نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
طالب یار، افغاني هویت ثابتوي
اتل
05.11.2012
اسلام علیکم، خویندو وروڼو او طالب صاحبانو
چړي، طالب او ملا صاحبانو، لکه چې په مدار مدار د ولس برحقه اسلامي غوښتنو ته غاړه ږدئ، پاک الله جل جلاله دې همت، درائت او دا بصیرت نور هم در په برخه کړي. د آزادۍ رادیو رپوټ وايي چې په غزني کې افغان او پاکستاني طالبانو په خپلو کې جنګ کړیدئ. طالب جانه هغه وخت به دې ومنم چې دا تیرورېست عرب او نور ټول خارجي ګمراه تیروریستان چې تاسې یې یرغمل کړي یاست او زمو ملک يې سره سکروټه ګزرولئ، له ملک نه وباسئ.
=============================================
په غزني کې د افغان او پاکستاني طالب وسله والو ترمنځ نښته شوې
15.08.1391
چارواکي وايي، وسله والو تېره شپه د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د خپل منځي شخړي له امله يو پر بل د ټوپکو خولې ور اړولې دي؛ چې په پايله کې يې څلور تنه وسله والو وژل شوي دي .
ويل کېږي، چې نښته د پاکستاني او افغان طالبانو تر مېنځ شوې ده .
د غزني د ملي امنيت رييس سيد اميرشاه سادات وايي؛ چې دا لا نه ده مالومه، چې د پاکستانيو او افغان طالبانو ترمنځ به په څه شي خبره سره اوښتې وي خو دوايي په نښته کې دوه پاکستاني او دوه افغان طالبان وژل شوي دي .
دی وايي، په وژلو شويو افغان طالبانو کې يو د طالبانو قومندان دی او د پاکستانيانو په اړه لا مالومات نه لري.
"د چوی چهار او جوی پنج په ساحه کې د پاکستاني او افغان طالبانو ترمنځ نښته شوې ده؛ چې په کې دوه افغان او دوه پاکستاني طالبان وژل شوي دي. خو موږ ته لا تر اوسه دا نه ده مالومه شوې چې دوی به ولې جنګ سره کړی وي."
تر اوسه پورې لا د دولت مخالفو وسله والو په دې اړه څه نه دي ويلي.
تر دې وړاندې په وردګو ولايت کې هم د طالبانو د دوو ډلو جنګيالي د خپل منځي شخړو له امله سره نښته کړې وه .
pattang
05.11.2012
سادګي دځان لويه دوښمنه ده داټول مېديايې ريتوريک د لاسپوڅي دولت او cia
دی چې مخ ته بيااچولی دی ٠ پاکستاني طالبان ، عرب طالبان ، ...... او نور طالبان
نشته داټول يو اسلامي لشکر دی چې ددريمې صليبي حملې سره په غذا لګيا دي او
خپلې وينې تويوي !
اوس څوک ددوښمن داسې خامې خبرې نه مني او هغه هم د اشغالګرو او فاسد رژيم
له مردارې حنجرې !!
اتل
09.11.2012
پتنګه وروره، بارانونو غوندې سلامونه او محبتونه در لیږم
ستاسې ژمنه او پوخ دریځ مې خوښیږي، خو ورسره هم پکار دي چې د مسئلې نور اړخونه هم له نظره ونه غورځول شي، چې خدای ناخواسته سړئ په تیاره کې پاتې نشي، په ناپوهۍ کې ددوکې غشئ ونه خوري، ځکه چې سړئ بیا خپل ځان نشي بخښلئ
کاشکي ټول انسانانو مسائل له یوې واحدې زاویې لیدلئ. هغه وخت به نه جنګ ؤ، نه جدال، نه اختلاف او نه هم قتل او قتال. خو له بده مرغه چې ننۍ نړۍ بې حده پيچلې شوې، ملکونه، تنظیمونه، ډلې او افراد خپلو ځانګړو هدفونو ته د رسیدو په لاره کې ددین، انسانانو د قتلولو، انساني معیارونو او حقوقو نه دحربې کار اخلي او هغه اذهان چې، د تعلیم، د چاپیریال د شرائطو، د ځوانۍ، مذهب، نژاد، منطقې، سیاست اوداسې نورو عواملو تر ژورو احساساتو او رقابتونوتراغیزې لانې راغلي وي مغشوش کوي او د خپلو اهدافو د پوره کولو په لاره کې یې کاروي
