نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
منطق څه ته وايي ؟؟؟
طالب جان
30.10.2004
محترمو مكرمو او عزتمنو وروڼو او خويندو :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
عزتمنو : په ډير افسوس سره ښايي ووايم چي دمنطقو په څانګه كي ځينو وروڼوداسي عجيبه ليكني کړي چي يقين وكړۍ كه په ويلو ارزي .هسي يي خپل وختونه هم ضايع كړي ادنورو وختونه هم ضايع كوي ددې لپاره چي وخت موضايع نه شي نومحترمو مكرمو او عزتمنووروڼو پدې څانګه دبحث كولو لپاره ښايي داموضوعات په نظر كي ونيسو :
1- منطق كله پيل شو ؟.....................................................11-دمنطق او عقل جايزه .
2-منطق چا پيل كړو ؟....................................................12-داسلامي او غير اسلامي منطقو ترمنځ .................................. ........................................................................................... توپير .
3-منطق ولي پيل شو ؟.......................................13-دتيري او نننۍ زمانې دمنطقو يوه تقابلي ... .......................................................................................................................جايزه .
4-دمنطقو ګټه څه ده؟..........................دا اوداسي نور موضوعات دڅيړني لپاره غوره توكي .....
..............................................................................بلل كيږي . والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته
5- دمنطق لغوي څيړنه .
6-دمنطق اصطلاحي څيړنه .
7-دمنطق تعريف ,موضوع او غرض .
8- وتلي منطقيان څوك وو ؟
9-وتلي منطقي كتابونه .
10-په اسلام كي دمنطقو اهميت .
څ
Anonymous
30.10.2004
[u:9f6cf0b831]دمنطق تعريف[/u:9f6cf0b831] ٠ "منطق ، قانون صحيح فکرکول " دي ٠ يعني قواعد او قوانين په منزل د يو مقياس او معيارو د
سنجش د الت دي ٠ هر کله چه وغواړو په باره کي د يوې موضع علممي يا فلسفي تفکر وکړو يا استدلال وکړو
نو خپل استدلال په دې مقياساتو او او معيارو سنجوو او ارزيابي کوو چه غلط نتيجه ګيري و نکړو ٠ د دې
له پاره چه يوعالم يا فيلسوف چه منطق څخه استفاده کوي ٠ په مثال د شاقول يا طرازو ورته ګوري ٠
کومه بنا چه ايږدي نو د شاقول او ابطرازو څخه استفاده کوي چه ديوال 90 درجې پورته کيږي کيا او يا دغه
مځکي سطحه 180 درجي يعني افقي ده ٠ که يا ؟
نو په لهذا د منطق تعريف کي داسي وايو ٠ آله قانونيه تعصم مراعاتها الذهن عن الخطا في الفكر
يعني منطق يو ابراز دي يو قسم قواعدواو قانون په مراعت په کار کي ذهن د خطا فکره راګرځوي
[u:9f6cf0b831]د منطق فايده [/u:9f6cf0b831]٠ دغه تعريف چه مو ذکر کۍ ٠ فايده ئې معلومه سوه ٠ معلومه سوه چه فايده ئې جلوګري د ذهن له خطافکر څخه ٠ نو څرنګه فکر راګرځي له خطا څخه ٠ نو توضع د دې مطلب موقوف په دې ده ٠ چه تر هرڅه له مخه دمخه د منطقي مسائلو سره اشنائې و لرو ٠ دلته غواړم چه مطلب په اجمالي ډول وليکم ٠ که خدای کول
اول لازمه ده چه چه فکر تعريف سي ٠ ولي چه د فکر تعريف داسي نسو روښانه د منطق له نظره يا په بل عبارت٠ "خطاسنج " کېدل د فکر لپار علم منطق دي ٠ تفکر عبارت دي د يو څو مربوط معلوم شيان چه بل معلوم
شئ نوۍ په لاس راوړې ٠ او يا د يو مجهول په معلوم تبديل کړې ٠ په حقيقت کي تفکر عبارت دي د سير او حرکت
دذهن چه د يوه مجهول له طرفه په سلسله او مقدماتي ډول معلوم ،اوپس حرکت د مقدماتي څه و طرف د هغه مطلوب چه په کار دي دي ٠ داسي هم ويلاي سو [color=red:9f6cf0b831]" ترتيب امور معلومه لتحصيل امر مجهول " [/color:9f6cf0b831].
طالب جانه وروره که خطا سوې وي ٠ نو کومک دي غواړم
منطق....
Anonymous
30.10.2004
زما سلامونه اونيکي هيلي ومنۍ !
طالبجانه وروره ډيره ښه خبره دي راواخستل ، که خدای کول زه به هم د ميلمه ورور سره ستاسو بحث ته راشم او که مي ليکل نه شوه کولای لوستل خو به خامخا وکړم.
په درنښت
ستاسي ممنون
ډاکتر وطنمل
30.10.2004
د درنښت وړه ورره طالب جانه ، له زياتو سلاونو سره د پوهنې او منطق فوروم ته مو هرکلی کوم .
ورره د ليکنې مضوع مو ډيره جالبه ده، خو افاده مو د يو افغان ملا ده چې په عربي کې طالعه لري او له عربي منابعو څخه کار اخلي ، ن و ساده خبرې پيچلې کيږي او وهيدل يې د لوستونکو له پاره سختيږي . البته ماته دا د عربي ماخذونو نيمګړ تيا ښکاري . که اجازه راکړئ، څو کرښې به د منطق په اړه په لنډه توګه لوستونکو ته عرض کړم :
[color=red:6b599af4ef]١ ـ فکر څشی دی ؟ [/color:6b599af4ef]
فکر د پيژندنې ( معرفت) يو لوړ شکل دی. ، نو تر دې دمعرفت ټيټ شکلونه هم شته، د کومو سره چې فکر اړوند او تړاو لري. ، او له هغوي پرته فکر هډو امکان نه لري.. که داسې و منو چې فکر د پيژندنې د پوړونو (منزلونو ) ورستی او لوړ منزل دی او دا نور يې د بنسټ ، او منځنيو پوړونو مثال لري چې هر پاسنی منزل تر خپل ﻻنديني منزل څخه کيفيتأ لوړ، پيچلې او متکاملتر دی. . نو د فکر دريځ به مو سم پيژندلی وي. . راځۍ و پوښتو چې د معرفت تر ټولو لاندينی، بنسټيز او ساده پوړ کوم يو دی. ، څو له هاغه ځايه يې راپيل کړو:
[color=yellow:6b599af4ef]٢ـ حسي معرفت [/color:6b599af4ef]، چې د پنځه ګوني يا شپږ ګوني او ٧ حواسو پواسطه ﻻسته راځي ، لکه تودوخه، کلک والي او پوست والي، رنګونه، غږونه، خوندونه( ذايقه)، ، خوشبو يې او بد بويي اواسې نور چې د پزې، خولې، سترګو غوږونو او ﻻمسې د حسي غړو په و سيله تر سره کيږي.
