د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د مینګورې پر اسراره پوسترونه

اتل
01.11.2012

اسلام علیکم، ګرانو لوستونکو
نن کهیځ چې د پاکستان د صوات ددرې د لوی ښار مینګوري خلک د خوب نه پاڅیدل هر چیرې یې عجیب پوسترونه تر سترګو شول. داسې ښکاري چې ددې علاقې د پښتنو پرستوني باندې د چين د بیان د آزادۍ دکمونستي اختناق او زندۍ ددورې خپسکې منګلئ خښې کړیدي. په چین کې چې د بیان آزادي د کمونیزم په زولانو کې شکیل او ایساره وه، د حق دلارې مبارزینو به چې خپلې عقیدي بیانولې، نو په بیجنګ کي به یې د آزادۍ پر دیوال لیکنې کولې، چې لدې لارې یې خک ولوسلئ شي
داسې ښکاري چې اوس د قبایلي سیمي پر پښتنو باندې هم د طالبانو د زور زیاتي له لاسه تر کمونستي رژیم نه هم بد تره ورځ راغلې ده، د هر چا پر شونډو د ترهې او ویرې دچوپتیا مهرونه لګول شویدي او دا پښتانه د خپل اساسي اسلامي حق نه محروم شویدي
پدې پوسترونو کې طالبان او امریکا دواړه ملامت شویدي. امریکا یې پدې ټکولې چې په عراق او افغاستان یې یرغلونه کړي او په قبایلو کې د بې پیلوټه الوتکو حملې کوي. د امریکا نه چې یو خارجي او غیر اسلامي ملک دئ څه ګیله
په پوسترونو کې طالبانو ته ګوته نیول شوي چې، جوماتونه او زیارتونه سوزوي، ځان وژونکې حملي کوي او مسلمانان قتل کوي. پدې پوسترونو کې داسې راغلي دي
=============================================
په دغه پوسټرو کې خلکو ته ویل شوې چې امریکا پرې ډرون حملې کوي او طالبان ځان وژونکې بمي چاؤدنو کې مسلمانان وژنې. په اردو ‏‏ژبه کې لیکل شوې پوسټرو کې د یو شمیر حدیثونو حوالې هم ورکړل شوې دي.
دا معلومه نه ده چې دغه پوسټرې د چا لخوا ویشل شوې خوې چې د سوات لوې ښار مینگوره کې سهر خلک پاڅیدل نو ځائې په ځائې يي دغه پوسټرې ولیدې.
ځائې خبریالان وايي یو شمیر پوسټرې ورته د شپې نه په پریس کلب کې ایښودل شوې وې. په پوسټر کې د امریکې صدر براک اوباما او د طالبانو مشر حکیم الله محسود تصویرونه ورکړل شوې دي او دا پوښتنه کیږي چې لوې دښمن څوک دی؟
هم د دغه پوښتنې په ځواب کې وویل کیږي چې امریکا د قوم لور عافیه صدیقي نه پریږدي او طالبان ملاله نه معاف کوي
.
په پوسټر کې ویل شوې طالبان په اصل کې خوارج دي. خوارج په تاریخ کې هاغه چاته ویل کیږي چې د اسلام د لومړو خلفاؤ په دور کې د هاغه وخت د خلیفه او امت مسلمه پرضد یی د جگړو اعلان کړی وو.
په یو پوسټر کې د پیغمبر اسلام د هاغو حدیثونو حواله هم ورکړل شوې ده چې پکې د خوارجو علامتونه یاد شوې دي. پکې د صحیح مسلم یو حدیث کې د خوارجو د یو علامت په اړه ویل شوې چې هغوې یعنې خوارج به د کم عمر هلکان وي.
پوسټر کې د صحیح بخاري نه حواله ورکړل شوې ده او یو بل حدیث يي هم ذکر کړی چې وايي دوې یعنې خوارج به دین کې د دهوکې نه کار اخلي او ږیرې به يي گورې وي.
پوسټر کې امریکې ته اشاره شوې او وايي چې په عراق او افغانستان يي حمله کړې او طالبان یادوي چې په جوماتونو او مزارونو حملې کوي.
تر اوسه چا دا دعوه نه ده کړې چې دغه پوسټرې د چا لخوا ویشل شوې دي.
=============================================
