د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ملکی خلک څوک وژنی..؟ اوولی...؟

طیب زابلی *
12.11.2012

الاماره ویب پاڼه

شنبه, 03 November 2012 07:25 تبصري

پر افغانستان دامریکا کرغیړن یرغل دغرب دپېچلو استخباراتي شبکو لپاره لاره هواره کړه چې زموږ په پاکه خاوره کښې ځالې جوړې کړي، ګوډاګي جاسوسان او د سیمي استخبارتي کړۍ هم دځان په ګټه وکاروي، فساد ته لمن ووهي، دافغانانو په منځ کښې داختلاف او کرکې اورونه بل کړي، پر قومونو او سمتونو یي وویشي، دسیمې میډیا تر خپلې مستقیمې اغیزې لاندې راولي ترڅو سپین ته په تور او تور ته په سپین ویلو کښې ستونزې ونلري.

امریکا، ناټو او د دوی متحدین په خپل ټول پوځي ځواک ونتوانیدل چې په ۱۱ کلونو کي دافغانستان جګړه دځان په ګټه پای ته ورسوي، نو ځکه یې دجګړې د ګټلو په هیله استخباراتي کړیو ته مخه کړه، د آزادۍ راډیو د (۰۵- ۰۲- ۱۳۹۱ل) نیټې د راپور په اساس: دامریکي دفاع وزارت استخباراتو د یو نوي واحد په جوړولو کار کوي. دا د استخباراتي چارو د بیا منظم کولو یوه برخه ده .. د پنټاګون یو لوړ رتبه مقام ویلي، دغه نوي مخفي دفاعي خدمات به له مرکزي استخباراتو سره نېږدې کار کوي تر څو د پوځ او ″سي ای. اې″ تر منځ همکاري غښتلې کړي.

له بلي خوا دبرتانیې د ډیلي تلګراف ورځپاڼې په (۱۷ اکتوبر ۲۰۱۲ز ) نیټه راپور ورکړی دی چې دامریکا استخبارتي شبکې (سي آی اې) یوې ښځې ته دوه لکه پنځوس زره دنمارکي ډالر د دې لپاره ورکړي وو چي له پلاني مجاهد سره واده وکړه او بیا دهغه په اړه موږ ته معلومات راکړه. (دمجاهد، ښځې او رابط نومونه او کیسه یې لیکلي دي).

دسږ کال په اوږدو کښې د سپیڅلي جهاد دبدنامولو لپاره ډول ډول ناوړه کارونه وشول او په اتوماتیک ډول مجاهدین متهم شول، د بیلګې په توګه: په مکتبونو کښې د بي همته کسانو په لاس دهیواد په شمال، ختیځ، سهیل، او لویدیځ کښ په وار وار نجوني مسمومې شوې، بیا داسلامي امارت په خلاف تبلیغاتي کمپاین پیل شو، وروسته ښکاره شوه چي دا کار داسلامي امارت دبدنامولو لپاره دپردیو ایجنټانو کړی و.

د ولسي وګړو عام وژنه د اشغالګرانو او دهغوی دګوډاګیانو له خوا دیوې دسیسې په توګه پر مخ وړل کېږي، په دې اړه یو امریکايي لیکوال ګورډن ډف په خپله یوه اوږده مقاله کې عجیب حقایق په ډاګه کړي: http://www.veteranstoday.com/2012/09/02/breaking-afghanistan-americas-total-lie-war/

نوموړی وايي چې له دوی سره داسې ثبوتونه شته چې دزده کوونکو مسمومول، پر ښځو تیري کول، دامریکايي استخباراتو، تر دوی پورې تړلو مافیایي قراردادیانو او د دوی دګوډاګیانو له خوا په منظم ډول تر سره کېږي او بیا طالبان پرې تورنوي، تر څو دتروریزم جعلي مفکوره دوامداره وساتي، او په دې اړه خپلو اهدافو ته ځان ورسوي.

دامریکي مکرجن استخبارات دمجاهدینو دبدنامولو لپاره دیو نوې دسیسې په بڼه کې دخپلو ګمارل شویو جاسوسانو په لاس په دخلکو دټولیدا په ځایونو، هدیرو او بازارونو کښې بمونه ښخوي، یا یې په نقلیه وسائلو کي ځای پر ځای کوي، یا نوري لاري چاري ګوري ترڅو ملکي خلک ووژني،او د تبلیغاتو لپاره دخامو موادو په توګه کار ځیني اخلي، وروسته خپل ګوډاګیان لیږي چې د هغوی دورثه وو سره وژاړي: هم یې وژني هم ورباندي ژاړي!

