نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پکه دا دې بله سپکه
میرویس
08.11.2012
اسلام علیکم، محترمو او قدر منولوستونکواو لیکونکو خویندو وروڼو
که هر څومره په دې نیک فال داخبارونولوستل پیل کړم چې ګوندې نن ډیربد او زړه بوګنونمکئ خبر ونه لونم، خو بیاهم پداسې خبر ور برابر شم، چې د تاسې سره یې نه شریک کول اوتبصره، نه ورباندي کول د ایمان سستي او جرم راته ښکاره شي. دا ځکه چې د حقایقو کتمان جرم دئ.
خدمتګار په خپله ننۍ ګڼه کې لیکلي چې طالبانوپر محصلینو باندې نوې سوداګري کوي. زه د لته د حدمتګار یو څو کرښې را اخلم او وروسته بیا ټول مضمون را نقل کوم
===========================================
طالبان پر محصلانو نوې سوداګري كوي
طالبان د نرخ ولسوالۍ په سنځۍ سيمه كې موټر تلاشي كوي او كه كوم ځوان ورته محصل ښكاره شي د پلټنو لپاره يې نورو سيمو ته وړي.
كه په پلټنو كې معلومه شوه چې نيولى ځوان محصل دى، كورنۍ ته يې خبردارى ور كوي چې یا دې پيسې ور كړي او كه داسې نه كوي، د ځوان بې تنې سر به وويني
وسله والو طالبانو نږدې درې كاله وړاندې د غزني په اندړ ولسوالۍ كې يوولس زده كوونكي هغه مهال ووژل چې له كانكور ازموينې وروسته كورونو ته ستنېدل.
دې ډلې تېر كال د كاپيسا په تګاب ولسوالۍ كې هم پنځه زده كوونكي هغه مهال ووژل چې په كابل كې له كانكور ازموينې وروسته كورونو ته روان وو.
د طالبانو دغه تكتيك په پښتني سيمو كې د لوستو خلكو كچه كمه كړې ده چې له امله يې بې سوادي زياتيږي او په راتلونكو كلونو كې به د نورو افغان قومونو په پرتله پښتانه كم لوستي كسان لري. كه په پښتنو كې د لوستو كسانو كچه همداسې كميږي ور سره به يې په حكومتي ادارو كې خلك هم كميږي چې له امله به يې د دوى سيمو ته حكومت خدمتي اسانتياوې هم ډېرې نه برابروي
دادي اوس کامل مضمون ولونئ
============================================
طالبان پر محصلانو نوې سوداګري كوي
سه شنبه ١٦ لړم ١٣٩١ ساعت ٠١:٠٠
كابل- خدمتګار
د ميدان وردګ ولايت په نرخ ولسوالۍ كې وسله وال طالبان د محصلانو لپاره په نوي سرخوږي بدل شوي دي.
طالبان د نرخ ولسوالۍ په سنځۍ سيمه كې موټر تلاشي كوي او كه كوم ځوان ورته محصل ښكاره شي د پلټنو لپاره يې نورو سيمو ته وړي.
كه په پلټنو كې معلومه شوه چې نيولى ځوان محصل دى، كورنۍ ته يې خبردارى ور كوي چې یا دې پيسې ور كړي او كه داسې نه كوي، د ځوان بې تنې سر به وويني.
د ننګرهار پوهنتون دوو محصلانو له نومښودنې پرته خدمتګار ته وويل چې د طالبانو نوي سرخوږي دوى ته نوې ستونزې پيدا كړې دي.
د هغوى په خبره، په سيمه كې وسله وال طالبان په هغو ورځو كې د محصلانو د نيولو او په مرګ د هغوى د ګواښلو هڅې كوي چې رخصتۍ تېرې شوې وي او محصلان غواړي پوهنتون ته لاړ شي.
دوى دا هم وويل چې د وسله والو طالبانو دغه نوي تكتكيك د محصلانو غير حاضري زياته كړې او له درسونو يې پاتې كوي، ځكه محصلان په هغو ورځو كې له سيمې پوهنتون ته د ستنېدلو لپاره زړه نه ښه كوي چې رخصتۍ پاى ته رسېدلې وي او د درس نږدې د بيا پيل كېدلو نېټه وي.
يوه محصل وويل، له اختر نږدې اوونۍ وروسته يې زړه و چې پوهنتون ته لاړ شي، خو د وسله والو طالبانو له وېرې د اختر په دويمه ورځ كابل ته راغى او پاتې رحصتۍ يې له خپلوانو سره تېرې كړې.