پدې پوسترونوکي د بې پیلوټه الوتکو بمباریو ته هم اشاره شویده. خو حقیقت دادئ چې دا هم د طالبانو د لاسه دي. ولې د ۹/۱۱ او په قبایلو کې خارجي تیرورېستانو ته د طالبانو لخواد ځای ورکولو نه مخکې دغسې حملې نه کیدې. دغه حملې اصلاً د هغو تیرور ېستي ډلو په مشرانو کیږي چې زموږ عام خلک، وژني، په بمونو کې یې الوزوي، په قبایلو کې یې له پنځه سوو نه زیات ښونځي سیزلي دي او زموږ ملک، ټولنه او اسلامي ارزښتونه له یوې خوا تباه کوي. پدې حملو کې تر اوسه پوري د القاعدې د تیرورېستي ډلې له دیرشو نه، شل دوه ویشت مشران وژل شویدي. قریب یوه هفته مخکې هم په شمالي وزیرستان کې دغسې حمله وشوه
دادئ ده د هغې حملې درپوټ فشرده
===========================================
24.10.2012
ر پوټونه وایي، له افغانستان سره پولې ته جوخت د شمالي وزیرستان په میرام شاه کې په یو مشکوکه امریکایي ډرون برید کې درې تنه وژلي دي.
امنیتي چارواکي وایي، نن ماسپښین دا حمله د میرامشاه په تپي کلې کې مخې ته راغلې ده، او زیاتوي یو میزایلي حمله د مشکوکو وسلوالو په یو کور، او بله د دغه کور بهر په ولاړ ګاړي شوې ده.
په شمالي وزیرستان امریکايي ډرون بریدونه اکثره تر سره کیږي، په دغه سیمه کې القاعده او طالبان فعاله دي
============================================
که د القاعدې او نورو تیرورېستي ډلو لسګونه مشران پدې حملو کې نه واي وژل شوي، خدای خبر چې څومره نور ماشومان، ښځي او نور مسلمانان به یې شهیدان کړي وو
پوسترر دغه راز ویلې چې طالبان ملاله یوسفزۍ هم بې مرګه نه پریږدي. کیدای شي چې پر ملاله یوسفزۍ باندې د طالبانو تیرورېستي حملې، له یوې خوا خلک ویرولي وي، خو له بلې خوا یې په ولس کې د خپل حق د غوښتنې ولولې را ژوندۍ کړیدي او دغه راز یې د طالبانو د مخ نه د سحر او جادو نقاب جګ کړ او د هغوی اصلې څیره یې خلکو جوته کړه. ملالې خو څه ګناه نده کړي، هغې فقط خپل اسلامي حق غوښت. طالبانو هغه پدې وجه ونه ویشته، چې ګواکې د هغې سره یې دښمني درلوده، بلکه پدې وجه یې وویشته، چې هغې د طالبانو ددښمن حمایه کوله او د طالبانو هغه دښمن زده کړه او معارف دئ. طالبان ځکه معارف خپل دښمن ګڼي چې د معارف اهل د طالبانو دوکه نه خوري. که ټول ولس تحصیل یافته شي، بیا به طالبان څوک دوکه کوي او بمونه به تر ملا ور تړي او مسلمانان به پرې قتل کوي
ډاکتر شکیل افریدئ ډیر وختی د طالبانو دافراطیت او القاعدي په خطرناکه لوبه پوهیدلئ ؤ چې د اوسامه بن لادن د استوګنې د ځای د رسوا کولوخطر یې په غاړه واخیست او دهغه د میړانې او قهرمانه سرښندنې په برکت د القاعدې د زنګې مار سر ووعل شو، او موږ یې د هغه دشر نه خلاص کوو. هرمسلمان، افغان پښتان ته پکار دي چې د خپل مقدس دین اسلام، وطن او پښتونوالۍ د حفاظت او ساتنیې دپاره دغسې د میړانې او او متانت کاراوایې وکړ، تر څو یې اولاده فخر ورباندې وکړي او په تاریخ کې یې نوم په زرینو کرښو وکاږل شي. موږ کولای شو چې د دیرو سوله ایزو لارو خپل ماک ته تاري خدمتونه وکړ
د پوسترونو دا مْضون د ډیوې رایو کښلئ ؤ
دپوسترونو بله مسئله دا وه چې طالبان خوارج دي. زه به پدې اړه څه نه وایم، ځکه چې دا موضوغ اظهرمن الشمس غوندې روښانه ده


