د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د افغانستان په بې ثباتۍ کې د هندوستان کردار / ډاکتر ځلاند

pattang
13.11.2012

د افغانستان په بې ثباتۍ کې د هندوستان کردار / ډاکتر ځلاند
| دوشنبه, 12.11.2012, 01:45 PM | (395 لیدل شوی)

نړیوالتوب (Globalization) نړۍ ته د ډېرو اسانتیاو، پرمختګونو او هوساینو په رامنځته کولو او د نړۍ د نژدې کولو تر څنګ د نړۍ د مېشتو هېوادونو او ملتونو ترمنځ د سیالیو د پېچلتیا او د نیواک(استعمار) د نویو بڼو او ډولونو رامنځته کولو ته هم لاره هواره کړې ده. له دې کبله په یویشتمې پېړۍ کې کله چې د یو ملت یا هېواد د راتلونکي او هوساینې په اړه خبرې او بحثونه کېږي، نو ددې ترڅنګ چې د نوموړي ملت یا هېواد په کورنیو ستونزو، نژدې ګاونډیانو خبرې کېږي په لرې پرتو هېوادونو او د نړۍ د څلورو کونجونو پام او تګلارې هم د نوموړي هېواد او ملت د بې ثباتۍ او ټیکاو په اړه تر بحث او څېرڼې لاندې نیول کېږي.
اوسنی هندوستان د ورته نړیوالتوب او د نړۍ د کلي د یو غړي په توګه د افغانستان په ټیکاو او راتلونکي نېغ په نېغه اغېز ښندي. د هندوستان جوړښت ( د اګست ۱۵ ، ۱۹۴۷ ) راهیسې، نوموړي هېواد د پاکستان سره د تربګني او دښمني د پاللو لپاره له هرې وسلې او وسیلې څخه کار اخیستی، د پاکستان پر وړاندې یې د کشمیر او خپل اوږد سرحد په سر درې وارې اوږده او سخته جګړه کړې، د پاکستان پر خلاف یې په کال ۱۹۷۱ کې د بنګله دیش خپلواکۍ غوښتونکو پلويتوب ا و ملاتړ کړی او د همدې حقیقت له مخې یې له افغانانو سره تل د پاکستان په خلاف د ډیورنډ د کرښې او د پاکستان د اغېز د کمولو لپاره په افغان حکومت په یو نه یو ډول خپل اغېز ښندلی دی.
هندوستان دا ټول په زیاته پیمانه د ځان په ګټه ترسره کړي، هندوستان د ځان په ګټه د نجیب له کمونیستي رژیم څخه په کلکله ملاتړ وکړ، د نجیب د حکومت په اوږدو کې یې د پا کستان په خلاف ( د مجاهدینو د ډلو پر وړاندې ) کافي مالي مرستې ترسره کړي، تر څو وکولای شي پدې توګه د نوي حکومت په رامنځته کولو کې خپلو خواخوږو ته د پښو ځای ځایګی برابر کړي. له همدې امله کله چې هندوستان د نجیب د حکومت په ماتې پوهېږي چې مخنیوي یې ناشونی دی، د شمالي ټلوالې سره مالي او نظامي مرستې ته یې ور ودانګل او پدې توګه یې د پاکستان د ستراتیژیکې ژورتیا پر وړاندې نوي خنډونه را ولاړ کړل. د پلان له مخې یې د افغانستان په کورنۍ جګړه کې برخه واخیسته. د افغان کورنۍ جګړې د ډېرو نورو اړخونو او لاملونو تر څنګ یو لامل هم د هندوستان او پاکستان ترمنځ نیابتي جګړه (Proxy War) بلل کېږي، چې دواړو هېوادونو د خپلو ستراتیژیکو په افغانستان کې د افغانانو په مټ اوږده جګړه ترسره کړه.