كه څه هم وسله وال طالبان له زده كړو سره ښكاره مخالفت نه كوي، خو په ډېرو سيمو كې يې ښوونځي سوځولي او یا يې هم له كانكور ازموينو وروسته خپلو كورونو ته ستنېدونكي زده كوونكي وژلي دي.
وسله والو طالبانو نږدې درې كاله وړاندې د غزني په اندړ ولسوالۍ كې يوولس زده كوونكي هغه مهال ووژل چې له كانكور ازموينې وروسته كورونو ته ستنېدل.
دې ډلې تېر كال د كاپيسا په تګاب ولسوالۍ كې هم پنځه زده كوونكي هغه مهال ووژل چې په كابل كې له كانكور ازموينې وروسته كورونو ته روان وو.
د طالبانو دغه تكتيك په پښتني سيمو كې د لوستو خلكو كچه كمه كړې ده چې له امله يې بې سوادي زياتيږي او په راتلونكو كلونو كې به د نورو افغان قومونو په پرتله پښتانه كم لوستي كسان لري. كه په پښتنو كې د لوستو كسانو كچه همداسې كميږي ور سره به يې په حكومتي ادارو كې خلك هم كميږي چې له امله به يې د دوى سيمو ته حكومت خدمتي اسانتياوې هم ډېرې نه برابروي.
وسله وال طالبان د ډيورنډ كرښې دواړو غاړو ته په پښتني سيمو كې ښوونځي سوځوي او همدارنګه هغه لوستي كسان، ښوونكي او مشران وژني چې د ښوونځيو د سوځېدلو مخالف او د زده كړو پلوي وي
pattang
09.11.2012
مير ويس صيب سلام عليکم !
(( که داسې عمل واقعت وي ، عموميت ولري نو دجهالت محصول او يا دغريبي يوه
نخښه ده ! ))
وروره پيسه او عيش بد شی دی څوک چې قوي ايمان ونلري حقيقت او رښتيا نشي
ساتلي ! داخبره دروغ او پرو پاګنده ده ، غربيان دطالب هم دوشمنان دي او داسلام
هم ! په برما او س Myanmar ميانمار کې بودايانو په زرګونو مسلمانان ، واړه ، زاړه
ښځې هلکان داسې قتل او کورونه يې ور وسوځول لکه د مسلخ پسونه ! سړی يې له
ليدو ډاريږي ، خو غربيانو دهغې سانسوچي کونه کلکه نيولې او ديموکراته ترې
جوړوي ! هيڅ يوو un او amnesty international اونورو غربي ميدياوو
دولتونوبشري حقوقو يې خبره ياده نکړه او نه يې بودايان پر دې عمل ورټل خو په طالب
پسې هره مرداري په خپله مطرح اوجوړ وي او بيا يې پر طالب ورتپي !
زما دخوښينې زوی د فارمېسي پوهنځی په کابل کې پای ته ورساوو اودهرې اونۍ په
اخرکې به يې کورته (زمونږ په ولايت کې طالبان قدرت لري ) سفرکاوو(ته )، مونږ خو
داعمل ندی اورېدلی او نور په سلګونو محصلين زمونږ د ولايت خپلو کوروته ځي ،
چاخوتراوسه شکايت ندی کړی !
داخو نو هغه دسيسې دي چې دلاسپوڅي مذدور دولت او دcia طبيبان يې مطرح کوي
او ميدياته يې ور کوي !
نالت پر دې لنډ فکرو جاهلانو چې نه خپل پېژني نه پردی !!
طیب زابلی *
10.11.2012
میرویس صیب سلامونه می ومنه !
یاره میرویس خانه دا تاسی چی هروخت دطالبانو پر ضد
انتیکی او ناپړیتی لیکئ دی ته خو زه حیران یم .
څکه چی دافغانستان په ډیرو داسی سیمو کی زه ګرزم
او راګرزم چی هلته طالبان واک لری خو دا تاسو چی یی لیکئ
دا یوه ناپړیته می تراوسه هم نه ده لیدلی.