larghonay laraway
04.11.2012

ِالسلام عليکم!
ياره اتل صيب که داسې وي لکه چې پاکستانيان په دې کار کې هم رانه مخکې شول!
ځکه دا خو هرچاته معلومه ده چې طالبان او امريکا د يوې خوا خوسيان دي او په غوبل کې يې پښتانه تباه او برباد کړل.
که طالبان نه وای امريکا دلته څه خاورې غوښتل خو همدا سرکوزي دي چې امريکا ته زمينه سازي کوي !
که زمونږ خلک هم لږ له عقله کار واخلي او طالبان او امريکا دواړه تف کړي نو انشاء الله چې هم به له ځانمرګو خلاص شي او هم به د لنډه غرانو له فلمي وژنو
افغانستان به هم له دې بدمرغۍ خلاص شي
(کرزی او ملاعمر د امريکې خرڅ شوي او روزل شوي غلامان دي او جنجال همدوی جوړ کړی)


مرد همیشه مردانه حرف میزند، سلام بر شما و صداقت شما!

Ghani
04.11.2012

هموطن نهایت محترم و گرامی لاروی صاحب امیدوارم که سلامهای بنده را بپذیرید، میخواهم از نظریات واقعاً صادقانه و مردانهء تان ابراز امتنان و سپاس بیحد نمایم. قسمیکه شما خیلی واضح و آشکارا فرموده اید، اما من نیز میخواهم چند کلمهء بر گفته های شما اضافه نمایم، به نظر اکثر ما افغانها نه خارجی های بیخدا و گمراه و نه طالبان مزدور و منافق در فکر آرامی و آبادی مردم مسلمان و خانهء ویران ما هستند. هردو مانند گاو های قلبهء هستند که زمین را برای منافع و پلانهای شوم و شیطانی خود (درکنارهم) بکمک همدیگر قلبه میکنند.
خارجی ها خو به همهء ما معلوم است که از خود مقصد و پلانهای شوم خود را دارند، پدران ما در سابق گفته اند: که بیگانه، سگی دیوانه.
اما موضوع جالب اینجاست که گروه های منافق و جاهل مانند: طالبان، حقانی، گلبدین، و... زیر نام دفاع از دین و ناموس، خنجر را از پشت به سینهء مردم ما میزنند. خداوند (ج) مردم مارا ازین گونه ابلیسان نگه کند، آمین.
شاعر چه خوب گفته است:

دین یې دام دی ددنیا په لار کې ایښې
پې را اړوي وحشیان د مخلوقاتو

په درنښت،


pattang
04.11.2012

[quote:cd4ae41e6e]........اما موضوع جالب اینجاست که گروه های منافق و جاهل مانند: طالبان، ...حقانی، گلبدین، و... زیر نام دفاع از دین و ناموس، خنجر را از پشت به سینهء مردم ما میزنند. خداوند (ج) مردم مارا ازین گونه ابلیسان نگه کند، آمین. [/quote:cd4ae41e6e]

اول خو دا خلک جاهل ندي که جاهل وي زده به يې کړي او زدکړي يې هم دي خو
دې خلکو هم سوله راوستلې وه او هم قانون خو يو کار يې نور هم کړی وو ، په
کابل کې يې فاحشو ته جزا ور کوله چې د اسلام لاره او افغاني کلچر دی نو ته
ته دا راته وايه چې ستا هوښيار ، عطا ، دوستم ، عبدالله، کريم خليلي ، محقق
فهيم، ... قانوني ته به څوک جزا ورکوي چې په زرګونو افغانان يې مړه او په بګرام
کې د صلبيانو مردګاوي کوي !
نالت په بې غيرتو دالر خرو !!


طیب زابلی *
05.11.2012

السلام علیکم ورحمة الله !
په افغانستان کی دوه قوته سره په جنګ دی
یو لوری ته ناټو ده چی په رأس کی امریکا ده او دکرزی اداره
یی شاته ولاړه ده ، او شمالی ټلواله چی په خټه کی ئی غلامی اغږلی ده هم ترڅنګ ولاړه ده ،
او بل لوری ته بیا طالبان او مجاهدین دی
چی داسلام ددفاع او وطن دازادۍ لپاره له دی قوت سره په کلکه
مقابله کوی ،
او ملت هم پر دوی ډلی ویشل شوی ده یوه ډله بی احساسه او
دیموکراسی پلوه خلګ دی چی دیو څو ډالرو په تمه یی
دامریکا لاره اختیار کړی ده ،
او بله ډله بیا اکثریت ملت ده چی دوطن د ازادۍ او پر وطن داسلامی نظام پلیکیدو
په هیله دطالبانو ترشا ولاړ دی ،
او دا یو جاری طریقه ده چی له وخته راروانه ده ،
مګر خو کله کله بیا په ټولنه کی داسی خلګ هم پیداکیږی
چی له یوی خوا سره یی هم زړه نه لګیږی دانو دا خلګ دی

(مُذَبْذَبِينَ بَيْنَ ذَلِكَ لَا إِلَى هَؤُلَاءِ وَلَا إِلَى هَؤُلَاءِ وَمَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَلَنْ تَجِدَ لَهُ سَبِيلًا)


pattang
05.11.2012

يوه بله ډله يې لپړ زن اپورتونيستان خلک دي چې يو پلو يې هم مالوم ندی نن يو
څه وايې او ليکي يې او بله ورځ بيا بل څه !!!!!!
داسې خلک ډېره موزره طائفه ده چې دهيڅ سړي زامن هم ندي !!


larghonay laraway
06.11.2012

که په چا کې ذره عقل هم وي نو د جاهل مشرتوب نه مني!
په دغه وخت کې مې دا خپله جمله ډېره خوښېږي چې : د جاهلو خلکو رهبر هم جاهل وي!
دا له هیچا هم پټه نه ده چې د ملاعمر د امارت دعوه د مسلمه کذاب له دعوې کمه نه ده
او بله دا چې ملاعمر اوکرزی د توراوباما دوه بوټان دي چې افغانان پرې په لغتو لغتو وهي!

په دې وخت کې هوښار، ښه مسلمان، ښه مجاهد، ښه افغان او ښه پښتون همغه دی چې د کرزي او ملاعمر دواړو مخالف وي.
نو خدای دې مونږ چالاک او دبړه مار غلامان نه کړي چې د کرزي پلوي وکړو
او خدای دې مونږ جاهل غلامان نه کړي چې د ملاعمر پلوي وکړو
امين


pattang
06.11.2012

لرغونی صيب راڅه چې يو فلسفي بحث شروع کړو !
جاهل چاته وايې او جاهل څه اوصاف لري ???
لنډ ځواب به يې راکوې په دوو کرښو کې !

[quote:30ff6b56aa="larghonay laraway"]که په چا کې ذره عقل هم وي نو د جاهل مشرتوب نه مني!
په دغه وخت کې مې دا خپله جمله ډېره خوښېږي چې : د جاهلو خلکو رهبر هم جاهل وي!
دا له هیچا هم پټه نه ده چې د ملاعمر د امارت دعوه د مسلمه کذاب له دعوې کمه نه ده
او بله دا چې ملاعمر اوکرزی د توراوباما دوه بوټان دي چې افغانان پرې په لغتو لغتو وهي!

