د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د دوو چاودنو له امله څوارلس بیگناه مسلمانان شهیدان شوي دي

شاه ولي
11.11.2012

درنو هیوادوالو اسلام علیکم و رحمته الله،
نن سهار د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې هغه مهال وشوه چې يو مسافر وړونکی موټر د سړک د غاړي پر ماين برابر شو، چې له امله یي اته ملکي بیگناه مسلمانان، چې د هلمند په لور روان وو، شهیدان شول.
دا په داسي حإل کې ده چې د خوست ولايت په صبري ولسوالۍ کې هم د سړک د غاړي د يوه ماين په چاودنه کې شپږ ملکي وګړي شهیدان شوي دي، چې په دې پيښه کې دوه معصومو ماشومانو، دوه ميرمني او دوه نارينه هم شامل دي.
د دولت مخالفين (طالبان) تل د افغان او بهرنيو ځواکونو د نښه کولو لپاره د سړک د غاړي له ماينونو کار اخلي خو تل پکي ملکي وګړي مړه او ټپيان کيږي.
والسلام،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more