وګورۍ دا هر حسي ارګان د شيونو او موجوداتو صرف يو يو اړخ يا يو خاصيت ته انعکاس او غبرګيز ورکوي.
٣[color=blue:6b599af4ef]ـ ادراک: [/color:6b599af4ef] :
مطلب دلته حسي ادراک يا perception څخه دی، نه د فکري ادراک څخه. ادراک د يوه شي د څو خواصو د پيژندلو د تړاو په نتيجه کې دهغه شي پيژندلوته وايي، چې دڅو حسې خواصو له مجموعې اوتړاو څخه منځته راځي. مثالونه :
کله چې مونږ د لومړي ځل له پاره د تازه مېوې يوه دانه د مڼې په توګه درک کوو، لومړي ښايې د هغې څه ناڅه کروي شکل ، دوهم رنګ (زيړ او سور) او دريم خوند يا ذايقه يعنې خوږ والی ، څلورم يوه ټاکلې اندازه پوستوالی او کلکوالې ، او د جسامت اندازه پنځه واړه سره په هغه ميوه دانه کې پخپله مالوم کړو ، ددې تړاو له مجموعې څخه دمڼې ادراک ﻻس ته راځي. ډيرې نورې ميوې شته چې رنګ يې سور او زيړ، يا شين وي او کيدی شي کلکوالې يې هم د مڼې کلکوالي او پوستوالي ته ورسيږي، ولې د نورو خواصو دبيل والي له امله هغه بله ميوه لکه هندوانه ، شينه يا زيړه خربوزه او يا کومه بله ميوه اوسي .
[color=red:6b599af4ef]٤ــ تصور :[/color:6b599af4ef] که مونږ يو شي د لومي ځل له پاره درک کړو او بيايې چيرې ووينو نو ژريې پيژنو او ادراک يې و٠خت نه نيسي. خو ک مونږ ديو شي ادراک لرو، او له ليدو پرته يې هم نظر ته راولو، نو د يو شي له حضر موجوديته بغير نظر ته د هغه راوستلو ته تصور وايي. دا لکه څنګه چې ادراک د يوه حس له معرفت څخه لور او پيچلی ، دا هم له ادراک څخه بيا پيچلی او زيات دنګين دي. په تصور کې مونږ هغه څه جوړولې شو ، چې نه يواځې حاضر نه وي، بلکې له سره په واقعي نړۍ کې موجود نه اوسي. لکه د ښاپيرۍ تصور چې وزرې لري خو نور د ښکلې انسانې شکل لري ، يا ديو چې د ښاپيرو بر عکس بد شکل لري خو هغه هم وزرلري او الوتلی شي. دغه راز براق ، په اسلامي او غير اسلامي ميتولوژيو کې د يو آس په توګه تصور کيي چې سر يې دانسان او وزرونه يې د مارغه دي . لنډه داچې له يوه شي څخه يوه برخه له بل څخه بله برخه او د بلبل اندام راخيستل ، پخيال ې هغوي سره يو ځای کول او يو نوي رنګين موجود ترې جوړل (تخيل) ټول د تصور پوسطه ممکن کيږي.. متاسفانه چې د دروغو او تزوير امکانات هم له دغه ځايه سرچينه اخلي. خو دتخيل نړۍ هم له تصور پرته امکان نه لري.
بايد ووايم چې اديان او مذاهب هم ، نه يواځې خو ياره د معرفت په دوه ډولونو تکيه لګوي : چې يو يې تصوراو بل يې جذبات دي. خودا دلته مطرح نه ده.
[color=blue:6b599af4ef]٥ــ فکر يا د مفهومونو تړاو او خوځښت: [/color:6b599af4ef]
مفايم د اند او فکر د جوړښت اساسي ډبرې دي. دوی معنوي واحدات دي چې له تړاو او
حرکت څخه يې اند يا فکر کول منځ ته راځي. په داسې حا ل کې چې د معرفت مخکينيو پوړونو ته له حواسو څخه تر ادراکاتو او تصوراتو پورې ټولو ته حسي برخه ويلي شو، فکري معرفت ته ذهني يا عقلاني معرفت وايو، کوم چې څو مرحلې لري . خو مفهوم پخپله څشی دی؟
مفهوم د موجوداتو، پيښو ، پروسواو خواصو د بيلا بيلو ډلو د ټولو شاملو اجزاو تر منځ د عامو ، ثابتو او مهمو [color=red:6b599af4ef]ګډ[/color:6b599af4ef] اړخونو [color=blue:6b599af4ef]معنوي [/color:6b599af4ef]انځور او [color=yellow:6b599af4ef]انعکاس[/color:6b599af4ef] ته وايي. د مفاهيمو په سطحه د واقيت انعکاس ته فکر وايي. کله چې مونږ مفايم يو دبل سره په تړاو او حرکت راولو، نو هغه وخت مونږ په فکر کولو اخته يو. د ځسي معرفت په وسيله مونږ د شيانو او موجوداتو ظاهري څرنګوالی درک کوو، خو د فکر پر سطحه بيا د هغوی داخل ته هم نفوذ کولی شو او اصل او ماهيت يې هم پيژندلی شو، په دې شرط چې د سم او صحيح فکر کولو اصول او قوانين مراعت کړو. هغه علم چې د صحيح فکر کولو قوانين بيانوي منطق ورته وايي. د منطق اساسي عنصرونه احکام ، د هغوی تر منځ تړاو بيا استنتاج دی. مثلأ که دغه ٢ احکام ولرو:
[code:1:6b599af4ef]لومړی حکم : هر طالب د واکمنۍ په صورت کې خپل خلک او وطن د فلسطين له خلکو او وطن څخه قربانوي .[/code:1:6b599af4ef]
[code:1:6b599af4ef]دوهم حکم : ملا عمر يو طالب دی چې واکمنۍ ته رسيدلی و. [/code:1:6b599af4ef]
[color=red:6b599af4ef]٣ ـ استنتاج : ملاعمر د واکمنۍ پر وخت خپل خلک(افغانان) او وطن (أفغانستان) له فلسطين اود فلسطين له خلکو څخه قربان کړل. [/color:6b599af4ef] يعنې اسامه بنلادن يې په خپله خاوره کې وساته .