په دې وخت کې هوښار، ښه مسلمان، ښه مجاهد، ښه افغان او ښه پښتون همغه دی چې د کرزي او ملاعمر دواړو مخالف وي.
نو خدای دې مونږ چالاک او دبړه مار غلامان نه کړي چې د کرزي پلوي وکړو
او خدای دې مونږ جاهل غلامان نه کړي چې د ملاعمر پلوي وکړو
امين[/quote:30ff6b56aa]


سلامونه

tandar
06.11.2012

سلامونه
زه ټولو ته احترام لرم خو دا دجاهل کلمه له ٤ مخففوټکو څخه لکه اکسيجن مخفف ئې o او هايدروجن مخفف ئې H مينځ ته راغلي
دجاهل کلمه هم له ٤ صفتو نو څخه يوه کلمه مينځ ته راغلي
١، ج= جنجالي ............جنجال غوښتونکي
٢، ا= احمق..................چه دخپلو اعمالو دښواوبدو فرق ونشي کړي
٣، ه= هوسي...............بي قناعته
٤،ل= لوده ....................ټرټولو ځان پوه ګڼل
بس ددغو صفاتو خاوند ته يو نوم چه هغه [color=red:42237f049d]جاهل[/color:42237f049d] دي ټاکل شوي :oops:
دهر چاخپل نظر دي
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


اتل
06.11.2012

لرغونیه لارویه وروره، پر تاسې دې سلام وي، او دټولو پښتنو، افغانانو او ګردو مسلمانانو په شمول دې، پاک رب فردوس جنت په نصیب کړه، او الله دې په دین او دنیا مه خواروه. ستاسې منطق او قضاوت پر سالم او غیر جانبداره بنسټ استوار دئ. د بصیرت خاوندان تل د تور او سپین شپې او ورځې تر منځ په روانو معجون مرکب سیاسي، مذهبي، ژبنيو، اقتصادي، سیمه ایزو، دیني او مذهبي افراطي چاپیریالې شرائطو کې د توپیر کولو جوګه دي، او دا پدیده نن تاسې په خپلو ارشاداتو کې مرغلرې غوندې صفا جوته کړه. ستاسې دا لاندې لنډې کرښې د یوې ژورې کتنې ډیر کره لنډیز دئ
=============================================
arghonay laraway
دغړيتوب نېټه: 25 اکتوبر 2008
ليکنې: 832
ليکنهد ليکنې نېټه : ١ شنبه نومبر 04, 2012 5:16 am عنوان : Reply with quote
ِالسلام عليکم!
ياره اتل صيب که داسې وي لکه چې پاکستانيان په دې کار کې هم رانه مخکې شول!
ځکه دا خو هرچاته معلومه ده چې طالبان او امريکا د يوې خوا خوسيان دي او په غوبل کې يې پښتانه تباه او برباد کړل.
که طالبان نه وای امريکا دلته څه خاورې غوښتل خو همدا سرکوزي دي چې امريکا ته زمينه سازي کوي !
که زمونږ خلک هم لږ له عقله کار واخلي او طالبان او امريکا دواړه تف کړي نو انشاء الله چې هم به له ځانمرګو خلاص شي او هم به د لنډه غرانو له فلمي وژنو
افغانستان به هم له دې بدمرغۍ خلاص شي
(کرزی او ملاعمر د امريکې خرڅ شوي او روزل شوي غلامان دي او جنجال همدوی جوړ کړی)
=============================================
لارویه وروره، ستاسې د تبصرې نه داسې ښکاري چې افغانستان د افغانانودپاره، او افغانان د افغانستان د پاره غوړئ، او همداسې هم باید وي، او زما مقصد هم دغه دئ. موږ خارجي مداخلې هغه وخت بندولای شو چې په خپلو کې یو موټئ شو. یو موټئ کیدای هغه وخت شو چې خپل منځي اختلافونه رفع او دفع کړو. د اسلامي احکامو پر بنا، پکار دي چې اقلیت د اکثریت خبره ومني، خو په شرط ددې چې دا خبره په شرع برابره وي
اوس دا خبره هرچاته اظهر من الشمس ده چې ولس یو سراو طالبان چې د اجنبیانو نه امر او نهې اخلي بل سردي. دوې لکه نا ولده مرغه په دوو لومو کې نښتي ډي. له یوې خوا مذهبي افراطیت چې د اسلام په مقدس دين کې منع دئ، د طلبانو صاحبانو د غاړې غور شویدئ، او بل داچې خپلو بادارانو یې دوې داسې کلک راښکیل کړي چې نه ځان ترې خلاصولای ښي او نه هم د خپلو بادارانو، ټولې غوښتنې برآورده کولای شي. خوار طالبان د داسې معما سره ګیر دي، لکه چې وایي (د پاسه راغله سره سویه، په وینو کې پخه سویه= که یې خورم پرې کافر کیږم، که یې نه خورم، وږئ کیږم). طالبانو ته پکار دي چې تش په نامه خارجي بدعتیان چې د مسلمانانو په جامه کې شیطانانوغوندې د طالبانو په رګونو کې ننوتي او خپلې خپلې بین المللي منسوبې پرمخ بیایي، طلاق ورکړي، او ترد يې کړي او د خپلو وطني مسلمانانو چې دطالبانو سره ګډې اسلامي او ملي مصالح لري لمن ونیسي او اتفاق ور سره وکړي. هغه وخت موږ کولای شو چې د خارجي مداخلو مخه ونیسو. یو وارې چې تیروریستان او فرصت طلبان پدې پوه شي چې موږد خپل مستقبل چارې پخپل لاس کې اخیستي دي، بیا دوی زموږ په ملک کې د ټیک ځای نشي بیدا کولای او هغه وخت به نه تیروریستان وي زموږ په وطنونو کې، او نه هم خارجي قواوې، او یا بې پیلوټه الوتکې
ډیره مننه