زموږ دکلی او سیمی ډیر زدکونکی په کابل او نورو ځایونوکی
زدکړی کوی ، اوبیا کورته راځی شپی کوی خو تراوسه چا
نه دی ورته ویلی چی ته ولی مکتب ته ځی ، او نه چا تری پیسی اخیستی دی،او داسیمه به مکمله
توګه دېالبانو ترواک لاندی ده ،
البته په لومړیو کلونو کی په بعض منطقو کی طالبانو
خلګ نه پریښودل چی دحکومت په مکتبونوکی زدکړی
وکړی مګر خو ورسته بیا دا بندیز دطالبانو دمشرانو له خوا لیری
شو،
پاته شوه داخبره چی طالبان دمالی منافعو لپاره داکار کوی
داخوبالکل غلطه ده ، ځکه طالبان که دا وغواړی چی په غیرمشروع
ډول پیسی ترلاسه کړی نوبیا تردی نوری ښی لاری شته ،
البته طالبان هم پرشتی نه دی چی هیڅ خطا او ګناه به نه ځنی کیږی
اوبل دطالبانو په صفونو کی کله کله داسی خلک هم ورګډیږی
چی هغه غلط کارونه کوی ، مګر خو دانو دطالبانو تګلاره نه بلل کیږی،
tandar
10.11.2012
زابلي صيب سلامونه
ديوي پوښتني ځواب اود يو مشکل حل په مشوره او په يوه دوستانه اومنطقي فضاکي ښه تحليل کيدلاي شي
زه د سرتيرو ازاديخواهانو،طالبانو، مخالف نه يم
خو دا بايد ټول ملت ته ثابته او واضيح شي چه طالبانو په خپل ٥ کلن قدرتي دوران کي دخپلي خاوري او ملت لپاره څه پيشرفتونه او مثبت کارونه کړي وه؟
په غير له امنيت نه
لکه دباميانو دبت ړنګيدل ايا دا ملي سرمايه نه وه چه نابود شوه
نن بايد دلته داسي اسناد او شواهد وړاندي شي چه دملت قناعت حاصل شي
که مثبت اړخونه ئې زيات وه او دي خو د٢٠١٤ کال ورسته هم کوم مشکل نشته او يواځي جنګسالاران پاتي کيږي چه دهغو دجرمنو او دډالرو حسابي بانکونه چه په هر ځاي کي وي ميدان ته به راوځي
خو دلته دخاوري او ملت ته دطالبانو دمحبوبيت موضوع ډيره مهمه ده
که طالبانو بيا قدرت پيدا کړو ددوي کړنلاره به دپخوا په شان وي؟
اوداسي نور سوالونه؟
دcia اوisi لاسونه دافغان په وينو سره دي
طیب زابلی *
12.11.2012
تندر صیب سلامونو ته دی وعلیکم السلام وایم
داخبره منم چی طالبانو دقدرت په دوران کی دخاوری
او ملت لپاره کوم دیادونی وړدپر مختګ کار نه ده کړی ،مګر خو
ددی علتونه ښکاره دی :
1. طالبان په داسی حال کی میدان ته راغلل چی هلته نه په ملک کی
کومه اداره وه نه نیظام وو نه کمپنۍ وه نه شرکت وو نه تجارت وو
نه له كوم هيواد سره كوم تړون وو اونه.........
بلکی طالبان راغلل پر یوه سپیره دښته یی حکومت جوړ کړ
نو په داسی حال کی به په دونه لنډ وخت کی پر مختګ ناشونی وی ،
2. دوهم علت داوو چی دطالبانو اقتصاد کمزوری وو او هرڅه
پر مختګ په اقتصاد سره کیږی ، او اقتصاد چی ولی کمزوری وو؟
ددی یوسبب خو هغه مخکنی ده او بل دا چی طالبان دجنګ په حالت
کی وو ددوئ ټوله بودیجه پر جنګ مصرفیدله ځکه چی جنګ
ډیر مصارف غواړی او بیا داسی دوامی جنګ لکه دطالبانو ،
او بل دا چی پر طالبانو نړیوال بندیزونه وو چی له بهر نه کوم کومک
نه کیدی ،
3. دریم علت داوو چی طالبان دجنګ په حالت کی وو دملک ابادی
او پر مختګ ته نه وو فارغ،
4. څلورم علت داوو چی طالبان بی تجربی وو په بهرنی سیاست او
اړیکو کی پوره مهارت نه درلودی
په طالبانوکی دوه لوی صفتونه هم وو یو امنیت اوبل داداری فساد نیشتوالی
دا هغه صفتونه دی چی دملک دپر مختګ اصلی منبع او سرچینی دی
په ملک کی چی بی امنی یا اداری فساد وی نو هغه ملک هیڅ وخت پر
مختګ نشی کولی لکه اوس چی تاسو په افغانستان کی وینئ چی ددنیا
ټولی پیسی او کومکونه راروان دی مګر خو په ملک یوه ذره پر مختګ او
ابادی نه ده شوی ،
او دبامیانو دبتانو په با ره دومره ویلی شم چی طالبان په دی کی خطاشول
که څه هم طالبانوته خو بعض ملایانو دافیصله ورکړه هغه په دی چی دا دابراهیم
علیه السلام او رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه سنت طریقه ده مګر خو زما په فکردا به په هغه وخت کی وی چی عبادت یی کیږی نو دی بتانو ته خو دا څو پیړۍ چا سجده نه ده کړی ،
او پاته شوه داخبره چی طالبان که دوهم ځل قدرت ته ورسیږی بیا به هم ددوئ هغه
پخوانی سیاست وی او که څنګه؟
نو زما په فکر چی په طالبانو کی یوڅه بدلون راغلی ، طالبان اوس په سیاست
پوه شول ، طالبانو تجربی ولیدلی او په طالبانو کی مسلکی خلګ پیدا شول
چی دا ددوئ له پیغامونو ،ویبسایټونو او خپرونو څخه معلومیږی،
pattang
12.11.2012
زابلی صيب کور داباد !