دغه استنتاج د لومړي او دوهم حکم پر بنسټ چې طالب توب او واکمني په کې مشترکه او ارتباطي برخه ده، بالکل سم او صحيح شوی دی ، خو که لومړی حکم بر عکس داسې وي چې : [color=blue:6b599af4ef]
١ـ : هيڅ افغان خپل وطن او ملت له بل وطن او ملت څخه نه قربانوي . [/color:6b599af4ef]
او دوهم حکم هم داسې وي:[color=yellow:6b599af4ef]
٢ـ ملا عمر خپل ملت او خپل وطن له بل ملت او طن (فلسطين او فلسطينيانو) څخه قربان کړ[/color:6b599af4ef]
نو، د قربانۍ د ارتباطي ټکي له مخې بيا [color=red:6b599af4ef]
٣ـ استنتاج داسې ﻻسته راځي چې : ملاعمر افغان نه دی.[/color:6b599af4ef]
يادونه: که په وروستي مثال کې دوهم حکم داسې واړوو چې:[color=blue:6b599af4ef]
٢ـ ملا عمر يو افغان دي [/color:6b599af4ef]، نو[color=darkblue:6b599af4ef] دلته مشترکه کړۍ افغانيت او ملي مسوليت دی چی د هغې پر بنسټ بيا
٣ـ استنتاج داسې کيږي : ملا عمر هيڅکله خپل وطن او ملت د يو بل وطن او ملت يعنې د فلسطين د خاورې او خلکو څخه نه قربان کوي او اسامه بن ﻻدن له خپلې خاورې څخه باسي. [/color:6b599af4ef]
همدارنګه:
١ ـ حکم : د سعودي په شمول هيڅ يو عربي هيواد د اسلامي هيوادونو په توګه هم افغانستان ته د شوروي پر ضد جګړه کې په رسمي توګه پوځي ګډون او مرسته ونکړه. خو دشخصي افرادو په توګه ځينې ډلې راغلې وې.
٢ـ حکم :نړيوالې اړيکې د سلامي يوادون تر منځ ه په متقابل او بالمثل چلند وﻻړې وي.
٣ـ استنتاج: نو افغانستان هم بايد هيڅکله د يو عربي هيواد سره په رسمي توګه پوځي مرسته ونکړي. ره ددې هم د خليج په جګړه کې د سعودي عرب دساتنې له پاره شخصي ډلې مرستې ته ورغلې وې . او د حزب اسلامي ډلې د عراق ددفاع له پاره په جګړه کې برخه اخيستې وه ، که څه هم عراقيانو په شخصي توګه هم په افغاني جهاد کې هيڅ ونډه نه وه اخيستې ، نو په دې توګه د شخصي عربانو د عملي جهاد مجرا او بدل هم افغانانو په لوړ شکل ورکړی وه . ايا ددې د پاسه، د فلسطين او بن لادن څخه د افغانستان خاوره، خلک او ملي آزادي رسمأ د ملا محمد عمر له خوا قربانول صرف د خپل طن او ملت سره له جفأ پرته بل څشی کيدای شي؟ والسلام .
Anonymous
31.10.2004
ادراک: :
مطلب دلته حسي ادراک دی، نه د فکري ادراک قوه. ادراک د يوه شي د څو خواصو د پيژندلو د تړاو په نتيجه کې [quote:30dcae5390]دهغه شي پيژندلوته وايي، چې دڅو حسې خواصو له مجموعې اوتړاو څخه منځته راځي. مثالونه :
کله چې مونږ د لومي ځل له پاره د تازه ې يوه دانه د مڼې په توګه درک کوو، لومړي ښايې د هغې څه څه کرو شکل ، دوهم رنګ (يړ او سور) او دريم خوند يا ذايقه يعې خوږ والی ، څلورم يوه ټاکلې اندازه پوستوالی او کلکوالې ، او د جسامت اندازه پنځه واړه سره په هغه ميوه دانه کې پخپله مالوم کړو ، ددې تړاو له مجموعې څخه دمڼې ادراک ﻻس ته راځي. ډيرې نورې يوې شته چې رنګ يې سور او زيړ، يا شين وي او کيدی شي کلکوالې يې هم د مڼې کلکوالي او پوستوالي ته ورسيږي، ولې د نورو خواصو دبيل والي له امله هغه بله ميوه وي او بل ډول ميوې په توګه درک کيږي. [/quote:30dcae5390]
که مي افاده درلودای ٠ نوبه مي څه ليکلي واي ٠
نه ٠ نه ٠ اهميت پوهېدلوته ادراک ويل کيږي ٠ وَ مَا أَدْرَاك مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ
د زرو ادراک د هر چاسره سته ٠ چه د غورځولونه دي ٠
څو رقمه ادراکه سته ؟؟؟
هغه ( ادراک با الهيات )٠ ستاسو په تعريف کي نسسسسته
Anonymous
31.10.2004
داسي چه کوې ٠ نوبه شئ راونښياست ؟؟؟
ډاکتر وطنمل
31.10.2004
[quote:fc66b6f1f1]ادراک: :
مطلب دلته حسي ادراک دی، نه د فکري ادراک قوه. ادراک د يوه شي د څو خواصو د پيژندلو د تړاو په نتيجه کې [/quote:fc66b6f1f1]
مفهوم له perception او aperception څخه دی، نوم يې ادراک ايښودل زه هم دقيق او بې لانجې نه بولم ، ځکه فکري ادراک يا Anderstand ډير ه مروجه کلمه او هغه بيخي بل شی دی. په درنښت و سلامونو .