په هرصورت، نن هندوستان په سیمه کې د پاکستان پر وړاندې په اقتصادي او سیاسي جګړه کې ډېر پیاوړی او پرمخ دی. د پیاوړتیا یو لا مل یې هم دا ګڼل کېږي چې پاکستان په نویمولسیزو کې د افغانستان په کورنۍ جګړه او ستونزو کې نسبتا ډېر ښکیل پاتې شو او پدې توګه د همدې لسیزې په اوږدو کې چې نړۍ نوې ټکنالوژۍ، صنعت او پرمختګونو( چې د نړیوالتوب لسیزه بلل کېږي) مخه کړه. پاکستان یواځې د افغانستان په کورنیو جګړو کې ښکیل پاتې شو او پدې توګه د نړۍ او د سیمې له پرمختګ څخه بې برخې پاتې شو. خو هندوستان د همدې لسیزې په اوږدو کې ډېر نوي صنعتونه، نوې بهرنۍ تګلارې او نويو بدلونونو ته مخه کړه. له امریکا سره یې نژدې اړیکې وپاللې، له چین سره یې خپله تربګني او دښمني را کمه کړې، د روسیې او منځنۍ اسیا له هېوادونو سره یې دیپلماتیکې اړیکي ټینګې کړي او پدې توګه یې وکولای شول په سیاسي او اقتصادي ډګر کې له پاکستان څخه د سیمې لویه لوبه وګټي. پاکستان دېته په کتو د کمشیر جګړې ته نوي جګړه ماران وروزل، په کوردننه په روزنیزو مراکزو یې زړه سوړ نه شو، نو افغانستان ته یې مخه کړه، د طالبانو په ولکه کې افغانستان د کشمیر د جګړې د اور لپاره د سون مواد برابرول. د عربو، پنجابي طالبانو او دارنګه د پښتنو کشمیري جګړه مارانو پراخ روزنیز کمپونه یې په خوست، جلال اباد، کنړونو او کابل کې رامنځته کړل، د همدې جګړې په پای کې پاکستان وکولای شول چې مولانا مسعود اظهر او دهغه دوه نور ملاتړي (احمد عمر شیخ او مشتاق احمد زرګر) د هندوستان له بند څخه د هندوستاني الوتکې په راتښتولو کندهار ته اړ کړي او پدې توګه یې هندوستان ته په سیمه کې نوي امنیتې ګواښوونو را ولاړ کړل.
هندوستان د همدې دښمنۍ په اور کې د سوځېدو په حال کې وه چې د یوولسم سپتمبر پېښه رامنځته کېږي. امریکا او نړۍ په افغانستان کې د نوي بدلون لپاره خپلې پراخې تګلارې عملي کولو ته را ودانګل چې په پایله کې هندوستان ته زمینه برابره شوه چې وکولای شي خپل پخوانۍ کردار د شمالي ټلوالې په وجود او شتون کې ولوبوي.
هندوستان د افغان د نوي حکومت په جوړښت او رامنځته کولو کې پراخه ونډه واخیسته، د بن د غونډې د ګډون کوونکو هېوادونو مخکښ ګڼل کېږي. له افغانستان سره یې د هر کال په اوږدو کې د ۵۰۰ میلیونه ډالرو د مرستې ژمنه کړې او پدې توګه یې پاکستان ته په افغانستان کې د نويو ګواښونو د رامنځته کولو پلانونه طرحه کړل. هندوستان په لومړي ځل په کندهار او جلال اباد کې چې د پاکستان سره د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې پراته دي خپل دیپلماتیک دفترونه ( کونسلګریانې ) خلاصې کړې. د افغانستان په لويو پروژو لکه د سرکونو په جوړولو، بندونو په جوړولو، ښوونه روزنه، تحصیلي بورسونو په برابرولو، تکنالوژي، د ملي اردو او پولیسو په روزنه کې یې هم لویې مالي مرستې وکړې. په افغانستان کې د کانونو په کیندلو، د تازه او وچو میوو په پروسیس او تولید، د کرنې په ترویج او پرمختګ کې یې لويې پانګونې ترسره کړي دي.