طیب زابلی *
07.11.2012

السلام علیکم ورحمة الله!
دجاهل لنډ تعریف : ما یعتقد الشيء على خلاف ما هو عليه .
جاهل هغه څوک ده چی دیوشی دحقیقت او واقعیت خلاف اعتقاد او ګمان کوی .

دا خو دجاهل تعریف سو اوس دجاهل مصداق څوک ده ؟

ددی به زه یو لنډ مثال وړاندی کړم :
كوم وخت چی امریکا پر افغانستان حمله وکړه او د طالبانو اسلامی او شرعی نظام یی له منځه یووړ، او یو ډالر خوره لنډغر یی دحکومت پر ګدۍ کښیناوو ، او دکلیو ښارو یو څو چرسیان او ازاریان یی راټول کړل او په نوم ملی اردو یی تری جوړه کړه ،
نو طالبان چی ددوئ په فکر نور له منځه تللی وو بیاهم کرار نه کښینستل دخارجیانو او لنډغرو په مقابل کی یی دخپل دین، وطن ناموس د دفاع لپاره یی دچریکی عملیاتو په توسط یوه سپیڅلی جګړه پیل کړه ترڅو چی خارجیان یی پر خپل اشغال پښیمانه كړل او دی ته یی اړکړل چی نور دوتلو لاره ولټوی او اشغالګر او ددوئ په لاس جوړ سوی حکومت یی یو له بله سره بیزاره کړل ، او اشغالګرو په خپله داومنله چی په دی جګړه کی زموږ دطالبانو په حملو کی تر دری زره ۳۰۰۰ زیات فوجیان وژل شوی دی خو داد دوئ په قول کنه نو په حقیقت خو تر ۱۳۰۰۰ هم زیات وژل شوی دی،
او په دی جګړه کی طالبانو ته هم ډیری صدمی رسیدلی دی ،ډیر شهیدان ، زخمیان او اسیران یی ورکړی دی ،
او دغه رنګه په دی جګړه کی ملکیانو هم ډیر تلفات لیدلی دی کورونه بمبار شوی دی ښځی ،ماشومان او سپینږیری په شهادت رسیدلی دی،
دا خو هغه څرګند حقیقت ده چی هرچاته تر لمر روښانه او ښکاره ده ،
اوس چی پردی سربیره څوک داګمان کوی چی طالبان دامریکا جاسوسان یا چاپلوسیان دی نو دا به بیخی له حق اوحقیقته سترګی پټول وی او دا به بیخی له واقعیت څخه خلاف ګمان وی ځکه که رښتیا هم همداسی وی لکه دغه خلګ چی ګمان کوی نو بیا ولی دومره فوځیان او طالبان وژل کیږی ،
ملت خو یی ددواړو دښمن مګر ځانونه خویی نه دی دښمنان ،
نو دا دواقعیت او حقیقت خلاف اعتقاد او ګمان کول دی ،
نو دا دجاهل تعریف پردی خلګو ترهر چا ښه صادقیږی:
ما یعتقد الشيء على خلاف ما هو عليه

ځکه دوئ له یو داسی حقیقته خلاف ګمان کوی چی هغه تر لمر روښانه ده


larghonay laraway
07.11.2012

السلام عليکم!
اتل صيب اتل اوسې!
زما د زړه خبره دې کړې !

(پتنګ صيب ستا نوې موضوع بايد په نوي بحث کې مطرح کړو!)
مننه
لرغونی لاروی


larghonay laraway
07.11.2012

ّپتنګ صيب د جاهل په اړه به له دې ځانګړی بحث وکړو خو زابلي ته همدومره وايم:
هغه څوک چې د مشرتابه دعوه کوي په ځانګړې توګه د هېواد د رهبريت يا د اسلامي امارت او ديني يا عصري زده کړې يې نه وي کړي هغ جاهل دی
او هغه څوک چې ورپسې په پټو سترګو لښکر کېږي او يا يې په ليکنو کې تاييدوي هغه جاهل مرکب دی!


pattang
07.11.2012

لر غونی صيب ملا عمر اخند خويو سړی دی ، طالبان شورا لري او فيصلې کوې چې
معنويت يې له هرې طبقې څخه ټينګ با ايمانه پلويان لري .....
ته څه فکر کوې چې تا په د اخپله دويمه کرښه کې داسې تېری ندی کړی لکه ته
يې چې پخپله غندې !
ايا زه پتنګ، ډاکتر ترکی عثمان، ډاکتر هاشميان ، ډاکتر ځيرکيار، ډاکتر ميرکی ،
امام الدين صاپی،ريچارد بروز او نور په زرګونو افغانان او يو غټ شمېر خارجيان
چې دطالبانو پلوي کوي جاهل مرکب دي ??
نو که ته ښاغلی مونږ ټول جاهلان په طاقت د څلورو ګڼې نو مهرباني وکړه خپله
سياسي ستراتيږي دې وليکه او مونږ ته يې وړاندې کړه !!