طالبان اوس خپل ډېر طالبي صفته په سياست او خبره پوه ځوانان لري داسې مضامين
،هغه هم په پښتوژبه ليکي چې زه حيران ورته پاته کېږم او شکرشکر سل کرته شکر
پرې باسم ! دا ځوانان د پښتني او اسلامي اوصافو دساتلو کلکه ، ايمانداره اويوه
پخه عقيدوي له اپورتونيستي پاکه کتله ده ٠
سر بېره پر دې په زرګونو نو ر افغانان پښتانه چې په طالبي ټولنيزو او اخلاقي کړويو
کې ندي لوی شوي ،خو د طالبانو پاکوالي ، اسلا ميت ، سپينتيا ، پښتنولي، هېواد
پالنې او نورو ډېرو لوړو اخلاقي اوصافو په خپله کړۍ کې داسې تړلي دي چې له دوی
سره به له هر ډول مرستې دريغ ونکړي!!
سلامونه
tandar
12.11.2012
دواړو ورونو پتنګ صيب او زابلي صيب ته سلامونه
دمعلوماتو نه مومننه هيله ده چه ادامه ورکړي ترڅو سوي تفاهم له مينځه ولاړ شي
ماته مو دوړکتوب يوه خاطره راياده کړه
په کلي کي ډيرپخوا يوه وړه جيلکي وه چه پزه به ئې روانه خلاصه مردارخوره وه او دکلي نورو ماشومانو هم زوروله
خوخير يو وخت غټه پيغله شوله
نو هلکانو به سره په ټوکو کي ويل چه تاجي هغه تاجي نه ده چه پزه ئې بهيدله اوس ئې غټي غټي غوټي کړي :oops: :oops: :oops:
نو دتاسو دتبصيري نه هم داسي معلوميږي چه طالبان هم هغه پخواني طالبان نه دي علاوه پرجنګ دسياست او انترنيټي سايټونو او بحثونو سره اوس هم اشنا شوي دي
داد خوښي ځاي دي دانش رڼا ده دخاوري او دملت په بهبود تماميږي برياليتوب ئې غواړم
دcia اوisi لاسونه دافغان په وينو سره دي
میرویس
13.11.2012
پتنګه ورور جانه، اول مې سلامونه ومنه، او وروسته د پروردیګار عالمیان، نه ددین او دنیا بریالیتوب درته غواړم. الله دې هغه په نصیب کړه چې ته يې غواړې
وروره، زه هم د میانمار په پیښو بې حده ځوریدلئ يم. دغه راز چې د پخوانۍ يوګوسلاویې يه سریبرینیڅه کې د مسلمانانو قتل عام شوئ ؤ، هم پرې ځوریږم، اود افریقا د هوتو او توتسي د قومونو تر منځ په جګړو کې چې اته لکه انسانان په چرو او خنجرونو حلال شوي وو، او ټولې نړۍ په رډو رډو ورته کتل، هم د یوه عادي انسان د ضمیر د ځور او رنج سبب کیږي
زه او ته چې د مځکې پر مخ دوه واړه انسانان یو، غیر لدې چې خپل آواز جګ کړو نور څه کولای شو؟ وایې: هئ هئ په پاده لره، نطر پر خپل خوسي. زه او ته به هم د خپل ضمیر د مسؤلیت په وجه په نړۍ کې په بې عدالتیو د اعتراض غږونه جګوو، خو نطر به پر خپل کړیدلې او ځوریدلي ولس لرو
داسې به نه کوو، چې د خپل بام واره د بل چا په بام اچوو. د طالبانو د ناوړه کارونو دپاره کوم قرباني ولټوو او بیا بل څوک ملامت کړو. که موږ وایو چې د غربیانو د میډیا کړه وړه زموږ سره د دښمنۍ پر پایه ولاړ دي، بیا پکار ده چې د غربیانو ټولې خبرې پروپاګند وبولو، او داسې ونکړو چې د طالبانو پرخلاف دهغوي خپرونې دروغ وبولو، خو د غربي میډیا هغه رپوټونه چې د افغان حکومت پرخلاف وي او د طالبانو پّه ګټه وي، بیا هغو ته چک چک وکړو او ووایو چې وګوره غربي میډیا حق وايي. که داسې وکړو، نو بیا زموږ قضاوت جهت پیدا کوي او د شپانه او لیوه راعئ کیسه ترې جوړیږي
