د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

نن د افغان جنګ یوولسمه کالیزه ده . هو ، پوره یوولس کاله !

pattang
02.11.2012

جمعه د ١٣٩١ لمريز کال د لړم ١٢دخپریدو نیټه : 2012-10-09 مخپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- کـافغانستان : یوولس کلن جنګنثار احمد صمد
سرچینه : پروګرسیو مجله
لیکوال : متیو روتشیلډ
منبع : پروګرسیو مجله ( امریکا )
نېټه : ۲۰۱۲/۱۰/۷
ژباړن : نثار احمد صمد

نن د افغان جنګ یوولسمه کالیزه ده . هو ، پوره یوولس کاله !
دا د هغې مودې څخه درې چنده زیاته ده چی امریکا په دوهمه نړیواله جګړه کی وجنګېده ؛ او تر هغي مودې شپږ ځله زیاته ده چی امریکا په لومړۍ نړیواله جګړه کی وجنګېده .
او دا هغسی جنګ دی چی هیڅ اړتیا یې نه لیدل کېده .
افغانستان پر امریکا حمله نه وه کړې . دا خو د سعودي عربستان تبعه اسامه بن لادن و چی هماغه حمله یې طرح کړې وه ؛ یو بل مصرﺉ تبعه ، محمد عطا د هماغه ډلی مشر و . د دغو ۱۹ طیاره تښتونکو څخه ۱۵ یې سعودي اتباع وو . په هغوی کی آن یو افغان هم شامل نه و .
بل دا چی د افغانستان حکومت وړاندیز وکړ چی حاضر دی اسامه بن لادن د محاکمې لپاره کوم درېیم هیواد ته ورتسلیم کړی . خو جورج بوش دا وړاندیز هیڅ په باک هم نه راوړ . هغه صرف او صرف د وچ زور څخه کار اخیست ، او غوښته یې چی انتقام واخلی . خو د دې جنګ لپاره ژور جیوستراتیژیکي دلایل هم وجود لری چی زه به یې مختصرأ ذکر کړم . لاکن اول به هغه تلفات او ضایعات وڅیړم چی دغه جنګ پیښ کړي دي :
د ۲۰۰۱ د سپټمبر د یوولسمی حملې په امریکا کی تقریبأ درې زره ( ۳۰۰۰ ) ملکی انسانان ووژل ، خو هماغه امریکا تر ننه په افغانستان کی لږ تر لږه اووه زره (۷۰۰۰ ) ملکی انسانان وژلی دي ، البته دا حدِ اقل اټکل دی . دا ټول ملکی کسان زموږ په بمونو ، زموږ په مرمیو ، او زموږ په بې پیلوټه طیارو وژل سوي دي ، آن دا چی ځینو دغو قربانیانو د ودونو په مراسمو کی برخه اخیستې وه .
څو زره نور افغانان هم په غیر مستقیمه توګه د دې جنګ له امله د لوږی او ناروغیو څخه مړه سوي دي . او په لسګونو زره نور هم ټپیان سوي دي .
تر کومه ځایه چی په امریکا پوری اړه لری ، زموږ څه باندی دوه زره پوځیان همدلته وژل سوي او څه باندی ۱۶۰۰۰ نور هم زخمیان سوي دي چی ډیرﺉ د مصیبت او بدبختۍ سره مخامخ دي . په دې ډول شل زره ( ۲۰۰۰۰ ) کورنۍ داسی دي چی بیا به هیڅکله مخکنۍ نیکمرغي و نه وینی . نو د افغانانو او امریکایانو دغه ځاني تلفات تر بل هر څه ډیر درانه او سخت دي .
خو د دې هر څه تر څنګ د دې جنګ مالی مصارف هم دي . دغه افغان جنګ د امریکا د خزانې څخه شپږ سوه بلیونه ډالره خوړلی دي چی هغه د تل لپاره زموږ څخه ولاړل . په دې کی هغه مصارف شامل نه دي چی په افغانستان کی زموږ د زخمی او معیوبو پوځیانو د روغتیا پالنی او علاج لپاره مصرفیږی . موږ هلته د هفتې دوه بلیونه ډالره برباد او ضایع کوو .
دا نور د اوباما جنګ دی .