[quote:4168004fd9="larghonay laraway"]ّپتنګ صيب د جاهل په اړه به له دې ځانګړی بحث وکړو خو زابلي ته همدومره وايم:
هغه څوک چې د مشرتابه دعوه کوي په ځانګړې توګه د هېواد د رهبريت يا د اسلامي امارت او ديني يا عصري زده کړې يې نه وي کړي هغ جاهل دی
او هغه څوک چې ورپسې په پټو سترګو لښکر کېږي او يا يې په ليکنو کې تاييدوي هغه جاهل مرکب دی![/quote:4168004fd9]


pattang
07.11.2012

لرغونی صيب چې ريښتيا پښتون مسلمان پاته اود څيره خورانو په لست کې رانشې
نو د امريکې د خونړي او ظالم لښکر د فلوريدا د ډيجيتل پروپاګندې او شيطاني ته
په پښتو ژبه شابسی مه وايه !!ټول هغه مخبران او ګډ کارکونکي چې د صليبي
اشغالګرو سره يې د افغانانو په وينو لاسونه سره دي د اولسي مقاومت له خوابه
شريعي محاکمه کيږي خو چې په لاس راشي !!

[quote:f2af4f420d="larghonay laraway"]السلام عليکم!
اتل صيب اتل اوسې!
زما د زړه خبره دې کړې !

(پتنګ صيب ستا نوې موضوع بايد په نوي بحث کې مطرح کړو!)
مننه
لرغونی لاروی[/quote:f2af4f420d]


اتل
07.11.2012

ګرانو ملکرو، لمړئ سلالمونه او هرکلئ، او بیا کلامونه او ښه راغلئ
زه نن پدې ویاړم چې د خپلې خوږې مور، په خوږه ه ژبه د خپلو ملګرو او همزولو سره خبرې اترې کوم. د الله په فضل د یوې داسې روشنفکره ډلې سره مې سروکار دئ، چې د خپل ملک د خیر ښیګڼې د پاره، د یواوبل مختلف نظرونه په پوره میړانه او پښتني پوهه زغمي او د افکارو تبادله کوي. ددنیا ډیر پرمختللي ملکونه ټول له همدې پړاوونو نه تیر شویدي، او د ژوند او ترقۍ جګو پوړونو ته ختلي دي. البته یوه خبره مې باید هیره نشي چې زموږ د ملک وده او ترقي به زموږ د ټولنې د ارزښتونو پرمعاروی، نه د بیګانه وو په میچ
پتنګ،لارویه، زابلیه، تندراو غني ګلالیو، باتورو او د پښتونخوا د جګو غرونو عقابانو، آیا تاسې د یو او بل په ملګرتیا نه ویاړئ؟ حتماً ویاړئ، همدا زموږ د کامیابۍ رمز دئ چې یو د بل مخالفت به د خپل ایمان او وجدان په بنسټ کوو، نه د کومو نورو ملحوظاتو پر بنا
موږ یوه متجانسه، خو په حقیقت کې یو موټئ ډله یو چې لا هم د خپلې بدوي ټولنې د پرمخ وړولو دپاره په ګډه اوږده میزلونه وهو

داسې ښکاري چې موږ د بحث د اصلي موضوع نه بل پلو روان یو. خو زه به پدې برخه چې جاهلان کومه طبقه خلک دي، د ننیو حالاتو په رڼا کې فقط یو ژوندئ مثال درکړم خلک سترګې لري تعقل لري، انګیرنې یا قیاص لري او ریښتیا له دروغو او روا، له ناروا نه توپیر کولای شي. لس کاله مخکې د ډیرو ملکونو ماشومان د پولیو د مرض د خطر سره مخامخ وو. د واکسین په برکت نن سبا د امرض فقط په دوو دریو ملکونو کې پاتې دئ. آیا هغه ډله طالبان چې د پولیو د واکسین سره مخالف دي، د واکسین په مفاد نه پوهیږي؟ البه چې پوهیږي، خو د خپلو ځانګړو ملحوظاتو پر بنا یې نه عملي کوي، او پدې تر تیب ماشومان د مرګ د خطر سره مخامخ کويي آیا دا جهالت ندئ؟ جهالت څه چې یو نه پښونکئ جنایت هم دئ. دوی له یوې خوا موږ پز تیرورېستانو وژني او له بلې خوا پر مرضونو
ډاکتر شکیل افریدئ، چې یو طبي عالم دئ، د کتلوي مرګ نه د کتلوي نجات، په اسلامي او ټولنیزو ارزښتونوډیر ښه پوهیږي، په دوو جبهو کې د خپل ولس د ښیګڼې اوالله د رضا د حاصلولو دپاره وجنګید، او بالاخره يې بند پاداش شو، هغه د جاهالت په مقابل قطب کې درېد. زموږ طالبان له یوې خوا، تیرورېستان راولي موږ پرې وژني، او له بلې خوا واکسین نه پرېږدي، او پدې ترتیب زموږ د آینده نسل بقا په خطر کې اچوي. آیا دوی په کومه طبقه کې حسابیږي او ډاکتر افریدي په کوم پوړ کې راخي؟ ډاکتر افریديپر موږ ټولو باندې چې د زموږ د نیکمرغۍ په لاره يې قرباني ورکړه، حق لري چې په خلاصون کې یې مرسته وکړو