زه دلته ستاسې یوه پخوانۍ لیکنه او په غربي میډیا ستاسې د اتکا او تائید څرګندونه را اخلم
pattang
ستوري
دغړيتوب نېټه: 05 اګست 2004
ليکنې: 3789
ځای: Germany د ليکنې نېټه : جمعه نومبر 02, 2012 9:35 am عنوان :
________________________________________
جمعه د ١٣٩١ لمريز کال د لړم ١٢دخپریدو نیټه : 2012-10-09 مخپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- کـافغانستان : یوولس کلن جنګنثار احمد صمد
سرچینه : پروګرسیو مجله
لیکوال : متیو روتشیلډ
منبع : پروګرسیو مجله ( امریکا )
نېټه : ۲۰۱۲/۱۰/۷
ژباړن : نثار احمد صمد
نن د افغان جنګ یوولسمه کالیزه ده . هو ، پوره یوولس کاله !
دا د هغې مودې څخه درې چنده زیاته ده چی امریکا په دوهمه نړیواله جګړه کی وجنګېده ؛ او تر هغي مودې شپږ ځله زیاته ده چی امریکا په لومړۍ نړیواله جګړه کی وجنګېده .
او دا هغسی جنګ دی چی هیڅ اړتیا یې نه لیدل کېده .
افغانستان پر امریکا حمله نه وه کړې . دا خو د سعودي عربستان تبعه اسامه بن لادن و چی هماغه حمله یې طرح کړې وه ؛ یو بل مصرﺉ تبعه ، محمد عطا د هماغه ډلی مشر و . د دغو ۱۹ طیاره تښتونکو څخه ۱۵ یې سعودي اتباع وو . په هغوی کی آن یو افغان هم شامل نه و .
بل دا چی د افغانستان حکومت وړاندیز وکړ چی حاضر دی اسامه بن لادن د محاکمې لپاره کوم درېیم هیواد ته ورتسلیم کړی . خو جورج بوش دا وړاندیز هیڅ په باک هم نه راوړ . هغه صرف او صرف د وچ زور څخه کار اخیست ، او غوښته یې چی انتقام واخلی . خو د دې جنګ لپاره ژور جیوستراتیژیکي دلایل هم وجود لری چی زه به یې مختصرأ ذکر کړم . لاکن اول به هغه تلفات او ضایعات وڅیړم چی دغه جنګ پیښ کړي دي :
د ۲۰۰۱ د سپټمبر د یوولسمی حملې په امریکا کی تقریبأ درې زره ( ۳۰۰۰ ) ملکی انسانان ووژل ، خو هماغه امریکا تر ننه په افغانستان کی لږ تر لږه اووه زره (۷۰۰۰ ) ملکی انسانان وژلی دي ، البته دا حدِ اقل اټکل دی . دا ټول ملکی کسان زموږ په بمونو ، زموږ په مرمیو ، او زموږ په بې پیلوټه طیارو وژل سوي دي ، آن دا چی ځینو دغو قربانیانو د ودونو په مراسمو کی برخه اخیستې وه .
څو زره نور افغانان هم په غیر مستقیمه توګه د دې جنګ له امله د لوږی او ناروغیو څخه مړه سوي دي . او په لسګونو زره نور هم ټپیان سوي دي .
تر کومه ځایه چی په امریکا پوری اړه لری ، زموږ څه باندی دوه زره پوځیان همدلته وژل سوي او څه باندی ۱۶۰۰۰ نور هم زخمیان سوي دي چی ډیرﺉ د مصیبت او بدبختۍ سره مخامخ دي . په دې ډول شل زره ( ۲۰۰۰۰ ) کورنۍ داسی دي چی بیا به هیڅکله مخکنۍ نیکمرغي و نه وینی . نو د افغانانو او امریکایانو دغه ځاني تلفات تر بل هر څه ډیر درانه او سخت دي .