یو وخت زه هم د طالبانو سرسپرده فدا کارطرفدار وم. اوس چې پوهیږم زما ملاتړ درۍ انګیزې درلودي. اول دا چې طالبان مې د دین میراث خواره او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پر مثله ناستي عالملن بلل. دویم مې دوی د افغانستان د آزادۍ، ارضي تمامیت، د ملک د ترقۍ، عدل او انصاف داعیان بلل او دوي مې رېښتیني، زما خپل ساده کلیوال پښتانه ګڼل او د حکومت واقعي بدیل مې بلل
خو په مدار مدار راته ثابته شوه چې یو خو دوي قصداً اسلام د خپلو ګټو دپاره غلط تعبیروي، مسخ کوي یې او نوم بدئ کوي يې. که غواړې زه به يې مثالونه هم درکړم. بله مسئله داده چې دوي القاعدې وغلول، او نور زموږ د خلکو، ملک د علیا ګټو او اسلام په مقابل کې استعمال شول، او دا لړۍ لا هم ادامه لري. دوی د پردیو د مزورو پلمو قرباني شول او دوي نن سبا د یرغملو په توګه شپې ورځې سبا کوي، او ځان د هغه تلک نه نشي خلاصولئ، چې پخبله يې ځانونه پکې نښلولي دي
پتنګه وروره، دا روان جریان به تاسې ته جهاد ښکاري، خو نور بیا اوبه خړوي، کبان پکې نیسي. موږ هره ورځ ګورو چې د طالبانو متحدین زموږ د ملک بنسټ نړوي او طالبان په رډو رډو ورته ګوري. آیا طالبان دا امید لري چې افغانستان ددوی ملک دي او په آینده کې به ژوند پکې کوي؟ پدې ایمان پیدا کړه چې اول خو به هیڅکله طالبان په افغانستان بیا کامله قبضه ونشي لکولئ، خو که اعیاناً دا کار وهم شي، طالبان به بیا هم همدغسې د پردیو غلامان وي، لکه دا اوس چې دي. تاسې د هغو طالب مشرانو نه پوښتنه وکړئ، چې د هغسې اسارت نه خلاص شویدي، لکه د طالبانو موجود مشران چې پکښي ښکیل دي
موږ باید په تشه ساده ګۍ او خوش باورۍ خپل ملک د پردیو په قیضه کې ور نکړو
په ډیر احترام او مینه
طیب زابلی *
10.11.2012
اتل صیب سلامونه می ومنه!
ټه وایی:
طالبان به بیا هم همدغسې د پردیو غلامان وي، لکه دا اوس چې دي)
ددی خبری په جواب کی زه صرف دومره وایم چی طالبانو که دامارت په وخت
کی دچا غلامی کړی وی نو اوس بی خامخا بیا کوی ، او که یی په هغه وخت کی نه وی کړی
نو اوس بیا ولی دغلامۍ توقع ځنی کیږی ؟ ځکه دا هماغه طالبان دی،
اتل
10.05.2013
طیب زابلیه وروره، سلامونه د احترامونو سره ستاۍئقدرمن حضورته اهدا کوم، الله دې ستاسې په نیکۍ مل شي
وروره، تاسې ولیدل چې طالبانو د القاعدې غلامي وکړه او حال یې څه شو؟ هر څوک چې غلامي کوي باید تاریخ ته نظر وکړي او وګورې چې لاس پوڅي اوغلاما څه شول
طالبان نن سبا دا روانه جګړه نه پخپلو مټو کوي او نه هم پخپله رضا او رغبت. کله چې د ملک د بقا او ارضي تمامیت مسئله مطرح شي نو بیا طالبان نشي کولای چې د خپلو القاعدې او نورو ترورستوډ لو د نګین نه ځان را وباسي او دخپلو افغان وروڼو ترڅنګ ودریږي. دریدل خو لا څه چې هغه وروڼه یې چې د خپل ملک د ارضي تمامیت د حفاظت او بقا دپآره مظاهره کوي، پرهغوی ډزې کوي ا وژني یې
طالبانو دا کار وړمه ورځ د کندهادولایت د میوند په ولسوالۍ کې وکړ. د کندهار- هرات لاره یې بنده کره، په موټرونو یې ډزې وکړې او درۍ ډریوران یې ووژل. دوی خود کش هم ورسره کړئ ؤ ، چې ددیرشو مشکو کسانو سره ونیول شو. پدې پیښه کې اته تنه طالبان په متقابلو ډزو کې ووژل شول
ښه ده چې تاسې پخپله وویل چې دا هماغه طالبان دې، بدل شوی ندي. هغه وخت خو یې داسې توره وکړه چې بیا به یې وکړيږ
په پاک رب دې سبارم
tandar
10.05.2013
سلامونه
اتل خانه ګرمه يې مه خوره لږپه اواره قدمونه ګده
طالبانو دالقاعدي غلامي وکړه سمه ده
خلقي او پرچمي دروسي نوکري وکړه ناکام شول
خواوس کرزي اوشمال ټلوال دامريکي په موګي خيزکي وهي