د ملګرو ملتونو نړیوالې روغتیایي ادارې شپږ ورځې مخکې په یوه رپوټ کې وویل، چې د پولیو ناروغي به تر هغې په پښتنو کې ختمه نشي چې، دا دنړۍ بې وزله قام د واکسین په اهمیت نه وي پوهول شوئ
د نیو یارک ټایمز یو رپوټ وايي چې په سلو کې څلوېښت داسې پښتنې میندې پلرونه هم شته چې کم عمره ماشومان لري او دوی د ماشومانو د فلج په واکسین اډو خبر ندي
موږ د یوه پوه، پر ځان بسیا او قوي ملک مقام ته د رسیدو په لاره کې په فرسخونو میزل په مخکې لرو. دا د نسلونو خبره ده، نه د کلونو

راځئ چې د اصلي موضوع نه بهر نشو، او بیرته پخبله بیل شوي موضوع خبرې اتر وکړ، تر څو یوئ کوټلې نتیجې ته ورسیږو. زموږ د ډلې تول بحث کونکې نام خدا کافي هوښیاري او درائت لري، او پدې هم ښه پوهیږي چې څوک د حب علي او بغض معایه پر بنیاد د چا پښه راکاږي. که ساده ووایم [موږ په وخوره، او ونغره پوهیږو].


طیب زابلی *
08.11.2012

السلام علیکم ورحمة الله !
اتل صیب صحت او عافیت دی غواړم ،
ته وایی چی طالبان واکسین نه پریږدی
دا خبره دی له کومه درکه کړی ده؟
داڅوکاله خوزه په خپلو سترګو وینم چی دطالبانو
ترواک لاندی سیمو کی واکسین کیږی او نه می
دا اوریدلی دی چی طالبان واکسین نه پریږدی
بلکی دواکسین په دا اوس نژدی تیره دوره کی
ما په خپلو سترګو ولیدل چی په داسی سیمه کی واکسین
ماشومانو ته ورکول کیدی چی هغه بالکل دطالبانو تر
واک لاندی وه،


larghonay laraway
08.11.2012

السلام عليکم!
پتنګ صيب دا چې د زابلي غوندې چټيات دې نه دي ليکلي او منطقي ځواب دې غوښتی، نرمه خبره دې ليکلې نو په خدای چې بېخي دې واخيستم!
ولې خبره د اشخاصو نه ده. باور وکړه چې زه د زړه له درده، د ملي او اسلامي درد له مخې دکرزي او ملاعمر ډلې غندم.
زه يې په سترګو ګورم چې د کرزي ډلې په خپلو سيمو او د ملاعمر ډلې د خپلې واکمنۍ په سيمه کې دا لس کاله پښتانه دومره وځپل، دومره يې سپک او ورک کړل چې د تاريخ په اوږدو کې پرې داسې کانې نه وې شوې!

پتنګ صيب تاسو خپله فکر وکړئ د کرزي په ډله کې پښتون غلام، بې ننګه، کوني، فاحش ، شراب خور، غل، فاسد، او ...
د ملاعمر په ډله کې پښتون يعنې د مخدره موادو کرونکی، خرڅوونکی، استعمالونکی ، قاتل، وحشي، بې علمه، د ښوونځي او مدرسې دښمن، د معلم او قومي مشر توهينوونکی، د ډاکټر او مامور له منځه وړونکی!
نو تاسو درانه ته او درسره دې نورو ښاغليو ته چې تاسو يې نومونه ليس کړي لکه:
( پتنګ، ډاکتر ترکی عثمان، ډاکتر هاشميان ، ډاکتر ځيرکيار، ډاکتر ميرکی ،
امام الدين صاپی،ريچارد بروز)
دوی ته قضاوت ورکووم چې ايا اسلام او پښتونولي همدې ته وايي چې د وزيرستان يو وحشي او ځنګلي پاکستانی پوځي راولئ او دلته پرې خلک وهۍ، ډبوئ او وطن پرې ورانوئ؟
ايا د ملاعمر ډله له يرغلګرو سره په جهاد بوخته ده او که تر هغوی ډېره له خپلو بې وزله، مظلومو، محکومو پښتنو سره؟
پتنګ صيب ستاسو په ليست شويو نومونو کې يو شمېر فرصت طلبان هم شته لکه ښاغلی ميرکی چې کابل ته راغلی ؤ، ځان يې د ولسمشرۍ ټاکنو ته کاندید کړ او بيا تر هرچا لومړی د کرزي په ګټه تېر شو!
بله د خندا خبره يې دا وه چې د خپل ټاکنيز کمپياين لپاره يې د هېواد په بېلابېلو سندرغاړو خپلې ستاينې کړې وې چې ډېر خام کار ؤ او دی چې اوس د طالبانو پلوي کوي نوسړي ته خندا ورخي. ځکه انتخاباتي کمپاين په ډمتوب، بيا د کرزي په ګټه تېرېدنه او اوس د طالبانو ملاتړ چې عجيبه ده؟
او دې په دې تمه ؤ چې غلام کرزی به کومه دنده ورکړي خو هغه يوازې هغه څوک پالي چې د هېواد دښمن ، تجزيه کوونکی، نفاق اچوونکی او متعصب وي لکه ټلواله.
ولې ستاسو په ليست کې د امام الدين ساپي اوځيرکيار په څېر پښتانه هم شته چې د ځيرکيار ښې ليکنې او د امام الدين ساپي پښتو کتابچاپونه د پښتنو لپاره يو ستر خدمت دی. خو باور لرم چې طالبان به هيڅکله هم ستاسو دليست خلک په خپلو ليکو کې پرېنږدي ځکه چې ما د هغوی د امارت دوران ليدلی باور وکړه چې ږيرکلي ته تر کافر هم بد ګوري!
زه پتنګ صیب يوه دقيقه داسې فرض کړه چې عثمان ترکی په همدې قواره او د ملاعمر ډله او ستراتيژي يې د تطابق وړ دي؟
زه هاشميان د ده له ليکلو پېژنم او په رښتيا چې د ستاينې وړ دی خو طالب کيدلی نه شي. ځکه دی پښتون غواړي او طالب لومړی پښتانه وهي. دی حتی په کمپيوټر مجله جوړوی او د مطبعې وس يې نه لري فوټوسټيټ کوي يې خو طالب جان د کتاب دښمن دی!