خو د دې هر څه تر څنګ د دې جنګ مالی مصارف هم دي . دغه افغان جنګ د امریکا د خزانې څخه شپږ سوه بلیونه ډالره خوړلی دي چی هغه د تل لپاره زموږ څخه ولاړل . په دې کی هغه مصارف شامل نه دي چی په افغانستان کی زموږ د زخمی او معیوبو پوځیانو د روغتیا پالنی او علاج لپاره مصرفیږی . موږ هلته د هفتې دوه بلیونه ډالره برباد او ضایع کوو .
دا نور د اوباما جنګ دی .
هغه هلته د امریکایی پوځیانو تعداد درې چنده زیات کړ ، او ځکه نو د امریکایی پوځیانو د تلفاتو د ډیرښت مسؤل دی . وګورﺉ په افغانستان کی د امریکایی پوځیانو او مرین عسکرو لومړني ۱۰۰۰ تلفات په تقریبأ اتو کالو کی رامنځته سول ، خو متباقی یو زر نور یې صرف په تیرو دوو نیمو کالو کی وژل سوي دي .
که څه هم اوباما یو څه پوځیان بیرته را وایستل ، خو بیا هم نن هلته د جورج بوش د دورې تر آخري ورځی دوه چنده زیات امریکایی پوځیان مستقر دي .
هغوی لا ولی بیا هم هلته موجود دي ؟
اول موږ ته ویل کېده چی هغوی ځکه هلته شتون لری چی د القاعده او اسامه بن لادن سره وجنګیږی . خو پخپله « سي . آی . اې » راته وایی چی په تیرو څو کالو کی په افغانستان کی فقط ۱۰۰ القاعده وال موجود دي او بس .
او د بن لادن خبره ؟ هغه نور مړ دی . هغه آن په افغانستان کی هم و نه وژل سو ؛ بلکی په داسی حال کی چی بې وسلې و ، زموږ خاصو کوماندو ګانو په پاکستان یعنی هغه هیواد کی وواژه چی موږ یې خپل دوست بولو او د سپټمبر د یوولسمی راهیسی مو ۲۰ بلیونه ډالره هم ورکړی دي .
نن بیا داسی راته ویل کیږی چی موږ ځکه په افغانستان کی شتون لرو چی پوځ ته یې روزنه ورکړو . خو همدا نن زموږ پوځیان د هغو افغاني پوځیانو لخوا وژل کیږی چی موږ یې خپل دوستان بولو . نو چی داسی ده ، ولی بیا هم موږ ، چی آن خپل په اصطلاح دوستان مو لا هم وژنی ، هلته شتون لرو ؟
وروستی چټی او بې منطقه دلیل دا دی چی وایی موږ ځکه هلته موجود یو چی طالبان یو ځل بیا واکمن نسی او افغانی میرمنی توهین او بې آبه نکړی . خو کرزي پخپله هغه مقرره لاسلیک کړه چی د هیواد د اسلامی شورا لخوا تهیه سوې وه چی له مخی یې یو میړه خپله میرمن د شریعت سره سم وهلای سی.
راځیً چی صاف صاف وږغیږو . امریکا هلته په دې خاطر نه جنګیږی چی د افغانستان د ښځو سره مرسته وکړی . بلکی موږ ځکه هلته جنګیږو چی د امریکایی امپراتورۍ سره مرسته وکړو .
نو یو وار نقشې ته متوجه سیً . افغانستان په لویدیځ کی د ایران سره او په ختیځ کی د چین سره ګډه پوله لری : یعنی هغه دوه هیوادونه چی د پنتاګون تر نظر لاندی دي .
او امریکا ځکه په افغانستان کی شتون لری چی هغه په منځنۍ آسیا کی د پخواني شوروی اتحاد د جمهوریتونو څخه مخ د عربي سمندرګي پر خوا د تیلو د انتقال لورﺉ دی .
همدا هغه دلایل دي چی له مخی یې امریکا په افغانستان کی جنګیږی . خو دا هغه قانوني او مشروع دلایل نه دي چی له مخی یې باید ۲۰۰۰ امریکایی پوځیان او یا هم ۷۰۰۰ افغان ملکی کسان وژل سوي وای .
نو ځکه دغه یوولس کلن جنګ باید پای ته ورسول سی . او باید همدا اوس ختم سی . دا بېله دې چی وژنی او تباهۍ نوری هم ډیری کړی او هم د امریکا پر ضد د کرکې نور تخمونه وشیندی ، بل هیڅ هم نسي کولای .