Anonymous
01.11.2004
ادراک
سترګي هم انسان خطا کوي ٠ يو واري داسي تصور وکړي ٠ خطا د سترګو څه معنا
ددې له پاره چه پوه سو ٠ چه دسترګو خطا مو ډيره بهترينه ده نمونه ده٠ نو وايو چه دا يوه حسي خطا ده ٠ او يو د پنڅو حواسو څخه هم د خطاوو مستثنا ندي ٠ څه معنا ؟ اول بايد څيني شيان يا پديدې د (درک) او (احساس) وپېژنو ٠ په بدن کښي ياد ژوندي موجوداتو ډيري عصبي رشتي وجود لري ٠ چه موږ ته خبر راکوي چه پر شا او خوا مو څه سته يا څه کيږي ٠ او يا محط مطالع کوي ٠ چه څيني ئې اندامونه دي ٠ لکه سترګه ، غوږ،ژبه ،او يعضي ئې دننه په بدن کي دي ٠ چه د دغه په سبب بيا د زړه درد د غاښ درد په احساس کوو ٠ هراندام او عصبي رشته د محيط څخه خبر استوي بعضي ئې په نور ،حرارت ، درد،٠٠٠ تحريک کيږي ٠ او مغزته خبراو پيغام استوي ٠ چه مغز پيغام تر لاسه کړي ٠ نو احساس ورته ويل کيږي ٠ او ادرک هم ورته ويل کيږي ٠ او اکثره وخت مغر دغه پيغامونه د قيق اداک کوي ٠ همېشه داسي نوي ٠ بيضي وخت مغر د خبر په معنا کښي اشتباه کوي ٠ او داسي نتيجه ګيري وکړي ٠ هغه څه چه په واقعيت کښي وجود لري ٠ نتيجه ئې متفاوته وي ٠ نو ودغه پديدې ته خطاي حسي ويل کيږي ٠
ادراک انتخابي:
چه ګمان د حسي خطا سره هيڅ شباهت نلري ٠ ډير داسي وختونه راځي ٠ اصلأ هيڅ نه موتوجه کيږو ٠ نو په حسي خطا اخته سو ٠ ډير مثالونه سته ٠ لکه د سينما فيلم ته چه ګورو ٠
ورته ګورو فيلم ښوري ٠ دوې حسي خطاوي ايجاده وي ٠ يو چه خلګ ښوري دوهم حرکت کښي هم وي ٠ د يوه ځايه بل ځاي ته ځي او خبري کوي شونډان ئې ښوري ٠ او واقعأ داسي نه ده ٠ ولي هغه وخت چه فيلم چوړيږي ٠
هغه هم د يوه يوه عکس اخلي چه په ثانيه کي 24 عکسه اخلي ٠ او موږ ته ئې هغسي يو يو په سراعت راښکاره کوي
نو په دغه وخت کښي مغز دعکسو تفکيک قدرت د لاسه ورکوي ٠ درک د واقعت ممکن دي ٠ اما د نور پديدو تر تاثير لاندي سي ٠ نو دغته ادراک انتخابي وايي
طالب جان
01.11.2004
محترمه مكرمه او عزتمنه وروره ميلمه صيب :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
عزتمنه : تاسي ليكلي چي منطق يعني (ترتب دامورو معلومه و لپاره دتحصيل دمجهول ) وروره لومړى خو دا دمنطق تعريف راته نه ښكاري بلكه دا دقياس تعريف دى .خو بياهم زه ستاسي په ليكنه كي دوه پوښتني لرم : لومړۍ داچي آيا امور معلومه معين دي كه نه دي ؟ كه معين دي نو كوم كوم دي ؟ او كه معين نه دي نو بيابه يي څوك څنګه پيژني ممكن ډيرو خلكو ته به دا امور معلومه هم مجهول ښكاري آيا دپيژندلو لپاره يي څه نښه شته كه نه ؟
دوهم داچي يو مجهول شى څه وخت معلوم ګرځي ؟ معنا داچي په يوه مجهول شي كي كوم بدلونونه ددې لامل ګرځي چي هغه ته مونږ معلوم ووايو .
ډاکتر وطنمل
01.11.2004
درنو ورونو ميلمه او طالب جان ته له سلام او درناوي وروسته:
ښاغلي طالب جان خپل عزتمن ميلمه صاحب ته ليکلي:
[quote:d970e4d201]
عزتمنه : تاسي ليكلي چي منطق يعني (ترتب دامورو معلومه و لپاره دتحصيل دمجهول ) وروره لومړى خو دا دمنطق تعريف راته نه ښكاري بلكه دا دقياس تعريف دى [/quote:d970e4d201].
ورونو د همدې سؤ تفاهماتو د ليرې کولو او مخنيوي له پاره ما لومړی د فکر نه مخکې ان له حسي معرفت څخه لړۍ راپيل کړه او پربشپړيدو ده.
محترمو ! تاسو په پورتني تعريف چې (( ژوندانه پر موجودو تجربو ، خبرتياو او مالوماتو کې يوې نوې ( نامعلومې يعنې مجهولې ) پيښې ته ځای ورکول او په هغوی کې ددې شاملولو او تنظيمولو ته Y, X او که Z وايي، پر حقه سم ګڼلی دي، خونومونه مو د بل شي ، چې طبعأ ددوی سره اړيکې هم لري، پر ې ايښي دي. څکه يو ورته منطق او بل ورته قياس واياست. داسې بريښي چې دواړه ښه سرزوري ملايان ياست ، که څنګه زما محترمو ؟ ددې تعريف موضوع نه ايکس دی او نه وای، بلکې Z ده، يعنې دا د [color=blue:d970e4d201]پو هيدو [/color:d970e4d201]يا هغه [color=red:d970e4d201] فکري ادراک [/color:d970e4d201] تعريف دی او بس. ورونو دانسان پوهه او مالومات پر شعورباندې د نويو پيښو د اغيزو يعنې Affections پواسطه هم پراختيااو هم کيفي لوړتيا او بهتري پيدا کوي. . طبيعي ده چې نوې مجهول شي د موجوده مالوماتو د زيرمي له مخې ځان ته روښانه کوي، دهغوی سره يې تړاوونه مومي، او د موجوده مالوماتو په سيستم کې يې تنظيموي.، کله چې يې ذهن پر دې
بريالی شي، نو اروپايان واي: آ هه، يعنې پوه وم ، او پښتانه وايي: ښآ، ښه ، ورسيدم. اوس نوره ستاسې خوښه زما هم خوښه ده چې دې ته [color=blue:d970e4d201] فکري درک واياست او که پوهيدل .[/color:d970e4d201] زه خپله او درانه لوستونکي خو له درک څخه [color=yellow:d970e4d201]پوهيدل [/color:d970e4d201] ښه ګڼو، [color=blue:d970e4d201]خو پوهيدل ، چې څوک يو شی درک کړي يعنې پرې وپوهيږي ، نه پوهه يا معلومات چې سړی يې ولري او نه هم پوهنه . والسلام [/color:d970e4d201].