زما ستراتيژي د پوهې، علم او ټکنالوجۍ پر بنسټ پښتني او اسلامي ده!
زما ګيله له ستاسو بهرمېشتو څخه ده چې د ټکنالوجۍ په دې نوي دوران کې تاسو ايله بيله د ملاعمر د بې سواده ستراتيژۍ ملاتړ کوئ!
فرض کړئ که ملاعمر جګړه هم وګټي نو ايا په حکومتولۍ پوهېږي؟
نو چې سر له اوسه تر جګړې وروسته خپله ناکامۍ ګورۍ ولې ملاعمر نه ريپليس کوئ او يوه روښانه او ملي ستراتيژي ولې نه پلې کوئ؟
اوس ټول خلک په دې عقيده دي چې د ملاعمر او کرزي ډله د هېواد، اسلام او په ځانګړې توګه پښتنو دښمنان دي او د دوی له کړنو هم معلومېږي . همدا راز بهرمېشتي پښتانه هم د دواړو ډلو تبليغ ته ګمارل شوي دي.
نو راځئ چې يوه سپېڅلې او روښانه ملي لاره وټاکو او ټول پرې روان شو


Ghani
09.11.2012

برادر نهایت محترم لرغونی لاروی صاحب سلام بر مردانگی و صداقت شما، از نوشته های شما معلوم میشود که شما واقعاً که دردهای ملت و وطن ما را در رگ و پوست خود احساس کرده اید، قسمیکه شما نوشته اید: [زه يې په سترګو ګورم چې د کرزي ډلې په خپلو سيمو او د ملاعمر ډلې د خپلې واکمنۍ په سيمه کې دا لس کاله پښتانه دومره وځپل، دومره يې سپک او ورک کړل چې د تاريخ په اوږدو کې پرې داسې کانې نه وې شوې!]
مرحبا بر پاکی و شهامت شما، حقایق را همه میدانند، اما هرکس جرءت و مردانگی بیان کردن آنرا ندارد، خداوند (ج) را شاهد بگیریم، امروز در مناطق جنوبی و جنوب شرقی کشور ما شما بغیر از ویرانی، قتل و غارتگری دیگر کدام چیزی را شما میبینید؟
اگر هلمند، کندهار ویا کنر را با شهر های دیگر مانند مزار، هرات و یا بامیان مقایسه نمایم، به وضاحت دیده میشود که دستهای پس پرده وجود دارد که با منافقت و شیطنت یگانه هدف آنها فقط وفقط بربادی و ازبین بردن آن مناطق کشور عزیز ما افغانستان میباشد و بس.
هموطنان عزیز شمارا بخداوند بزرگ و توانا قسم میدهم که یکبار دیگر باخود فکر نماید، دوست و دشمن خودرا بخوبی بشناسید، اگر کسی مانند برادر محترم و صادق ما آقای لرغونی لاروی واقعیتهای وطن را مینویسد، ما باید به حرفهای ایشان گوش بدهیم و قدر نمایم، نه اینکه از واقعیتهای تلخ و نمایان وطن خود چشم پشی نمایم و فقط از سر عقده های شخصی وضدیت به سخنان حق گوش نکنیم.
جهالت همین را میگوید که سخنان حق را میشنوند، و میدانند که حق است اما بازهم از آنها انکار میورزند، دیگر کدام تعریفی ندارد جهالت.
امیدوارم که درد مردم مظلوم و بیچارهء ما و وطن بخاک وخون نشستهء مارا یکبار درد خود احساس نماید، تشکر.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more