که اوباما څلور کاله مخکی د دفاع د کمزورۍ فکر نه وای اندیښمن کړی ، نو قطعأ به یې نه وای ویلی چی افغان جنګ باید شدید سی .
د ټولو لپاره د بدمرغۍ ځای دا دی چی هغه دخپلی انتخاباتي مبارزې فقط همدا یوه ژمنه عملی کړه ! پای
© http://www.benawa.com/fullstory.php?id=51761#ixzz2B3YSOWnL
_________________
دپښتنولي په مينه پتنګ
طیب زابلئ صاجب، تاسې ته هم د میني او محبت سلامونه ډالۍ کوم، الله ج دې پخپل امن کې وساته
که زه ووایم چې طالبان د اسلامي ارشاداتو خلاف ماشومان غلا کوي، مغز شویي کوي يې، بمونه ورپوري تړي او بیا یې د بې ګناه مسمانانو سره په بمونو کې اولوزي، ستاسې په نزد ناپړیته ده، په عام محضر کې مسلمانان په بمونو کې الوزوي اووژني يې، او دا د الله ج داوامرو،او ملا محمد عمرد فرمان خلاف غیر اسلامي عمل دئ، دا هم ناپړیته ده. الله ج په اور کې د انسان سیزل حرام کړیدي او طالبان هره ورځ د بمونو په سرو لمبو کې خپل مسلمانان لولپه کوي، دا هم ناپړیته ده. که دوی ددنیا ډیر معتبرو ديني عالمانو، لکه د مکې مغظمي مفتي، او نور لسګونه مدرسان ووایي چې د طالبانو ډیر اعمال، لمه ځان مرګي، په محضر کې د بمونو چول، او داسې حرام وبولي، دا هم ستاسې په نظر نا پړیته ده
تاسې چیري او کوم کلي او علاقې ته تللی یاست چې وایئ طالبان دغسې کاراوایې نه کوي په پټو سترګو د طالبانو پر هغو مظالمو سترګې پټوئ چې هره ورځ د مصتضعف ملت پر سر میچنې غوندې ګرزي. سوزي خو هغه ځای جې اور پري بل وي. تاسې د میدان وردګو د نرخ ولسوالۍ ته تللي یاست چې د طالبانو دغه مظالم چې ادعا یې شوي ځان ته معلوم کړئ؟ د حقیقت کتمات لوی ظلم او ګناه ده، یو څوک پرې محاکمه کیدای شي. آو که نه اسې بتیلې ده چې: که این کړي، که پین کړي=دا پتئ به شین کړي. یعنې که طالبان هر ناروا عمل کوي خیر دئ، خو مطلب چې بیرته پاچاهي ونیسي. الله دې تاسې پدې ګناه، نه نیسي، پروردیګار عالمیان دې وبخښه
تندر او زابلئ صاحب، تاسې دواړو ته غبر سلامنه وړاندې کوم
تاسې دواړو ښه په اسلامي چاپیرچل کې بحث کړیدئ
که د چا نقص وایو، باید چې فضیلت یې هم ووایو. دوه شیان چې په افغانستان کې ګرد جهان په خپل ټول زور او قدرت ونشو کړئ شول، هغه د کوکنارو د کر کیلې او اداري فساد مخنیوئ ؤ. که څه هم طالبان چېپه پلوونو ماړه شول، د خپل حکومت په
وروستیو وختو کې یې بډو ته هم بډې ووهلې، خو بیا هم دغه دواړه مثبت کارونه د طالبانو د حکومت ډیرې غټې کارنامې دې، چې تاریخ به یې هیري نکړي
طالبانو نه دا چې د کوکنارو دکر کیلي او تجارت مخه نه نیوله، یلکه تشویق یې هم کاه. طالبانو د تریاکو د تجارت نه مالیه ټولوله، خو د نړیوالې ټولنې د فشار په وجه یې دا کار وکړ، او ښه یې وکړ
طالبانو د خپل حکومت په وخت کې په ټوله اسلامي نړۍ او بین المللي ټولنه کې ځان شرمولئ، او د اسلام پرسپینه لمن یې تور داغ لګولئ دئ. طالبانو پردې برسیره چې د القاعدې او د افغانستان د نورو دښمنانو د لمسون او ګواښ او خپلې نا پوهۍ، غیر مسلکي توب، غفلت او ګمراهۍ په وجه ملک ته هیڅ ندي کړي، ملک یې د غربت کندې ته غور ځولئ، د افراطي مذهبي عقایدو د عملي کولو له لارې يې وحشت په ملک کې خپورکړئ ؤ او ددوي د نا اهلۍ د لاسه د ملک اکثره خلک توبرکلوز غوندې په ساري ناروغیو اخته وو، ددوې اعمال هم د اسلام د مبارک شان اړخ نه لګاوه. دوی د امر بالمعروف نهی عن المنکر تر نامه لاندې پر خلکو ملنډې وهلې، د چا ږیره به چې لنډه وه بندي کول به يې، خو پخپله د ملا صاحب محمد عمر بریتونه د هغه په خوله کې لګیږي.