Anonymous
01.11.2004
درنو ورونو ميلمه او طالب جان ته له سلام او درناوي وروسته:
ښاغلي طالب جان خپل عزتمن ميلمه صاحب ته ليکلي:
[quote:4fb66dfae1]
عزتمنه : تاسي ليكلي چي منطق يعني (ترتب دامورو معلومه و لپاره دتحصيل دمجهول ) وروره لومړى خو دا دمنطق تعريف راته نه ښكاري بلكه دا دقياس تعريف دى [/quote:4fb66dfae1].
ورونو د همدې سؤ تفاهماتو د ليرې کولو او مخنيوي له پاره ما لومړی د فکر نه مخکې ان له حسي معرفت څخه لړۍ راپيل کړه او پربشپړيدو ده.
محترمو ! تاسو په پورتني تعريف چې (( ژوندانه پر موجودو تجربو ، خبرتياو او مالوماتو کې يوې نوې ( نامعلومې يعنې مجهولې ) پيښې ته ځای ورکول او په هغوی کې ددې شاملولو او تنظيمولو ته Y, X او که Z وايي، پر حقه سم ګڼلی دي، خونومونه مو د بل شي ، چې طبعأ ددوی سره اړيکې هم لري، پر ې ايښي دي. څکه يو ورته منطق او بل ورته قياس واياست. داسې بريښي چې دواړه ښه سرزوري ملايان ياست ، که څنګه زما محترمو ؟ ددې تعريف موضوع نه ايکس دی او نه وای، بلکې Z ده، يعنې دا د [color=blue:4fb66dfae1]پو هيدو [/color:4fb66dfae1]يا هغه [color=red:4fb66dfae1] فکري ادراک [/color:4fb66dfae1] تعريف دی او بس. ورونو دانسان پوهه او مالومات پر شعورباندې د نويو پيښو د اغيزو يعنې Affections پواسطه هم پراختيااو هم کيفي لوړتيا او بهتري پيدا کوي. . طبيعي ده چې نوې مجهول شي د موجوده مالوماتو د زيرمي له مخې ځان ته روښانه کوي، دهغوی سره يې تړاوونه مومي، او د موجوده مالوماتو په سيستم کې يې تنظيموي.، کله چې يې ذهن پر دې
بريالی شي، نو اروپايان واي: آ هه، يعنې پوه وم ، او پښتانه وايي: ښآ، ښه ، ورسيدم. اوس نوره ستاسې خوښه زما هم خوښه ده چې دې ته [color=blue:4fb66dfae1] فکري درک واياست او که پوهيدل .[/color:4fb66dfae1] زه خپله او درانه لوستونکي خو له درک څخه [color=yellow:4fb66dfae1]پوهيدل [/color:4fb66dfae1] ښه ګڼو . ښايد طال جا ورور وروستي سوالونه
په کې هم يو څه حل وي اوسي . په درنښت او سلامونو . وطنمل
Anonymous
02.11.2004
درنو ورونو وطنمل صاحب او طالب جان ته له سلام او درناوي وروسته:
[quote:f222b2b4ef]داچي يو مجهول شى څه وخت معلوم ګرځي ؟ معنا داچي په يوه مجهول شي كي كوم بدلونونه ددې لامل ګرځي چي هغه ته مونږ معلوم ووايو .[/quote:f222b2b4ef]
زه فکر کوم چه دغه سوال ته صحيح جواب وليکم نو اول به هم حل سي ٠
زموږ ذهن مجهول هغه وخت په معلوم تبديل کولای سي ٠ اوقعأ ذهن قادر دي په دې شرط چه خپل معلومات ترکيب او مزدوج کړي (معلومات ذهني)٠ بيا مجهول د دغي لاري په معلوم تبديل کړي که ذهن معلومات بديهي ،يا د ذهني معلوماتود تحصيل لار منحصره وه ٠ نو مستقيم ارتباط دي ونيسي٠
دغه وخت کي منطق ارسطوئې بې معنا دي ٠
او که ذهني معلومات وي ٠ مثال ئې داسي راړو ٠ چه مجهول په معلوم تبديل کړو
5 خولۍ لرو دوې ئې شن رنګ لري او درې سپين رنګ لري ٠
پنځه نفره داسي کښېنه وو ٠ درې څنګ پر څنګ ٠ يو ئې شاته ٠ او بل ئې مخته ٠ چه يو نفر ئې څلور سره ويني ٠ او بل يو دري نفره ليدلای سي ٠ د ټولو سترګي ورتړو ٠ او خولۍ پر سر ور ايږدو ٠ ورسته ئې سترګي
خلاصه وو ٠ نو هغه نفر څه اول پوښتنه کوو چه درې نفره ليدلای سي ٠ چه څه رنګ خولۍ دي پرسرده ٠ نو طبعأ
نه پوهيږي چه کوم رنګ خولۍ ئې پرسر ده ٠ نو په جواب کي وائې چه نه يم خبر ٠ او ورسته دهغه نفر څه پوښتنه کوو ٠ چه څلورنفره ليدلای سي ٠ چه څه رنګ خولۍ دي پرسر ده ٠ دغه نفر چه د څلورو نفرو خولۍ ويني اوليدلای
سي چه د درو سپين رنګ او ديوه شن رنګ پر سردي ٠ نو په چواب کي وائې چه شن رنګ٠
هغه اول سړی فورأ پوهيږي ٠ چه دده هم شن رنکه خولۍ پر سرده ٠ ولي چه درې سپين رنګه ويني ٠ او يو سړي ويل چه شنه خولۍ ئې پر سرده ٠ بېله دې چه د خپل سر خولۍ وويني ٠ نو مجهول معلوم سوو ٠
نو معلومه سو چه اول ئې په قياس نسولای کولای چه دخولي رنګ څه رنګ دي ٠ او په استدلال ددماغ ئې وکولاي
سواي چه معلومه ئې کړه ٠
دا يو معمارقمه مثادۍ ٠ اما ښه مثال وو ٠ ذهن په داسي مواردو کښي بيله دخالت او مشاهدې صرفأ په عمل د قياس او تجزيي اوتحليل ذهني کشف د مجهول کولايسي ٠ که دقت وکړو په داسي مواردو کي ذهن يوازي يو قياس نه تشکل کوي بلکه متعدقياسونه تشکلوي ٠ ولي چه ډېر سريع تشکلات دي ٠ او نتيجه ګيري کوي ٠
نو په دې سبب يا خاطر پوهه د منطقي قواعدو قياس مفيد دي ٠ چه انسان له اشتباهاتو را وګرځوي
Anonymous
02.11.2004
درنو ورونو وطنمل صاحب او طالب جان ته له سلام او درناوي وروسته:
درک واياست او که پوهيدل . زه خپله او درانه لوستونکي خو له درک څخه پوهيدل ښه ګڼو [code:1:d864eb1504]
درک سريع او پوه يو اوږد پراسس دي ٠ بيا اصطلاح مترادف هم دي ٠ د استمال زمان ئې فرق کوي ٠ depend
[/code:1:d864eb1504][/quote]
ډاکتر وطنمل
04.11.2004
درنو ورونو حليمي صاحب، طالب جان صاحب او ميلمه صاحب ته له سلام او درناوي !
