به يې پر
سينه ورکتارول او يا به يې د موچي په تارد غاړو رګونه ورغوڅول او د پرې شويو مريو
له خرهاره به يې خوند اخيست.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more