هغه هلته د امریکایی پوځیانو تعداد درې چنده زیات کړ ، او ځکه نو د امریکایی پوځیانو د تلفاتو د ډیرښت مسؤل دی . وګورﺉ په افغانستان کی د امریکایی پوځیانو او مرین عسکرو لومړني ۱۰۰۰ تلفات په تقریبأ اتو کالو کی رامنځته سول ، خو متباقی یو زر نور یې صرف په تیرو دوو نیمو کالو کی وژل سوي دي .
که څه هم اوباما یو څه پوځیان بیرته را وایستل ، خو بیا هم نن هلته د جورج بوش د دورې تر آخري ورځی دوه چنده زیات امریکایی پوځیان مستقر دي .
هغوی لا ولی بیا هم هلته موجود دي ؟
اول موږ ته ویل کېده چی هغوی ځکه هلته شتون لری چی د القاعده او اسامه بن لادن سره وجنګیږی . خو پخپله « سي . آی . اې » راته وایی چی په تیرو څو کالو کی په افغانستان کی فقط ۱۰۰ القاعده وال موجود دي او بس .
او د بن لادن خبره ؟ هغه نور مړ دی . هغه آن په افغانستان کی هم و نه وژل سو ؛ بلکی په داسی حال کی چی بې وسلې و ، زموږ خاصو کوماندو ګانو په پاکستان یعنی هغه هیواد کی وواژه چی موږ یې خپل دوست بولو او د سپټمبر د یوولسمی راهیسی مو ۲۰ بلیونه ډالره هم ورکړی دي .
نن بیا داسی راته ویل کیږی چی موږ ځکه په افغانستان کی شتون لرو چی پوځ ته یې روزنه ورکړو . خو همدا نن زموږ پوځیان د هغو افغاني پوځیانو لخوا وژل کیږی چی موږ یې خپل دوستان بولو . نو چی داسی ده ، ولی بیا هم موږ ، چی آن خپل په اصطلاح دوستان مو لا هم وژنی ، هلته شتون لرو ؟
وروستی چټی او بې منطقه دلیل دا دی چی وایی موږ ځکه هلته موجود یو چی طالبان یو ځل بیا واکمن نسی او افغانی میرمنی توهین او بې آبه نکړی . خو کرزي پخپله هغه مقرره لاسلیک کړه چی د هیواد د اسلامی شورا لخوا تهیه سوې وه چی له مخی یې یو میړه خپله میرمن د شریعت سره سم وهلای سی.
راځیً چی صاف صاف وږغیږو . امریکا هلته په دې خاطر نه جنګیږی چی د افغانستان د ښځو سره مرسته وکړی . بلکی موږ ځکه هلته جنګیږو چی د امریکایی امپراتورۍ سره مرسته وکړو .
نو یو وار نقشې ته متوجه سیً . افغانستان په لویدیځ کی د ایران سره او په ختیځ کی د چین سره ګډه پوله لری : یعنی هغه دوه هیوادونه چی د پنتاګون تر نظر لاندی دي .
او امریکا ځکه په افغانستان کی شتون لری چی هغه په منځنۍ آسیا کی د پخواني شوروی اتحاد د جمهوریتونو څخه مخ د عربي سمندرګي پر خوا د تیلو د انتقال لورﺉ دی .
همدا هغه دلایل دي چی له مخی یې امریکا په افغانستان کی جنګیږی . خو دا هغه قانوني او مشروع دلایل نه دي چی له مخی یې باید ۲۰۰۰ امریکایی پوځیان او یا هم ۷۰۰۰ افغان ملکی کسان وژل سوي وای .
نو ځکه دغه یوولس کلن جنګ باید پای ته ورسول سی . او باید همدا اوس ختم سی . دا بېله دې چی وژنی او تباهۍ نوری هم ډیری کړی او هم د امریکا پر ضد د کرکې نور تخمونه وشیندی ، بل هیڅ هم نسي کولای .
که اوباما څلور کاله مخکی د دفاع د کمزورۍ فکر نه وای اندیښمن کړی ، نو قطعأ به یې نه وای ویلی چی افغان جنګ باید شدید سی .
د ټولو لپاره د بدمرغۍ ځای دا دی چی هغه دخپلی انتخاباتي مبارزې فقط همدا یوه ژمنه عملی کړه ! پای

© http://www.benawa.com/fullstory.php?id=51761#ixzz2B3YSOWnL


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more