داخاوره چانه ده خوړلي ددي خاوري اصلي بچي به هردشمن ته په خوله داسي سوک ورکوي لکه نيکونو مو چه راته تاريخ په ميراث خوشي کړي دي
د cia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي
[quote:1c692c1806="اتل"]طیب زابلیه وروره، سلامونه د احترامونو سره ستاۍئقدرمن حضورته اهدا کوم، الله دې ستاسې په نیکۍ مل شي
وروره، تاسې ولیدل چې طالبانو د القاعدې غلامي وکړه او حال یې څه شو؟ هر څوک چې غلامي کوي باید تاریخ ته نظر وکړي او وګورې چې لاس پوڅي اوغلاما څه شول
طالبان نن سبا دا روانه جګړه نه پخپلو مټو کوي او نه هم پخپله رضا او رغبت. کله چې د ملک د بقا او ارضي تمامیت مسئله مطرح شي نو بیا طالبان نشي کولای چې د خپلو القاعدې او نورو ترورستوډ لو د نګین نه ځان را وباسي او دخپلو افغان وروڼو ترڅنګ ودریږي. دریدل خو لا څه چې هغه وروڼه یې چې د خپل ملک د ارضي تمامیت د حفاظت او بقا دپآره مظاهره کوي، پرهغوی ډزې کوي ا وژني یې
طالبانو دا کار وړمه ورځ د کندهادولایت د میوند په ولسوالۍ کې وکړ. د کندهار- هرات لاره یې بنده کره، په موټرونو یې ډزې وکړې او درۍ ډریوران یې ووژل. دوی خود کش هم ورسره کړئ ؤ ، چې ددیرشو مشکو کسانو سره ونیول شو. پدې پیښه کې اته تنه طالبان په متقابلو ډزو کې ووژل شول
ښه ده چې تاسې پخپله وویل چې دا هماغه طالبان دې، بدل شوی ندي. هغه وخت خو یې داسې توره وکړه چې بیا به یې وکړيږ
په پاک رب دې سبارم[/quote:1c692c1806]
pattang
10.05.2013
[quote:2912a6adc9]طیب زابلیه وروره، سلامونه د احترامونو سره ستاۍئقدرمن حضورته اهدا کوم، الله دې ستاسې په نیکۍ مل شي وروره، تاسې ولیدل چې طالبانو د القاعدې غلامي وکړه او حال یې څه شو؟[/quote:2912a6adc9]
هلکه چېټي لګيايې لکه چې نوی دالري معاش اخلې او يا د
غربي ليبرالې ديموکراسي پلوې کوې خو په درې بعدهندسي
فضاې يې هيڅ خبرنه يې او يايې افغان اولس ته هم غواړې!
طالبانوڅه وخت غلامي کړې? القاعده خو هغه جنګيالي وو
چې دروس له ير غله يې خلاص کړې او هغه جنګيالي دي
چې د بوزنيا کلي يې له صليبي يرغله وساتل او هغه جنګيالي
دي چې د اسلام په خرابولو ځانونه وژني !
اودطالبانوغلامي ته ماته را وشيه ! هغه کومه غامي ده !
ايا کوم طالب ورسره ملګری وو ? ايا خپله خاوره يې
دعملياتو لاره ورکړې ? او طالبان د هغوی په عملياتو خبر
وو ? ... ځواب يې نه دی ، داکومې خبرې چې ته کوې دا
صليبانواو لاسپوڅي دولت خوله ده !
[quote:2912a6adc9]هر څوک چې غلامي کوي باید تاریخ ته نظر وکړي
او وګورې چې لاس پوڅي اوغلاما څه شول طالبان نن سبا دا
روانه جګړه نه پخپلو مټو کوي او نه هم پخپله رضا او
رغبت.[/quote:2912a6adc9]
څوک چې غلامي کوي هغه دلاسپوڅي رژيم او دهغه دپلويانو
په دود وي چې ددالرو دغلامي لپاره خپل ناموس هم
خرڅوي او د فضايې هندسې د تدبيق لپاره نجونې بګرام ته
ورولي ، دټولنې اسلامي اخلاق خرابوي ، په موټرانو کې
ګرزي د کامرې په مخ کې واړه هلکان دلوا تت لپاره پيداکوي........
[quote:2912a6adc9]کله چې د ملک د بقا او ارضي تمامیت مسئله مطرح شي نو بیا طالبان نشي کولای چې د خپلو القاعدې او نورو ترورستوډ لو د نګین نه ځان را وباسي او دخپلو افغان وروڼو ترڅنګ ودریږي.[/quote:2912a6adc9]
طالبان دومره لودګان ندي چې دفاسد دولت په ماجراجويې
ځانونه وژني او خبرې کوي ، دا فاسد دولت چې دومره نر
وي نو د افغانستان دازادي لپاره ولې اواز نه پورته کوي !!