زه خپله جمله تکراروم او د پوهاوي له پاره يې لږ څه غځوم:
درک واياست او که پوهيدل . زه خپله او درانه لوستونکي خو له درک څخه پوهيدل ښه ګڼو، خو پوهيدل، نه پوهه = معلومات لرل، ځکه پوهيدل يو ځليز عمل دی چې چاته يو شي روښانه شي ، خو پوهه د ټول تير شوي عمر د پوهيدلو، پوهيدلو پوهيدلو، يعنې د پوهې او مالوماتو د ﻻسته راوړلو او کسبولو اوږدآ پروسه ده. نو سمه ده چې پوهيد ل يا
[color=white:071bf022cb]درک سريع او پوهه يو اوږد پراسس دي ٠دلته درک او پو هيدل په اصطلاح مترادف ..٠[/color:071bf022cb] او پوهه د معلوماتو ، دانش او هوښيارۍ په معنی کارول کيږي. پ درښت .
[/code][/quote][/quote]
Anonymous
05.11.2004
درنو ورونو وطنمل صاحب او طالب جان صاحب ته له سلام او درناوي !
اغلې وطنمل صاحب ٠ کوم کلي مطلب چه تاسو ذکر کړي ٠ اوس نو وظيفه د منطق ده ٠
[color=red:77908aa725]حدود او تعريفات [/color:77908aa725]
کوم بحث چه تاسو شروع کړۍ ٠ مقدمه ده د حدودو او تعريفاتو له پاره
اول ٠تصوري موږ ته معلوم دي چه ٠٠٠٠
دوم تعرتف ته ئې زموږ ضرورت دي چه هغه يعني تصديقي تعريف
نوکله چه موږته تصديقي معلومات نوي راکړه سوي ٠ نو ملاعمر موږ ته يو مجهول سړی دي
کله چه تاسو و ملا عمر خبر کوۍ ٠ ولا اقل چه ملاعمر څوک دي ٠ څه علمي ورجه ، څرنګه دئ دغي وظيفې ته ورسيدي ولي چه بعضو لوستونکي ته ممکن دده حقيقي مکتب مجهول وي ٠ نو موږ لوستونکي صحيح تصور دده به باب نسو کولاي ٠
اوس نو سوالونه مناسب کڼم ٠
ملاعمر څوک وو ؟
څرنګه منڅ ته راغلي؟
څه علت وو چه منځ ته راغلۍ ؟
په راتګ ئې څه خسارې يا پايدې پيښي ؟
ترقدرت له مخه دئ يو ملي شخصيت وو ؟ پوښتني همېشه فلسفه کوي ٠ او له منطقو څه جواب غواړي
که سوالوته جواب پيدانسي د منطقو له نظره چه مکمل تعريف د شخص يا د يوه شي نوي (حدناقص ) دي
که ملاعمر په کاملترين ډول تعريف (معرفي ) سي ٠ نو مکمل تعريف به ئې (حد تام ) وي
او بحث به د منطقو پر اصولو راون سي ٠
مثلأ ٠ د انسان تعريف ((يو جسماني جوهر (يعني ډير ابعاد ) لري ، حيوان ناطق )) او که و وايو : چه ((يو جوهر جسماني ، ښايسته حيوان دي ) ٠ ((حد ناقص ))سو
او که داسي تعريف سي ((ژوندی موجود دي چه پر دوو پښوګرځي مستقيم القامه )) ((رسم تام )
که وويل سي ((ژوندی موجود دي پر دوو پښوځي )) ((رسم ناقص )) دي
هر تعريف چه موږ کوو د انسان(حدتام )اسلامي فلسفه اعتراف کوي چه حدتام تعريف يو اسانه کار نه دي ٠ طبعأ به غفلت پکښي وي ٠ رشتيا هم انسان خپل هغه تعريف چه دئ دي ٠ هغه نسي کولاي ٠
محترم وطنمل ٠ ستاسو دليکنه دومره ښايسته ارت وړک دي ٠ لکه ټوين ټاورونه چه ئې رسم کړي وه ٠ چه لوستل مي ګوته مي په غاښ نيولې وو ٠ کمال د ټوين ټاور او ښايست ئې د يوسف (فيلسوف)
او د ادراک په تعريف کي موافق وم اويم
ډاکتر وطنمل
05.11.2004
دروند ورور ميلمه صاحب ته سلامونه ، درناوی او نېکې هيلې.