په حقیقت کې د هندوستان دا ټولې مالي او ستراتیژیکې پانګونې د پاکستان په سرخوږ او ماتې تمامېږي، پاکستان یوه لسیزه دمخه هېڅ داسې فکر نه کاوه چې هندوستان به هم کله پدې و توانېږي چې وکولای شي افغانستان ته په دومره پراخه اجنډا (تګلارې) داخل شي، خو اوس اوبه له ورخه تېرې دي. اوس افغانستان او هندوستان د یو لاسلیک شوي تړون له مخې په پورته ډېرو برخو کې ستراتیژیک ملاتړي دي. پاکستان همدې اندېښنو ته د عکس العمل په توګه د هندوستان په اتباعو(دیپلماتانو، انجینرانو، کار کوونکو) ګڼ شمېر بریدونه وکړل. په کابل، جلال اباد، فاریاب او فراه کې هندوستان ته پراخ ځاني او مالي تاوانونه ورسول، خو هندوستان اوس د سیمې په یو زبرځواک بدل شوی او د پاکستان ورته بریدونه يې د ستراتیژیک پرمختګ لار په سیمه کې نشي ډب کولی.
هندوستان سره له دې چې د افغان حکومتونو یو نژدې ملګری هېواد پاتې شوی دی، خو پدې ملګرتیا کې تل له پاکستان سره دښمنې پاللي او د پاکستان د ستراتیژیکې ژورتیا پر وړاندې يې په افغانستان کې خنډونه جوړ کړي، نو ځکه خو په افغانستان کې د هندوستان په کردار، ټیکاو او بې ثباتۍ سترګې نشي پټېدلای. هندوستان د اوسني حکومتي جوړښت او پرمختګ څخه کافي خوشاله او راضي ښکاري او نه غواړي چې د اوسني افغانستان د ټیکاو پر وړاندې خنډونه را ولاړ کړي، خو که د پاکستان شومه تګلاره په افغانستان کې د بې ثباتۍ او ګډوډۍ سبب ګرځي، هندوستان به دا ځل د کورنۍ جګړې د هڅولو او رامنځته کولو یو لوی لوبغاړی وګرځي.
حل لاره:
افغان حکومت باید د هندوستان د مالي، نظامي او سیاسي مرستو په تر لاسه کولو کې ډېر محتاطانه ګامونه پورته کړي، افغان حکومت باید له هندوستان سره په سیمه کې د خپلو لومړیتوبونو په سر له هندوستان سره معامله وکړي. د ستراتیژیک تړون په لاسلیکولو هندوستان باید د افغان ستراتېژۍ د ملاتړي په توګه هندوستان د خپلو ګټو خوندي کولو ته رامات کړي، نه دا چې نوموړی تړون افغانستان د پاکستان د دښمن هېواد په توګه د هندوستان نژدې ملاتړی هېواد وګڼل شي. افغان حکومت باید سیمه ییزې دیپلماسۍ له مخې د پاکستان او هندوستان ترمنځ تربګنۍ او دښمنۍ را کمه کړي، د کشمیر د ستونزې په حل کې له دواړو هېوادونو سره مرسته وکړي او د اقتصادي پیاړوتیا، د منځنۍ اسیا د انرژۍ (ګاز او نفتو) د نللیکو د غزولو او لېږد لپاره باید په ګډه زمینه برابره کړي. افغان حکومت باید د پاکستان ټولو اندېښنو ته معقول او سم ځواب ولري د کومو له مخې چې د افغانستان او هندوستان دوستۍ ته د شک په سترګه کتل کیږي او داسې فکر کېږي چې هندوستان افغانستان د پاکستان د ماتولو او ایل کولو لپاره استعمالوي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more