اسلامي امارت خپل ولس ته یو وار بیا ډاډ ورکوي چې دملکي وګړو وژونکي به هیڅکله معاف نکړي که هر څوک وي، او نه به چاته اجازه ورکړي چي زمونږ ګران ولس ته ضرر ورسوي، ترهغو به خپل سپیڅلي جهاد او دمظلوم ولس خدمت ته ادامه ورکړي چې یرغلګر دښمن ماته وخوري او په هیواد کښې یو پیاوړی مستقل اسلامي افغان شموله حکومت جوړیږي، دا زموږ هغه کلک دریځ دی چې داسلام په اصولو بنا دی او زموږ په لوائحو، اعلامیو، پیغامونو او دامیر المؤمنین حفظه الله ورعاه په خصوصي توصیو کښې هم په واضحو ټکو کښې راغلي دي، والله الموفق.


tandar
12.11.2012

زابلي صيب سلامونه
يوي باغيرتي افغاني ښځي چه ميړه ئې دخارجانو لپاره په وطن کي دترجمان په نوم جاسوسي کوله سره له دوه ماشومانو ځان په جرمني کي بيل کړي او دولت هم ددغه سړي ټول ډالري معاش ،،٧٠٠٠٠ ،،دبانک له لاري دماشومانو دخرچي په خاطر ظبط کړي :oops:
دا نامرده جاسوس هم ښځه سره له ماشومانو له لاسه ورکړه او هم ډالر او ملت هم پيژندلي لکه ماغوندي سړي اوس درپه در ګرځي اوټکسي چلوي :oops:
داچه دطالب يوه سړه مرمي ئې په دي مغز خوړلي وي ورته ښه وه :oops:
ټوله خواري ئې اوبو يووړله :oops:
دغي ته زدن الاهي وائې چه خاوري او خپل ملت ته خيانت کوي له دغه حاله مي نور هم له لوي خدايه بدتر غوښتي
دټولو خائينانو ،قاتلانو وطنفروشانو ورځ راتلونکي ده انشاالله
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


د ننګیالی ملت غږ

مساپر
13.11.2012

زماپه غېږه کي زما خواږه بچيان قتلوي
لاسونه مات شه د هغو چي افغانان قتلوي
څوک صياد ظالم په غشو مظلومان قتلوي
لاسونه مات شه د هغو چي افغانان قتلوي
دلته خو ډېر دي چي زمونږ د زړه ارمان قتلوي
لاسونه مات شه د هغو چي افغانان قتلوي
نظيره اوس هم خلک زمونږ توره نښان قتلوي
لاسونه مات شه د هغو چي افغانان قتلوي


pattang
14.11.2012

زابلی صيب او تندر صيب په قلم مو برکت شه روغ او جوړ اوسۍ !
زمونږ په ولايت کې 2600 جاسوسانوته cia دالر ورکوي او هغوی زمونږ د وروڼو
مخبري کي ، ناقانونه کارونه کوي او دطالبانو رنګه بدوي !
اوس به تاسو واياست چې پتنګه نو ته څه خبر يې دا مالومات دې له کومه کړی دی ??
دپخواني خاد يو ډګروال چې اوس دبګرام دبنديانو په شورا کې لوی غړی دی
(امريکايانو ته نظر ورکوي چې کوم بندي څومره خطرناکه او څومره طالب دی..... )
او مشر زوی يې خپل همځولي ملګري ته چې اوس په خارج کې اوسي دنېشې په حال
د شخصي موټر په منځ کې داخبره کړي ده .
ډکر وال په کابل کې اوسي په خپل ولايت کې يې اور بل کړی خو اسلامي مقاومت هم
هلته دومره قوي دی چې اشغالګر او لاسپوڅي يواځې دورځې په پاخه سرک قدرت لري
اوبس .
خو داسې خلک لکه ميرويس خان، اتل خان او نور يې له حقيقته سترګې پټوي اود
دالرو په ترازو يې خرڅوي ! الله دې داسې وروڼو ته پښتني او اسلامي احساس
ورکړي ، دوی يوه دخلاصون لار ه هم نه وړاندې کوي ، خو يواځې مقاومت په سلو
تهمتونوپورې تړي!
دداسې مالوميږي چې دا وروڼه د امريکا اود cia دخيني (نکروځيو) د شپې
په انجو منج کې داسې غرق دي، لکه چې سړی د لوط (ع) دکام سيل کوي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more