وروره دلته خو ملاعمر هسې د مثال په توګه ذکر شوی، څو د منطق احکام په يوه ژوندي مثال بيان شي، خو د ملا عمر د سياسي کړنو تحليل او پر هغوی بحث ترې ترې مطلب نه و، ولې د مقدماتو د تفکيکولو له مخې مختلفو منطقي نيجه ګيريو (استنتاجونو) ته د لوستونکو پام راړول ترې مطلب وو: هسې خو يو حکم هم مطلق حقيقت نه و، خو د طلب پلوه سختدريځو له نظره دغه فرض شوی حکم چې (( ټول طالبان د قدرت په صورت کې د فلسطين د( اسلامي )خاورې او خلکو څخه خپله (اسلامي) خاوره او خلک قربانول.)) يو منلی او حتی د وياړ وړ حقيقت ښکاري، حال داچې له ټولو طالبانو څخه اول دا حقيقت پټ ساتل کيده چې دوې به په دې توګه هم پخپله قرباني کيږي او هم به د وطن آزادي او ګرد ملت له ﻻسه ورکوي
او سربيره پردې به د فلسطين له پاره څه چې ان د عراق له پاره به هم ناوړه پايلې ولري.. د طالبانو صفوف او پرګنه خواره خو د قربانۍ د مسلخ له پاره د مسلخ مشرانو ( اسامه او عمر ) وکاروله . د ديني عالمانو د غونډې د فيصلې لومړی ماده
(د اسامه ويستل ) چا رد او نقض کړه ؟
زما په خپل سوچ د ملا عمر په شمول د طالبانو ماشومانه او ساده لوحه شعور د پاکستان د هغه وخت د کورنيو چارو د وزير نصيرالله بابر د استخباراتو او اسامه بن ﻻدن له خوا بيل بيل ښه سخت تيرايستل شوی او غولول شوی دی. : لومړی بابر ملا عمر قدرت مشرۍ ته په رسولو کې، او بيا د اسامه له خوا هغه ته د ټولې نړۍ د مسلمانانو د اميرالمؤمنين
د صلاحيت په ورکولو کې وغوﻻوه، څو ه به دې توګه يې پاکستان د خپلو هدفونوله پاره وکاري او اسامه يې د خپل هدف ( ١١ سپتمبر په څير د بريدونو ) له پاره ترې سؤ استفاده وکړي او بيايې افغان ملت او هيواد دواړه د امريکا ګوزارونو ته د ځان دساتلو له پاره ډال کاندي . هوښياران څه ښه وايي:
[color=yellow:fc7c7df993]پښو کې نه ده، پاس په سر کې زولنه ده .... ناپوهې ددښمن لويه وسيله ده. [/color:fc7c7df993]
Anonymous
05.11.2004
السلام عليکم و رحمته الله و برکاته
درنو ورونو وطنمل صاحب او طالب جان تر درناوي وروسته:
او اسلامي منطق فکر داسي تعريفه وي ٠
فکر د انسان د ذهن يو د خاصيتوڅه دي ٠ ذهن څوکارونه کوي ٠ نو په فهرست سره بيان راوړه ٠ نو به ممکنه سي
چه د فکر تعريف او مفهوم مشخص و ذهن ته راسي ٠
1 - د ذهن تصوري امکانات د دونيا څه خارج شئ دي ٠ ذهن د حواسو د لاري د شيانو سره ارتباط پيداکوي ٠ او صورتونه راجمع کوي ٠ اوحالت ذهن له دې لحظه د يوه دوربينه عکاس دي ٠ صورتونه پر يوه فيلم منعکس کوي ٠
داسي فرض کوو چه تر ننه مو کندهار نه دي ليلۍ ٠ او نه يو ورغلي ٠ او د اول وار د پاره ورغلو ٠ او تاريخ ځايونه
ئې مو وکتل ٠ نو د ليدلو په وخت کښي يوه سلسله تصويرونه زموږ په ذهن کښي نقش سوه ٠
زموږ ذهن يوازي (منفعل ) دي يعني ذهن يوازي صرفأ (قبول ) هرڅه قبلوي او بس
2 - ورسته تردي چه ټوله تصورونه ئې را ټوله کړه ٠ بېکاره نکښېني ٠ يوازي د عکسو راټولول نه دي ٠ کله چه ئې
عکسونه وساتل ٠ بيا ئې ښکاره کوي ٠ چه نوم ئې خاطرې دي ٠ دا خاطرې لکه د ځنځير حلقې يوه په بل پوري تړلي دي ٠ کله چه يوه حلقه راوځي بله په پسې او بل په پسې وي ٠ علما،روانشناسي دې ته وايي معاني و دبل (تداعی) کوي ٠ او ريدلي مو دي ٠ خبره د خبري پيداکيږي ٠ دغه هغه تداعی معاني او تسلسل د خاطرودي
3 -دريم کار د ذهن تجزيه او ترليب دي ٠ علاوه پر دوو کارو ٠ يو بل کار داکوي د خارج څخه چي ئې يو خاص صورت اخستي وو تجزيه کوي ئې ٠ پر څو جوزه تقسيمه وي او تحليل کوي ئې
چه په خارج کښي ئې دا تجزيه نوه ٠ لکه يو اندام چه څوجوزه لري ٠ ذهن هم د خپل ظرفيت په اندازه ٠ تصورونه
پر اجزا وو وېشي ٠ او بيا يو جوز په يوه بل جوز پوري موښلوي ٠ نو تجزيه د يوه صورت په څو معني ګوري ٠
لکه دلته چه موږ يو دبل ليکني کورو ٠ چه تعريفئې څنکه دي املائې څنګه ، افاده ئې څنګه ده ٠ حال داچه دغه
شيان په ليکنه کښي نسته موږ ئې تجزيه کوو ٠ لکنه اخلو تجزيه ئې کړو ٠
4 -تجزيه او تعميم ٠ دا بل د ذهن کار دي
چه جوزي ذهني صورتونه چه ئې حواسو په وسيله جمع کړي ٠ يعني هغه څه چه خارج کښي يو ځای را سره راټول کړي ٠ نو تفکيک کوي ٠ يعني چه د مادي شئ ئ د معدود سره را اختۍ وي ٠ اعداد څخه جلاعکسون کوي
چه تر تجزيي لوړه عمل تعميم دي ٠ تعميم داسي کوي ٠ که احمد،محمود،طالب،خلقی، زيد، په دې چه ټوله يو
مفهوم لري ٠ نو کلي او عام کوي ئې (انسان )
په دغسي عمل کښي لکه تجزيه او ترکيب او دغه رنګه عمل د تجريداو تعميم (هغه څه چه ئې په حواسو راټول کړي ) تصرف پکښي کوي ٠ کله ئې په صورت تجزيه او ترکيب او کله په صورتي تجريد و تعميم
5 -پنځم عمل د ذهن دغه دي چه زموږ د ليکني اصلي مقصد دي ٠
يعني فکر او استدلال عبارت دي ٠ چه ارتباط ورکول سي څو امر معلوم له پاره د کشف د يوه امر مجهول
په حقيقت کښي فکر کول يو نوعه ازدواج او تولد ٠ د انديښنو تناسل دي
ورسته به د قياس مطالعه کړو ٠ چه نور ئې ښه وپېژنو چه فکر څشي دي ٠
Anonymous
10.11.2004
درنداومحترم وطنمل صاحب
السلام عليکم و رحمته الله و برکاته
دقياس دغه دري اصول دي ٠
ضغرا،کبرا،نتيجه
اوسپنه فلز دی (صغرا)
هر فلز په حرارت منبسط کيږي. (كبرا)
پس اوسپنه په حرارت منبسطه کيږي (نتيجه).