په موزیک او ویدیو به یې خلک بندي کول، اوس دوي پخپله نه یوازي چې دغه کارونه کوي، بلکه په ډیر افتخار د اور په لمبو کې د مسلمانانو د سیزلو ویدیو ګانې ډکوي او خپروي يې. په اور کې سیزل او د عامو خلکو وژل دواړه حرام دي.
دوی بدعت کوي او د الله د اوامرو پر خلاف یې قد علم کړیدئ. دوي د الله ج په اوامرو کې هم تصرف کوي چې خبره تر شرک پورې رسیږي.
pattang
14.11.2012
ميريس خانه وروره / وراره په درناوي د زخمي زړه سلامونه قبول کړه !
- زما را اخيستل شوې ليکنه دبل چاده ، زما يوه زاړه انډيوال ژباړلې ده !
په غرب کې يوشمېر خلک شته چې هغه داشغالګرو قاتلانو پر ضد او په خلاف
دي ،خو داخلک سياسي او اقتصادي مونوپول او قدرت نلري او هم داسې مېدياوې
شته چې هغوی هم ډېرې تړلې د خپل دولت په خلاف ليکي خوپر مطلق شکل سره لويې
ميديا وې يې ټولې ددولت اود سرمايې په خوا ليکي او خبرې کوي!
دساري په توګه د المان دټولوتلويزونونو له خوا او ددولتي مامورينو له وزيره نيولې
تر صدر اعظمه پورې ، عقيدوي لمونځ کونکي مسلمان ته ( اسلا ميست ) وايې
په بل ځای او کرښه کې بيا ( اسلاميست ) تروريست وايې !
خطونه ليکل تليفونونه کول په يوه غوږ يې اوري او په بل غوږ ترې وزي او کومه ګټه
نلري!
دجوماتونه جوړولوته اجازه نه ورکول کيږي اويا داچې کومه کوټه به جومات کوې
دجوماتونو پر ضد مظاهرې کيږي ، تېره اونۍ د بايرن د ولايت د شورا يوو وکيل هم
په يوه مظاهره کې ګډون کړی وو او پر واضح ډول يې ووېلې چې مسلمانان به يا قران
پرېږدي اويا المان !
** تا دپردويو دواورې خبره کړې ده !
اوس شرائط داسې دي لکه ټول پښتانه چې په يوه کشتۍ کې ناست دي چې يابه غرق کېږي او يابه له اوبو وچې ته وزي نواوس سر بېره پردې هغه وخت راغلی دی چې ټول مسلمانان په يوه کشتی کې ناست دي .......
زه نه پوهېږم چې تا څرنګه بيدار کړم !
دغربيانو اول دوښمن کمونيزم وو، هغه يې په مسلمانانو مات که !
اوس يې بل دوښمن اسلام دی چې هغه ددوی د اقتصادي ، ټولنيز او کورني سيستم
سره سر نخوري او دمعنويت ، حقيقت او واقعت په ډول ډېر ترې جګ دی او دا ددوی
لپاره يو ټولنيز خنډ دی ! دغربيانو ټوله سرمايه د 10% خلکو په لاس کې ده او له هر
ډول سپيکولا څيون ( يو ډول قمار وهل ) څخه ډډه نکوي ! چې اسلام دغه حرکت
او عمل حرام بولي !
داغربيان امريکاا، يونان ، پرتګال ، ايطاليه ، فرانسه .....
ولې قرضداره شول او دا پيسې څه شوې ???????
دا پيسه خو داينرجي دمعادلې سره تطابق کوي :
E+P= c, c=constant يانې له منځه نځي خو يواځې شکل يې تغير کوي !!
نودااينرجي څه شوه !!!!!!!!!
دغه ټولې پيسې څو بانګو او سرمايه لرونکو نوش يې جان کړې ، نور بانګونه , bankruptcy,collapes شول ، نوداچې ملي اقتصاد او شخصي کمپنۍ بيرته
د پيسو داخيستلو ځای ولري نو دولت مجبور دی چې دملت دماليې پيسې ورکړي
نور بيا