دا دcia او لاسپوڅي دولت ماجراجويې د رانتلوکي ټول
ټاکنوپه ارتباط دی نه دوطن دوستي او تماميت ارضي په
اساس !
[quote:2912a6adc9] دریدل خو لا څه چې هغه وروڼه یې چې د خپل ملک د ارضي تمامیت د حفاظت او بقا دپآره مظاهره کوي، پرهغوی ډزې کوي ا وژني یې [/quote:2912a6adc9]
نالت په فاسد رژيم چې دفاحشې خواص لري له يوې خوا وايي
چې ملي اردو او اشغالګرو طالبان په څټ تنبولي او له بلې
خوا داسې درغ وايي ، کله چې خلک داسې مظاهره کوي نو
هغه خو بايد دولت ته مالومه وي او پوليس يې محافظت
وکړي ، دروغ اوږد مزل نلري !!
[quote:2912a6adc9]طالبانو دا کار وړمه ورځ د کندهادولایت د میوند په ولسوالۍ کې وکړ. د کندهار- هرات لاره یې بنده کره، په موټرونو یې ډزې وکړې او درۍ ډریوران یې ووژل. دوی خود کش هم ورسره کړئ ؤ ، چې ددیرشو مشکو کسانو سره ونیول شو.[/quote:2912a6adc9]
دميوند په اولس والي کې خو ډېرانګليس اوyankee صليبيان
دي نو کله هلته طالبان دومره ازاد ګرزېدی شي !!
ملکي خلک به اشغالګرو وژلي وي اوس يې په طالب ور
اړوي !
[quote:2912a6adc9] پدې پیښه کې اته تنه طالبان په متقابلو ډزو کې ووژل شول [color=red:2912a6adc9]ښه ده چې تاسې پخپله وویل چې دا هماغه طالبان دې، [/color:2912a6adc9]بدل شوی ندي. هغه وخت خو یې داسې توره وکړه چې بیا به یې وکړيږ[/quote:2912a6adc9]
هلکه ته دا خبرې ولې بلې خوا ته اړوې داسې مالوميږې لکه
پخوانی د چوک دسر خلقی تيوريسن ، دروغ له پښتانه او
مسلمان سره نه ښايې !!
اتل خانه زه دمجبور کړم چې په کږو ادبياتو يې دره وليکم
داځکه چې ته په پټو سترګو روان يې او حقيقتونه غلطوې!
اتل
20.05.2013
تندر صاحب، اسلام علیکم
وروره، کله چې ستاسې نوم ولونم، وویریږم او په احتیاط خبره کوم، چې ونه تنیږې او تندر راباندې را ونه لووې. خو بیا دې چې لیکنه ولونم، ښه راباندې ولګیږي، ځکه چې پتګ صاحب غوندې بې انصافه، او سر تمبه نه یې.
وروره، ستاسې د خبرې سره زه اختلاف نلرم، خو دلته دوه توپیرونه موجود دي
پخواني شوروي اتحاد، د افغانستان د اشغال او د اسلام په عوض د کمونیزم داستحکام خوبونه لیدل.
ائتلافي قوتونه، نه د افغانستان اشغال غواړي او نه هم د اسلام سره غرض لري. دوی د تروریزم د ټکولو دپاره راغلي، او هغه د ي وزي.
القاعده غواړي افغانستان خپل مرکز وګرزوي او لدې ځایه په خارج کې عملیات وکړي، لکه چې دا کار یې وهم کړ. د طالبانو د بادارانو القاعدې د لاسه نن سبا زموږ د وطن ارضي تمامیت په خطر کې دئ، تاسې یې وینئ چې د لویديځ او ختیځ له لوري د القاعدې په اتکا او ګډون زموږ پر ملک تعرضات کیږي. طالبان نه یوازې د القاعدې او نورو په مټو د خپل وطن بقا په خطر کې اچولې، بلکه د ملک خیر ښیګڼه، علمې، اقتصادي، تعلیمي، زراعتي، اجتماعې او د نورو سکتورونو پرمختګ یې هم له خطر سره مواجه ګړیدئ. طالبان پخپل ملک باندې د قمچینې په زور د حکومت کړلو په خیال کې دي، خو القاعده د افغانستان غم نلري، خپله نړواله آجنډا پر مخ بیایي. طالبان نه یوازې د خپل ملک اډانه نړوي، بلکه د ملک په اشغال کې د متجاوزو ترورستي ډلو سره هم مرسته کوي، خکه چې هغوی د جنګ د تمویل او طالب مشرانو په معیشت کې قاطع ونډه لري.
وسلام.