که تاسوته زحمت نه وي ٠ چه دغه درس راته تشريح کړي ٠
ډاکتر وطنمل
22.11.2004
[quote:24460edacb]درنداومحترم وطنمل صاحب
السلام عليکم و رحمته الله و برکاته
دقياس دغه دري اصول دي ٠
ضغرا،کبرا،نتيجه
اوسپنه فلز دی (صغرا)
هر فلز په حرارت منبسط کيږي. (كبرا)
پس اوسپنه په حرارت منبسطه کيږي (نتيجه).
که تاسوته زحمت نه وي ٠ چه دغه درس راته تشريح کړي ٠[/quote:24460edacb]
[color=blue:24460edacb]دروند او محترم ورور ښاغلي حليمي صاحب ته سلام او نېکې هيلې!
تااسو پخپله له کبرا او صغرا څخه منطقي استنتاج کړی او نتيجه مو سمه په ﻻس راوړې ده. بيا هم دود به داوي چې کبرا حکم لومړی او صغرا ورپسې راځي، څو له عام څخه خاص او له خاص څخه بيا يوګړې نتيجه په واحده نزولي توګه ترﻻسه شي . ستاسو په مثال کې نزولي، بيا صعودي او بيا بيرته نزولي توګه کارول شوې ده، چې کوم زيان نه لري. . اوس به راشو ستاسې پوښتنې ته:
ددې روش له اصولو څخه يو د ضد اونقيض د نشتوالي يا Identity اصل دی اووايي:
يوه جمله يايو حکم هم صحيح او هم غلط ( هم حقيقت او هم غير حقيقت ) کيدلی نشي. مثلأ : احمد مړ دی . دا جمله يا سمه ده او حقيقت لري اويا سمه نه ده يعنې حقيقت نلري. داسې نشي کيدای چې هم سمه او هم غلطه وي، يعنې احمد نشي کيدای چې په يوه وخت کې هم ژوندی او هم مړ اوسي.
دوهم اصل: ددريم صورت ناممکنوالي: يو حکم به يا (١) سم (حقيقت ) وي او يا
(٢) ناسم (غير حقيقت) وي ، دريم حالت چې نه سم (حقيقت) او نه ناسم ( غير حقيقت) اوسي ، امکان نه لري .
که دا وينا يا حکم سم وي چې:
١. ټول فلزات ويلي کيږي . ٢. او سپنه يو فلز دی . نو ٣. دا نتيجه چې : اوسپنه هم ويلې کيږي. بالکل سمه ده .
خو که په پرتنو دوه لومړيو احکامو کې يو حقيقت يا سم نه وي، پورتنۍ نتيجه يې هم ضرور ناسمه يا غيرحقيقت بللی شو .
قياس درې ډوله دي :
لومړی ـ اشتقاقي قياس لکه :
له يوې قاعدې او يوه ځانګړي حالت څخه د يوه يوګړي حالت اشتقاق کول . لکه :
١ـ ددې بورۍ ټولې لوبيا سپينی دي.
٢ـ دغه يوه لپه لوبيا ددې بورۍ لوبيا دي.
٣ـ دغه لوبيا هم سپينې دي.
دوهم :ترکيبي قياس ، له يوه ځانګړي او يو يو ګړي حالت څخه عامه قاعده ﻻس ته راوړل، لکه:
١ـ دغه لپه لويا سپين رنګ لري.
٢ـ دا لوبيا ددې بورۍ له لوبيا و څخه دي.
٣ـ ددې بورۍ ټولې لوبيا سپينې دي.
دريم : فرضيوي قياس: چې له يوه يوګړي حالت (حکم) او يوې قاعدې څخه يو خاص يا ځانګړی حکم فرشيدلای شي:
١ـ ددې لوبياو رنګ سپين دی،
٢ـ ددې بورۍ ټولې لوبيا سپينې دي.
٣ـ نو دا لوبيا له دې بورۍ څخه اخيستل شوي دي.
په درنښت. [/color:24460edacb]
Anonymous
25.11.2004
ګران وروره وطنمل صاحب زه هم سلام درته وايم ،ښې هيلي
يوه نړۍ مننه چه د قياس اقسام مو موږ لوستونکوته وليکل
يو وخت چه ما د قياس په باره کښي څه لوستي وه نو قياس ئې په اساس کي پر دوه قسمه
قسم: اقترانى او استثنائى.
وايي چه د يوې قضيي څخه قياس نه کيږي ٠ يعني د دوو قضيو څخه يو قياس پيداکيږي
ياپه بل عبارت د مور او پلار څه يو اولاد پيدا کيږي ٠ نو اولاد وارث د مور او پلار دي
نو نتيجه هم دغسي ده لکه اولاد ٠
ګران استاد وطنمل صاحب ٠ که وخت درسره وو
که د حد وسط ، حد مشترك ، حد وسط محمول او موضوع په باب چه د قياس په بحثو کښي هميشه ياديږي
او يا درې رکنه (رکن) و موږ لوستونکوته واضع کړي ٠ مننه